په اسراییل کې اورلګېدنه؛ اېټالیا او قبرص اسراییل ته د اور وژنې لپاره الوتکې لېږي

اسراییل ټایمز راپور ورکړی، چې اروپایي هېوادونه نن اسراییل ته د اور وژنې اته الوتکې لېږي؛ ترڅو د دوی د بېړنیو هڅو ملاتړ وکړي.

اسراییل ټایمز راپور ورکړی، چې اروپایي هېوادونه نن اسراییل ته د اور وژنې اته الوتکې لېږي؛ ترڅو د دوی د بېړنیو هڅو ملاتړ وکړي.
د راپور له مخې؛ دغه مرسته په داسې حال کې کېږي، چې بیت المقدس ته نږدې په ۱۱ تودو سیمو کې اورلګېدنه دوام لري او په اوو ښارونو کې لاهم د تخلیې عملیات روان دي.
په راپور کې راغلي، چې دا مهال د اسراییل په ګوټ، ګوټ کې د اور وژنې عملیات دوام لري او بیت المقدس ته نږدې د اور وژنې ۱۵۵ ډلې د اور د کنټرول هڅه کوي.
تر دې وړاندې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو خبرداری ورکړی و، چې هېواد یې د «ملي بېړني حالت» سره مخ دی.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د پاکستان او هند لوړو پوړو پوځي چارواکو ترمنځ د کړکېچ د کمولو پر سر خبرې شوي دي. دا خبرې د اسلام اباد او نوي ډیلي ترمنځ له څو ورځني روان کړکېچ وروسته ترسره شوې دي.
د رویټرز د راپور له مخې، د دغو خبرو پر مهال هند د پاکستان پر پوځیانو نیوکه کړې، چې پرته له کوم دلیله یې د «کشمیر پر پوله پرې ډزې» کړي دي.
راپور کې راغلي چې د کشمیر په پوله د دواړو ځواکونو ترمنځ په تېرو څو ورځو کې پر یو بل ډزې شوي او ترینګلی وضعیت لا هم دوام لري.
تېره اوونۍ په هندي کشمیر کې وسله والو ۲۵هندي سېلانیان ووژل او ۲۰نور یې ټپیان کړل.
تر دې پېښې وروسته نوي ډیلي ګوته اسلام اباد ته ونیوله او دواړو لوریو د یو بل پر ضد توند اقدامات هم وکړل. هم مهاله په پاکستان کې وېره شته چې ګوندې هند به د کشمیر د پېښې په غبرګون کې پر پاکستان پوځي برید وکړي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک خبر ورکړی، چې په هرات ولایت کې یې ۶۶۰ میلیونه د افغانيو زاړه بانک نوټونه سوځولي دي. د دغه بانک معلومات دي، چې دغو له کاره لویدلو افغانیو کې له لسګون نیولې تر زرګون پورې بانک نوټونه شامل وو، چې د پلاوي په مخ کې سوځول شوي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې له یو شمېر سوداګرو او د پوهنتون له استادانو سره په لیدنه کې پر طالبانو غږ کړی، چې د نجونو پر مخ دې د ښوونخیو او پوهنځیو دروازې ژر تر ژره پرانېزي.
د حامد کرزي رسنیز دفتر د (غوایي ۱۱مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې پخواني ولسمشر همدا راز د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ملي تفاهم هم اړین وباله.
د ناستې ګډونوالو همدا راز نجونو ته د زده کړ و زمینې پر برابرولو ټینګار کړی دی.
پخواني ولسمشر تر دې دمخه هم څو څو ځله له طالبانو د نجونو د زده کړو پیل کیدو په تړاو غوښتنې کړي، خو پر کابل واکمنې دغه ډلې پرې چندان غوږ نه دی ګرولی.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې؛ رونډا له امریکا څخه د اېستل شویو کډوالو د منلو لپاره د ټرمپ غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړی. د رونډا لهخوا دغه اقدام د امریکا په منځګړیتوب د رونډا او کانګو دیموکراتیک جمهوریت ترمنځ د سولې خبرو له هڅو سره هممهاله شوی.
له بل پلوه ټرمپ غواړي، چې له امریکا څخه د اېستل شویو کډوالو د منلو لپاره د هېوادونو شمېر زیات کړي.
د رونډا د یوه چارواکي په وینا، د امریکا د پرلپسې اړیکو په ترڅ کې د دغه هېواد له چارواکو سره د اېستل شویو کډوالو نوملړ شریک شوي و؛ خو د دغه هېواد د چارواکو له تود هرکلي سره مخ شوی.
له دې سره رونډا د ال سلواډور، مکسیکو، کوسټاریکا او پانامې هېوادونو سره چې له امریکا څخه اېستل شوي کډوال مني؛ یو ځای شو.
که څه هم امریکا تر دې دمه یوازې یو عراقی کډوال چې د ترهګرۍ ډلو سره د اړیکو په لرلو تورن دی؛ له متحده ایالاتو څخه روانډا ته شړلی دی؛ خو د نورو کډوالو د شړلو لپاره له هېوادونو سره د خبرو په حال کې ده.
دغه کس چې عمر عبدالستار امین نومېږي، په ۲۰۱۴کال کې یې د امریکا تابعیت ترلاسه کړی و؛ خو نوموړی د داعش ډلې سره د اړیکو په لرلو تورن شوی دی.

د پاکستان د پارلمان غړي شېرافضل خان مروت په یوې تازه مرکه کې ویلي، چې د پښتونخوا پښتانه نور د پاکستان لپاره د هندوستان خلاف نه جنګېږي او دا ځل باید د پنجاب په ګډون د سند ایالت اوسېدونکي دا دنده ترسره کړي.
هغه د یوه پنجابي خبریال د هغه پوښتنې په ځواب کې چې ولې پښتانه د پاکستان پوځ سره د جګړې په لیکو کې نه ودرېږي زیاته کړې، چې په پاکستان کې پښتانه بې کوره شوي او لادرکه شوي دي. د هغه په خبره، پښتانه اوس مهال خپله د نا امنیو ښکار دي او نور نه شي کولای چې په جګړو کې برخه واخلي.
د شېر افضل خان مروت په وینا، د پاکستان حکومت دې د پښتنو وسایل، حقونه او لادرکه شوي کسانو تر څنګ امنیتي ستونزې حل کړي، نو بیا به یې ملاتړ وکړي.
د نوموړي په خبره، پاکستان د افغانستان او ایران په ګډون له هېڅ ګاونډي سره ښه چلند نه لري.
د پاکستان د پارلمان دا غړی باور لري چې د هندوستاون او پاکستان د پوځي ځواک تر منځ ځمکه او اسمان توپیر دی. هغه هندوستان په پوځي لحاظ پر پاکستان غښتلی بللی دی.
