ګلبدین حکمتیار: د بندرعباس پېښه زموږ د ژورې خواشینۍ لامل شوه

د افغانستان د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار د ایران په بندرعباس کې د چادونې او پراخې اورلګېدنې پېښې په اړه خواشیني ښودلې او له قربانیانو سره یې خواخوږۍ شریکه کړې ده.

د افغانستان د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار د ایران په بندرعباس کې د چادونې او پراخې اورلګېدنې پېښې په اړه خواشیني ښودلې او له قربانیانو سره یې خواخوږۍ شریکه کړې ده.
حکمتیار د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۱۰مه) په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي: «په بندرعباس کې د چادونې او اورلګیدنې پېښه چې له ځاني او مالي زیانونو سره مل ده، زموږ د ژورې خواشینۍ لامل شوې. له ایران سره خواخوږي شریکوو او دعا کوو چې اور ژر تر ژره مړ او زیانونه جبران شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د عباس بندر ستراتیژیک رجایي بندر د تېرې شنبې په ورځ د یوې قوي چاودنې شاهد و، چې له امله یې پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې او اور لا هم نه دی مړ شوی.
ایران د پېښې د لاملونو د ارزونې لپاره یوه ځانګړې کمېټه جوړه کړې، خو کره معلومات لا هم نه دي روښانه.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د بندرعباس د رجايي بندر یو کارګر مخکې ویلي و، چې په دې پېښه کې د افغانانو او بلوڅانو په ګډون ۳۰۰ کسان وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې افغان او بلوڅ کارګران په قاچاقي توګه په رجایي بندر کې پر کار بوخت وو او دقیق شمېر یې هم څرګند نه دی.


له نن نه پوره اووه کاله مخکې په همدې ورځ د کابل ښار په شش درک سیمه کې ۹ افغان خبریالان او انځوراخیستونکي د یوې زورورې چاودنې په ترڅ کې ووژل شول.
دا خبریالان د ۱۳۹۷ کال د غويي په ۱۰مه (۲۰۱۸ اپرېل، ۳۰مه) داسې مهال ووژل شول، چې د یوه برید د خبري پوښښ لپاره راغونډ شوي وو.
عبادالله حنانزی، سباوون کاکړ او فرشته محرم درانۍ د ازادۍ راډیو، علي سلیمي او محمدسلیم تلاش د مشعل ټلوېزیون، غازي رسولي او نوروز علي رجبي د یک ټلوېزیون، محمد توخي د طلوع نیوز او شاهمری د فرانس پرېس اړوند هغه خبریالان او انځوراخیستونکي وو، چې په دې چاودنه ووژل شول.
د دې چاودنې مسوولیت داعش وسلهوالې ډلې منلی و.
دا په داسې حال کې ده، چې په دغه برید کې ۲۱ ملکیان هم ووژل شول او همداراز ۴۸ نور ټپیان شول.
په همدې ورځ په خوست کې د بيبيسي خبریال احمدشاه هم د یوه وسلهوال برید پرمهال ووژل شو، چې د وخت جمهوري نظام طالب ډله د دغه برید مسووله بللې وه.
د یادونې ده، چې ۱۳۹۷ کال د افغان خبریالانو لپاره یو خونړی کال بلل کېږي او د دغه کال په اوږدو کې لږ تر لږه ۲۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په بېلابېلو بریدونو کې ووژل شول.
که څه هم د جمهوریت پر مهال افغان خبریالان له پراخو امنیتي ستونزو سره مخ ول، خو اوسمهال پر افغانستان د طالبانو له بیاځلې واکمنېدو سره د امنیتي ستونزو ترڅنګ د دغې ډلې له پراخو بندیزونو سره مخ دي.

د جمعيت علماء اسلام مشر مولانا فضلالرحمان د برېتانیې له استازې جین میریټ سره د دوشنبې په ورځ د پاکستان او هند ترمنځ د وروستیو کړکېچونو په اړه خبرو کې وویل، چې نرېندرا مودي د خپل سیاست ساتلو لپاره ملتونه د جګړې اور ته بیایي
مولانا فضلالرحمان وویل، چې هند نامسولانه چلند کوي او هڅه کوي خپله ناکامه امنیتي تګلاره پر پاکستان وتپي.
د هغه په خبره: «مودي د خپل سیاست ساتلو لپاره ملتونه د جګړې اور ته بیایي.»
نوموړي له نړۍوالې ټولنې او برېتانيې وغوښتل، چې د سیمې د سولې په برخه کې خپل رول ادا کړي.
هغه همداراز وویل، چې د هېواد دفاع لپاره حکومت او اپوزیسیون یو موټی دي او ولس به په ګډه د مودي مقابلې ته ودرېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له الجزیرې ټلوېزیوني شبکې سره په یوې ځانګړې مرکه کې وايي، چې افغانستان «د سیاسي او امنیتي ثبات» یوه نوي پړاو ته دننه شوی دی.
نوموړي د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۱۰مه) په خپلې مرکه کې ټینګار کړی، چې طالبانو وکړای شول په تېرو څلورو لسیزو کې د لومړي ځل لپاره یو واحد مرکزي حکومت رامنځته او د افغانستان نړۍوالې اړیکې پراخې کړي.
دا ادعا داسې مهال کېږي، چې د بشري حقونو بنسټونو، خپلواکو رسنیو او یو شمېر هېوادونو په وار-وار د افغانستان اوسنی وضعیت ناوړه بللی او د طالبانو انحصاري او پر مذهبي بنیادونو ولاړ سیاستونه یې د ریښتیني ثبات پر وړاندې اصلي خنډ بللی دی.
مرکزي حکومت یا طالباني جوړښت؟
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د خپلې مرکې په یوې برخه کې وايي، چې په تېرو ۴۷ کلونو کې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې یو متحد مرکزي حکومت جوړ شوی او په تېرو څلورو کلونو کې بېساری امنیتي ثبات راغلی دی.
د ده په وینا، طالبانو له ۴۱ هېوادونو سره خپلې اړیکې ښې کړي او په نړۍوالو شخړو کې له لاسوهنې ډډه کوي.
متقي داسې مهال خپل رژیم ته د مرکزي حکومت نوم ورکوي، چې نهملي او نه هم نړۍوال مشروعیت لري. د دغې ډلې رژیم په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د ټاکنو یا د خلکو د ګډون د نشتوالي له امله له پراخو نیوکو سره مخ دی.
همداراز، باورونه دا دي چې د ډیموکراتیک مشروعیت او د خلکو د ریښتیني ګډون په نشتوالي کې «ثبات» د «جبري چوپتیا» او د ولس ځپلو په مانا دی.
سیمهییزې او نړۍوالې اړیکې؛ فرصت یا ننګونه؟
متقي له الجزیرې سره په دې مرکه کې له قطر سره اړیکې د سیمهییزې همکارۍ د یوې بریالۍ نمونې په توګه بللي دي. د هغه په وینا، قطر نه یوازې د سولې په مذاکراتو کې مهم رول لوبولی دی، بلکې په افغانستان کې یې د پانګونې فرصتونه هم برابر کړي دي.
ورته مهال، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د مسکو هغه اقدام چې دا ډله یې د ترهګرو ډلو له نوملړه و اېسته، هرکلی کړی او دا یې د «اړیکو په عاديکېدو» کې یو مثبت ګام بللی دی.
متقي د نړۍوالو اړیکو په تړاو داسې مهال څرګندونې کوي، چې تر دې دمه هېڅ هېواد د دغې ډلې رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی.
د امریکا متحدهایالاتونو په ګډون هېوادونه طالبان د دوحې له تړونi پر سرغړونې تورنوي او له دغې ډلې غواړي، چې بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او په افغانستان کې یو ټولګډونه حکومت رامنځته کړي.
پر امریکا نیوکې او د بندیزونو پر لغوهکېدو ټینګار
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وايي، چې دغې ډلې پر بهرنیو ځواکونو د برید نهکولو او د بندیانو خوشېکولو په ګډون د دوحې د تړون خپلې ټولې ژمنې پوره کړي، خو د بندیزونو او د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالب مشرانو د نوم نهلرې کولو په ګډون یې امریکا په خپلو ژمنو کې پړه بللې ده.
متقي همداراز د افغانستان پر وړاندې د نړۍوالو بندیزونو د لرېکېدو غوښتنه کړې او وايي، چې دا بندیزونه «افغانانو ته زیان رسوي» او عادلانه نه دي، خو نړۍوال ټینګار کوي چې د انفرادي ازادیو، رسنیو، ښځو او اقلیتونو پر وړاندې د طالبانو چلند ناوړه او له نړۍ سره په تعامل کې اصلي خنډ دی.
ریښتینی ثبات یا تحمیل شوې چوپتیا؟
که څه هم طالبان هڅه کوي، چې روان وضعیت د «لاستهراوړنې» په توګه نړۍ ته وړاندې کړي، خو اصلي پوښتنه دا ده، چې له ازادۍ پرته ثبات او د خلکو له مشروعیت پرته حکومت څومره دوام کولای شي. تر هغه وخته چې نړۍواله ټولنه د طالبانو په چلند کې بنسټیز بدلونونه ونهویني، د اوسني رژیم لپاره د نړۍوال مشروعیت ترلاسهکول ناشنونې خبره ده.

د هند او پاکستان ترمنځ اړیکه د اوږدې شخړې، درېیو لویو جګړو او پرلهپسې سرحدي نښتو شاهده پاتې شوې دي. که څه هم د رسنیو راپورونه او سیاسي څرګندونې تل دا وضعیت داسې انځوروي چې ګواکې جګړه نږدې ده، خو واقعي وضعیت دا نه دی.
دواړه هېوادونه د کورنیو ستونزو لکه اقتصادي ستونزو، ولسي مخالفت او کمزورې حکومتوالۍ سره مخ دي او شخړه یې یوازې یوه سیاسي وسیله ده.
د شخړې تکرارېدونکی دور
د ۱۹۴۷، ۱۹۶۵، ۱۹۷۱ او ۱۹۹۹ کلونو جګړو دا ثابته کړه چې هند او پاکستان دواړه په جګړه کې پایله نه شي ترلاسه کولی. د هرې جګړې وروسته یو ډول سولې ته تمایل راغلی؛ خو بیا هم د ترهګریزو بریدونو، سیاسي ناندریو، یا سرحدي بریدونو له کبله د اړیکو فضا خرابېږي.
د ۲۰۲۵ تاوتریخوالی هم د دې تکرار برخې ښکاري، چېرې چې دواړه خواوې له شخړې د سیاسي اهدافو لپاره ګټه اخلي.
سیاسي بحران او انتخاباتي حسابونه
هند: د مودي پر حکومت فشار
د هند لومړی نریندرا مودي د اقتصادي ستونزو، د کار نشتوالي او مذهبي تفرقو له امله له سختو نیوکو سره مخ دی. د ده حکومت د انتخاباتو د ګټلو لپاره تل د پاکستان ضد تګلاره غوره کړې. د ولسي پاملرنه د خپل حکومت له ناکامیو څخه اړولو لپاره، د پاکستان پر ضد دریځ یو مؤثره حربه ګرځېدلې.
دا چاره یو ژور تاریخي شالید لري چې همېشه هند د پاکستان پر ضد دریځ د حکومتونو د تداوم لپاره د یو روایت لپاره کارولی دی.
پاکستان: کمزوری اقتصاد او پیاوړی داخلي کړکېچ
پاکستان له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی. افراطیت، د بهرنیو پورونو زیاتوالی او د حکومتي ادارو کمزوري د دې سبب ده چې دا هېواد د جګړې توان نه لري؛ خو د پوځ او سیاسي مشرانو لپاره د هند سره لفظي جګړه یوه داسې وسیله ده چې ورسره کولی شي خپل سیاسي مشروعیت خوندي کړي.
د شهباز شریف په مشرۍ جوړ شوی مشترک حکومت د عمران خان له ګوند سره په کړکېچ اوښتی، عمران خان زنداني دی او ګوند یې د پاکستان په پارلمان کې په دویمه درجه ډېرې څوکۍ ګټلي دي.
دا داخلي سیاسي اختلاف د دې سبب شوی چې په حکومتي چوکاټونو اعتبار کم شي، د ولس او حکومت تر منځ فاصله لا زیاته شي، چې په داسې مهال له هند سره ټکر د حکومت لپاره د ملاتړ روایت ایجادولی شي؛ خو د جګړې امکان نه شي زیاتولی.

ولې جګړه نه کېږي؟
۱. اقتصادي محدودیتونه
هند او پاکستان دواړه د جګړې اقتصادي توان نه لري. جګړه به د دواړو هېوادونو اقتصاد ته سخت زیان ورسوي او د نړۍوالو اړیکو لپاره به هم خطرناکه وي.
هند که څه هم له پاکستانه په ښه اقتصادي وضعیت کې دی؛ خو که د جګړې ډګر ته ښکته کیږي دا په دې معنا چې د پرمختګ له کرښې اوړي او په یو وخت کې چین او پاکستان سره په مخامخ اختلاف اخته کیږي.
۲. ولسي مخالفت
دواړو هېوادونو کې خلک جګړه نه غواړي. که څه هم د جګړې پر وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې احساسات پارېدونکي دي؛ خو ولسونه د سولې، کار، زدهکړې او روغتیا غوښتونکي دي، نه د جنګ او وینې تویېدو. دا ښکاره ده چې جګړه د ولس غوښتنه نه ده، بلکې د سیاستوالو اراده ده.
۳. اټومي وسلې او متقابل بازدارنده ځواک
هند او پاکستان دواړه اټومي وسلې لري. دا وسلې یو بل ته د برید مخه نیسي، ځکه د جګړې هره تېروتنه کولی شي د سیمهییز ناورین لامل شي. همدې دلیل جګړه ناممکنه کړې ده.
د سپای کرونیکل کتاب: د استخباراتي همکارۍ شواهد
The Spy Chronicles چې د هند د RAW او د پاکستان د ISI پخواني مشران یې لیکوالان دي، ښيي چې دواړه استخباراتي ادارې پخوا پټې اړیکې او همکارۍ لرلې. په دې کتاب کې راغلي چې:
دا کتاب ښيي چې د استخباراتي مشرانو ترمنځ هم تفاهم موجود و او دواړه خواوې پوهېږي چې د شخړې لاره نه ده.
د رسنیو رول او سیاسي ننداره
د هند او پاکستان دواړو رسنۍ د سیاستوالو تر نفوذ لاندې دي. د ملي احساساتو پارول، د مخالفینو غندنه او د جنګ شخړهییز تبلیغات د رایو ترلاسه کولو لپاره کارول کېږي.
سیاستوال له دې فضا څخه ګټه اخلي او د جنګ ویره د خپلو رایو زیاتولو، د توجه اړولو او د قدرت دوام لپاره کاروي. دا یوه جوړه شوې شخړه ده، نه طبیعي تقابل.
انتخاباتي کمپاین او جعلي بحران
په دواړو هېوادونو کې د انتخاباتو پر مهال تاوتریخوالی زیاتېږي. مودي د BJP لپاره دا وخت حیاتي ګڼي، ځکه نیوکې زیاتې شوي. په پاکستان کې هم حکومتي ایتلاف هڅه کوي چې د هند پر ضد دريځ خپل ځواک وښيي.
د دواړو خواوو هدفونه دا دي:
څنګه چې پوهان وايي: "په جنوبي اسیا کې د جګړې خبرې تر ټولو ډېر د سیاست لپاره کېږي، نه د امنیت لپاره."
پایله: شخړې نه، بلکې همکارۍ ته اړتیا ده
که څه هم ظاهري نښې جګړې ته ورته ښکاري؛ خو واقعي وضعیت دا دی چې دواړه هېوادونه یوازې سیاسي ننداره کوي.
جګړه نه شته او نه شونې ده. دواړه حکومتونه د انتخاباتو په موسم کې د شخړې له فضا سیاسي ګټه اخلي.
د خلکو اړتیاوې جنګ نه، بلکې کار، سولې، عدالت، او پرمختګ ته دي. The Spy Chronicles موږ ته ښيي چې سوله شونې ده، که رښتینې اراده موجوده وي. دا یوازې د سیاستوالو د دروغو ننداره ده، نه د ولس غږ.

د ننګرهار یوې ولسي سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې د ارشاد په نوم یو ځوان د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د خپل پلار لهخوا وژل شوی دی.
سرچینې د چهارشنبې په شپه (د غويي ۱۰مه) زیاته کړې، چې نوموړی ځوان څه موده مخکې له جرمني نه هېواد ته ډيپورټ شوی و.
د سرچینې په وینا، دا پېښه د جلالاباد ښار په «قاسماباد» سیمه کې شوې ده.
سرچینې د دې پېښې د لامل په تړاو څه نه دي ویلي.
په ننګرهار کې د طالبانو امنیه قومندانۍ هم تر اوسه په رسمي ډول د دغه ځوان د وژلکېدو په تړاو څه نه دي ویلي.
د یادونې ده، چې پر هېواد د طالبانو له بیاځلې واکمنېدو وروسته جنايي پېښې ډېرې شوې دي.