هند او پاکستان څه باندې ۵۰۰ تنه وګړي د یوه او بل خاورې ته اخراج کړل

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، نن پاکستان د واګه بندر له لارې ۳۱۵ هندیان هند ته او هند بیا ۲۰۱ پاکستانیان پاکستان ته اخراج کړي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، نن پاکستان د واګه بندر له لارې ۳۱۵ هندیان هند ته او هند بیا ۲۰۱ پاکستانیان پاکستان ته اخراج کړي دي.
د پاکستان او هند ترمنځ د وضعیت له ترینګلتیا وروسته دواړو هېوادونو د پاکستاني او هندي وګړو د بېرته ستنولو لړۍ پیل کړې ده.
د پاکستان جیونیوز د راپور له مخې دغه هېواد د چهار شنبې په ورځ ۳۱۵ تنه هندیان د واګه بندر له لارې بېرته هند ته ستانه کړي دي او هند هم ۲۰۱ تنه پاکستانیان بېرته پاکستان ته اخراج کړي دي.
په راپور کې ویل شوي، د ستنو شویو پاکستانیانو په ډله کې هغه دوې پاکستانۍ ښځې هم شاملې دي، چې له واده وروسته هند ته تللې وي.
هند دغه دواړې ښځې د پاکستاني تابعیت لرلو امله له خپلو اولادونو پرته له هنده ایستلې دي.

قطري رسنيو خبر ورکړی، چې د طالبانو بهرنیو چارو وزير امیرخان متقي په دوحه کې د دغه هېواد د نړیوالو همکاريو له وزيرې سره په لیدنه کې د زده کړو او روغتيا د ملاتړ او همکاریو په اړه خبرې کړې. په خبر کې راغلي، چې دواړو خواوو د افغانانو د پرمختګ لپاره د مرستې پر لارو چارو هم بحث کړی.
د قطر رسنيو د چهارشنبې په ورځ ویلي، چې امیرخان متقي د قطر د نړیوالو همکاریو له وزيرې مریم بنت علي بن ناصر المسند سره ليدلي.
له متقي سره په قطر کې د طالبانو سفير سهیل شاهین هم دې ناستې ته تللی.
امیرخان متقي د یکشنبې په ورځ د یوه جګپوړي طالب پلاوي په مشرۍ دوحې ته لاړ.
د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني هم د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره کتلي.
پرون د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي و، چې متقي د لیدنو پر مهال هیله څرګنده کړې، چې دوحه دې له طالبانو سره د ډېپلوماټيکو اړیکو کچه لوړه کړي.

د پاکستان پوځ وايي، چې د هند لهخوا پر پوله د اوربند د سرغړونې پر وړاندې یې «غښتلی او مؤثر» غبرګون ښودلی.
د پاکستان دولتي ټلویزیون رپوټ ورکړی، چې د اپرېل ۲۹ او ۳۰ ترمنځ شپه کې د هند پوځ د کیاني او منډل سیمو په اوږدو کې پر ګډه پوله ډزې پیل کړې، چې پاکستاني ځواکونو سملاسي ځواب ورکړ او د هندي پوځ پر پوستو یې برید وکړ.
یاده سرچینه ادعا کوي، چې د پاکستاني پوځ په ځوابیه برید کې د هند څو پوځي پوستې زیانمنې شوې دي.
پاکستان وایي چې کره استخباراتي معلومات لري چې هند غواړي په راتلونکو ۲۴-۳۶ ساعتونو کې د پهلګام د برید په پلمه پوځي اقدام وکړي.
د اپرېل ۲۲ نېټې برید کې وسلهوالو بریدګرو د کشمیر په پهلګام کې د هندو سیلانیانو پر ډله برید وکړ، چې۲۶ تنه یې ووژل.
هند ادعا کوي چې بریدکوونکي، چې دوه یې پاکستانیان دي، د ترهګرو ډلې غړي وو، خو پاکستان دا تورونه رد کړي او د بېطرفه تحقیقاتو غوښتنه یې کړې.
له برید وروسته دواړو هېوادونو متقابل اقدامات کړي دي. هند د پاکستاني وګړو لپاره ویزې بندې کړې دي او پاکستان خپل فضایي حریم د هندي الوتنو پرمخ تړلی دی.
د هند د بهرنیو او دفاع وزارتونو له خوا تر اوسه کوم غبرګون نه دی ورکړل شوی، خو د هندي رسنیو له مخې، صدراعظم نریندرا مودي د امنیتي کابینې بېړنۍ ناسته رابللې او خپلو نظامي مشرانو ته یې ویلي چې د غبرګون پرېکړه کول د هغوی صلاحیت دی.
په ورته وخت کې د هند پوځ ویلي، تېره شپه له ګڼو پاکستاني پوستو څخه «بېځایه ډزې» شوې دي.
ملګرو ملتونو، امریکا،چین، سعودی عربستان او بریتانیا له دواړو خواوو غوښتي چې د شخړې له پراخېدو ډډه وکړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش ویلي، د جګړې غځېدل د ناورین سبب کېدلی شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ټاکل شوې له دواړو هېوادونو سره خبرې وکړي.
بریتانیا خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې له څو محدودو مواردو پرته دې جمو او کشمیر ته سفر نهکوي.

د اوکراین یوې حکومتي سرچینې رویټرز اژانس ته ویلي، چې کیېف چمتو دی له امریکا سره د کاني سرچینو تړون لاسلیک کړي او دا کار ښايي نن د چهار شنبې په ماښام وشي. د اوکراین د لومړي وزیر مرستیاله او د اقتصاد وزیره یولیا سویریدینکو د امریکا په سفر بوخته ده.
رویټرز د چهار شنبې په ورځ راپور وکړی، چې د اوکراین یوې حکومتي سرچینې ورته ویلي، چې کیېف له امریکا سره د کاني زیرمو د تړون لاسلیک کولو ته چمتو شوی او ښايي نن ماښام دا تړون لاسلیک شي.
سرچینه وايي:« زما په اند ښايي د کیف د وخت له مخې ماښام ناوخته دا تړون لاسلیک شي.»
اوکرایني چارواکي هیله لري، چې د دغه تړون لاسلیک کول به د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړې په وړاندې د واشنګټن له خوا کمزوری شوی ملاتړ بېرته پیاوړی کړي.
سرچینه وایي، د دغه تړون د لاسلیک لپاره د اوکراین د لومړي وزیر مرستیاله یولیا سویریدینکو امریکا ته سفر کوي.
د اوکراین د کاني سرچینو د پراختیا په اړه دواړو خواوو د اپریل په ۱۸ د یوه یاداښت په توګه یوه هوکړه لاسلیک کړې وه.
په دې هوکړه کې ویل شوي و، چې د اپریل تر ۲۶ مې به د دواړو خواوو ترمنځ د تړون په اړه خبرې اترې بشپړې کړي او تر تر ژره به تړون لاسلیک کړي.

په کابل کې د چين سفر د طالبانو د بلخ له والي سره په لیدنه کې ویلي، چې غواړي افغانستان د سیمه یيزې سوداګرۍ په مهم مرکز بدل کړي. په لیدنه کې یوسف وفا د چین له سفيره غوښتي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو پروازونو په پيلېدو کې مرسته وکړي.
په بلخ کې د طالبانو د والي دفتر د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي یوسف وفا د چین له سفير سره ژاو شینګ سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اقتصادي همکاريو، دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي دهلېزونو، پانګونې، صادراتو او وارداتو د زياتوالي په اړه خبرې کړې.
په خبرپاڼه کې د چین د سفير له قوله ویل شوي، چې نوموړي د افغانستان له اقتصادي ثبات څخه ملاتړ کړی او په بنسټيزو پروژو کې يې د همکاريو ډاډ ښودلی.
د طالبانو د معلوماتو له مخې، چين له افغان صادراتو تعرفه نه اخلي او غواړي افغانستان د سیمه ييزې سوداګرۍ مهم مرکز کړي.
په لیدنه کې د طالبانو د بلخ والي د چین له سفيره غوښتي چې «د اقتصادي همکاریو د پراخوالي ترڅنګ، د مستقیمو الوتنو، سړو خونو او صادراتو برخه کې د اسانتیاوو په جوړولو کې مرسته وکړي.»
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دواړو لوریو د سیمه ییزو اړیکو پر پراخوالي هم ټينګار کړی.
چین یو له هغو څو هېوادونو څخه دی، چې په رسمي ډول یې د طالبانو سفیر منلی او د افغانستان له واکمن رژیم سره نږدې ډیپلوماتیکې او سیاسي اړیکې لري.

د جرمني سوسیال ډیموکرات ګوند(SPD) او مسیحي دیموکراتانو اتحادیې ( CDU/CSU) د نوي حکومت لپاره د ایتلاف تړون تصویب کړ، چې د فریدریښ مېرڅ صدراعظمۍ ته یې لاره پرانېسته.
دا ایتلاف یواځینۍ هغه لاره وه چې د اکثریت حکومت جوړیدو ته اجازه ورکوي، ځکه دواړوسترو ګوندونو د فبرورۍ په فدرالي ټاکنو کې درانده زیانونه لیدلي دي. دوی دواړوله افراطي ښي اړخي ګوند د جرمني بدیل (اې ایف ډي) سره له حکومت جوړولوډډه کړې ده.
داېس پي ډي غړو د ایتلاف تړون ته، چې د دواړو ګوندونو مشرانو جوړ کړی و، د دوو اونیو په اوږدو کې رایه ورکړه. د دې رایې له مخې له۳۶۰ زرو غړو څخه ۵۶ سلنه کسانو برخه اخیستې وه او ۸۴ سلنه کسانو د تړون په ګټه رایه ورکړه. د ایتلاف تړون تصویب په دې معنا دی چې دسي ډي یو مشر فریدریښ مېرڅ به د مې پر ۶ مه د جرمني صدراعظم شي.
د ایس پي ډي له نظره دا تړون د جرمني د زیربناوو پراختیا، لږ تر لږه معاش لوړولو (۱۵ یورو پر ساعت) او د تقاعد کچې ساتلو په شمول څو مهمې ګټې لري.
ایس پي ډي ته د مالیې وزارت ور کول او شپږ نور د کابینې پوستونه هم د تړون برخه دي.
د جرمني په راتلونکي حکومت کې اقتصادي پیاوړتیا او له ترهګرۍ او اقتصادي ستونزو سره مبارزه د عمده لومړیتوبونو په توګه وړاندیز شوې.
انګېلا مېرکل هم راځي
پخوانۍ صدراعظمه انګیلا مېرکل به هم د راتلونکي سې شنبې په ورځ په بوندستاګ (د جرمني پارلمان) کې د خپل ګوند همکار فریدریښ مېرڅ د صدراعظم په توګه د ټاکلو غونډه کې ګډون وکړي. دا د دواړو ترمنځ د اوږدې سیالۍ له امله ځانګړی اهمیت لري.
د رسنیو د رپوټونو له مخې، مېرکل به د افتخاري مېلمنو له ځایه د دې تاریخي غونډې شاهده وي.
د هغې ویاندې ار این ډي ته ویلي، چې مېرکل دا غونډه له نږدې تعقیبوي.
فریدریښ مېرڅ، چې د مسیحي دموکرات اتحادمشر دی، د مې پر ۶مه ټاکل شوې چې د پارلمان له خوا د جرمني نوی صدراعظم وټاکل شي.
مېرڅ به په شلوس بیلفو (د جرمني ولسمشرۍ ماڼۍ) کې له ولسمشر فرانکوالتر شټاینمایر څخه د صدراعظمۍ رسمي فرمان ترلاسه کړي. مېرڅ به د اولاف شولڅ ځای ونیسي، چې لا هم لنډمهاله دنده ترسره کوي.
شولڅ په ۲۰۲۱ کې د مېرکل له۱۶ کلنې واکمنۍ وروسته واک تر لاسه کړی و.
د مېرکل او مېرڅ ترمنځ له کلونو راهیسې سیاسي رقابت و. مېرڅ له۲۰۰۰ راهیسې د محافظهکارې اتحادیې مشر و، خو مېرکل په ۲۰۰۲ کال کې هغه له مشرتابه لرې کړ. له هغه وروسته دواړه په دوامداره رقابت کې ول. مېرڅ په ۲۰۰۹ کال کې له فعال سیاست نه ووت، خو کله چې مېرکل له واکه لاړه، بېرته سیاست ته را وګرځېد.
د ۲۰۲۵کال د فبرورۍ انتخاباتي منډو ترړو پر مهال مېرکل د کډوالۍ په تړاو د مېرڅ پر دریځ نیوکه وکړه، ځکه هغه اې اېف ډي ګوند سره ورته دریځ خپل کړی و.
خو مېرڅ د ۲۰۱۵ کال د مهاجرت کړکېچ کې د مېرکل سیاست د اې ایف ډي ښی لاسي ګوند د ځواکمنېدو یو لامل وباله.
د مرکل د ۷۰یمې کلیزې پر مهال، دواړو له یو له بل سره ښه چلند درلود او له انتخاباتي بري وروسته مېرکل هغه ته د مبارکۍ پیغام هم واستاوه.
