• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پوتین: ملګري ملتونه لا هم د نړیوال توازن د ډاډمنولو یوازینی مېکانېزم دی

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۵۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۸ GMT+۰

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په عشق اباد کې د سولې او باور جوړونې په نړیوال فورم کې ویلي، چې ملګري ملتونه لا هم په نړیوال سیاست کې مهم او بې ساری رول لري.

ولادیمیر پوتین ویلي، چې د ملګري ملتونو سازمان له جوړیدو څخه ۸۰ کاله وروسته لا هم یوازینی مېکانېزم دی، چې د هېوادونو ترمنځ د ګټو توازون ساتلی شي.

پوتین ټینګار وکړ، چې د ټولو هېوادونو د نظ‍رونو په پام کې نیولو پرته د نړیوالو ستونزو حل ناممکن دی.

پر همدغه مهال د روسیې ولسمشر د مسکو او ترکمنستان د اړیکو په اړه ویلي، چې په سیمه ییز ثبات کې د ترکمنستان بې طرفي مهم رول لري او د ترکمنستان سوله ییزه بهرنۍ پالیسي یې په نړیواله کچه د اعتبار ترلاسه کولو عامل ګڼلی دی.

پوتین په خپلو خبرو کې د روسیې او ترکمنستان ترمنځ د ۲۰۲۵ کال په لومړیو لسو میاشتو کې د سوداګرۍ په حجم کې د ۳۵ سلنې ودې یادونه هم وکړه او ويې ویل، چې روسي شرکتونه پلان لري په ترکمنستان کې نوي پروژي هم پلي کړي.

د روسیې ولسمشر د جمعې په شپه عشق اباد رسیدلی او د فورم له پیل څخه وړاندې یې د ترکمنستان له ولسمشر سردار بردیمحمدوف او د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره کتلي دي.

دغه فورم د ترکمنستان په نوښت د «نړیوالې سولي او د باور کال» په چوکاټ کې جوړشوی دی او د یاد نوښت ملاتړ د ۸۶ هېوادونو له خوا شوی چې موخه یې د هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو او همکارۍ پیاوړتیا ده.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د رېښتر په کچه ۶.۷ درجې زورورې زلزلې د جاپان شمال ختیځه برخه ولړزوله

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۰۴ GMT+۰

د رېښتر په کچه د ۶.۷ درجو په شدت یوې زورورې زلزلې د جاپان شمال ختیځه برخه ولړزوله. دغه زلزله د ځمکې له سطحې ۲۰ کیلومتره ژوره وه. د جاپان د هواپېژندنې ادارې د میاګي، ایواته او ایوموري ولایتونو او همدارنګه د هوکایدو سوېل ختیځ ساحل کې د سونامي د احتمالي ګواښ خبرداری ورکړی.

د ډسمبر په اتمه نېټه هم یوې زورورې زلزلې چې شدت یې ۷.۵ درجې و، د جاپان شمال ختیځ ولړزاوه او نږدې ۹۰زره کسان یې د تخلیې امر ته اړ کړل. د یادې زلزلې مرکز د ایوموري له سواحلو څخه ۸۰ کیلومتره لرې او ۵۴ کیلومتره په ژورو کې ثبت شوی و.

جاپان د نړۍ له هغو هېوادونو دی، چې ډېرې زلزلې په‌کې کېږي او له نږدې هرو پنځو دقیقو وروسته په‌کې د ځمکې خوځښت ثبتېږي. دغه هېواد د ارام سمندر د «اور د کړۍ» پر کرښه پروت دی او د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه هغه زلزلې چې شدت یې ۶درجې یا تر دې لوړې وي، په جاپان کې رامنځته کېږي.

د جاپان شمال ختیځ د ۲۰۱۱کال د مارچ په ۱۱مه د دغه هېواد د تاریخ تر ټولو مرګونې زلزلې سره مخ شو؛ هغه مهال د ریښتر په کچه ۹درجې یوه سمندري زلزله سندای ښار ته نږدې رامنځته شوه. دغه زلزله چې د جاپان په ثبت ‌شوي تاریخ کې تر ټولو زوروره ده، د سونامي لویې څپې جوړې کړې چې د سمندر پر اوږدو ساحلو یې پراخه ویجاړي رامنځته کړه او نږدې ۲۰زره کسان یې مړه کړل.

د ناټو سرمنشي: جګړه زموږ د دروازو تر شا ده

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۰۷ GMT+۰

د ناټو سرمنشي مارک روټه خبرداری ورکړی، چې ښايي روسیه په راتلونکو پنځو کلونو کې د دغه تړون پر یو غړي هېواد برید وکړي. دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅه کوي په اوکراین کې د روسیې جګړه پای ته ورسوي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روانې میاشتې په لومړیو کې ویلي و، چې هېواد یې له اروپا سره د جګړې اراده نه‌لري؛ خو «که اروپا جګړه وغواړي یا یې پیل کړي؛ نو روسیه هم جګړې ته چمتو ده.»

روټه ویلي: «د ناټو ګډ دفاعي سیسټم پیاوړی دی؛ خو جګړه زموږ د دروازې تر شا ده او ډېری کسان د وضعیت جديت نه احساسوي.» دغه خبرداری د لوېدیځو استخباراتي بنسټونو له وروستیو هغو ارزونو سره سمون لري، چې مسکو یې «د وېرې خپرول» ګڼي.

هغه ټینګار کړی، چې د دفاعي لګښتونو او د وسلو د تولید وړتیا باید «په چټکۍ» سره لوړه شي؛ څو د غړو هېوادونو وسله‌وال ځواکونه «هغه څه ولري، چې زموږ د امنیت د ساتنې لپاره اړین دي.»

امریکایی چارواکی: له ۲ زرو زیات افغانان له ترهګریزو سازمانونو سره د اړیکو په شک پېژندل شوي

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۴ GMT+۰

د امریکا د ترهګرۍ ضد د مرکز مشر جو کنت د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۰مه) د کانګرېس په غونډه کې وویل، چې د جو بایډن د واکمنۍ په موده کې ۱۸زره «پر ترهګرۍ مظنون» کسان د امریکا خاورې ته داخل شوي دي.

هغه د هغو افغانانو یادونه هم وکړه، چې د کابل له سقوط وروسته امریکا ته لېږدول شوي او زیاته یې کړه، چې د ترهګرۍ ضد دفتر د ۸۸ زرو کسانو له ډلې ۲ زره کسان پېژندلي چې له ترهګریزو سازمانونو سره اړیکې لري.

کنت د استازو جرګې د کورني امنیت کمېټې د استماعیه کمېتي غونډې ته وویل: «دغه کسان د داعش او القاعده په څېر له جهادي ډلو سره اړیکې لري. سره له دې، د بایډن حکومت نه یوازې دې کسانو ته د امریکا خاورې ته د ننوتلو اجازه ورکړې، بلکې په ډېرو مواردو کې یې د هغوی له راتګ کې مرسته هم کړې ده. لکه څنګه چې له دې ډلې یوه افغان ترهګر د «تنکس ګیفینګ» (شکر ګذارۍ) د ورځې په درشل کې[واشنګټن ډي‌سي] کې ترهګریز برید وکړ او زموږ د ملي ګارد یوه سرتېرې یې ووژله.»

د رحمان‌الله لکڼوال له‌خوا د ملي ګارد پر سرتېرو ډزې په امریکا کې د افغان پناه‌ غوښتونکو د پراخو نیونو لامل شوی. تر دې وروسته د ټرمپ حکومت هغه افغان کډوال، چې له طالبانو تښتېدلي او امریکا ته لېږدول شوي، د احتمالي ترهګریز ګواښ په توګه ارزولي دي.

کنت زیاته کړه، چې د ترهګرۍ ګواښ بڼه بدله شوې او کېدای شي د ۹/۱۱پېښې په څېر نه وي. د هغه په وینا، لکڼوال په څېر کسان کېدای شي د انفرادي بریدونو له لارې په امریکا کې هدفونه په نښه کړي.

پاکستان له سعودي عربستان سره د اقتصادي همکاريو پر ډېرېدو خبرې وکړې

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۱ GMT+۰

د پاکستان د مالیې او فدرالي عوایدو وزیر محمد اورنګزیب په ریاض کې د سعودي‌ عربستان د مالیې وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو پر زیاتېدو خبرې وکړې.

د پاکستان مالیې وزارت د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۰مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، محمد اورنګزیب په ریاض کې د سعودي عربستان د مالیې له مرستیال وزیر عبدالمحسن سره په لیدنه کې د ګډو ګټو پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي:«دواړو لورو پرېکړه وکړه، چې د دواړو دوستو هېوادونو د مشرتابه او ولسونو د هیلو د پوره کېدو لپاره به په تاکتیکي او ستراتیژیکي کچو کې نږدې همغږي وساتي.»

پاکستان دا مهال له اقتصادي ستونزو سره مخ دی او همداراز دغه هېواد د ټیټ عاید لرونکو هېوادونو له ډلې دی او ډېره تکیه یې پر نړۍوالو مرستو او په ځانګړې توګه پر پورونو ده.

د راپورونو له‌مخې، د پاکستان ټول پور به د ۲۰۲۵ کال تر پایه له ۱۳۴.۹ میلیارده ډالرو څخه هم زیات شي.

امریکا: د بایډن په دوره کې بې کنټروله کډوالۍ د امریکایانو دندو ته زیان رسولی

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۱ GMT+۰

د امریکا د کار وزارت وايي، چې د مخکیني ولسمشر بایډن په څلور کلنه دوره کې بې کنټروله کډوالۍ د امریکا د خلکو د کار بازار ګډوډ کړی، تنخواوې یې ټيټې کړي او د اصلي امریکایانو دندو ته یې زیان رسولی دی. دغه وزارت په ډاګه کړې، چې د ټرمپ په هڅو دا زیان بیرته رغول کیږي.

د امریکا د کار وزارت د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۰مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د بایډن په څلور کلنه دوره کې بې کنټروله کډوالۍ د امریکایانو د ژوند لګښتونه لوړ کړي و.

دغه وزارت زیاته کړې، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په هڅو اوس انفلاسیون کمېږي، تنخواوې لوړېږي او ټولې شته او رامنځته کېدونکې دندې اصلي امریکایانو ته رسېږي.

د امریکا دغه وزارت ویلي، چې د پرمختګ لپاره لا هم اوږده لاره ده او په وینا یې، د امریکا د دفاع لپاره به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

د یوه افغان له‌خوا د امریکا د ملي ګارد پر دوو عسکرو له برید وروسته په دغه هېواد کې د کډوالو په خاص ډول د افغانانو پر وړاندې ستونزې زیاتې شوې.

تېره اونۍ نیویارک پوسټ د امریکا د کورني امنیت وزارت د معلوماتو پر بنسټ راپور ورکړی و، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې ۶۸۶۸ افغان کډوال امریکا ته له ننوتلو وروسته د احتمالي «امنیتي ګواښ» په توګه پېژندل شوي. له دې شمېر څخه تر ۵ زره زیات کسان د «ملي‌ امنیت» له پلوه شکمن پېژندل شوي دي.

په واشنګټن کې تر یادې پېښې وروسته د دغه هېواد د استازو جرګې دننه د کډوالۍ پر تګلارو ناندرۍ او لانجې ډېرې شوې دي. د جمهوري پالو استازي غواړي، چې د امریکا د کډوالۍ نظام باید بیا له سره وڅېړل شي او پراخ بدلونونه په‌‌کې رامنځته شي.