پاکستاني رسنۍ: تېره شپه د هند تر ولکې لاندې کشمیر په اسمان کې هندۍ جنګي الوتکې ګرځېدې

د پاکستان دولتي ټلویزیون د یو راپور په خپرولو سره ویلي، چې بېګا شپه د هند تر ولکې لاندې کشمیر په اسمان کې د دغه هېواد څلور جنګي الوتکې ګرځېدې راکرځېدې.

د پاکستان دولتي ټلویزیون د یو راپور په خپرولو سره ویلي، چې بېګا شپه د هند تر ولکې لاندې کشمیر په اسمان کې د دغه هېواد څلور جنګي الوتکې ګرځېدې راکرځېدې.
د دغه راپور له مخې، د پاکستان د هوايي ځواک پر وخت اقدام له امله د هند رافایل الوتکې له سیمې وتښتېدې؛ خو په راپور کې د دغه اقدام په اړه ډېر معلومات نه دي راغلي.
دغه رسنۍ د پاکستان د امنیتي سرچینو په حواله لیکلي، چې بېګا شپه د هند د هوايي ځواک څلور رافایل جېټ الوتکې د هند تر ولکې لاندې د جمو او کشمیر په اوږدو کې پر ګزمې بوختې وې.
دغه سرچینو دا هم ویلي، پاکستاني ځواکونه چمتو دي چې د هند هر ډول تېري ته مناسب ځواب ورکړي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د بلوچستان ایالت په کیچ او زیارت ولسوالیو کې د استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو لهخوا ۱۰ تنه بلوڅ وسلهوال وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ د خبرپاڼې له مخې، یوازې په کیچ ولسوالۍ کې تربت سیمې ته نږدې د یو لړ استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې درې وسلهوال وژل شوي دي.
د دغه ادارې د معلوماتو له مخې، له وژل شویو وسلهوالو څخه ځینې وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
دغه ادارې زیاته کړې، چې په سیمه کې یې چاڼیز عملیات هم پیل کړي.
له بل پلوه د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په کیچ کې د بریالي عملیاتو له امله د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې ترهګر په بلوچستان کې د سولې دښمنان او د سوکالۍ مخالف دي.
خو په یوه بله جلا پېښه کې بیا د پاکستان امنیتي ځواکونو د بلوچستان ایالت د زیارت ولسوالۍ په چوتیر سیمه کې د استخباراتي راپورونو پر بنسټ د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې اووه تنه وسلهوال وژلي دي.
چارواکو ویلي، چې دغه عملیات د دوشنبې شپې او سې شنبې د سهار ترمنځ د چوتیر او سنجاوي سیمو ترمنځ ترسره شول.
یو ځایي چارواکي ډان ورځپاڼې ته ویلي:« د دوو ساعتونو لپاره د ډزو سخته تبادله روانه وه، چې په ترڅ کې یې وسلهوالو لاسي بمونه هم کارول.»
هغه زیاته کړه، چې د ډزو له بندېدو وروسته له سیمې څخه اووه جسدونه ترلاسه شول.
په زیارت ولسوالۍ کې د پولیسو مشر ذکاء الله دراني د دغه پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې جسدونه یې د زیارت ولسوالۍ مرکزي روغتون ته لېږدولي دي.

د کشمیر له کړکېچ وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر او د دغه هېواد د کرېکټ بورډ مشر محسن نقوي ویلي، چې د پاکستان کرېکټ ملي لوبډله به په هیڅ صورت کې هند ته سفر ونه کړي.
د پاکستاني رسنۍ «هم نیوز» د راپور له مخې، نوموړي دغه څرګندونې له رسنیو سره په خبرو کې کړې دي.
هغه ویلي، چې دوی اوسنی وضعیت له نږدې څاري او که هند کوم اقدام وکړي؛ نو ورته ځواب به ترلاسه کړي.
هغه زیاته کړې، چې د جعفر اېکسپرېس په برید کې هند لاس لاره او دوی به په دې تړاو شواهد هم وړاندې کړي.
هغه دارنګه ویلي:« که ایران د منځګړیتوب هڅه کوي؛ نو موږ به یې هرکلی وکړو.»

د سوېلي کوریا قانون جوړونکو د استخباراتي چارواکو په حواله ویلي، چې د اوکراین په جګړه کې د شمالي کوریا شاوخوا ۶۰۰ پوځيان وژل شوي دي.
د الجزیرې د راپور له مخې؛ د چهارشنبې په ورځ د سوېلي کوریا د ملي استخباراتو د ادارې لهخوا د تړلو دروازو تر شا له خبرو اترو وروسته، د سوېلي کوریا د مقننه قوې د استخباراتي کمېټې مشرانو لي سیونګ کوون او کېم بایونګ کي خبریالانو ته وویل، اټکل کېږي چې تر دې دمه په جګړه کې د شمالي کوریا شاوخوا ۴۷۰۰ سرتېرو ته به مرګ ژوبله اوښتې وي.
له بل پلوه د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون تر دې وړاندې ویلي و، چې هغه د «اوکراین نوي نازي اشغالګرو له منځه وړلو او د روسیې د وسلهوالو ځواکونو په همکارۍ د کرسک سیمې د ازادولو» لپاره د ځواکونو د ځای پر ځای کولو امر کړی دی.

د طالبانو د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، چې محتسبانو یې تېر ۱۴۰۳ کال کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۹۵۳ کوډګر نیولي دي.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په کندوز ولایت کې د دوی د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبانو د تېرې یوې اوونۍ په اوږدو کې بیا څلور تنه کوډګر نیولي دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کوډګر تر نیول کېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د هند او پاکستان تر منځ د کړکېچ له زیاتېدو وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس خبرداری ورکړ، چې د دواړو اټومي هېوادونو ترمنځ شخړه به ډېر ژر له کنټروله ووځي.
هغې زیاته کړې: «مونږ پر دواړو هېوادونو غږ کوو، چې له پاروونکو اقداماتو دې ډډه کړي.»
بروس، د کړکیچ د پراخېدو د مخنیوي لپاره د ډیپلوماسۍ پر اهمیت ټینګار کړی دی.
