د واشنګټن پوسټ په وینا، د بګرام د هوايي اډې سپوږمکيز انځورونه د «پلنټ لبز» او «وانتور» شرکتونو لهخوا اخیستل شوي دي.
د «شخړهييزې ځمکې» د پروژې څېړونکی ویلیام ګودهېند چې د سپوږمکيزو انځورونو له لارې پوځي بدلونونه څاري، ویلي دي: «په انځورونو کې ښکاري چې طالبان د امریکا تر وتلو وروسته واقعي الوتکې په واک کې نهلري او دا رسم شوي شکلونه له پورته څخه د ماډلونو یا جعلي بڼو په څېر ښکاري.»
د سپوږمکيزو انځورونو د شننې لهمخې، د واقعي ارزښت لرونکو الوتکو او پوځي سیسټمونو شمېر ډېر محدود دی او هغه څه چې لیدل کېږي، یا له کاره لوېدلي دي او یا یوازې ننداریزه بڼه لري.
واشنګټن پوسټ لیکي، د لسګونو سپوږمکيزو انځورونو څېړنه چې له ۲۰۲۱ کال څخه د ۲۰۲۵ کال تر مني پورې ثبت شوي، ښيي چې طالبانو د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته هڅه کړې پاتې شوي پوځي تجهیزات وساتي او بېرته یې ورغوي، خو د الوتکو او پوځي سیسټمونو شمېر ډېر کم پاتې شوی دی.
د راپور لهمخې، بګرام چې یو وخت په افغانستان کې تر ټولو بوخته پوځي اډه وه، اوس پهکې یوازې د څو محدودو فعالیتونو نښې نښاني ښکاري.
د یوه لوړپوړي څېړونکي په وینا، د هغو تجهیزاتو لویه برخه چې طالبانو ته په میراث پاتې شوې، عملي وړتیا نهلري.
راپور زیاتوي، له دې سره سره، د کابل هوايي ډګر لا هم د طالبانو تر ټولو فعال هوايي مرکز بلل کېږي. سپوږمکيز انځورونه د بېلابېلو پوځي او ټرانسپورتي الوتکو موجودیت تاییدوي، چې پهکې سپکې بریدګرې الوتکې او چورلکې هم شاملې دي.
طالبانو همداراز په وروستیو کلونو کې د کابل هوايي ډګر په ختیځه برخه کې څو نوي د څارنې برجونه جوړ کړي دي؛ هغه سیمه چې داعش په ۲۰۲۱ کال کې د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د خونړي برید هدف ګرځېدلې وه.
خو د کندهار په پوځي اډه کې بیا فعالیت ډېر کم شوی دی. د شپې د رڼا معلومات ښيي، دا اډه چې یو وخت د افغانستان په سویل کې د رڼا له اصلي سرچینو وه، اوس تر ډېره تیاره شوې ده. د شنونکو په وینا، په کابل کې د هوايي تجهیزاتو تمرکز کېدای شي هم د طالبانو د بشري او تخنیکي سرچینو د کمښت له امله وي او هم د دې ډلې د داخلي ځواک د توازن انعکاس وي.
راپور کاږي چې طالبان، له پراخو تبلیغاتو سره سره، په عملي ډول له پخوانیو امریکايي اډو څخه ډېره محدوده استفاده کوي.
د لومړي ځل لپاره، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند واشنګټن پوسټ ته ویلي، چې د پوځي اډو د اقتصادي مرکزونو د بدلولو پروژه لغو شوې، ځکه چې ویجاړول او بیا رغول یې ډېر لګښت لري او د پوځي برخې په زیان تمامېږي.