• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د روسیې- اوکراین جګړې ته ځانګړي شوي ګردي مېز کې ګډون وکړ

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۰۹ GMT+۰تازه شوی: ۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۹ GMT+۰

په مسکو کې د طالبانو سفارت ویلي، چې د دوی سفیر ګل حسن حسن د روسیې- اوکراین جګړې ته په ځانګړي ګردي مېز کې ګډون وکړ. سفارت ویلي، چې حسن په مسکو کې له یو شمېر مېشتو سفیرانو سره د دوه اړخیزو موضوعاتو په اړه هم خبرې کړې دي.

په مسکو کې د طالبانو سفارت د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۲۱مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د روسیې- اوکراین جګړې ته ځانګړی شوی ګردی مېز د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف په مشرۍ جوړ شوی و.

د روسیې- اوکراین جګړې په اړه په مسکو کې کله نا کله ګردي مېزونه یا ډیپلوماټيکې ناستې جوړېږي.

د دې ناستو موخې د امنیت، سولې او جګړې د حلولو د لارو چارو ارزونه، د ډيپلوماټيکو همکاریو پراخول او د سیمې ثبات ته د ګډو همکاریو هڅول یاد شوي دي.

د څارونکو په باور، د روسیې- اوکراین جګړه د نړۍوال سیاست یوه تر ټولو حساسه او اوږده مساله ده.

د خبریالانو د راپورنو په بنسټ، په دې ناسته کې د روسیې بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د روسیې او امریکا ترمنځ اوسني مذاکرات په ځانګړي ډول په اوکراین کې د اوږدمهاله جوړجاړي موندلو باندې متمرکز دي.

د کرملېن ماڼۍ په وینا، د اوکراین په تړاو د مسکو او واشنګټن د مشرانو او استازو ترمنځ په وروستۍ ناسته کې ټول سوءتفاهمونه حل شوي دي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

ندیم وايي په نږدې راتلونکې کې به له ایراني‌ پوهنتونونو سره د همکاریو هوکړې لاسلیک کړي

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۴۰ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم د پوهنتونونو او دیني جامعاتو په رهبرۍ شورا کې ویلي، چې د ایران له یو شمېر پوهنتونونو سره یې د دوه اړخیزو همکاریو په موخه د هوکړو د لاسلیک ژمنې کړي او ایراني لوري هم د افغانستان له پوهنتونونو سره د همکاریو ټټر وهلی دی.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۲۱مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ندا محمد ندیم په یاده غونډه کې ایران ته خپل سفر له لاسته راوړنو ډک وباله او په وینا یې، ایراني لوري د افغانستان پوهنتونونو د لابراتوارونو فعالولو او نورو برخو ته د استادانو لېږلو ته چمتو والی ښودلی دی.

ندامحمد ندیم ویلي، چې ایران له دوی سره د مثبتو اړیکو او ښه تعامل غوښتونکی دی.

نوموړي د پوهنتونونو مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د لابراتورونو غني کولو او د زده‌کړیالانو عملي زده‌کړو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

په دې غونډده کې زده‌کړیالانو ته د سیمینارونو او لومړنیو مرستو په موخه د کلینیکونو د جوړولو، له شرط پرته د اعاشې د حواله کولو، د بودجې د غوره مصرفولو، علماو او فاضلانو ازموینو کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هم خبرې شوې دي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا ​​محمد ندیم تېره اونۍ د علمي اړیکو د پراختیا او له ایران سره د تجربو د تبادلې په موخه دغه هېواد ته تللی و.

د طالبانو ادارې په تیرو څه باندې څلورو کلونو کې د افغان ښځو او نجونو لپاره ثانوي او لوړې زده‌کړې منع کړي او د دغه بندیز د لرې کېدو لپاره یې تر اوسه هیڅ پلان نه‌دی وړاندې کړی.

د هسپانیا د بهرنیو چارو په وزارت کې یوه خونه د «افغان ښځو او نجونو» په نوم نومول کېږي

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۱۹ GMT+۰

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په یاد وزارت کې یوه خونه د «افغان ښځو او نجونو» په نوم نوموي. د بهرنیو چارو وزارت دغه سمبولیک اقدام د طالبانو له خوا د لګول شویو محدودیتونو په وړاندې د افغان میرمنو د مقاومت او مبارزې د درناوي په موخه ترسره کوي.

د معلوماتو له مخې، دا هماغه خونه ده چې په ۲۰۲۲ کال د «زموږ غږ واورئ» د لومړنۍ ناستې پرمهال پکې د ګڼو افغان مېرمنو انځورونه اخېستل شوي وو.

پر همدغه مهال د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانیول البارس د جمعې په ورځ په مادرید کې د «زموږ غږ واورئ» درېیمې ناستې د پرانیستونکې وینا په ترڅ کې وویل، چې د طالبانو حکومت هېڅ ډول مشروعیت نه لري او هسپانیا یې په رسمیت نه پيژني.

نوموړي زیاته کړه، چې هېواد یې د افغان میرمنو د حقونو لپاره پر خپل ژمنو ولاړ دی او د ښځو د ګډون پرته تلپاتې سولې ته رسېدل ناممکن دي.

خوزه مانویل البارس په تیرو څلورو کلونو کې د افغانستان وضعیت د ښځو لپاره وېجاړونکی بللی دی.

بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې په افغانستان کې د طالبانو د کړنو په اړه به څېړنه وشي او دا ډله باید مسووله وګڼل شي.

اردوغان: ترکیه د پاکستان او طالبانو د اوربند د دوام لپاره د همکارۍ چمتووالی لري

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۵۹ GMT+۰

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ د ترکمنستان په عشق‌اباد کې د سولې او باور جوړونې د نړیوالې غونډې په څنډه کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره لیدلي دي. هغه ویلي چې ترکیه چمتو ده د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اوربند د دوام لپاره همکاري او مرسته وکړي.

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د اړیکو ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو مشرانو د انقرې او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو، سیمه‌ییزو مسایلو او نړیوالو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، اردوغان شهباز شریف ته ویلي: «د پاکستان او طالبانو تر منځ د اوربند غځېدل د خوښۍ ځای دی او ترکیه چمتو ده چې د اوربند د ساتلو لپاره په جوړ شوي میکانیزم کې مرسته وکړي.»

ولسمشر اردوغان تر دې وړاندې هم ټینګار کړی و چې د طالبانو او پاکستان تر منځ ثبات او د اوربند ساتل خورا مهم دي او هېواد یې د دواړو اړخونو وروستۍ ترینګلتیاوې له نږدې څاري.

تمه وه چې د ترکیې یوه لوړپوړې پلاوي د طالبانواو اسلام‌اباد تر منځ د منځګړیتوب لپاره پاکستان ته سفر وکړي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا سفر د طالبانو د نه‌همکارۍ له امله ترسره نه شو.

په وروستیو اوونیو کې لږ تر لږه درې پړاو خبرې د طالبانو او پاکستان تر منځ په دوحه او انقره کې ترسره شوې دي، خو هېڅ یوه یې مشخصه نتیجه نه ده ورکړې.

یو بل پړاو خبرې په عربستان کې د رسنیو له سترګو پټ ترسره شوې، چې هغه هم بې‌پایلې پای ته ورسېدې؛ خو په ټینګار سره ویل شوي چې اوربند باید لا هم پاتې شي او دواړه خواوې دې له نظامي کړکېچ څخه ډډه وکړي.

سراج الدین حقاني: موږ باید د وېرې له لارې پر خلکو حکومت ونه کړو

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۱ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د جمعې په ورځ په خوست ولایت کې په یوه وینا کې ویلي چې هغه حکومت چې د «وېرې او زور» له لارې خلک اداره کوي رښتینی حکومت نه دی. هغه ټینګار وکړ، چې د تېرو کړنو له امله یو څوک باید بل ته سپکاوی یا یې محکوم نه کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني نن جمعې په ورځ، د لیندۍ ۲۱مه د خوست په مرکزي جومات کې د وینا پرمهال وویل: «هغه حکومتونه چې ولس ویروي، هغه حکومت نه دی.»

هغه زیاته، چې باید د خلکو او ښه حکومت ترمنځ د مینې او باور اړیکه شتون لري.

حقاني په خبرو کې وايي، چې حکومت هغه وخت معنی لري کله چې سوله، عدالت او د خلکو لپاره د باور فضا رامینځته کړي.

هغه وویل، چې افغانان داسې شوي، چې پنځوس کاله یې مسلسل جنګونه وکړل د حق او باطل په مقابل کې او دواړه لوریو ته چې مړه کېدل، افغانانو ته درد او تکلیف رسېدلو.

هفه ټینکار وکړ، چې افغانان غلامي نه مني او ازادي غواړي او په دې برخه کې دوی ډېر ځوریدلي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د خپلې وینا په یوه بله برخه کې وویل:« مونږ یو ځل امپراتورانو لخوا محکم شوي یوو، خو اوس موږ پخپل منځ کې دومره تحمول او برداشت نه لرو او ددې په ځای چې مونږ یې محکوم کړو، باید دا پټې له منځه یوسو او داسې تعامل ورسره وکړو چې بدبینۍ له منځه لاړې شي.»

له دې وړاندې هم سراج الدین حقاني له ولس سره د ښه چلند په اړه خبرې کړي دي.

پوتین: ملګري ملتونه لا هم د نړیوال توازن د ډاډمنولو یوازینی مېکانېزم دی

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۵۶ GMT+۰

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په عشق اباد کې د سولې او باور جوړونې په نړیوال فورم کې ویلي، چې ملګري ملتونه لا هم په نړیوال سیاست کې مهم او بې ساری رول لري.

ولادیمیر پوتین ویلي، چې د ملګري ملتونو سازمان له جوړیدو څخه ۸۰ کاله وروسته لا هم یوازینی مېکانېزم دی، چې د هېوادونو ترمنځ د ګټو توازون ساتلی شي.

پوتین ټینګار وکړ، چې د ټولو هېوادونو د نظ‍رونو په پام کې نیولو پرته د نړیوالو ستونزو حل ناممکن دی.

پر همدغه مهال د روسیې ولسمشر د مسکو او ترکمنستان د اړیکو په اړه ویلي، چې په سیمه ییز ثبات کې د ترکمنستان بې طرفي مهم رول لري او د ترکمنستان سوله ییزه بهرنۍ پالیسي یې په نړیواله کچه د اعتبار ترلاسه کولو عامل ګڼلی دی.

پوتین په خپلو خبرو کې د روسیې او ترکمنستان ترمنځ د ۲۰۲۵ کال په لومړیو لسو میاشتو کې د سوداګرۍ په حجم کې د ۳۵ سلنې ودې یادونه هم وکړه او ويې ویل، چې روسي شرکتونه پلان لري په ترکمنستان کې نوي پروژي هم پلي کړي.

د روسیې ولسمشر د جمعې په شپه عشق اباد رسیدلی او د فورم له پیل څخه وړاندې یې د ترکمنستان له ولسمشر سردار بردیمحمدوف او د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره کتلي دي.

دغه فورم د ترکمنستان په نوښت د «نړیوالې سولي او د باور کال» په چوکاټ کې جوړشوی دی او د یاد نوښت ملاتړ د ۸۶ هېوادونو له خوا شوی چې موخه یې د هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو او همکارۍ پیاوړتیا ده.