• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شېر افضل مروت: پښتانه له هندوستان سره د‌ پاکستان د جنګ ټیکه داران نه دي

۱۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱ می ۲۰۲۵، ۰۸:۳۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱ می ۲۰۲۵، ۲۰:۱۸ GMT+۱

د پاکستان د پارلمان غړي شېرافضل خان مروت په یوې تازه مرکه کې ویلي، چې د پښتونخوا پښتانه نور د‌ پاکستان لپاره د هندوستان خلاف نه جنګېږي او دا ځل باید د پنجاب په ګډون د سند ایالت اوسېدونکي دا دنده ترسره کړي.

هغه د یوه پنجابي خبریال د هغه پوښتنې په ځواب کې چې ولې پښتانه د پاکستان پوځ سره د جګړې په لیکو کې نه ودرېږي زیاته کړې، چې په پاکستان کې پښتانه بې کوره شوي او لادرکه شوي دي. د هغه په خبره، پښتانه اوس مهال خپله د نا امنیو ښکار دي او نور نه شي کولای چې په جګړو کې برخه واخلي.

د شېر افضل خان مروت په وینا، د پاکستان حکومت دې د پښتنو وسایل، حقونه او لادرکه شوي کسانو تر څنګ امنیتي ستونزې حل کړي، نو بیا به یې ملاتړ وکړي.

د نوموړي په خبره، پاکستان د افغانستان او ایران په ګډون له هېڅ ګاونډي سره ښه چلند نه لري.

د پاکستان د پارلمان دا غړی باور لري چې د هندوستاون او پاکستان د پوځي ځواک تر منځ ځمکه او اسمان توپیر دی. هغه هندوستان په پوځي لحاظ پر پاکستان غښتلی بللی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني رسنۍ: تېره ورځ تر ۱۵۰۰ ډېر کسان د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي

۱۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱ می ۲۰۲۵، ۰۷:۳۳ GMT+۱

د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د راپور له مخې، تېره ورځ ټولټال ۱۵۸۴ کسان د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. دغه کدوال تر ډېره د پنجاب او پښتونخوا ایالتونو په بیلابیلو ولسوالیو کې مېشت وو.

د راپور له مخې، یوازې د لنډي کوتل په پنډغالي کې کمپ ۶۲۵ بې اسناده کسان وو او ۷۱۶ تنو بیا د اې سي سي کارتونه لرل.
راپور زیاتوي، ۲۴۳ تنه افغان وګړي چې د پنجاب په بېلابېلو ښارونو کې نیول شوي وو؛ د تورخم له لارې په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړل شول..
له دې سره د اپریل له لومړۍ نېټې راهیسې په ټولیزه توګه ۶۲۲۰۳ بې اسناده افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

خو د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون بیا خبر ورکړی، چې تېره ورځ له پاکستان او ایران څخه شاوخوا ۹۶۱ افغان کورنۍ بېرته راستنې شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ د تورخم له لارې ۲۷۰ کورنۍ چې ټولټال ۱۵۰۰ کسان کېږي؛ افغانستان ته راستنې شوې دي.
خبرپاڼې وړاندې کاږلي، چې د سپین بولدک له لارې ۳۰۰ کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۶۳۰ تنه ووهېواد ته راستنې شوې دي او دارنګه د پکتیکا ولایت د انګور اډې له لارې هم ۶ کورنۍ چې د غړو شمېر يې ۳۸ تنه وو خپل هېواد ته راستنې شوې دي.

میرویس عزیزي: افغانستان لپاره د لس میلیارده ډالرو په ارزښت د برېښنا تولید طرحه بشپړه شوې

۱۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱ می ۲۰۲۵، ۰۶:۴۲ GMT+۱

په متحده عربي اماراتو کې مېشت افغان پانګه‌وال میرویس عزیزي ویلي، چې د افغانستان د انرژۍ تولید لپاره پر خپلې کړې ژمنه ولاړ دی او په دې برخه کې د لس میلیارده ډالرو په ارزښت د لس زره میګاواټه برېښنا تولید طرحه بشپړه شوې ده.

نوموړي د (غوایي ۱۰مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه طرحه د بېلابېلو سرچینو لکه د ډبرو سکرو، طبیعي ګازو، باد، لمر او اوبو څخه د برېښنا د تولید اړوند ده.

د هغه په وینا، راتلونکې اونۍ به کابل ته د خپل سفر پر مهال د دغه طرحې د پلي کیدو په تړاو له طالبانو سره هم ناستې وکړي‌ او همدا راز به خبریالانو ته هم په یوې خبري غونډه کې په دې تړاو لا ډېر جزیات ورکړي.

میرویس عزیزي وايي، د انرژۍ تولید د اقتصادي ودې یو مهم عنصر دی او له هم دې لارې افغانستان د فقر تر څنګ له اقتصادي کړاوه خلاصیدای شي.

یونسیار: زرګونه افغان کډوال له ناڅرګند راتلونکي سره هېواد ته راستنېږي

۱۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱ می ۲۰۲۵، ۰۵:۵۴ GMT+۱

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یونسیار ویلي، افغانستان ته راستنېدونکي زرګونه افغان کډوال په هېواد کې له نامعلوم راتلونکي سره مخ دي. هم مهاله د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې افغانستان له سخت بشري ناورین او لوږې سره مخ دی.

د روانې (غوایي میاشتې ۱۱مه) د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راستیندونکي افغانان په افغانستان کې د زده کړو او روزګار له محدودیتونو سره مخ دي.

یونسیار همدا راز خبر ورکړی، چې له بېرته راستنیدونکو سره په بېلابېلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د بشري حقونو ځینې سازمانونه ویره لري، چې راستني شوي کډوال به هم د لوږې او بې روزګارۍ له سختو څپو سره مخ شي. 

د بېلتون ګواښ؛ له پاکستانه هغه افغانان هم اېستل کېږي چې هلته یې ودونه کړي

۱۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱ می ۲۰۲۵، ۰۵:۴۰ GMT+۱

هغه افغان کډوال چې له پاکستاني وګړو سره یې ودونه کړي او کلونه یې هلته ژوند کړی اوس د اېستل کیدو له جدي ګواښ سره مخ دي. د نیویارک ټاېمز د راپور له مخې دغې چارې د کورنیو ترمنځ د بېلتون اندېښنې ډېرې کړي دي.

د یادې ورځپاڼې راپور کې راغلي، په کراچۍ، پېښور، کویټه او نورو ښارونو کې افغان کډوال له سختې ویرې سره مخ دي چې ګوندې پولیس به یې د کورونو درواې ور وټکوي.

په دې ډله کې هغه افغانان هم شامل دي، چې د یاد هېواد له وګړو سره یې ودونه کړي دي. ځینو افغانانو مېرمنو له پاکستاني سړیو او پاکستاني مېرمنو بیا له افغان نارینه وو سره ودونه کړي، چې هغوی هم د اېستل کیدو له ځورونکي حالت سره مخ دي.

د شېرزاد په نوم یوه افغان له ۱۹۹۲ کال راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي. هغه د فاطمې په نوم له یوې پاکستانۍ مېرمنې سره واده کړی او ترې اولادونه هم لري. فاطمه وایي: «موږ یوازې په دوعا ژوندي یو. که مې مېړه بوځي، زه او ماشومان به مې څه کوو؟»

په دغو اېستل کیدونکو کسانو کې هغه افغانان هم شامل دي، چې اولادونه یې په پاکستان کې زېږیدلي دي.

د بشري حقونو فعالانو په وینا، له افغان کډوالو سره کیدونکی چلند یو ناورین دی او باید له دوی سره د قانون په رڼا کې نرم چلند وشي.

د نیو یارک ټاېمز په راپور کې راغلي، چې په پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د افغان او پاکستاني وګړو ترمنځ ودونه خورا عام دي، خو دغه ودونه د قبایلي دودونو پر بنسټ پرته له رسمي اسنادو ترسره شوي دي.

له همدې کبله افغانانو ته د تابعیت یا دایمي استوګنې اخیستل هم خورا ستونزمن کړي ډي.

د پاکستان د نفوسو ثبت اداره (نادرا) وایي، بهرني مېړه یا ښځه کولای شي د (Pakistan Origin Card) یا POC په نوم کارت واخلي، چې پر بنسټ به یې په پاکستان کې د اوږدمهاله استوګنې او شتمنۍ اخیستو اجازه ولري، خو ډېری افغانان نه‌ دي توانېدلي چې دا کارت تر لاسه کړي.

د مکرم شاه نومي افغان کډوال چې له یوې پاکستانۍ ښځې سره یې واده کړی و، د کویټې ښار یوې سیمه کې نیول شوی او پرته له محکمې پولیسو چمن ته استولی دی.

د هغه مېرمن پلوشې ویلي: «موږ ته د خدای پامانۍ فرصت هم نه‌ دی راکړل شوی. اوس مې ماشومان هره شپه راباندې غږ کوي چې پلار یې چیرته دی؟»

د نیویارک ټاېمز د راپور پر بنسټ د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د ایستل کیدو بهیر پر طالبانو د سیاسي فشار یوه هڅه ده.

پاکستان تور لګوي، چې پاکستاني طالبانو ته د افغانستان په خاوره کې پناه ځایونه ورکړل شوي او له هماغه ځایه په دغه هېواد کې جګړې پلانوي.

پر کابل واکمنو طالبانو بیا د اسلام اباد دا تورونه رد کړي‌ دي.

همداراز هغه افغانان چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې، یعنې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته راغلي او غواړي لوېدیځو هېوادونو ته لاړ شي، له لا ډېرې بې‌ برخلیکۍ سره مخ شوي دي.

راپور وایي، یو شمېر داسې کسان چې تمه یې درلوده امریکا یا اروپا ته ولاړ شي، اوس د اېستل کیدو له ګواښ سره مخ دي.

د پاکستان حکومت د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د افغان کډوالو د اېستل کیدو دویم پړاو پېل کړی او په دې لړۍ کې د «ای سي سي» کارت لرونکو تر څنګ بې اسناده افغان کډوال هم اېستل کېږي.

لا تر اوسه د یوې میاشتې په تیریدو سره پاکستان له ۱۲۰زرو څخه ډېر افغانان له خپل هېواده اېستلي دي.

همدا راز پاکستان خبرداری ورکړی، چې د جون میاشتې تر وروستۍ نېټې وروسته به د ملګرو ملتونو سره ثبت افغان کډوال هم له خپل هېواده وباسي.

د پاکستان حکومت د ای اېس ای مشر د امنیت شورا د سلاکار په توګه وټاکه

۱۰ غویی ۱۴۰۴ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۵، ۲۲:۳۹ GMT+۱

پاکستاني رسنۍ وايي، د پاکستان حکومت د ای اېس ای مشر جنرال محمد عاصم ملک د دغه هېواد د ملي‌ امنیت د سلاکار په توګه هم ټاکلی دی. د هغه د ګومارنې خبرتیا هم خپره شوې ده.

جنرال محمد عاصم ملک تېر کال د سپټمبر په میاشت کې دای اېس ای د نوي مشر په توګه ټاکل شوی و.

نوموړی په داسې حال کې د پاکستان د ملي‌ امنیت د سلاکار په توګه ټاکل کېږي، چې د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې د یوې وسله‌الې ډلې تر خونړي برید وروسته د اسلام‌اباد او نوي ډیلي ترمنځ د ناندرۍ زیاتې شوې دي.