• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بېلتون ګواښ؛ له پاکستانه هغه افغانان هم اېستل کېږي چې هلته یې ودونه کړي

۱۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱ می ۲۰۲۵، ۰۵:۴۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱ می ۲۰۲۵، ۲۰:۱۸ GMT+۱

هغه افغان کډوال چې له پاکستاني وګړو سره یې ودونه کړي او کلونه یې هلته ژوند کړی اوس د اېستل کیدو له جدي ګواښ سره مخ دي. د نیویارک ټاېمز د راپور له مخې دغې چارې د کورنیو ترمنځ د بېلتون اندېښنې ډېرې کړي دي.

د یادې ورځپاڼې راپور کې راغلي، په کراچۍ، پېښور، کویټه او نورو ښارونو کې افغان کډوال له سختې ویرې سره مخ دي چې ګوندې پولیس به یې د کورونو درواې ور وټکوي.

په دې ډله کې هغه افغانان هم شامل دي، چې د یاد هېواد له وګړو سره یې ودونه کړي دي. ځینو افغانانو مېرمنو له پاکستاني سړیو او پاکستاني مېرمنو بیا له افغان نارینه وو سره ودونه کړي، چې هغوی هم د اېستل کیدو له ځورونکي حالت سره مخ دي.

د شېرزاد په نوم یوه افغان له ۱۹۹۲ کال راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي. هغه د فاطمې په نوم له یوې پاکستانۍ مېرمنې سره واده کړی او ترې اولادونه هم لري. فاطمه وایي: «موږ یوازې په دوعا ژوندي یو. که مې مېړه بوځي، زه او ماشومان به مې څه کوو؟»

په دغو اېستل کیدونکو کسانو کې هغه افغانان هم شامل دي، چې اولادونه یې په پاکستان کې زېږیدلي دي.

د بشري حقونو فعالانو په وینا، له افغان کډوالو سره کیدونکی چلند یو ناورین دی او باید له دوی سره د قانون په رڼا کې نرم چلند وشي.

د نیو یارک ټاېمز په راپور کې راغلي، چې په پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د افغان او پاکستاني وګړو ترمنځ ودونه خورا عام دي، خو دغه ودونه د قبایلي دودونو پر بنسټ پرته له رسمي اسنادو ترسره شوي دي.

له همدې کبله افغانانو ته د تابعیت یا دایمي استوګنې اخیستل هم خورا ستونزمن کړي ډي.

د پاکستان د نفوسو ثبت اداره (نادرا) وایي، بهرني مېړه یا ښځه کولای شي د (Pakistan Origin Card) یا POC په نوم کارت واخلي، چې پر بنسټ به یې په پاکستان کې د اوږدمهاله استوګنې او شتمنۍ اخیستو اجازه ولري، خو ډېری افغانان نه‌ دي توانېدلي چې دا کارت تر لاسه کړي.

د مکرم شاه نومي افغان کډوال چې له یوې پاکستانۍ ښځې سره یې واده کړی و، د کویټې ښار یوې سیمه کې نیول شوی او پرته له محکمې پولیسو چمن ته استولی دی.

د هغه مېرمن پلوشې ویلي: «موږ ته د خدای پامانۍ فرصت هم نه‌ دی راکړل شوی. اوس مې ماشومان هره شپه راباندې غږ کوي چې پلار یې چیرته دی؟»

د نیویارک ټاېمز د راپور پر بنسټ د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د ایستل کیدو بهیر پر طالبانو د سیاسي فشار یوه هڅه ده.

پاکستان تور لګوي، چې پاکستاني طالبانو ته د افغانستان په خاوره کې پناه ځایونه ورکړل شوي او له هماغه ځایه په دغه هېواد کې جګړې پلانوي.

پر کابل واکمنو طالبانو بیا د اسلام اباد دا تورونه رد کړي‌ دي.

همداراز هغه افغانان چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې، یعنې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته راغلي او غواړي لوېدیځو هېوادونو ته لاړ شي، له لا ډېرې بې‌ برخلیکۍ سره مخ شوي دي.

راپور وایي، یو شمېر داسې کسان چې تمه یې درلوده امریکا یا اروپا ته ولاړ شي، اوس د اېستل کیدو له ګواښ سره مخ دي.

د پاکستان حکومت د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د افغان کډوالو د اېستل کیدو دویم پړاو پېل کړی او په دې لړۍ کې د «ای سي سي» کارت لرونکو تر څنګ بې اسناده افغان کډوال هم اېستل کېږي.

لا تر اوسه د یوې میاشتې په تیریدو سره پاکستان له ۱۲۰زرو څخه ډېر افغانان له خپل هېواده اېستلي دي.

همدا راز پاکستان خبرداری ورکړی، چې د جون میاشتې تر وروستۍ نېټې وروسته به د ملګرو ملتونو سره ثبت افغان کډوال هم له خپل هېواده وباسي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

اېن بي سي: په امریکا کې زرګونه افغان کډوال له نامعلوم برخلیک سره مخ دي

۱۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱ می ۲۰۲۵، ۰۴:۵۶ GMT+۱

د امریکا یوې معتبرې ټلوېزیوني شبکې اېن بي سي راپور ورکړی، چې امریکا ته د ښه ژوند په تکل ځینې ورغلي افغان کډوال اوس د اېستل کیدو له ګواښ او نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

یادې رسنۍ ویلي، دغو افغان کډوالو ته د خوندیتوب او ملاتړ ژمنې ورکړل شوې وې، خو اوس د امریکا د کډوالۍ د تګلارو د بدلون له امله ورسره شوې ژمنې له منځه تللې ښکاري.

په راپور کې د محمد په نوم د یوه افغان ځوان ژوند ته کتنه شوې، چې له امریکا څخه د اېستل کیدو له خطر سره مخ دی.

هغه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو سره څنګ په څنګ کار کړی و او اوس وېره لري چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته به واستول شي.

هغه د امریکایي ځواکونو له یوه قراردادي شرکت سره دنده لرله.

نوموړي اېن بي سي ته ویلي، چې د پخواني جمهوري نظام له پرځیدو سره سم طالبانو ونیو او درې ورځې یې تر سختو شکنجو لاندې کړی و.

محمد وايي، تر دې پېښې وروسته یې پرېکړه وکړه، چې د کډوالۍ په ناقانونه او سختو لارو ځان امریکا ته ورسوي.

نوموړی د برازیل له لارې د پاناما په ځنګلونو د خطرناکو لارو په وهلو سره له څو هېوادونو تېر شو او بالاخره یې ځان له کږلېچونو پر ډکو لارو متحده ایالتونو ته ورساوه.

د بایډن حکومت له لوري تر دې مخکې د هغه د کډوالۍ ځانګړې ویزه (SIV) هم رد شوې وه.

د ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ اړوند فرمانونو له کبله د هغه په ګډون د زرګونه افغان کډوالو ژوند له نامعلوم برخلیک سره مخ دی او د اېستل کیدو ناندرۍ یې روانې دي.

راپور کاږي، له هغه سره د بیا مېشتیدنې یو شمېر بنسټونه او د بشري حقونو فعالان د ملاتړو په توګه ولاړ دي، څو یې د ټرمپ د اوسنۍ تګلارې له اغیزمنیدو وژغوري.

د فولفورد په نوم یو امریکایي وګړی، چې محمد ورسره په افغانستان کې لس کاله یو ځای دنده کړې وایي: «که محمد بېرته افغانستان ته واستول شي، طالبان به یې ووژني. په دې کې هېڅ ډول شک نشته.»

محمد، چې د امنیتي دلایلو له امله ‌یې خپل اصلي نوم نه دی څرګند کړی وویل: «زما هیله دا ده چې په یوه خوندي ځای کې ژوند وکړم او نورو سره هم مرسته وکړم.» 

د دغه راپور د معلوماتو له مخې، هغه د سیاسي علومو په برخه کې د متحده ایالتونو په یوه کالج کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړی او هیله لري چې یوه ورځ به مدافع وکیل شي.

هم مهاله د متحده ایالتونو حکومت خبرداری ورکړی، چې د افغانستان امنیتي وضعیت شوی او ځینې افغانان بېرته خپل هېواد ته ستنېدلی شي، خو د کډوالۍ فعالانو د دغه دریځ کلک مخالفت کړی دی.

د حقوقي چارو د یوې سلاکارې جیل ماري باسي په وینا: «دا چې موږ له هغو کسانو سره چې څنګ په څنګ یې موږ سره جګړه کې برخه اخیستې او دغسې چلند ورسره کوو د شرم وړ خبره ده.»

په امریکا کې یو شمېر بنسټونو د ټرمپ د کډوالۍ اړوند تګلارو په تړاو توند غبرګونونه ښودلي دي.

یو شمېر بنسټونه هڅه کوي‌ چې د کډوالۍ اړوند د ولسشمر ټرمپ په اوسنۍ تګلاره کې د افغانانو لپاره معافیت راولي او د امریکایي ځواکونو پخواني افغان متحدین ژر تر ژره دغه هېواد ته ولېږدول شي.

د شمېرو له مخې د کډوالۍ اړوند د سپینې ماڼۍ د تازه بندیزونو له کبله نږدې ۲۰۰ زره هغه افغانان چې له امریکایي ادارو او ځواکونو سره یې په افغانستان کې دندې کړې وې د بیا مېشتیدنې غوښتنلیکونه یې اغېزمن شوي دي.

یوازې په پاکستان کې دا مهال ۲۵ زره افغان کډوال د امریکا د بیا مېشتیدنې پروګرام لپاره په تمه دي او هم مهاله د پاکستاني پولیسو له لوري اېستل کیدو له ګواښ سره هم مخ دي.

ملګري ملتونه: د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان کمزوري اقتصاد خلک له کړاو سره مخ کړي

۱۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱ می ۲۰۲۵، ۰۳:۲۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې که څه هم د افغانستان اقتصاد یو څه وده کړې، خو په خبره یې، چې دغه هېواد لا هم د ژور ټولنیز او اقتصادي ناورین پر لور روان دی.

خبر زیاتوي، چې له همدې امله د نا انډولۍ کچه لوړه شوې، کلیوالي سیمې او ښځې یې ډېرې اغېزمنې کړې دي.

په راپور کې ویل شوي، افغانستان له ۲۰۱۹ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره د ۲.۷ سلنه اقتصادي ودې شاهد و، چې دا پرمختګ هم ډېر کمزوری بلل شوی.

راپور کاږي، چې د ۲۰۲۴ کال د لومړیو ۹ میاشتو لپاره د افغانستان د سوداګرۍ کسر ۶.۷ میلیارده ډالرو ته رسېدلی، او په وینا یې، حال دا چې د تېر کال په ورته موده کې دا شمېر ۵.۱ میلیارده ډالره و.

راپور وايي، دغه زیاتوالی د کورني تولید د ودریدو، د کاري فرصتونو د کمښت، پر وارداتو او نړۍوالو مرستو د اقتصادي تکیې له امله رامنځته شوی دی.

راپور ښيي، چې په ۲۰۲۴ کال کې د طالبانو تر واک لاندې شاوخوا ۷۵ سلنه افغانان د ژوند د بسنټیزو اړتیاوو له نه پوره کیدو څخه کړیږي، چې دا شمېر د تېر کال په پرتله شپږ سلنه لوړ شوی دی.

د ملګرو ملتونو راپور وايي، چې خلکو ته د مناسبو سرپناوو، روغتیایي خدمتونو او اړینو توکو لاسرسی کم شوی دی. همدا راز افغانان د اقتصادي او اقلیمي بدلونونو پر وړاندې زیان منونکي شوي هم دي.

د راپور د معلوماتو له مخې، ښځو له‌خوا د کورنیو سرپرستي، د کلیوالي سیمو اوسېدونکي او داخلي بې ‌ځایه شوي کسان تر ټولو زیات د عوایدو او لګښتونو له کمښت سره مخ دي.

وايي، له هرو لسو څخه نهو کورنیو ویلي، چې اړ شوي خپل ورځني لګښتونه کم کړي. دې کار د دوی د مقاومت توان کم کړی او د غربت لا ډېریدو ته یې لاره. اواره کړې ده.

د ملګرو ملتونو راپور دا هم وایي، چې پر نجونو او ښځو د زده کړو تر څنګ د کار محدودیتونو جنسیتي توپیرونو لا زیات کړي او ښځې له ټولنیز ژونده نورې هم شاته پاتې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې او د UNDP د اسیا او ارام سمندر لپاره سیمه‌ ییزې مشرې کاني ویګناراجا ویلي: «زموږ نوې شمېرې ښيي، چې د افغانستان خلک لا هم د لوړ کچې زیان سره مخ دي او دا حالت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره اندېښمنونکی دی.»

په افغانستان کې د UNDP استازي سټېفن روډرېکس هم وايي: «یوازې بشري مرستې بسنه نه کوي. موږ باید د اوږدمهاله او دوامداره اقتصادي او ټولنیزو حل لارو لټه وکړو. د ښځو پر وړاندې محدودیتونه باید لېرې شي، څو د هغوی بشري حقونه خوندي شي او اقتصادي وده بېرته راژوندۍ شي.»

راپور کې له نړۍوالې ټولنې غوښتل شوي، چې د ښځو کاروبارونه، کوچني او متوسط شرکتونه، د کرنیزې چارې او د ټولنیز ملاتړ پروګرامونه تقویه کړي.

دا راپور داسې مهال خپرېږي چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې طالبانو د خپلې سختدریځۍ له مخې سخت بندیزونه لګولي دي او له همدې کبله د ګاونډیو هېوادونو په ګډون نړۍواله ټولنه لا هم دغه ډله په رسمیت نه پېژني.

د سیاسي چارو کارپوهان په دې باور دي، چې په افغانستان کې د لوږې او اقتصادي کړکېچ روان حالت د طالبانو د سختدریځه تګلارو زېږنده ده او که دا ډله خپلو کړنو ته همدا ډول دوام ورکړي، نو ښايي افغانان د لوږې له لا سختو څپو سره مخ شي.

د طالبانو د بندیزونو او محدودیتونو له کبله ډېری نړۍوالو مرستندویه ادارو په افغانستان کې خپل دفترونه تړلي او د بشري مرستو کچه هم د پخوا پرتله د پام وړ راکمه شوې ده.

رحمت‌الله نبیل: طالبان د سولې استازي نه، بلکې د استخباراتي لوبو ابزار دي

۱۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱ می ۲۰۲۵، ۰۱:۲۵ GMT+۱

په داسې حال کې چې افغانستان له یوه سیاسي بن‌بست او بشري ناورین سره لاس او ګرېوان دی، د تېر نظام د ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل له افغانستان انټرنشنل سره په تازه مرکه کې د طالبانو او د هغوی ملاتړو استخباراتي شبکو په اړه جدي څرګندونې کړې دي.

نبیل چې د افغانستان په امنیتي چارو کې فعاله ونډه لرلې، طالبان د سولې او ټیکاو د استازو پر ځای یو وارداتي پروژه بولي.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل، چې طالبان د نړۍوالو او سیمه‌ییزو استخباراتو د ستراتیژیکو موخو لپاره کارول کېږي.

رحمت‌الله نبیل په خپلو خبرو کې په ډاګه کړه، چې طالبان د افغانستان د خلکو د ارادې او ملي هویت استازیتوب نه کوي، بلکې د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) د اوږدمهاله ستراتیژیو یوه برخه دي.

نوموړي زیاته کړه، طالبان د یوه مذهبي تحریک له موقفه اېستل شوي او اوس یو خالص امنیتي-استخباراتي پروژه ده.

د هغه په باور، دا ډله د افغانستان پر خاوره د یو شمېر استخباراتي لوبو د تطبیق لپاره کارول کېږي او دوی د افغانستان حاکمیت، د ښځو حقونه او بنسټیز بشري ارزښتونه تر مستقیم ګواښ لاندې راوستي دي.

نبیل د طالبانو خپلمنځيو اختلافاتو ته په اشارې وویل، چې د طالبانو منځ کې سراج‌الدین حقاني هڅه کوي، د نړۍوالو په وړاندې ځان د یو معتدل او نرم‌دله مشر په توګه معرفي کړي، خو دا یوازې یو تاکتیک دی.

نوموړي د حقاني شبکې ترهګریزې مخېنې ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه، چې دا شبکه لا هم د القاعده، لشکر طیبه، او نورو افراطي ډلو سره ژورې اړیکې لري.

نبیل باور لري، چې سراج‌الدین حقاني د طالبانو د تر ټولو سخت‌دریځه کړیو نماینده‌ګي کوي او له ښځو سره د چلند، تعلیم، او مدني ازادیو په برخه کې هېڅ عملي بدلون په کې نه دی لیدل شوی.

هغه زیاتوي، د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب هڅه کوي ځان د بدلون استازی وښيي، خو د طالبانو په دننه کې سخت‌دریځه ډلې نه پرېږدي چې اصلاحات راولي.

هغه په ټینګار سره وویل: «دا باید په یاد وساتو چې یعقوب مجاهد د امیرالمومنین ملا محمد عمر زوی دی.»

د هغه په وینا، یعقوب مجاهد تر دې دمه نه یوازې کوم عملي ګام نه دی اخیستی، بلکې د طالبانو د داخلي قدرت لوبو برخه ګرځېدلی دی.

رحمت‌الله نبیل د طالبانو مخالفو ډلو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې د طالبانو مخالفین تر دې دمه نه دي توانېدلي، چې پر یوه ګډ ملي لید سره راټول شي.

نوموړي د مخالفو ډلو ترمنځ شخصي رقابتونه، د باور نه‌شتون، او واک‌طلبانه چلندونه د ستر خنډ په توګه یاد کړل.

نبیل ټینګار وکړ، چې د طالبانو پر وړاندې اغېزمن بدیل یوازې هغه مهال رامنځته کېدای شي، چې د بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو ډلو تر منځ یوه پراخه ملي اجماع رامنځته شي.

د هغه په وینا، انتقادونه کافي نه دي؛ افغانستان ته عملي نقشه پکار ده.

د مرکې په وروستیو کې ښاغلي نبیل زیاته کړه، چې دا ځل بدلون باید د افغانستان له دننه وشي او ښه نومي سیاسون، مېرمنې، مدني ټولنې، قومي مشران باید د ښار او کلي فاصلې له منځه یوسې.

د هغه په خبره: «د بن او دوحې په څېر بدیلونه د حل لارې نه دي.»

ګلبدین حکمتیار: د بندرعباس پېښه زموږ د ژورې خواشینۍ لامل شوه

۱۰ غویی ۱۴۰۴ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۵، ۲۳:۳۰ GMT+۱

د افغانستان د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار د ایران په بندرعباس کې د چادونې او پراخې اورلګېدنې پېښې په اړه خواشیني ښودلې او له قربانیانو سره یې خواخوږۍ شریکه کړې ده.

حکمتیار د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۱۰مه) په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي: «په بندرعباس کې د چادونې او اورلګیدنې پېښه چې له ځاني او مالي زیانونو سره مل ده، زموږ د ژورې خواشینۍ لامل شوې. له ایران سره خواخوږي شریکوو او دعا کوو چې اور ژر تر ژره مړ او زیانونه جبران شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د عباس بندر ستراتیژیک رجایي بندر د تېرې شنبې په ورځ د یوې قوي چاودنې شاهد و، چې له امله یې پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې او اور لا هم نه دی مړ شوی.

ایران د پېښې د لاملونو د ارزونې لپاره یوه ځانګړې کمېټه جوړه کړې، خو کره معلومات لا هم نه دي روښانه.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د بندرعباس د رجايي بندر یو کارګر مخکې ویلي و، چې په دې پېښه کې د افغانانو او بلوڅانو په ګډون ۳۰۰ کسان وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغان او بلوڅ کارګران په قاچاقي توګه په رجایي بندر کې پر کار بوخت وو او دقیق شمېر یې هم څرګند نه دی.

د بیان ازادۍ خونړی کال؛ ۷ کاله مخکې په همدې ورځ ۱۰ خبریالان ووژل شول

۱۰ غویی ۱۴۰۴ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۵، ۲۲:۵۹ GMT+۱

له نن نه پوره اووه کاله مخکې په همدې ورځ د کابل ښار په شش درک سیمه کې ۹ افغان خبریالان او انځوراخیستونکي د یوې زورورې چاودنې په ترڅ کې ووژل شول.

دا خبریالان د ۱۳۹۷ کال د غويي په ۱۰مه (۲۰۱۸ اپرېل، ۳۰مه) داسې مهال ووژل شول، چې د یوه برید د خبري پوښښ لپاره راغونډ شوي وو.

عبادالله حنانزی، سباوون کاکړ او فرشته محرم درانۍ د ازادۍ راډیو، علي سلیمي او محمدسلیم تلاش د مشعل ټلوېزیون، غازي رسولي او نوروز علي رجبي د یک ټلوېزیون، محمد توخي د طلوع نیوز او شاه‌‌مری د فرانس پرېس اړوند هغه خبریالان او انځوراخیستونکي وو، چې په دې چاودنه ووژل شول.

د دې چاودنې مسوولیت داعش وسله‌والې ډلې منلی و.

دا په داسې حال کې ده، چې په دغه برید کې ۲۱ ملکیان هم ووژل شول او همداراز ۴۸ نور ټپیان شول.

په همدې ورځ په خوست کې د بي‌بي‌سي خبریال احمدشاه هم د یوه وسله‌وال برید پرمهال ووژل شو، چې د وخت جمهوري نظام طالب ډله د دغه برید مسووله بللې وه.

د یادونې ده، چې ۱۳۹۷ کال د افغان خبریالانو لپاره یو خونړی کال بلل کېږي او د دغه کال په اوږدو کې لږ تر لږه ۲۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په بېلابېلو بریدونو کې ووژل شول.

که څه هم د جمهوریت پر مهال افغان خبریالان له پراخو امنیتي ستونزو سره مخ ول، خو اوس‌مهال پر افغانستان د طالبانو له بیاځلې واکمنېدو سره د امنیتي ستونزو ترڅنګ د دغې ډلې له پراخو بندیزونو سره مخ دي.