• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مولانا فضل الرحمان: مودي د خپل سیاست ساتلو لپاره ملتونه د جګړې اور ته بیایي

۱۰ غویی ۱۴۰۴ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۵، ۲۲:۱۳ GMT+۱

د جمعيت علماء اسلام مشر مولانا فضل‌الرحمان د برېتانیې له استازې جین میریټ سره د دوشنبې په ورځ د پاکستان او هند ترمنځ د وروستیو کړکېچونو په اړه خبرو کې وویل، چې نرېندرا مودي د خپل سیاست ساتلو لپاره ملتونه د جګړې اور ته بیایي

مولانا فضل‌الرحمان وویل، چې هند نامسولانه چلند کوي او هڅه کوي خپله ناکامه امنیتي تګلاره پر پاکستان وتپي.

د هغه په خبره: «مودي د خپل سیاست ساتلو لپاره ملتونه د جګړې اور ته بیایي.»

نوموړي له نړۍوالې ټولنې او برېتانيې وغوښتل، چې د سیمې د سولې په برخه کې خپل رول ادا کړي.

هغه همداراز وویل، چې د هېواد دفاع لپاره حکومت او اپوزیسیون یو موټی دي او ولس به په ګډه د مودي مقابلې ته ودرېږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د هند او پاکستان ترېنګلې اړیکې؛ جګړه که د سیاسي روایت ننداره؟

۱۰ غویی ۱۴۰۴ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۱۰ GMT+۱
•
احمد الله صدیقي

د هند او پاکستان ترمنځ اړیکه د اوږدې شخړې، درېیو لویو جګړو او پرله‌پسې سرحدي نښتو شاهده پاتې شوې دي. که څه هم د رسنیو راپورونه او سیاسي څرګندونې تل دا وضعیت داسې انځوروي چې ګواکې جګړه نږدې ده، خو واقعي وضعیت دا نه دی.

دواړه هېوادونه د کورنیو ستونزو لکه اقتصادي ستونزو، ولسي مخالفت او کمزورې حکومتوالۍ سره مخ دي او شخړه یې یوازې یوه سیاسي وسیله ده.

د شخړې تکرارېدونکی دور

د ۱۹۴۷، ۱۹۶۵، ۱۹۷۱ او ۱۹۹۹ کلونو جګړو دا ثابته کړه چې هند او پاکستان دواړه په جګړه کې پایله نه شي ترلاسه کولی. د هرې جګړې وروسته یو ډول سولې ته تمایل راغلی؛ خو بیا هم د ترهګریزو بریدونو، سیاسي ناندریو، یا سرحدي بریدونو له کبله د اړیکو فضا خرابېږي.

د ۲۰۲۵ تاوتریخوالی هم د دې تکرار برخې ښکاري، چېرې چې دواړه خواوې له شخړې د سیاسي اهدافو لپاره ګټه اخلي.

سیاسي بحران او انتخاباتي حسابونه

هند: د مودي پر حکومت فشار

د هند لومړی نریندرا مودي د اقتصادي ستونزو، د کار نشتوالي او مذهبي تفرقو له امله له سختو نیوکو سره مخ دی. د ده حکومت د انتخاباتو د ګټلو لپاره تل د پاکستان ضد تګلاره غوره کړې. د ولسي پاملرنه د خپل حکومت له ناکامیو څخه اړولو لپاره، د پاکستان پر ضد دریځ یو مؤثره حربه ګرځېدلې.

دا چاره یو ژور تاریخي شالید لري چې همېشه هند د پاکستان پر ضد دریځ د حکومتونو د تداوم لپاره د یو روایت لپاره کارولی دی.

پاکستان: کمزوری اقتصاد او پیاوړی داخلي کړکېچ

پاکستان له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی. افراطیت، د بهرنیو پورونو زیاتوالی او د حکومتي ادارو کمزوري د دې سبب ده چې دا هېواد د جګړې توان نه لري؛ خو د پوځ او سیاسي مشرانو لپاره د هند سره لفظي جګړه یوه داسې وسیله ده چې ورسره کولی شي خپل سیاسي مشروعیت خوندي کړي.

د شهباز شریف په مشرۍ جوړ شوی مشترک حکومت د عمران خان له ګوند سره په کړکېچ اوښتی، عمران خان زنداني دی او ګوند یې د پاکستان په پارلمان کې په دویمه درجه ډېرې څوکۍ ګټلي دي.

دا داخلي سیاسي اختلاف د دې سبب شوی چې په حکومتي چوکاټونو اعتبار کم شي، د ولس او حکومت تر منځ فاصله لا زیاته شي، چې په داسې مهال له هند سره ټکر د حکومت لپاره د ملاتړ روایت ایجادولی شي؛ خو د جګړې امکان نه شي زیاتولی.

100%

ولې جګړه نه کېږي؟

۱. اقتصادي محدودیتونه

هند او پاکستان دواړه د جګړې اقتصادي توان نه لري. جګړه به د دواړو هېوادونو اقتصاد ته سخت زیان ورسوي او د نړۍوالو اړیکو لپاره به هم خطرناکه وي.

هند که څه هم له پاکستانه په ښه اقتصادي وضعیت کې دی؛ خو که د جګړې ډګر ته ښکته کیږي دا په دې معنا چې د پرمختګ له کرښې اوړي او په یو وخت کې چین او پاکستان سره په مخامخ اختلاف اخته کیږي.

۲. ولسي مخالفت

دواړو هېوادونو کې خلک جګړه نه غواړي. که څه هم د جګړې پر وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې احساسات پارېدونکي دي؛ خو ولسونه د سولې، کار، زده‌کړې او روغتیا غوښتونکي دي، نه د جنګ او وینې تویېدو. دا ښکاره ده چې جګړه د ولس غوښتنه نه ده، بلکې د سیاستوالو اراده ده.

۳. اټومي وسلې او متقابل بازدارنده ځواک

هند او پاکستان دواړه اټومي وسلې لري. دا وسلې یو بل ته د برید مخه نیسي، ځکه د جګړې هره تېروتنه کولی شي د سیمه‌ییز ناورین لامل شي. همدې دلیل جګړه ناممکنه کړې ده.

د سپای کرونیکل کتاب: د استخباراتي همکارۍ شواهد

The Spy Chronicles چې د هند د RAW او د پاکستان د ISI پخواني مشران یې لیکوالان دي، ښيي چې دواړه استخباراتي ادارې پخوا پټې اړیکې او همکارۍ لرلې. په دې کتاب کې راغلي چې:

  • دواړو ادارو د سولې لپاره پټې هلې‌ځلې کړې.
  • دواړو هېوادونو له جګړې نه، بلکې له خبرو اترو ډېر څه ترلاسه کولی شول.
  • سیاستوال د شخړې فضا د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره کاروي.

دا کتاب ښيي چې د استخباراتي مشرانو ترمنځ هم تفاهم موجود و او دواړه خواوې پوهېږي چې د شخړې لاره نه ده.

د رسنیو رول او سیاسي ننداره

د هند او پاکستان دواړو رسنۍ د سیاستوالو تر نفوذ لاندې دي. د ملي احساساتو پارول، د مخالفینو غندنه او د جنګ شخړه‌ییز تبلیغات د رایو ترلاسه کولو لپاره کارول کېږي.

سیاستوال له دې فضا څخه ګټه اخلي او د جنګ ویره د خپلو رایو زیاتولو، د توجه اړولو او د قدرت دوام لپاره کاروي. دا یوه جوړه شوې شخړه ده، نه طبیعي تقابل.

انتخاباتي کمپاین او جعلي بحران

په دواړو هېوادونو کې د انتخاباتو پر مهال تاوتریخوالی زیاتېږي. مودي د BJP لپاره دا وخت حیاتي ګڼي، ځکه نیوکې زیاتې شوي. په پاکستان کې هم حکومتي ایتلاف هڅه کوي چې د هند پر ضد دريځ خپل ځواک وښيي.

د دواړو خواوو هدفونه دا دي:

  • ولسونه متحد کړي.
  • د حکومت ناکامۍ پټې کړي.
  • د پوځ یا ګوند ملاتړ زیات کړي.
  • د مخالفینو پر وړاندې بریا ترلاسه کړي.

څنګه چې پوهان وايي: "په جنوبي اسیا کې د جګړې خبرې تر ټولو ډېر د سیاست لپاره کېږي، نه د امنیت لپاره."

پایله: شخړې نه، بلکې همکارۍ ته اړتیا ده

که څه هم ظاهري نښې جګړې ته ورته ښکاري؛ خو واقعي وضعیت دا دی چې دواړه هېوادونه یوازې سیاسي ننداره کوي.

جګړه نه شته او نه شونې ده. دواړه حکومتونه د انتخاباتو په موسم کې د شخړې له فضا سیاسي ګټه اخلي.

د خلکو اړتیاوې جنګ نه، بلکې کار، سولې، عدالت، او پرمختګ ته دي. The Spy Chronicles موږ ته ښيي چې سوله شونې ده، که رښتینې اراده موجوده وي. دا یوازې د سیاستوالو د دروغو ننداره ده، نه د ولس غږ.

روبیو: پاکستان او هند دې د سولې لپاره همکارۍ ته دوام ورکړي

۱۰ غویی ۱۴۰۴ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۹:۵۲ GMT+۱

د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې د یوې وسله‌الې ډلې تر خونړي برید او د اسلام‌اباد او نوي ډیلي ترمنځ د ناندرۍ تر ډېرېدو وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

دواړو لورو د چهارشنبې په ورځ (د اپرېل ۳۰مه) په ټلیفوني خبرو کې د سوېلي اسیا د وروستیو حالاتو، ترهګرۍ، د هند له لوري د پاروونکو اقداماتو او د پاکستان د اقتصادي وضعیت په اړه بحث کړی دی.

شهباز شریف د خبرو پر مهال وویل، چې پاکستان د ترهګرۍ هر ډول بڼه غندي او یادونه یې وکړه، چې هېواد یې د نړۍوالې ترهګرۍ ضد جګړه کې له ۹۰زرو زیات خلک قرباني کړي او شاوخوا ۱۵۲مېلیارد ډالره اقتصادي زیان یې زغملی دی.

شریف د هند له خوا د تاوتریخوالي زیاتېدونکی چلند "د اندېښنې وړ او خواشینوونکی" وباله او ویې ویل، هند هڅه کوي چې د نړۍوالو پام د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان د اقداماتو څخه منحرفه کړي.

شهباز شریف د پهلګام پېښه کې د پاکستان د تورنولو هڅه په کلکو ټکو رد کړه او د یو خپلواک او بې‌طرفه تحقیق غوښتنه یې وکړه.

نوموړي له روبیو وغوښتل، چې پر هند فشار راوړي تر څو له پاروونکو څرګندونو ډډه وکړي او سیمه‌ ییزې سولې ته ژمنتیا وښيي.

د خبرو پر مهال مارکو روبیو ټینګار وکړ، چې د سوېلي اسیا د سولې لپاره پاکستان او هند باید ګډ کار ته دوام ورکړي.

شهباز شریف همداراز د هند له لوري د اوبو په برخه کې "یو طرفه پرېکړه" وغندله او ویې ویل، چې د سند طاس تړون له مخې هېڅ هېواد نه شي کولی له یو اړخیزې پرېکړې سره اوبه بندې کړي.

هغه زیاته کړه، چې اوبه د پاکستان د ۲۴۰ مېلیون وګړو د ژوند کرښه ده.

شهباز شریف ټینګار وکړ، چې د جمو او کشمیر لانجه باید په سوله‌ ییز ډول حل شي، ځکه دا د سیمې د دايمي ثبات یوازینۍ لاره ده.

تمه کېږي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به په دې اړه له هندي چارواکو سره هم خبرې وکړي.

تر دې مخکې، سعودي عربستان هم د نن په یوه اعلامیه کې له دواړو هېوادونو وغوښتل، چې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي، له نورو اقداماتو دې ډډه وکړي او خپل اختلافات له ډیپلوماتیکو لارو هوار کړي.

بل خوا، د پاکستان او هند ترمنځ د وضعیت له ترینګلتیا وروسته دواړو هېوادونو د پاکستاني او هندي وګړو د بېرته ستنولو لړۍ پیل کړې ده.

د پاکستان جیونیوز د راپور له مخې، دغه هېواد د چهار شنبې په ورځ ۳۱۵ تنه هندیان د واګه بندر له لارې بېرته هند ته ستانه کړي دي او هند هم ۲۰۱ پاکستانیان بېرته پاکستان ته اخراج کړي دي.

د پهلګام پېښه د اپرېل پر۲۲مه نېټه د هند په جمو او کشمیر کې د پهلګام په سیاحتي سیمه کې وشوه، چې ۲۶ کسان پکې ووژل شول.

په نایجیر کې د ۵ هنديانو تښتول کېدل؛ ۱۲ نایجیري سرتېري ووژل شول

۱۰ غویی ۱۴۰۴ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۹:۱۵ GMT+۱

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، پنځه هندي وګړي د نایجیر په لوېدیځ کې د یوه وسله‌وال برید په ترڅ کې د ناڅرګندو کسانو له‌خوا تښتول شوي دي.

سرچینې د چهارشنبې په ورځ (د اپرېل ۳۰مه) په یوه راپور کې ویلي، چې دا پېښه تېره اوونۍ د نایجیر، بورکینافاسو او مالي هېوادونو ترمنځ د درې اړخیزې پولې په سیمه کې د «ساکویرا» په نوم کلي ته څېرمه رامنځته شوې، چې په پایله کې یې ۱۲ نایجیري سرتېري هم وژل شوي دي.

د راپور له مخې، دغو هندیانو د یوه هندي شرکت لپاره چې په نایجیر کې د «کانډاجي» بند پروژې تخنیکي خدمتونه مخته وړي، کار کوي.

رویټرز په نایجیر کې د دوو امنیتي سرچینو په حواله زیاته کړې، چې تښتول شويو کسانو د برید پرمهال په تیلابېري سیمه کې کار کاوه.

ورته مهال، د هند د جارکنډ ایالت حکومت په یوه بیان کې ویلي چې په نایجیر کې یې د هند سفارت له اړوندو چارواکو سره اړیکه نیولې او د تښتول شویو هندیانو د خوشې‌کېدو لپاره هڅې پیل شوې دي.

د رویټرز په وینا، تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې تښتونې مسوولیت نه دی منلی، خو د دا ډول بریدونو په تړاو، د نایجیر حکومت د افریقا په سترې صحرا کې د اسلامي دولت ډلې (EIGS) چې د داعش یوه څانګه بلل کېږي، مسووله بللې ده.

یادې ډلې تېره میاشت په همدې سیمه کې پر یوه جومات د برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۴۴ ملکيان وژلي وو.

نایجیر، مالي او بورکینافاسو هېوادونه په وروستیو کلونو کې د القاعدې او داعش په څېر د توندلارو وسله‌والو ډلو له پاڅونونو سره مخامخ شوي دي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، سږکال په نایجیر کې د تښتونې پېښې ډېرې شوې دي چې یوه اتریشۍ ښځه په جنوري او یو سویسي وګړی په اپرېل کې تښتول شوي دي.

د یادونې ده چې د نایجیر-بورکینافاسو په پوله کې هم څلور مراکشي موټرچلوونکي نادرکه شوي دي.

هند او پاکستان څه باندې ۵۰۰ تنه وګړي د یوه او بل خاورې ته اخراج کړل

۱۰ غویی ۱۴۰۴ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۷:۵۴ GMT+۱

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، نن پاکستان د واګه بندر له لارې ۳۱۵ هندیان هند ته او هند بیا ۲۰۱ پاکستانیان پاکستان ته اخراج کړي دي.

د پاکستان او هند ترمنځ د وضعیت له ترینګلتیا وروسته دواړو هېوادونو د پاکستاني او هندي وګړو د بېرته ستنولو لړۍ پیل کړې ده.

د پاکستان جیونیوز د راپور له مخې دغه هېواد د چهار شنبې په ورځ ۳۱۵ تنه هندیان د واګه بندر له لارې بېرته هند ته ستانه کړي دي او هند هم ۲۰۱ تنه پاکستانیان بېرته پاکستان ته اخراج کړي دي.

په راپور کې ویل شوي، د ستنو شویو پاکستانیانو په ډله کې هغه دوې پاکستانۍ ښځې هم شاملې دي، چې له واده وروسته هند ته تللې وي.

هند دغه دواړې ښځې د پاکستاني تابعیت لرلو امله له خپلو اولادونو پرته له هنده ایستلې دي.

متقي له قطرۍ وزیرې سره د پوهنې او روغتیا په تړاو خبرې کړې

۱۰ غویی ۱۴۰۴ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۷:۱۵ GMT+۱

قطري رسنيو خبر ورکړی، چې د طالبانو بهرنیو چارو وزير امیرخان متقي په دوحه کې د دغه هېواد د نړیوالو همکاريو له وزيرې سره په لیدنه کې د زده کړو او روغتيا د ملاتړ او همکاریو په اړه خبرې کړې. په خبر کې راغلي، چې دواړو خواوو د افغانانو د پرمختګ لپاره د مرستې پر لارو چارو هم بحث کړی.

د قطر رسنيو د چهارشنبې په ورځ ویلي، چې امیرخان متقي د قطر د نړیوالو همکاریو له وزيرې مریم بنت علي بن ناصر المسند سره ليدلي.

له متقي سره په قطر کې د طالبانو سفير سهیل شاهین هم دې ناستې ته تللی.

امیرخان متقي د یکشنبې په ورځ د یوه جګپوړي طالب پلاوي په مشرۍ دوحې ته لاړ.

د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني هم د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره کتلي.

پرون د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي و، چې متقي د لیدنو پر مهال هیله څرګنده کړې، چې دوحه دې له طالبانو سره د ډېپلوماټيکو اړیکو کچه لوړه کړي.