د بیان ازادۍ خونړی کال؛ ۷ کاله مخکې په همدې ورځ ۱۰ خبریالان ووژل شول

له نن نه پوره اووه کاله مخکې په همدې ورځ د کابل ښار په شش درک سیمه کې ۹ افغان خبریالان او انځوراخیستونکي د یوې زورورې چاودنې په ترڅ کې ووژل شول.

له نن نه پوره اووه کاله مخکې په همدې ورځ د کابل ښار په شش درک سیمه کې ۹ افغان خبریالان او انځوراخیستونکي د یوې زورورې چاودنې په ترڅ کې ووژل شول.
دا خبریالان د ۱۳۹۷ کال د غويي په ۱۰مه (۲۰۱۸ اپرېل، ۳۰مه) داسې مهال ووژل شول، چې د یوه برید د خبري پوښښ لپاره راغونډ شوي وو.
عبادالله حنانزی، سباوون کاکړ او فرشته محرم درانۍ د ازادۍ راډیو، علي سلیمي او محمدسلیم تلاش د مشعل ټلوېزیون، غازي رسولي او نوروز علي رجبي د یک ټلوېزیون، محمد توخي د طلوع نیوز او شاهمری د فرانس پرېس اړوند هغه خبریالان او انځوراخیستونکي وو، چې په دې چاودنه ووژل شول.
د دې چاودنې مسوولیت داعش وسلهوالې ډلې منلی و.
دا په داسې حال کې ده، چې په دغه برید کې ۲۱ ملکیان هم ووژل شول او همداراز ۴۸ نور ټپیان شول.
په همدې ورځ په خوست کې د بيبيسي خبریال احمدشاه هم د یوه وسلهوال برید پرمهال ووژل شو، چې د وخت جمهوري نظام طالب ډله د دغه برید مسووله بللې وه.
د یادونې ده، چې ۱۳۹۷ کال د افغان خبریالانو لپاره یو خونړی کال بلل کېږي او د دغه کال په اوږدو کې لږ تر لږه ۲۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په بېلابېلو بریدونو کې ووژل شول.
که څه هم د جمهوریت پر مهال افغان خبریالان له پراخو امنیتي ستونزو سره مخ ول، خو اوسمهال پر افغانستان د طالبانو له بیاځلې واکمنېدو سره د امنیتي ستونزو ترڅنګ د دغې ډلې له پراخو بندیزونو سره مخ دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له الجزیرې ټلوېزیوني شبکې سره په یوې ځانګړې مرکه کې وايي، چې افغانستان «د سیاسي او امنیتي ثبات» یوه نوي پړاو ته دننه شوی دی.
نوموړي د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۱۰مه) په خپلې مرکه کې ټینګار کړی، چې طالبانو وکړای شول په تېرو څلورو لسیزو کې د لومړي ځل لپاره یو واحد مرکزي حکومت رامنځته او د افغانستان نړۍوالې اړیکې پراخې کړي.
دا ادعا داسې مهال کېږي، چې د بشري حقونو بنسټونو، خپلواکو رسنیو او یو شمېر هېوادونو په وار-وار د افغانستان اوسنی وضعیت ناوړه بللی او د طالبانو انحصاري او پر مذهبي بنیادونو ولاړ سیاستونه یې د ریښتیني ثبات پر وړاندې اصلي خنډ بللی دی.
مرکزي حکومت یا طالباني جوړښت؟
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د خپلې مرکې په یوې برخه کې وايي، چې په تېرو ۴۷ کلونو کې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې یو متحد مرکزي حکومت جوړ شوی او په تېرو څلورو کلونو کې بېساری امنیتي ثبات راغلی دی.
د ده په وینا، طالبانو له ۴۱ هېوادونو سره خپلې اړیکې ښې کړي او په نړۍوالو شخړو کې له لاسوهنې ډډه کوي.
متقي داسې مهال خپل رژیم ته د مرکزي حکومت نوم ورکوي، چې نهملي او نه هم نړۍوال مشروعیت لري. د دغې ډلې رژیم په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د ټاکنو یا د خلکو د ګډون د نشتوالي له امله له پراخو نیوکو سره مخ دی.
همداراز، باورونه دا دي چې د ډیموکراتیک مشروعیت او د خلکو د ریښتیني ګډون په نشتوالي کې «ثبات» د «جبري چوپتیا» او د ولس ځپلو په مانا دی.
سیمهییزې او نړۍوالې اړیکې؛ فرصت یا ننګونه؟
متقي له الجزیرې سره په دې مرکه کې له قطر سره اړیکې د سیمهییزې همکارۍ د یوې بریالۍ نمونې په توګه بللي دي. د هغه په وینا، قطر نه یوازې د سولې په مذاکراتو کې مهم رول لوبولی دی، بلکې په افغانستان کې یې د پانګونې فرصتونه هم برابر کړي دي.
ورته مهال، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د مسکو هغه اقدام چې دا ډله یې د ترهګرو ډلو له نوملړه و اېسته، هرکلی کړی او دا یې د «اړیکو په عاديکېدو» کې یو مثبت ګام بللی دی.
متقي د نړۍوالو اړیکو په تړاو داسې مهال څرګندونې کوي، چې تر دې دمه هېڅ هېواد د دغې ډلې رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی.
د امریکا متحدهایالاتونو په ګډون هېوادونه طالبان د دوحې له تړونi پر سرغړونې تورنوي او له دغې ډلې غواړي، چې بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او په افغانستان کې یو ټولګډونه حکومت رامنځته کړي.
پر امریکا نیوکې او د بندیزونو پر لغوهکېدو ټینګار
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وايي، چې دغې ډلې پر بهرنیو ځواکونو د برید نهکولو او د بندیانو خوشېکولو په ګډون د دوحې د تړون خپلې ټولې ژمنې پوره کړي، خو د بندیزونو او د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالب مشرانو د نوم نهلرې کولو په ګډون یې امریکا په خپلو ژمنو کې پړه بللې ده.
متقي همداراز د افغانستان پر وړاندې د نړۍوالو بندیزونو د لرېکېدو غوښتنه کړې او وايي، چې دا بندیزونه «افغانانو ته زیان رسوي» او عادلانه نه دي، خو نړۍوال ټینګار کوي چې د انفرادي ازادیو، رسنیو، ښځو او اقلیتونو پر وړاندې د طالبانو چلند ناوړه او له نړۍ سره په تعامل کې اصلي خنډ دی.
ریښتینی ثبات یا تحمیل شوې چوپتیا؟
که څه هم طالبان هڅه کوي، چې روان وضعیت د «لاستهراوړنې» په توګه نړۍ ته وړاندې کړي، خو اصلي پوښتنه دا ده، چې له ازادۍ پرته ثبات او د خلکو له مشروعیت پرته حکومت څومره دوام کولای شي. تر هغه وخته چې نړۍواله ټولنه د طالبانو په چلند کې بنسټیز بدلونونه ونهویني، د اوسني رژیم لپاره د نړۍوال مشروعیت ترلاسهکول ناشنونې خبره ده.

د ایران د بندرعباس د رجايي بندر یو کارګر وایي، چې په دې سیمه کې د شنبې ورځې په چاودنه کې د افغانانو او بلوڅانو په ګډون ۳۰۰ کسان وژل شوي دي. نوموړي زیاته کړې، چې افغان او بلوڅ کارګران په قاچاقي توګه په رجایي بندر کې پر کار بوخت وو او دقیق شمېر یې هم څرګند نه دی.
هغه همداراز ایران انټرنشنل ته په یوه لېږل شوي پیغام کې زیاته کړې: «دا چې د بندر ګارډ قاچاقي او غېرقانوني وګړي پیدا نه کړي، نو دغو کارګرو په پټه توګه دندې ترسره کولې.»
د نوموړي په وینا، د واقعی وژل شویو شمېر چې ورک شوي کسان هم پهکې شامل دي، تر ۳۰۰ ډېر دي.
د راپورونو له مخې، د بندرعباس په چاودنه کې ټولې بندري ودانۍ زیانمنې شوي او وېره شته چې ځیني کارکوونکي او خلک به تر ودانیو لاندې وي.
ایراني چارواکي وايي، چاودنه د تېلو ډېپو کې شوې، خو کره لامل یې لا روښانه نه دی.
چاودنه دومره زوروره وه، چې تر څو کیلومټرو لرې یې هم ودانۍ زیانمنې کړې دي.

د ننګرهار یوې ولسي سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې د ارشاد په نوم یو ځوان د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د خپل پلار لهخوا وژل شوی دی.
سرچینې د چهارشنبې په شپه (د غويي ۱۰مه) زیاته کړې، چې نوموړی ځوان څه موده مخکې له جرمني نه هېواد ته ډيپورټ شوی و.
د سرچینې په وینا، دا پېښه د جلالاباد ښار په «قاسماباد» سیمه کې شوې ده.
سرچینې د دې پېښې د لامل په تړاو څه نه دي ویلي.
په ننګرهار کې د طالبانو امنیه قومندانۍ هم تر اوسه په رسمي ډول د دغه ځوان د وژلکېدو په تړاو څه نه دي ویلي.
د یادونې ده، چې پر هېواد د طالبانو له بیاځلې واکمنېدو وروسته جنايي پېښې ډېرې شوې دي.

د افغانستان انټرنشنل - پښتو موندني ښيي، چې طالبانو د ۲۰۲۵ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۲۲۹ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. دغې ډلې په دې موده کې یاد شمېر کسان د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې په دُرو وهلي، چې پکې لسګونه ښځې هم شاملې دي.
طالبان په مستقیمه توګه له افغانستان انټرنشنل سره خبرې نه کوي، خو موږ دغه ارقام د یادې ډلې د سترې محکمې له وېبسایټ، اېکس او هغو اعلامیو اخیستي، چې د بېلابېلو ولایتونو اړوندو مسوولانو په دې تړاو خپرې کړې دي.
طالبان ډېری وخت په خپلو خبرپاڼو کې د تورنو کسانو هویت نه په ډاګه کوي، نو دا چې په دې شمېر کې دقیق څومره مېرمنې دي، روښانه نه ده.
نامشروع اړیکې، له کور څخه تېښته، بداخلاقي، زنا، لواطت، غلا، رشوت، جعل کاري، د شرابو کار و بار او فرېبکاري هغه جرمونه دي، چې تورن کسان پرې مجازات کېږي.
د افغانستان انټرنشنل دغه نوې موندنې ښيي، چې په عام محضر کې د بدني سزاوو پېښې د ۲۰۲۴ کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله زیاتې شوې دي.
طالبانو د ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲۴۹ کسان په دُرو وهلي و، په داسې حال کې چې دغې ډې د ۲۰۲۵ کال یوازې په لومړیو څلورو میاشتو کې ۲۲۹ کسان مجازات کړي دي.
د ۲۰۲۵ کال له جنوري څخه د اپرېل میاشتې تر وروستۍ ورځې بدني سزاوې
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بدني سزاوو پر دوام د روان کال له پیل راهیسې ۴۲ کسان په خوست، ۱۵ په جوزجان، ۲۸ په اروزګان، ۱۱ په فاریاب، ۱۱ په کاپیسا، ۱۳ په تخار، ۱۹ په کابل، ۱۶ په غزني، ۱۱ په نیمروز، ۸ په ننګرهار، ۷ په پروان، ۷ په سرپل، ۶ په لغمان، ۵ په بلخ، ۴ په هرات، ۴ په بامیان، ۴ په پکتیکا، ۴ په کندوز، ۴ په میدان وردګو، ۳ په فراه، ۲ په بغلان، ۲ په غور او درې نور کسان په سمنګان، کندهار او زابل ولایتونو کې په دُرو وهل شوي دي.
د طالبانو په حاکمیت کې د دُرو وهل یوازې هغه سزاوې نه دي چې افغانان ورسره مخ دي، بلکې دغې ډلې اعدامونو ته هم مخه کړې ده.
یادې ډلې یوازې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې تر اوسه ۴ کسان د قتل په تور په بادغیس، نیمروز او فراه ولایتونو کې اعدام کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان انټرنشنل - پښتو تېر کال هم په یوه څېړنیز راپور کې د طالبانو د بدني سزاوو شمېر ته کتنه کړې وه، چې په پایله کې یې روښانه شوه چې دغې ډلې په ۲۰۲۴ کال کې ۵۸۳ کسان په دُرو وهلي و او پر شپږو کسانو یې د قصاص حد جاري کړی و.
دې ډلې په عام محصر کې د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر پر ۲۲مه د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د فوټبال په لوبغالي کې د بېلابېلو «جرمونو» په تور د دوو ښځو په ګډون ۲۲ تنه په دُرو ووهل.
طالبانو د ۲۰۲۴ کال د مارچ پر۲۴مه د خپل مشر ملا هبت الله اخوندزاده یو غږیز کلپ خپور کړ، چې نوموړي پکې د شریعت د پليتابه په موخه په عام محضر کې (تورنو او مجرمانو) ته د سزاوو ورکولو امر کړی و.
د طالبانو دې ډول سزاګانو وروسته له هغه د نړۍوالو ډېر پام او غبرګون ځان ته واړاوه، چې یادې ډلې په سرپل ولایت کې د ۱۴ښځو په ګډون ۶۳ کسان په عام محضر کې په ډله ییزه توګه په دُرو ووهل.
د طالبانو له خوا په افغانستان کې د بدني سزاوو په تړاوو د نړۍوالو غبرګونونه
په عام محضر کې د سزا د حکم پلې کېدل له بشري حقونو سرغړونه بلل کېږي.
د بښنې نړۍوال سازمان په خپل کلنی راپور کې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه تریخ تصویر وړاندې کړی، چې له ښځو، قومي او مذهبي اقلیتونو، سیاسي مخالفانو او رسنیو سره د طالبانو پر چلند پکې نیوکې شوې دي.
د بښنې نړیوال سازمان وايي، چې سلګونه افغان بندیان د مرګ په سزا محکوم شوي دي.
د یاد سازمان په راپور کې زیاته شوې، چې توقیف شوي کسان په ځانګړې توګه هغه چې له پخواني حکومت سره یې تړاو درلود یا د طالبانو د سیاستونو مخالف وو، له شکنجو او بېمحاکمې اعدامونو سره مخامخ شوي.
د دوی په خبره، د ۲۰۲۴ کال له جنوري تر جون پورې لږ تر لږه ۹۸ د غیر قانوني نیونې او توقیف پېښې ثبت شوې دي، چې د پخواني حکومت کارکوونکي پکې شامل وو.
په دې کې ۲۰ پېښې د شکنجې او نورو ځورونکو شرایطو او ۹ پېښې د ناحقه وژنو وې.
څو ورځې وړاندې هم د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ، د بښنې نړۍوال سازمان او یوناما په خپلو خپرو کړو اعلامیو کې په افغانستان کې د اعدامونو او نورو بدني سزاوو دوام غندلي و او د دې سزاوو د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتنه یې کړې وکړه.
خو د دې غوښتنو په ځواب کې بیا د طالبانو سترې محکمې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دا دریځ «نامنصفانه او حیرانوونکې» بللې ده، چې قصاص او بدني سزاوې یې د انساني کرامت خلاف چارې بللې دي.
طالبان وايي، قصاص او نورې بدني سزاوې «د ولس غوښتنې دي او هېڅ بهرنی لوری د دوی دین او قضا کې د مداخلې حق نه لري.»
طالبان ولې په عام محضر کې خلکو ته سزاګانې ورکوي؟
طالبان ادعا کوي، چې د شرعي حکمونو او د خپل مشر ملا هبتالله د امر او لارښوونې له مخې خلکو ته په عام محضر کې سزاوې ورکوي.
د دې ډلې ستره محکمه وايي، دوی په عام محضر کې خلکو ته ځکه سزاګانې ورکوي، چې ننداره کوونکو ته د «عبرت» سبب وګرځي او په افغانستان کې د جرمونو د مخنیوي لپاره د داسې سزاګانو ورکول اړین دي.
په افغانستان کې په «حنفي فقه» او قوانینو کې «تورنو او مجرمانو» ته د سزا ورکولو لپاره د «حدود» او «تعزیري» اصطلاح ګانې کارول شوې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر ټام فلیچر خبرداری ورکړی، چې د جګړې له پای ته رسېدو سره- سره افغانستان لا هم له ژور بشري کړکېچ سره مخ دی. فلیچر دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان شمالي ولایت کندز ته د خپل سفر پر مهال له فرانس پرېس اژانس سره په مرکه کې کړې دي.
فلیچر ویلي: "موږ ۱۷ هېوادونه پیژندلي چې بشري اړتیاوې پکې خورا عاجلې دي او افغانستان د دغو هېوادونو په سر کې ځای لري."
نوموړي وویل چې د نړۍوالو مرستو پرېکون، چې ډېر یې د امریکا د پرېکړو له امله رامنځته شوی، افغان ولس ته ژوند تهدیدونکی حالت پېښ کړی دی.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، له هغه راهیسې چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې واک ته رسېدلي، امریکا له افغانستان سره ۳.۷۱ میلیارده ډالره مرسته کړې، خو اوس دا مرستې په چټک ډول کمې شوي دي. فلیچر وویل چې دا پرېکون "ظالمانه" دی او خلکیې د ژوند او مرګ ترمنځ پرېکړو ته اړ ایستي.
فلیچر د ښځو او نجونو د حقونو په اړه هم اندېښنه ښودلې او ویلې یې دي: "په افغانستان کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي، نجونې له ثانوي تعلیم او ښځې له ډېرو کارونو محرومې شوي دي. دا وضعیت د کړکېچ لړۍ لا پسې پیچلې کړې ده.»
هغه دا هم وویل چې د طالبانو له چارواکو سرهیې د ښځو پر وضعیت خبرې کړې دي او تمه لري چې دا "ذهنیت د خبرو له لارې بدلون ومومي.»
د اقلیمي بدلون اغېزې، فقر او د شړل شویو افغانانو ستونزې هغه نور عوامل دي چې فلیچرد بحران اصلي عوامل وګڼل. نوموړي وویل: "افغانستان له کلونو جګړو وروسته اوس د وچکالۍ او طبیعي افتونو له امله هم له یوې نوې فاجعې سره مخ دی."
فلیچر د کندز په یوه ګرځنده روغتیايي مرکز کې له ښځو او ماشومانو سره ولیدل. یوه افغانه مېرمن، امنې، ورته وویل چې په ناروغه حالت کې مجبوره وه چې یو نیم ساعت پلي مزل وکړي ترڅو ځان روغتون ته د درملنې لپاره راورسوي.
هغې زیاته کړه: «موږ روغتون، داکټران او درمل نه لرو. حتا کله خو برېښنا هم نه وي.»
فلیچر وایي چې نړۍ باید له سیاستونو، بودیجوي فشارونو یا انتخاباتي نتیجهوو پرته، د انسان ژوند او کرامت ته بیا ارزښت ورکړي."موږ باید دا هېر نه کړو چې تر ټولو زیانمن خلک زموږ تر ټولو زیات پاملرنې مستحق دي. د مرستو پرېکون د نړۍوالو انتخابونو نتیجه ده، نه د افغانانو قصور.»
تر دې مخکې، د ژغورنې نړۍوالې کمېټې (ای ار سي) خبرداری ورکړی، چې د امریکا د بشردوستانه مرستو له کمېدو وروسته د افغانستان ۲۳ میلیونه وګړي د لوږې، ناروغیو او بېثباتۍ له جدي ګواښ سره مخامخ دي. دغه بنسټ خبرداری ورکوي، چې که اړینې مرستې ونه شي نو ستر ناورین پر لاره دی.
یاده کمېټه په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې د دغو مرستو کموالی د ښځو او ماشومانو په ګډون ډېر زیات منفي اغېز پر هغو زیان منونکو خلکو کړی، چې تر ټولو زیاتې اړتیاوې لري.

د ژغورنې نړۍوالې کمېټې خبرداری ورکړی، چې که دوامداره مالي ملاتړ نه وي، نو زرګونه افغانې کورنۍ به له سختې لوږې، ناروغیو او فقر سره مخ شي.
دا اداره له نړۍوالې ټولنې، مرستندویه ادارو او خیریه بنسټونو غوښتنه کوي، چې د افغانانو ملاتړ دې وکړي.
تر دې دمخه یو شمېر نورو نړۍوالو سازمانونو هم خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د بشري مرستو د کموالي له کبله بې وزله وګړي له سختو کړاونو او لوږې سره مخ دي.
