د پاکستان حکومت د ای اېس ای مشر د امنیت شورا د سلاکار په توګه وټاکه

پاکستاني رسنۍ وايي، د پاکستان حکومت د ای اېس ای مشر جنرال محمد عاصم ملک د دغه هېواد د ملي امنیت د سلاکار په توګه هم ټاکلی دی. د هغه د ګومارنې خبرتیا هم خپره شوې ده.

پاکستاني رسنۍ وايي، د پاکستان حکومت د ای اېس ای مشر جنرال محمد عاصم ملک د دغه هېواد د ملي امنیت د سلاکار په توګه هم ټاکلی دی. د هغه د ګومارنې خبرتیا هم خپره شوې ده.
جنرال محمد عاصم ملک تېر کال د سپټمبر په میاشت کې دای اېس ای د نوي مشر په توګه ټاکل شوی و.
نوموړی په داسې حال کې د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار په توګه ټاکل کېږي، چې د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې د یوې وسلهالې ډلې تر خونړي برید وروسته د اسلاماباد او نوي ډیلي ترمنځ د ناندرۍ زیاتې شوې دي.


د جمعيت علماء اسلام مشر مولانا فضلالرحمان د برېتانیې له استازې جین میریټ سره د دوشنبې په ورځ د پاکستان او هند ترمنځ د وروستیو کړکېچونو په اړه خبرو کې وویل، چې نرېندرا مودي د خپل سیاست ساتلو لپاره ملتونه د جګړې اور ته بیایي
مولانا فضلالرحمان وویل، چې هند نامسولانه چلند کوي او هڅه کوي خپله ناکامه امنیتي تګلاره پر پاکستان وتپي.
د هغه په خبره: «مودي د خپل سیاست ساتلو لپاره ملتونه د جګړې اور ته بیایي.»
نوموړي له نړۍوالې ټولنې او برېتانيې وغوښتل، چې د سیمې د سولې په برخه کې خپل رول ادا کړي.
هغه همداراز وویل، چې د هېواد دفاع لپاره حکومت او اپوزیسیون یو موټی دي او ولس به په ګډه د مودي مقابلې ته ودرېږي.

د هند او پاکستان ترمنځ اړیکه د اوږدې شخړې، درېیو لویو جګړو او پرلهپسې سرحدي نښتو شاهده پاتې شوې دي. که څه هم د رسنیو راپورونه او سیاسي څرګندونې تل دا وضعیت داسې انځوروي چې ګواکې جګړه نږدې ده، خو واقعي وضعیت دا نه دی.
دواړه هېوادونه د کورنیو ستونزو لکه اقتصادي ستونزو، ولسي مخالفت او کمزورې حکومتوالۍ سره مخ دي او شخړه یې یوازې یوه سیاسي وسیله ده.
د شخړې تکرارېدونکی دور
د ۱۹۴۷، ۱۹۶۵، ۱۹۷۱ او ۱۹۹۹ کلونو جګړو دا ثابته کړه چې هند او پاکستان دواړه په جګړه کې پایله نه شي ترلاسه کولی. د هرې جګړې وروسته یو ډول سولې ته تمایل راغلی؛ خو بیا هم د ترهګریزو بریدونو، سیاسي ناندریو، یا سرحدي بریدونو له کبله د اړیکو فضا خرابېږي.
د ۲۰۲۵ تاوتریخوالی هم د دې تکرار برخې ښکاري، چېرې چې دواړه خواوې له شخړې د سیاسي اهدافو لپاره ګټه اخلي.
سیاسي بحران او انتخاباتي حسابونه
هند: د مودي پر حکومت فشار
د هند لومړی نریندرا مودي د اقتصادي ستونزو، د کار نشتوالي او مذهبي تفرقو له امله له سختو نیوکو سره مخ دی. د ده حکومت د انتخاباتو د ګټلو لپاره تل د پاکستان ضد تګلاره غوره کړې. د ولسي پاملرنه د خپل حکومت له ناکامیو څخه اړولو لپاره، د پاکستان پر ضد دریځ یو مؤثره حربه ګرځېدلې.
دا چاره یو ژور تاریخي شالید لري چې همېشه هند د پاکستان پر ضد دریځ د حکومتونو د تداوم لپاره د یو روایت لپاره کارولی دی.
پاکستان: کمزوری اقتصاد او پیاوړی داخلي کړکېچ
پاکستان له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی. افراطیت، د بهرنیو پورونو زیاتوالی او د حکومتي ادارو کمزوري د دې سبب ده چې دا هېواد د جګړې توان نه لري؛ خو د پوځ او سیاسي مشرانو لپاره د هند سره لفظي جګړه یوه داسې وسیله ده چې ورسره کولی شي خپل سیاسي مشروعیت خوندي کړي.
د شهباز شریف په مشرۍ جوړ شوی مشترک حکومت د عمران خان له ګوند سره په کړکېچ اوښتی، عمران خان زنداني دی او ګوند یې د پاکستان په پارلمان کې په دویمه درجه ډېرې څوکۍ ګټلي دي.
دا داخلي سیاسي اختلاف د دې سبب شوی چې په حکومتي چوکاټونو اعتبار کم شي، د ولس او حکومت تر منځ فاصله لا زیاته شي، چې په داسې مهال له هند سره ټکر د حکومت لپاره د ملاتړ روایت ایجادولی شي؛ خو د جګړې امکان نه شي زیاتولی.

ولې جګړه نه کېږي؟
۱. اقتصادي محدودیتونه
هند او پاکستان دواړه د جګړې اقتصادي توان نه لري. جګړه به د دواړو هېوادونو اقتصاد ته سخت زیان ورسوي او د نړۍوالو اړیکو لپاره به هم خطرناکه وي.
هند که څه هم له پاکستانه په ښه اقتصادي وضعیت کې دی؛ خو که د جګړې ډګر ته ښکته کیږي دا په دې معنا چې د پرمختګ له کرښې اوړي او په یو وخت کې چین او پاکستان سره په مخامخ اختلاف اخته کیږي.
۲. ولسي مخالفت
دواړو هېوادونو کې خلک جګړه نه غواړي. که څه هم د جګړې پر وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې احساسات پارېدونکي دي؛ خو ولسونه د سولې، کار، زدهکړې او روغتیا غوښتونکي دي، نه د جنګ او وینې تویېدو. دا ښکاره ده چې جګړه د ولس غوښتنه نه ده، بلکې د سیاستوالو اراده ده.
۳. اټومي وسلې او متقابل بازدارنده ځواک
هند او پاکستان دواړه اټومي وسلې لري. دا وسلې یو بل ته د برید مخه نیسي، ځکه د جګړې هره تېروتنه کولی شي د سیمهییز ناورین لامل شي. همدې دلیل جګړه ناممکنه کړې ده.
د سپای کرونیکل کتاب: د استخباراتي همکارۍ شواهد
The Spy Chronicles چې د هند د RAW او د پاکستان د ISI پخواني مشران یې لیکوالان دي، ښيي چې دواړه استخباراتي ادارې پخوا پټې اړیکې او همکارۍ لرلې. په دې کتاب کې راغلي چې:
دا کتاب ښيي چې د استخباراتي مشرانو ترمنځ هم تفاهم موجود و او دواړه خواوې پوهېږي چې د شخړې لاره نه ده.
د رسنیو رول او سیاسي ننداره
د هند او پاکستان دواړو رسنۍ د سیاستوالو تر نفوذ لاندې دي. د ملي احساساتو پارول، د مخالفینو غندنه او د جنګ شخړهییز تبلیغات د رایو ترلاسه کولو لپاره کارول کېږي.
سیاستوال له دې فضا څخه ګټه اخلي او د جنګ ویره د خپلو رایو زیاتولو، د توجه اړولو او د قدرت دوام لپاره کاروي. دا یوه جوړه شوې شخړه ده، نه طبیعي تقابل.
انتخاباتي کمپاین او جعلي بحران
په دواړو هېوادونو کې د انتخاباتو پر مهال تاوتریخوالی زیاتېږي. مودي د BJP لپاره دا وخت حیاتي ګڼي، ځکه نیوکې زیاتې شوي. په پاکستان کې هم حکومتي ایتلاف هڅه کوي چې د هند پر ضد دريځ خپل ځواک وښيي.
د دواړو خواوو هدفونه دا دي:
څنګه چې پوهان وايي: "په جنوبي اسیا کې د جګړې خبرې تر ټولو ډېر د سیاست لپاره کېږي، نه د امنیت لپاره."
پایله: شخړې نه، بلکې همکارۍ ته اړتیا ده
که څه هم ظاهري نښې جګړې ته ورته ښکاري؛ خو واقعي وضعیت دا دی چې دواړه هېوادونه یوازې سیاسي ننداره کوي.
جګړه نه شته او نه شونې ده. دواړه حکومتونه د انتخاباتو په موسم کې د شخړې له فضا سیاسي ګټه اخلي.
د خلکو اړتیاوې جنګ نه، بلکې کار، سولې، عدالت، او پرمختګ ته دي. The Spy Chronicles موږ ته ښيي چې سوله شونې ده، که رښتینې اراده موجوده وي. دا یوازې د سیاستوالو د دروغو ننداره ده، نه د ولس غږ.

د مخکني جمهوري حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین ته په خطاب کې ویلي، چې اوسنیو شرایطو ته په کتو سره خبرې او نظریات یې کولی شي په دې نازک حالت کې په بېسارې توګه ارزښت ولري.
هغه په خپل اېکس کې لیکلي: «دا ډېر سخت او ازمایښتي وختونه دي او زه یوازې اټکل کولای شم چې ستا په ذهن کې به څومره فکرونه او اندېښنې ګرځي. ستا خبرې به په دې نازک حالت کې ډېره زیاته اغېزه ولري او ستا نظرونه او څرګندونې به بېسارې ارزښت ولري.»
که څه هم هغه په مشخص ډول د دې نازکو حالاتو په اړه جزیات نه دي ورکړي، خو همداراز وایي: «لکه څنګه چې اور وسپنه کلکوي، همداسې دا ازموینه به هم ستا زړورتیا نوره هم پیاوړې کړي.»
د نوموړي په وینا، کوم بار چې اوسمهال د منظور پښتین پر اوږو دی هغه دومره اسانه نه دی.
صالح دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین یو وار بیا د پاکستاني دولت پر سیاستونو توندې نیوکې پیل کړي.

پاکستاني چارواکو د خپلو باوري استخباراتي سرچینو په حواله خبرداری ورکړی، چې ښايي هند په راتلونکو ۲۴ تر ۳۶ ساعتونو کې د دغه هېواد پر وړاندې پوځي اقدام وکړي.
دا څرګندونې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د سېشنبې شپې ناوخته (د اپرېل ۲۹مه) د دغه هېواد د جیونیوز ټلوېزیوني شبکې لهخوا په خپاره شوي ویډيويي بیان کې مطرح کړې دي.
د تارړ په وینا، هند غواړي د کشمیر په پهلګام سیمه کې وروستۍ پېښه د احتمالي برید د توجیه کولو لپاره د پلمي په توګه وکاروي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر زیاته کړې، چې اسلاماباد به د هر ډول تېريکوونکي اقدام ته « کلک او جدي» ځواب ورکړي.
هغه همداراز ټینګار کړی، چې پاکستان په سیمه کې د هند «ځانخوښي قاضي او جلاد» رول نهمني او ادعا کوي، چې هېواد یې په تېرو دوو لسیزو کې د ترهګرۍ له امله قرباني ورکړې ده.
پاکستان دا څرګندونې وروسته تر هغې کوي، چې همدا څو ساعته مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل، چې د هند او پاکستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره د کړکېچ د مخنیوي لپاره خبرې کوي.

د پنجاب سروزیره مریم نواز وايي، پاکستان یو اټومي ځواک دی او د پاکستان پوځ د دفاع لپاره په بشپړه توګه چمتو دی.
نوموړې دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ لاهور کې یوې غونډه کې وکړې.
مریم نواز زیاته کړه: «پاکستان یو اټومي ځواک دی، دوښمن به له برید مخکې لس ځله فکر کوي. موږ باید خپلمنځي اختلافات شاته کړو او د پوځ تر شا ودرېږو.»
هغې خپلو خبرو کې وویل، چې د پاکستان او هند ترمنځ پر پوله کړکېچ شته، خو ولس دې اندېښنه نه کوي، د پاکستان پوځ د هر ډول تېري مقابله کولی شي.
مریم نواز دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې د رامنځته شوي برید له امله د پاکستان او هند ترمنځ اړیکې کړکېچنې شوې دي.
له دې پېښې وروسته هند له پاکستان سره د سند اوبو تړون وځنډاوه او دې کړنې د پاکستان غوسه راپارولې ده.
تر دې مخکې د پاکستان دفاع وزیر ویلي و، چې هند پرې هره شېبه یرغل کولای شي.
خواجه محمد اصف دغه راز زیاته کړې، هېواد به یې یوازې هغه وخت اټومي وسلې وکاروي چې وجود ته یې مستقيم ګواښ پېښ شي.
تازه د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، چې هند نه شي کولای د اندوس د اوبو تړون په یو اړخیز ډول لغوه کړي.
هند او پاکستان د دې پېښې عاملین یو او بل ګڼي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر جنرال احمد شریف چودري وايي، هند لا هم د پهلګام د پېښې په تړاو کوم ثبوت نهدی وړاندې کړی، خو پاکستان یو هندی روزل شوی ترهګر نیولی، چې د دغه هېواد پر ضد د فعالیتونو لپاره یې د هند له پوځ سره مستقیمې اړیکې درلودې.
چودري دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د یوې خبري ناستې پر مهال وکړې او ویې ویل، چې د پېښې اووه ورځې پوره شوې، خو هند يوازې لفظي تورونه لګولي، پرته له دې چې شواهد وړاندې کړي.
د چودري څرګندونو ته تراوسه هندي لوري کوم غبرګون نه دی ښودلی.