• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان او بریتانیا چارواکو د په تمه افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه خبرې وکړې

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۳۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۹ GMT+۰

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال طلال چودري د جمعې په ورځ د بریتانیا د بهرنیو چارو له مرستیال وزیرې بارونیس چیپمن سره په لیدنه کې د امنیتي، کډوالۍ او د افغانستان اړوند مسایلو په تړاو خبرې وکړې. په دې لیدنه کې بریتانیا ته په تمه د افغانانو د لېږد پر بهیر هم بحث وشو.

د پاکستاني رسنیو د راپور له‌مخې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د کډوالۍ په برخه کې د دوه‌ اړخیزو همکاریو پر ډېرېدو، د انساني قاچاق پر مخنیوي او د سیمې د ثبات پر ټینګښت خبرې وکړې.

د پاکستان د کورنیو چارو مرستیال وزیر بریتانیا ته په تمه د افغان پناه‌غوښتونکو د لیږد د پروسې پر ګړندي کېدو ټینګار کړی دی.

د بریتانیا کورنیو چارو وزارت د همدې کال د جون میاشتې تر پایه په پاکستان کې د میشتو افغان ښځو او نجونو د ۳۶۷ غوښتنلیکونو په ګډون د څه باندې ۶ زره افغانانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد کړې دي.

بل لوري بیا د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د بریتانیا د دفاع وزارت یوه کارکوونکي په ناپامۍ سره د یو شمېر هغو افغان پناه غوښتونکو معلومات افشا کړل، چې په افغانستان کې یې له بریتانیايي ځواکونو سره کار کړی و. په دې چارې سره د بریتانیايي ځواکونو د همکار افغانانو ژوند لاپسې سخت شو او دمګړۍ زرګونه افغان پناه‌غوښتونکي بریتانیا ته د تګ په تمه په پاکستان کې بې‌برخلیکۍ کې شپې او ورځې تېروي.

د «پاکستان ټودې» رسنۍ راپور ورکړی، چې پاکستان ته د بریتانیا د دې چارواکې سفر په داسې وخت کې کېږي، چې د دواړو هېوادونو اړیکې پیاوړې شوي او دوه‌ اړخیزه سوداګري له ۵،۵ میلیارده پونډ څخه هم لوړه شوې ده.

په راپور کې ویل شوي، چې دامهال په پاکستان کې له ۲۰۰ څخه ډېرې بریتانوي کمپنۍ فعالیت کوي، چې په دواړو هېوادونو کې یې اقتصادي وده رامنځته کړې ده.

اغلې چیپمن ویلي، چې پاکستان د بریتانیا لپاره یو «ستراتیژیک شریک» دی.

هغې وویل: «موږ د منظم جرمونو او غیرقانوني کډوالۍ له پټو عواملو سره د مبارزې لپاره په ګډه کار کوو، څو دواړه هیوادونه خوندي شي.»

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

سعودي: رښتینې سوله د باور جوړونې او خبرو له لارې پیلېږي

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۴ GMT+۰

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وایي، رښتینې سوله د یوه اوږدمهاله بهیر پایله ده، چې د باور له ګام پر ګام جوړولو څخه پیلېږي او بیا د زړورو او رښتینو خبرو له لارې دوام مومي. هغه دغه څرګندونې په ترکمنستان کې د سولې او باور جوړونې په نړۍوال کنفرانس کې وکړې.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ولید الخریجي وویل: «د تلپاتې سولې رامنځته کول یوازې د یوه تړون یا معاهدې په لاسلیک کولو شونی نه‌دی. رښتینې سوله د یوه اوږده بهیر پایله ده، چې د باور له ګام پر ګام جوړولو سره پیلېږي، وروسته زړورې او رښتینې خبرې اترې ترسره کېږي او په پای کې داسې هراړخیز او عادلانه پرمختګ رامنځته کېږي چې خلک د شخړو له قربانیانو څخه د رغونې شریکانو ته اړوي.»

الخریجي دغه څرګندونې نن (جمعه د لیندۍ ۲۱مه) د ترکمنستان د پلازمېنې عشق‌اباد په ښار کې «د سولې او باور جوړونې» په نړۍوال کنفرانس کې د خپلې وینا پر مهال وکړې.

هغه په دغه کنفرانس کې د سعودي د پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز او د ولیعهد او د وزیرانو شورا د مشر شهزاده محمد بن سلمان په استازیتوب ګډون کړی و.

په دې وینا کې، د سعودي د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د مخنیوي ډیپلوماسۍ په برخه کې د ریاض هڅو ته هم اشاره وکړه، چې په‌کې منځګړیتوب او د شخړو سوله‌ییز حل، د سیمې د ثبات ملاتړ، د بشري مرستو وړاندې کول، د کلتورونو او ادیانو ترمنځ د خبرو اترو پیاوړتیا او د نړۍوالو سازمانونو ملاتړ شامل دي.

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکې: د عمران خان د بند غیر انساني شرایط باید پای ته ورسیږي

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۸ GMT+۰

د شکنجې په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې الیس جیل اډوارډز نن د پاکستان له حکومت څخه غوښتي، چې د عمران خان د غیر انساني او له سپکاوي ډک بندي شرايطو د راپورونو په اړه ژر اقدام وکړي.هغې خبرداری ورکړی، چې ښايي دا چلند د ظالمانه، غیرانساني او سپکاوي په کټګوریو کې شامل شي.

ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۲۱مه) په یوې اعلامیه کې د الیس جیل اډوارډز په حواله لیکلي: «زه له پاکستاني چارواکو غواړم، چې د خان د بند شرایط له نړۍوالو معیارونو او اصولو سره په بشپړ ډول برابر کړي.»

نوموړې زیاته کړې، له کومې ورځې (د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په ۲۶مه) چې خان د راولپنډۍ اډیاله زندان ته انتقال شوی تر ډېره په «انفرادي بند» کې ساتل کیږي او له ۲۴ ساعتونو ۲۳ ساعته یې په بند خونه کې وي.

ځانګړې راپور ورکوونکې ټینګار کړی، چې اوږدمهاله انفرادي بند د نړۍوال بشري حقونو له‌مخې منع او که فشار له ۱۵ ورځو واوړي د «رواني شکنجې» بڼه غوره کوي.

هغې غوښتنه کړې: «د خان انفرادي بند باید بې له ځنډه پای ته ورسېږي. نه یوازې دا چې دا غیرقانوني اقدام دی، بلکې اوږده انزوا د هغه پر فزیکي او رواني روغتیا منفي اغېز لرلی شي.»

د ملګرو ملتونو د راپور له‌مخې، عمران له زندان څخه بهر د تګ، له نورو بندیانو سره د لیدلو او په جماعت سره د لمونځ د ادا کولو اجازه نه‌لري او له وکیلانو او کورنۍ غړو سره یې ډېرې لیدنې ګډوډیږي.

په راپور کې راغلي: «خان په کوچني اتاق کې ساتل کېږي، چې طبیعي رڼا او مناسبه هوا نه‌لري.»

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکې وايي: «هر هغه څوک چې له ازادۍ څخه محرومیږي، باید په انسانیت او درناوي ورسره چلند وشي.» هغې ټینګار وکړ، چې د بند شرایط باید د فرد عمر او روغتیايي وضعیت ته په کتو تنظیم شي.

د ۷۲کلن عمران خان د کورنۍ د غړو په وینا، خان دمګړۍ له روغتیايي ستونزو سره دی.

ملګري ملتونه وايي، چې ځانګړې راپورکوونکې د عمران خان موضوع د پاکستان له حکومت سره شریکه کړې او ډېر ژر به د موضوع پرمختګ هم وڅاري.

حال‌وش: په سراوان کې ناڅرګندو وسله‌والو د افغان کډوالو پر ځورونې تورن کارکوونکی وژلی دی

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۱ GMT+۰

د «حال‌وش» د راپور له‌مخې، د ایران په بلوڅ مېشتي سراوان ښار کې د رضا ساراني په نوم کس چې د سراوان د بهرنیو اتباعو د کمپ کارکوونکی و او تر دې وړاندې د افغان کډوالو د وهلو ټکولو له امله مشهور و، د ناڅرګندو وسله‌والو په ډزو کې وژل شوی دی.

د راپور له‌مخې، د پنجشنبې په ماښام رضا ساراني له یوه بل کس سره، چې تر اوسه یې هویت نه‌دی مشخص شوی، په یوه شخصي موټر کې و، چې ناڅرګندو وسله‌والو پرې ډزې وکړې. په دې برید کې په موټر کې ناست دواړه وژل شوي دي.

دا چې برید چا کړی او ولې یې کړی، په دې اړه نور جزییات نه‌دي خپاره شوي.

«حال‌وش» مخکې هم په یوه څېړنیز راپور کې د رضا ساراني هویت او کړنې افشا کړې وې. د یاد راپور له‌مخې، نوموړی شاوخوا ۲۵ کلن او د سراوان اوسېدونکی او همداراز د سراوان د بهرنیو اتباعو د کمپ یو کارکوونکی و. په راپور کې ویل شوي و، چې هغه د لسګونو افغان کډوالو په وهلو ټکولو، سپکاوي او ناوړه چلند کې ښکېل و.

د سرچینو په وینا، رضا ساراني له څو نورو کارکوونکو سره یو ځای افغان کډوال د پایپونو او لرګیو په وسیله وهل او همدارنګه یې یو بلوڅ له قانوني حکم پرته نیولی او یاد کمپ ته یې لېږدولی و. دا موضوع هغه مهال د بشري حقونو د فعالانو او سیمه‌ییزو رسنیو له سختو غبرګونونو سره مخ شوې وه.

د یادونې وړ ده، چې د ایران رسمي سرچینو لا تر اوسه په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

شهباز شریف: طالبان باید د پاکستان امنیتي اندېښنو په حل کې اقدام وکړي

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۹ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په ترکمنستان کې د «سولې او باور نړۍوالې» غونډې په څنډه کې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په لیدنه کې ویلي:«د طالبانو حکومت باید وهڅول شي، چې د پاکستان د جدي امنیتي اندېښنو د حل په برخه کې اقدام وکړي.»

ایران او پاکستان د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۲۱مه) له دغې لیدنې خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې د دواړو هېوادونو د ګډې همکارۍ پر پیاوړتیا او د دوه اړخیزو تړونونو پر چټک پلي کېدو هم ټينګار شوی دی.

پاکستاني رسنیو د شریف له قوله لیکلي، چې نوموړي په دې لیدنه کې ادعا کړې، چې له افغانستان څخه دوی ته امنیتي ګواښونه متوجه دي.

د ایران ولسمشرۍ ماڼۍ بیا د دغې لیدنې په تړاو په خپره کړې اعلامیه کې د افغانستان په اړه څه نه‌دي لیکلي.

په دې اعلامیه کې راغلي، چې شریف او پزشکیان د ترانسپورټ، ترانزیت او نورو ورته موضوعګانو د ترسره شویو دوه اړخیزو هوکړو پر څارنې او ښه عملي کېدو ټینګار کړی دی.

دواړو لورو همداراز د اړیکو پراختیا، سوداګریز تګ راتګ او د اقتصادي همکاريو لوړول د دواړو هېوادونو لومړیتوبونه یاد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران بهرنیو چارو وزارت به راتلونکې اونۍ د افغانستان د وضعیت او سیمه‌ییزو تحولاتو په اړه د یوې مهمې ناستې کوربه وي. د یاد وزارت ویاند ویلي، چې دا ناسته د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو ننګونو د کمولو په موخه پلان شوې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمدرضا بهرامي بیا ویلي، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ منځګړیتوب د تهران د ناستې د اجنډا برخه نه‌ده او یوازې موخه یې د افغانستان په اړه د ښکېلو هېوادونو د ځانګړو استازو د نظرونو تبادله ده.

ندیم د مدرسې فارغانو ته: د هبت‌الله اطاعت وکړئ که امیران ډېر شي ګټلی نظام به خراب شي

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۰ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم په پکتیا کې د یوې جهادي مدرسې په فراغتغونډه کې د اوسني نظام پر دفاع ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د هبت‌الله ټول اوامر باید پر ځان عملي کړئ او د نظام پالیسۍ باید عملي شي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي راډیو ټلویزیون له لوري په یوې خپرې شوې ویډیو کې ندا محمد ندیم له ځوانانو غوښتي، چې د هبت‌الله هر امر دې دوی پر ځان تطبیق کړي. هغه د هبت‌الله د اوامرو د اطاعت په دوام کې زیاتوي: «که درته وایي، سنګر ته ځه، هلته ځه، که درته وایي، قول اردو ته ځه، هلته ځه، که درته وایي، چې په ښار کې امنیت مه نیسه حوزه کې اوسیږه، حوزه کې اوسېږه.»

هغه د یادې مدرسې فارغانو ته همداراز ویلي، چې له ځانونو دې امیر نه‌جوړوي او د نظام هدایات دې عملي کړي چې ایمان یې محفوظ شي.

د هغه په وینا، نظام یو امیر لري او ټول یې باید د امر اطاعت وکړي. هغه زیاتوي: «که امیران ډېر شي نظام کې فساد راځي، بیا دا ګټلی نظام راڅخه خرابیږي.»

ندیم له ځوانانو او سپین‌ږیرو غوښتي، چې هبت‌الله ته دې د نظام د ښه پر مخ وړلو لپاره دعاوې وکړي.

په دې وروستیو کې طالب چارواکي د خپل مشر هبت‌الله د اوامرو د تطبیق سپارښتنه زیاته کړې ان په دې تړاو ولایتونو ته سفرونه ترسره کیږي او ځانګړې غونډې هم ورته جوړېږي.