• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

صالح پښتین ته؛ څنګه چې اور وسپنه کلکوي، دا ازموینه به ستا زړورتیا نوره هم پیاوړې کړي

۱۰ غویی ۱۴۰۴ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۵، ۰۰:۳۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ غویی ۱۴۰۴ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۵، ۰۱:۵۴ GMT+۱

د مخکني جمهوري حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین ته په خطاب کې ویلي، چې اوسنیو شرایطو ته په کتو سره خبرې او نظریات یې کولی شي په دې نازک حالت کې په بې‌سارې توګه ارزښت ولري.

هغه په خپل اېکس کې لیکلي: «دا ډېر سخت او ازمایښتي وختونه دي او زه یوازې اټکل کولای شم چې ستا په ذهن کې به څومره فکرونه او اندېښنې ګرځي. ستا خبرې به په دې نازک حالت کې ډېره زیاته اغېزه ولري او ستا نظرونه او څرګندونې به بې‌سارې ارزښت ولري.»

که څه هم هغه په مشخص ډول د دې نازکو حالاتو په اړه جزیات نه دي ورکړي، خو همداراز وایي: «لکه څنګه چې اور وسپنه کلکوي، همداسې دا ازموینه به هم ستا زړورتیا نوره هم پیاوړې کړي.»

د نوموړي په وینا، کوم بار چې اوسمهال د منظور پښتین پر اوږو دی هغه دومره اسانه نه دی.

صالح دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین یو وار بیا د پاکستاني دولت پر سیاستونو توندې نیوکې پیل کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

پاکستان: ښايي هند په راتلونکو ۲۴ تر ۳۶ ساعتونو کې پر مونږ برید وکړي

۹ غویی ۱۴۰۴ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۵، ۲۳:۳۱ GMT+۱

پاکستاني چارواکو د خپلو باوري استخباراتي سرچینو په حواله خبرداری ورکړی، چې ښايي هند په راتلونکو ۲۴ تر ۳۶ ساعتونو کې د دغه هېواد پر وړاندې پوځي اقدام وکړي.

دا څرګندونې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د سې‌شنبې شپې ناوخته (د اپرېل ۲۹مه) د دغه هېواد د جیونیوز ټلوېزیوني شبکې له‌خوا په خپاره شوي ویډيويي بیان کې مطرح کړې دي.

د تارړ په وینا، هند غواړي د کشمیر په پهلګام سیمه کې وروستۍ پېښه د احتمالي برید د توجیه کولو لپاره د پلمي په توګه وکاروي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر زیاته کړې، چې اسلام‌اباد به د هر ډول تېري‌کوونکي اقدام ته « کلک او جدي» ځواب ورکړي.
هغه همداراز ټینګار کړی، چې پاکستان په سیمه کې د هند «ځان‌خوښي قاضي او جلاد» رول نه‌مني او ادعا کوي، چې هېواد یې په تېرو دوو لسیزو کې د ترهګرۍ له امله قرباني ورکړې ده.

پاکستان دا څرګندونې وروسته تر هغې کوي، چې همدا څو ساعته مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل، چې د هند او پاکستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره د کړکېچ د مخنیوي لپاره خبرې کوي.

له خبریالانو د ملاتړ سازمان: د رسنیو شکایتونه دې د عادلانه مراجعو له‌خوا وڅېړل شي

۹ غویی ۱۴۰۴ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۵، ۲۲:۵۳ GMT+۱

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) د «راه فردا» ټلوېزیوني شبکې د فعالیتونو د ځنډېدو پرېکړې په غبرګون وايي، د خبریالانو د حقونو خوندیتوب ته ژمنتیا اړینه ده، خو د قضایي شفافیت له اصل پرته د یوې رسنۍ د ازادو فعالیتونو بندول د بیان پر ازادۍ اغېز کوي.

دغه سازمان د سې‌شنبې په شپه (غويي ۹مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې د طالبانو له‌خوا د «راه فردا» ټلوېزیون د فعالیتونو د ځنډېدو پرېکړې په غبرګون د خواشیني د څرګندولو ترڅنګ، دا اقدام د بیان ازادۍ لپاره د اندېښنې وړ بللی دی.

دغه سازمان د طالبانو دغې پرېکړې ته په اشارې ټینګار کوي، چې د رسنیو اړوند شکایتونه باید د عادلانه او خپلواکو قضایي مراجعو له لوري وڅېړل شي، نه دا چې د رسنیو د فعالیت د بندېدو پرېکړه وشي.

د یاد سازمان په بیان کې راغلي: «که څه هم د خبریالانو د حقونو خوندیتوب زموږ لپاره لومړیتوب دی او هره اداره باید د خپلو کارکوونکو حقونو ته ژمنه وي، خو له شفاف قضایي بهیر پرته د رسنیو ازاد فعالیتونه ځنډول، د بیان ازادي تر پوښتنې لاندې راولي.»

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان دا څرګندونې وروسته تر هغې کوي، چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د سرغړونو د څېړنې کمېسیون په کابل کې د یوه خصوصي ټلوېزیون خپرونې له دې امله ځنډولي چې ګواکې کارکوونکو ته یې معاشونه نه دي ور کړي.

د طالبانو د رسنیو د سرغړونو د څېړنې کمېسیون د طالبانو ضد څېرې محمد محقق اړوند د «راه فردا» ټلوېزیوني شبکې دوسیه محکمې ته راجع کړې او په وینا یې، د محکمې تر پرېکړې به د دغه ټلوېزیون خپرونې بندې وي.

عبدالغني برادر د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان د پاکې انرژۍ پروژې بشپړې کړي

۹ غویی ۱۴۰۴ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۵، ۲۲:۲۸ GMT+۱

د طالبانو د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر د سې شنبې په ورځ په اروزګان کې وویل، چې د دې ډلې تر واکمنۍ وروسته نړۍوالې ټولنې په افغانستان کې د پاکې انرژۍ ډېری پروژې درولي دي. نوموړي له ملګرو ملتونو او نړۍوالو بنسټونو وغوښتل، چې نیمګړې پروژې بشپړې کړي.

د طالبانو د اقتصادي مرستیال دفتر ویلي، چې عبدالغني برادر د کجکي بند څخه د اروزګان دهراوود ولسوالۍ ته د برېښنا رسولو پروژه پرانیستې ده.

دا پروژه د ۲۰۱مېلیونه افغانیو په لګښت پلي شوې او د بشپړېدو په صورت کې به ۴۵۰۰ کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شي.

برادر د دې پروژې د پرانېستې په مراسمو کې له ملګرو ملتونو او د پاکې انرژۍ له ملاتړ کوونکو بنسټونو وغوښتل، چې د ګډ مسوولیت د درک له مخې دې له افغانستان سره د پاکې انرژۍ د تولید په برخه کې لازمه همکاريوکړي او هغه پروژې چې نړۍوالو بنسټونو درولي، بېرته پیل کړي.

هغه زیاته کړه، چې افغانستان له پخوا راهیسې پر وارداتي برېښنا متکي پاتې شوی او د هېواد ډېره برخه عواید پرې لګول کېږي، حال دا چې د هغه په وینا وارداتي برېښنا هم ګرانه ده او هم دوامداره نه ده.

نوموړی دغه راز وایي، چې که له داخلي سرچینو استفاده وشي، د وارداتي برېښنا پر وړاندې تکیه کمولی شي او هېواد تدریجاً ځان بسیاینې ته رسوي.

ملا برادرد د پاکې انرژۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې دا پروژې نه یوازې ارزانه برېښنا تولیدوي، بلکې د زیان‌ رسوونکو ګازونو د خپرېدو مخه نیسي، د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې مبارزه کې مرسته کوي، د انرژۍ ثبات پیاوړی کوي، د تولید او کاري فرصتونو ظرفیت زیاتوي، بهر ته د اسعارو د وتلو مخه نیسي او د اقتصادي ودې لپاره مهم رول لري.

نوموړي دا هم وویل، چې افغانستان د نړۍوال اقلیم په خرابېدو کې هېڅ رول نه لري، خو د صنعتي لویو هېوادونو له لوري تر ټولو زیات اقلیمي زیانونه ورته رسېدلي دي.

مریم نواز: پاکستان یو اټومي ځواک دی، دوښمن به له برید مخکې لس ځله فکر کوي

۹ غویی ۱۴۰۴ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۱۷ GMT+۱

د پنجاب سروزیره مریم نواز وايي، پاکستان یو اټومي ځواک دی او د پاکستان پوځ د دفاع لپاره په بشپړه توګه چمتو دی.

نوموړې دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ لاهور کې یوې غونډه کې وکړې.

مریم نواز زیاته کړه: «پاکستان یو اټومي ځواک دی، دوښمن به له برید مخکې لس ځله فکر کوي. موږ باید خپلمنځي اختلافات شاته کړو او د پوځ تر شا ودرېږو.»

هغې خپلو خبرو کې وویل، چې د پاکستان او هند ترمنځ پر پوله کړکېچ شته، خو ولس دې اندېښنه نه کوي، د پاکستان پوځ د هر ډول تېري مقابله کولی شي.

مریم نواز دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې د رامنځته شوي برید له امله د پاکستان او هند ترمنځ اړیکې کړکېچنې شوې دي.

له دې پېښې وروسته هند له پاکستان سره د سند اوبو تړون وځنډاوه او دې کړنې د پاکستان غوسه راپارولې ده.

تر دې مخکې د پاکستان دفاع وزیر ویلي و، چې هند پرې هره شېبه یرغل کولای شي.

خواجه محمد اصف دغه راز زیاته کړې، هېواد به یې یوازې هغه وخت اټومي وسلې وکاروي چې وجود ته یې مستقيم ګواښ پېښ شي.

تازه د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، چې هند نه شي کولای د اندوس د اوبو تړون په یو اړخیز ډول لغوه کړي.

هند او پاکستان د دې پېښې عاملین یو او بل ګڼي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر جنرال احمد شریف چودري وايي، هند لا هم د پهلګام د پېښې په تړاو کوم ثبوت نه‌دی وړاندې کړی، خو پاکستان یو هندی روزل شوی ترهګر نیولی، چې د دغه هېواد پر ضد د فعالیتونو لپاره یې د هند له پوځ سره مستقیمې اړیکې درلودې.

چودري دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د یوې خبري ناستې پر مهال وکړې او ویې ویل، چې د پېښې اووه ورځې پوره شوې، خو هند يوازې لفظي تورونه لګولي، پرته له دې چې شواهد وړاندې کړي.

د چودري څرګندونو ته تراوسه هندي لوري کوم غبرګون نه دی ښودلی.

کرزی طالبانو ته: هیلو ته د رسېدو لپاره د نجونو پر مخ د پوهنتون او ښوونځيو دروازې پرانېزئ

۹ غویی ۱۴۰۴ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۱۲ GMT+۱

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو وار بیا د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستلو ټینګار کړی دی.

هغه د سې شنبې په ورځ (د غويي ۹مه) له طالبانو غوښتي، چې سملاسي د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي څو هغوی وکولای شي خپلو هیلو ته ورسېږي.

نوموړي په کابل کې له یو شمېر محصلینو سره د لیدنې پر مهال وویل: «افغانستان د ټولو خلکو ګډ کور دی.»

کرزي له ځوانانو غوښتي، چې ملي یووالی او پیوستون لا ډېر پیاوړی کړي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د افغانستان پخوانی ولسمشر د ښوونځیو او پوهنتونونو پر بیا پرانیستلو ټینګار کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم په وار-وار له طالبانو غوښتي چې د نجونو لپاره د عصري او رسمي زده‌کړو اجازه ورکړي.

د یادونې ده، چې حامد کرزي ویلي و چې ټولنې له زده‌کړو پرته پرمختګ نه شي کولای او د نجونو پر وړاندې د زده‌کړو د مرکزونو بند پاتې کېدل د پرمختګ پر وړاندې ستر خنډ دی.

نوموړي په خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي و: «روښانه ده چې هېڅ ټولنه بې له علم او زده‌کړو ترقۍ او سوکالۍ ته نه رسېږي؛ له همدې امله په تاکيد سره بيا تکراروم چې د نجونو پر مخ د ښوونیزو مراکزو بند پاتې کېدل او د ښځو د کار ممانعت د هېواد د ترقۍ لپاره ستر خنډ دی.»

حامد کرزی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې نږدې څلور کاله کېږي چې افغان نجونې تر شپږم ټولګي پورته له عصري زده‌کړو له ټولو حقونو بې‌برخې دي.