د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، له هغه راهیسې چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې واک ته رسېدلي، امریکا له افغانستان سره ۳.۷۱ میلیارده ډالره مرسته کړې، خو اوس دا مرستې په چټک ډول کمې شوي دي. فلیچر وویل چې دا پرېکون "ظالمانه" دی او خلکیې د ژوند او مرګ ترمنځ پرېکړو ته اړ ایستي.
فلیچر د ښځو او نجونو د حقونو په اړه هم اندېښنه ښودلې او ویلې یې دي: "په افغانستان کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي، نجونې له ثانوي تعلیم او ښځې له ډېرو کارونو محرومې شوي دي. دا وضعیت د کړکېچ لړۍ لا پسې پیچلې کړې ده.»
هغه دا هم وویل چې د طالبانو له چارواکو سرهیې د ښځو پر وضعیت خبرې کړې دي او تمه لري چې دا "ذهنیت د خبرو له لارې بدلون ومومي.»
د اقلیمي بدلون اغېزې، فقر او د شړل شویو افغانانو ستونزې هغه نور عوامل دي چې فلیچرد بحران اصلي عوامل وګڼل. نوموړي وویل: "افغانستان له کلونو جګړو وروسته اوس د وچکالۍ او طبیعي افتونو له امله هم له یوې نوې فاجعې سره مخ دی."
هغې زیاته کړه: «موږ روغتون، داکټران او درمل نه لرو. حتا کله خو برېښنا هم نه وي.»
فلیچر وایي چې نړۍ باید له سیاستونو، بودیجوي فشارونو یا انتخاباتي نتیجهوو پرته، د انسان ژوند او کرامت ته بیا ارزښت ورکړي."موږ باید دا هېر نه کړو چې تر ټولو زیانمن خلک زموږ تر ټولو زیات پاملرنې مستحق دي. د مرستو پرېکون د نړۍوالو انتخابونو نتیجه ده، نه د افغانانو قصور.»
تر دې مخکې، د ژغورنې نړۍوالې کمېټې (ای ار سي) خبرداری ورکړی، چې د امریکا د بشردوستانه مرستو له کمېدو وروسته د افغانستان ۲۳ میلیونه وګړي د لوږې، ناروغیو او بېثباتۍ له جدي ګواښ سره مخامخ دي. دغه بنسټ خبرداری ورکوي، چې که اړینې مرستې ونه شي نو ستر ناورین پر لاره دی.
هغه زیاته کړې، «موږ پوهېږو چې تاسې په جبري او ناڅاپي توګه د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي یاست، کاروبارونه مو خراب شوي، ډېر وسایل او امکانات مو پاتې شوي، تعلیم او زده کړې مو نیمګړي پاتې شول. روښانه ده چې دا سخت حالت دی.»
دغه طالب چارواکی وايي، چې د راستنو شویو افغانانو لپاره به د کار کولو زمینه او د هغوی ماشومانو ته به د زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي. برادر وايي، « ستاسې د ستونزو د حل لپاره به له ټولو امکاناتو استفاده وکړو. ماشومان به مو مدارسو او ښوونځیو ته ځي، کاروبارونه به مو جوړېږي او ټولې ممکنه اسانتیاوې به درته برابرېږي.»
نوموړي پر همدغه مهال پر نړیوالو مرستندویه موسسو غږ کړی، چې د راستنېدونکو افغانانو لاسنیوی وکړي.
له پاکستان څخه په جبري توګه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ په ۲۰۲۳ کال کې پیل شوې او طالبان وايي، تردې مهاله شاوخوا شپږ سوه زره افغانان بېرته افغانستان ته راستانه شوي او دا لړۍ لا هم دوام لري.