• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سعودي: رښتینې سوله د باور جوړونې او خبرو له لارې پیلېږي

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۴ GMT+۰تازه شوی: ۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۸ GMT+۰

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وایي، رښتینې سوله د یوه اوږدمهاله بهیر پایله ده، چې د باور له ګام پر ګام جوړولو څخه پیلېږي او بیا د زړورو او رښتینو خبرو له لارې دوام مومي. هغه دغه څرګندونې په ترکمنستان کې د سولې او باور جوړونې په نړۍوال کنفرانس کې وکړې.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ولید الخریجي وویل: «د تلپاتې سولې رامنځته کول یوازې د یوه تړون یا معاهدې په لاسلیک کولو شونی نه‌دی. رښتینې سوله د یوه اوږده بهیر پایله ده، چې د باور له ګام پر ګام جوړولو سره پیلېږي، وروسته زړورې او رښتینې خبرې اترې ترسره کېږي او په پای کې داسې هراړخیز او عادلانه پرمختګ رامنځته کېږي چې خلک د شخړو له قربانیانو څخه د رغونې شریکانو ته اړوي.»

الخریجي دغه څرګندونې نن (جمعه د لیندۍ ۲۱مه) د ترکمنستان د پلازمېنې عشق‌اباد په ښار کې «د سولې او باور جوړونې» په نړۍوال کنفرانس کې د خپلې وینا پر مهال وکړې.

هغه په دغه کنفرانس کې د سعودي د پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز او د ولیعهد او د وزیرانو شورا د مشر شهزاده محمد بن سلمان په استازیتوب ګډون کړی و.

په دې وینا کې، د سعودي د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د مخنیوي ډیپلوماسۍ په برخه کې د ریاض هڅو ته هم اشاره وکړه، چې په‌کې منځګړیتوب او د شخړو سوله‌ییز حل، د سیمې د ثبات ملاتړ، د بشري مرستو وړاندې کول، د کلتورونو او ادیانو ترمنځ د خبرو اترو پیاوړتیا او د نړۍوالو سازمانونو ملاتړ شامل دي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

حال‌وش: په سراوان کې ناڅرګندو وسله‌والو د افغان کډوالو پر ځورونې تورن کارکوونکی وژلی دی

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۱ GMT+۰

د «حال‌وش» د راپور له‌مخې، د ایران په بلوڅ مېشتي سراوان ښار کې د رضا ساراني په نوم کس چې د سراوان د بهرنیو اتباعو د کمپ کارکوونکی و او تر دې وړاندې د افغان کډوالو د وهلو ټکولو له امله مشهور و، د ناڅرګندو وسله‌والو په ډزو کې وژل شوی دی.

د راپور له‌مخې، د پنجشنبې په ماښام رضا ساراني له یوه بل کس سره، چې تر اوسه یې هویت نه‌دی مشخص شوی، په یوه شخصي موټر کې و، چې ناڅرګندو وسله‌والو پرې ډزې وکړې. په دې برید کې په موټر کې ناست دواړه وژل شوي دي.

دا چې برید چا کړی او ولې یې کړی، په دې اړه نور جزییات نه‌دي خپاره شوي.

«حال‌وش» مخکې هم په یوه څېړنیز راپور کې د رضا ساراني هویت او کړنې افشا کړې وې. د یاد راپور له‌مخې، نوموړی شاوخوا ۲۵ کلن او د سراوان اوسېدونکی او همداراز د سراوان د بهرنیو اتباعو د کمپ یو کارکوونکی و. په راپور کې ویل شوي و، چې هغه د لسګونو افغان کډوالو په وهلو ټکولو، سپکاوي او ناوړه چلند کې ښکېل و.

د سرچینو په وینا، رضا ساراني له څو نورو کارکوونکو سره یو ځای افغان کډوال د پایپونو او لرګیو په وسیله وهل او همدارنګه یې یو بلوڅ له قانوني حکم پرته نیولی او یاد کمپ ته یې لېږدولی و. دا موضوع هغه مهال د بشري حقونو د فعالانو او سیمه‌ییزو رسنیو له سختو غبرګونونو سره مخ شوې وه.

د یادونې وړ ده، چې د ایران رسمي سرچینو لا تر اوسه په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

شهباز شریف: طالبان باید د پاکستان امنیتي اندېښنو په حل کې اقدام وکړي

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۹ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په ترکمنستان کې د «سولې او باور نړۍوالې» غونډې په څنډه کې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په لیدنه کې ویلي:«د طالبانو حکومت باید وهڅول شي، چې د پاکستان د جدي امنیتي اندېښنو د حل په برخه کې اقدام وکړي.»

ایران او پاکستان د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۲۱مه) له دغې لیدنې خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې د دواړو هېوادونو د ګډې همکارۍ پر پیاوړتیا او د دوه اړخیزو تړونونو پر چټک پلي کېدو هم ټينګار شوی دی.

پاکستاني رسنیو د شریف له قوله لیکلي، چې نوموړي په دې لیدنه کې ادعا کړې، چې له افغانستان څخه دوی ته امنیتي ګواښونه متوجه دي.

د ایران ولسمشرۍ ماڼۍ بیا د دغې لیدنې په تړاو په خپره کړې اعلامیه کې د افغانستان په اړه څه نه‌دي لیکلي.

په دې اعلامیه کې راغلي، چې شریف او پزشکیان د ترانسپورټ، ترانزیت او نورو ورته موضوعګانو د ترسره شویو دوه اړخیزو هوکړو پر څارنې او ښه عملي کېدو ټینګار کړی دی.

دواړو لورو همداراز د اړیکو پراختیا، سوداګریز تګ راتګ او د اقتصادي همکاريو لوړول د دواړو هېوادونو لومړیتوبونه یاد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران بهرنیو چارو وزارت به راتلونکې اونۍ د افغانستان د وضعیت او سیمه‌ییزو تحولاتو په اړه د یوې مهمې ناستې کوربه وي. د یاد وزارت ویاند ویلي، چې دا ناسته د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو ننګونو د کمولو په موخه پلان شوې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمدرضا بهرامي بیا ویلي، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ منځګړیتوب د تهران د ناستې د اجنډا برخه نه‌ده او یوازې موخه یې د افغانستان په اړه د ښکېلو هېوادونو د ځانګړو استازو د نظرونو تبادله ده.

طالبانو د روسیې- اوکراین جګړې ته ځانګړي شوي ګردي مېز کې ګډون وکړ

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۰۹ GMT+۰

په مسکو کې د طالبانو سفارت ویلي، چې د دوی سفیر ګل حسن حسن د روسیې- اوکراین جګړې ته په ځانګړي ګردي مېز کې ګډون وکړ. سفارت ویلي، چې حسن په مسکو کې له یو شمېر مېشتو سفیرانو سره د دوه اړخیزو موضوعاتو په اړه هم خبرې کړې دي.

په مسکو کې د طالبانو سفارت د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۲۱مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د روسیې- اوکراین جګړې ته ځانګړی شوی ګردی مېز د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف په مشرۍ جوړ شوی و.

د روسیې- اوکراین جګړې په اړه په مسکو کې کله نا کله ګردي مېزونه یا ډیپلوماټيکې ناستې جوړېږي.

د دې ناستو موخې د امنیت، سولې او جګړې د حلولو د لارو چارو ارزونه، د ډيپلوماټيکو همکاریو پراخول او د سیمې ثبات ته د ګډو همکاریو هڅول یاد شوي دي.

د څارونکو په باور، د روسیې- اوکراین جګړه د نړۍوال سیاست یوه تر ټولو حساسه او اوږده مساله ده.

د خبریالانو د راپورنو په بنسټ، په دې ناسته کې د روسیې بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د روسیې او امریکا ترمنځ اوسني مذاکرات په ځانګړي ډول په اوکراین کې د اوږدمهاله جوړجاړي موندلو باندې متمرکز دي.

د کرملېن ماڼۍ په وینا، د اوکراین په تړاو د مسکو او واشنګټن د مشرانو او استازو ترمنځ په وروستۍ ناسته کې ټول سوءتفاهمونه حل شوي دي.

پوتین: ملګري ملتونه لا هم د نړیوال توازن د ډاډمنولو یوازینی مېکانېزم دی

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۵۶ GMT+۰

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په عشق اباد کې د سولې او باور جوړونې په نړیوال فورم کې ویلي، چې ملګري ملتونه لا هم په نړیوال سیاست کې مهم او بې ساری رول لري.

ولادیمیر پوتین ویلي، چې د ملګري ملتونو سازمان له جوړیدو څخه ۸۰ کاله وروسته لا هم یوازینی مېکانېزم دی، چې د هېوادونو ترمنځ د ګټو توازون ساتلی شي.

پوتین ټینګار وکړ، چې د ټولو هېوادونو د نظ‍رونو په پام کې نیولو پرته د نړیوالو ستونزو حل ناممکن دی.

پر همدغه مهال د روسیې ولسمشر د مسکو او ترکمنستان د اړیکو په اړه ویلي، چې په سیمه ییز ثبات کې د ترکمنستان بې طرفي مهم رول لري او د ترکمنستان سوله ییزه بهرنۍ پالیسي یې په نړیواله کچه د اعتبار ترلاسه کولو عامل ګڼلی دی.

پوتین په خپلو خبرو کې د روسیې او ترکمنستان ترمنځ د ۲۰۲۵ کال په لومړیو لسو میاشتو کې د سوداګرۍ په حجم کې د ۳۵ سلنې ودې یادونه هم وکړه او ويې ویل، چې روسي شرکتونه پلان لري په ترکمنستان کې نوي پروژي هم پلي کړي.

د روسیې ولسمشر د جمعې په شپه عشق اباد رسیدلی او د فورم له پیل څخه وړاندې یې د ترکمنستان له ولسمشر سردار بردیمحمدوف او د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره کتلي دي.

دغه فورم د ترکمنستان په نوښت د «نړیوالې سولي او د باور کال» په چوکاټ کې جوړشوی دی او د یاد نوښت ملاتړ د ۸۶ هېوادونو له خوا شوی چې موخه یې د هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو او همکارۍ پیاوړتیا ده.

د رېښتر په کچه ۶.۷ درجې زورورې زلزلې د جاپان شمال ختیځه برخه ولړزوله

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۰۴ GMT+۰

د رېښتر په کچه د ۶.۷ درجو په شدت یوې زورورې زلزلې د جاپان شمال ختیځه برخه ولړزوله. دغه زلزله د ځمکې له سطحې ۲۰ کیلومتره ژوره وه. د جاپان د هواپېژندنې ادارې د میاګي، ایواته او ایوموري ولایتونو او همدارنګه د هوکایدو سوېل ختیځ ساحل کې د سونامي د احتمالي ګواښ خبرداری ورکړی.

د ډسمبر په اتمه نېټه هم یوې زورورې زلزلې چې شدت یې ۷.۵ درجې و، د جاپان شمال ختیځ ولړزاوه او نږدې ۹۰زره کسان یې د تخلیې امر ته اړ کړل. د یادې زلزلې مرکز د ایوموري له سواحلو څخه ۸۰ کیلومتره لرې او ۵۴ کیلومتره په ژورو کې ثبت شوی و.

جاپان د نړۍ له هغو هېوادونو دی، چې ډېرې زلزلې په‌کې کېږي او له نږدې هرو پنځو دقیقو وروسته په‌کې د ځمکې خوځښت ثبتېږي. دغه هېواد د ارام سمندر د «اور د کړۍ» پر کرښه پروت دی او د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه هغه زلزلې چې شدت یې ۶درجې یا تر دې لوړې وي، په جاپان کې رامنځته کېږي.

د جاپان شمال ختیځ د ۲۰۱۱کال د مارچ په ۱۱مه د دغه هېواد د تاریخ تر ټولو مرګونې زلزلې سره مخ شو؛ هغه مهال د ریښتر په کچه ۹درجې یوه سمندري زلزله سندای ښار ته نږدې رامنځته شوه. دغه زلزله چې د جاپان په ثبت ‌شوي تاریخ کې تر ټولو زوروره ده، د سونامي لویې څپې جوړې کړې چې د سمندر پر اوږدو ساحلو یې پراخه ویجاړي رامنځته کړه او نږدې ۲۰زره کسان یې مړه کړل.