• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روسیې پینزا ایالت افغانستان ته د توکو صادرات پیلوي

۱۰ غویی ۱۴۰۴ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۷:۰۰ GMT+۱

د مسکو له تور نوملړه د طالبانو له نوم اېستنې وروسته، روسي سوداګر غواړي افغانستان ته صادرات پیل کړي او د افغانستان په وارداتو متکي مارکیټ کې خپله ونډه زیاته کړي.

د سې شنبې په ورځ، د مرغومي پر نهمه، د روسیې د پینزا ولایت والي د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې د « اننوپرام- منځنۍ اسیا» په نامه نندارتون کې د ګډون پر مهال اعلان وکړ، چې ولایت یې غواړي د خپلو صادراتو جغرافیه افغانستان ته وغځوي.

اولیګ مېلنیچینکو پر خپلو ټولنیزو شبکو ولیکل، چې « موږ اراده لرو چې د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز له لارې خپل توکي افغانستان ته صادر کړو».

نوموړي وویل، چې دغه مرکز د افغانستان او ازبکستان پر پوله د ازادې سوداګرۍ په سیمه کې فعالیت کوي.

افغانستان ته د خپلو صادراتي پلانونو په اړه مېلنیچینکو د ازادې سوداګرۍ د «ایریتوم» سیمې له مرستیال مدیرسنجر صادقوف سره هم خبرې کړې دي.

د روسیې د پینزا والي څرګنده کړه، « موږ وړاندیز کوو چې فرنیچر، غیرالکولي مشروبات او د ترکي غوښې محصولات افغانستان ته صادر کړو. زموږ توکو ته هلته لېوالتیا شته، نو ژر تر ژره به یو ځانګړی پلاوی ترمذ ته واستوو، چې د دغه مرکز له شرایطو سره له نږدې اشنا شي».

پینزا ولایت د روسیې د ۱۷ نورو سیمو تر څنګد تاشکند په صنعتي نندارتون کې خپل توکي او محصولات نندارې ته وړاندې کړل، چې د یاد ولایت ۵ شرکتونو هم پکې ګډون درلود.

مېلنیچینکو پر خپل ټیلیګرام کانال څرګنده کړې چې د دې لیدنې هدف دا دی چې افغانستان ته د پینزا ولایت د محصولاتو د صادراتو احتمالي فرصتونه وڅېړل شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

عمان ۹ تنه افغان بندیان له خپلو زندانونو خوشي کړل

۱۰ غویی ۱۴۰۴ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۶:۲۵ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د عمان د پاچا د ځانګړي فرمان پر بنسټ، ۹ تنه خوشي شوي، چې شپږ تنه یې افغانستان ته راستانه شوي.

د طالبانو د بهرنو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د عمان شاهي حکومت د پاچا هیثم طارق ال سعید د کوچني اختر د مبارکې ورځې په پار صادر شوي ځانګړي فرمان پر بنسټ ۹ تنه افغان بندیان خوشي شول.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د یادو افغان کډوالو له ډلې یې شپږ تنه افغانستان ته راستانه شوي او پاتې درې تنه به هم ډیر ژر هېواد ته راستانه شي.

طالبانو د عمان له زندان څخه ازادو شویو ۹ تنو افغان بندیانو نومونه هم په ډاګه کړي دي.

طالبانو د یادو افغان بندیانو د خوشې کېدو له امله د عمان شاهي حکومت څخه د نورو همکاریو غوښتنه کړې.

طالبانو د اقلیم په ۳۰ مه نړیواله غونډه کې د ګډون غوښتنه کړې

۱۰ غویی ۱۴۰۴ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۵:۰۱ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مطیع الحق خالص په کابل کې د جاپان له سفیر سره د لیدنې پرمهال غوښتنه کړې، چې د اقلیم بدلون په ۳۰مه نړیواله غونډه کې دغه ډلې ته د ګډون زمینه برابره کړي.

د طالبانو تر واک لاندې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې مطیع الحق خالص د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومییا سره د لیدنې پرمهال د چاپېریالي موضوعاتو په اړه خبرې کړې.

خالص په دې لیدنه کې له جاپان څخه غوښتنه کړې، چې له چاپېریالي کنوانسیونونو غوښتنه وکړي، څو د افغانستان ځنډول شوې چاپېریالي پروژې بیا پیل شي او افغانستان ته د فعال غړي په توګه په ټولو نړیوالو غونډو کې بلنه وکړل شي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان ګڼې چاپېریالي پروژې ځنډول شوې دي.

همدارنګه د طالبانو تر واک لاندې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې رییس له جاپان څخه غوښتنه کړې، چې د اقلیم بدلون په ۳۰م نړیوال کنفرانس کې دې دغې ډلې ته د ګډون برابره کړي، څو له اقلیمي بدلون سره د جوړښت په برخه کې ځانګړې شوې بودجې ته لاسرسی پیدا کړي.

د اقلیم بدلون نړۍوال کنفرانس ۳۰ مه ناسته (COP-30) د روان کال په نومبر میاشت کې د برازیل په بیلم ښار کې ترسره کیږي. په دغه کنفرانس کې د نړۍ هېوادونه راټولیږي او د اقلیم بدلون پروړاندې ګډې پرېکړې کوي.

مطیع الحق خالص ویلي:«جاپان باید د چاپېریالي تجهیزاتو، د ظرفیت لوړونې لنډ مهاله او اوږدمهاله پروګرامونو په جوړولو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.»

د طالبانو د چاپیریال ساتنې ادارې ویلي، چې د جاپان سفیر د افغانستان ځنډول شويو چاپېریالي پروژو د بیا پیل په اړه د همکارۍ ژمنه کړې ده.

طالبان وايي، افغانستان په نړیواله کچه د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه شپږم متضرر هېواد دی.

عمر داودزی: ګورو چې طالبان د عابدې د ځان سوځونې پېښه کې څه ډول عدالت پلی کوي

۱۰ غویی ۱۴۰۴ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۴:۴۸ GMT+۱

د افغانستان د کورنيو چارو پخوانی وزير عمر داودزي پر اېکس پاڼه پوښتلي، چې که د طالبانو په شتون کې د قدرت جزيزې او پاټکونه ختم شوي وي، نو د غور په تیورې ولسوالۍ کې د عابدې په نوم د نجلۍ د ځان سوځولو کیسه څه ده؟

نوموړي لیکلي، ګوري، چې د دې قضيې په برخه کې «طالبان عمري عدالت پلی کوي او که عوام فریبي کوي.»

عمر داودزي د غور په تيورې ولسوالۍ کې د عابدې په نوم د يوې نجلۍ د ځان سوځونې پېښې ته په اشارې طالبانو ته د پېغور په ډول ليکلي: « وایي دقدرت جزیرې ختمې شوې دي، پاټکونه نور نشته، زورګویۍ ته دپای ټکۍ ایښودل شوی. اداره یوه لاس کې ده. دامیر فرمان په ټول ملک کې نافذ دی. نو د غور د عابدې د ځان سوځولو کیسه څه ده؟»

پرون د عابدې په نوم يوې نجلۍ د غور ولایت په تيورې ولسوالۍ کې وروسته له هغه ځان ته اور اچولی، چې یو طالب قوماندان غوښتل په زور یې خپل ورور ته واده کړي.

سرچينې وايي، چې طالب قوماندان له وسلو سره د نجلۍ کور ته ورغلی و او تر ګواښ وروسته نجلۍ ځان هغوی ته تسلیم نه کړ او ځان ته یې اور واچاوه.

مولوي کبیر له ملګرو ملتونو نه د کډوالو ۵۸ ښارګوټو په جوړولو کې مرسته غوښتې

۱۰ غویی ۱۴۰۴ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۳:۵۹ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير مولوي کبير د یوناما له مشرې سره په ليدنه کې غوښتنه کړې، چې د ملګرو ملتونو اړوند سازمانونه دې د افغان کډوالو د ښارګوټو په رغولو کې ونډه واخلي. طالبانو په یو شمېر سيمو کې د افغان کډوالو لپاره د ۵۸ ښارګوټو جوړولو خبر ور کړی.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې مولوي کبیر په افغانستان کې د یوناما د مشرې روزا اوتنبایوا سره په ليدنه کې د افغان کډوالو، بې ځایه شويو کورنيو او اړوند نوور موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

په خبر کې د یونامامشرې له قوله ويل شوي، چې له کډوالو سره د لاسنیوي په موخه به مالي امکانات را جلب کړي.

د طالبانود کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزير مولوي کبير د مرستو غوښتنه کړې ده.

نوموړي ویلي، «تر دې دمه د کډوالو لپاره ۵۸ ښار ګوټي په پام کې نیول شوي دي او د ملګرو ملتونو سازمانونه دې د مهاجرینو د ښارګوټو په رغولو کې ونډه واخلي.»

د خپرو شويو شمېرو له مخې، له پاکستان نه د تېرې یوې میاشتې په لړ کې ټولټال ۳۱۰۹۸ د اې سي سي کارت لرونکي او ۱۹۰۵۶ بې اسناده کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
په ټوله کې شاوخوا ۵۰۱۵۴ کسان له پاکستان نه د اېستلو په دویم پړاو کې د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

افغانستانه ته ستنې شوي کورنۍ د امکاناتو له نشتوالي شکایت کوي.

پر کتابونو بندیز؛ طالبان وايي چې د «ملي او اسلامي ارزښتونو» مخالف کتابونه نه پریږدي

۱۰ غویی ۱۴۰۴ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۳:۱۰ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال عتیق الله عزيزي وایي، چې پر هغو کتابونو بندیز دی، چې «د اسلامي او افغاني ارزښتونو پر خلاف دي او ملي یووالي ته زيان رسوي.» نوموړي له لیکوالانو غوښتي، چې د خاصو خلکو د ستاينې پر ځای د ټولنې واقعیتونه وليکي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستيال عتیق الله عزيزي د چهارشنبې په ورځ د کتاب ټولونې په يوه غونډه کې ویلي، چې د ټولو کتابونو پر چاپ او پلور بنديز نشته او یوازې پر هغو کتابونو بندیز دی، چې له افغاني ټولنې او کلتور سره په ټکر کې وي.

نوموړي زياته کړې چې «پر کتابونو دغه بندیز د ولس د ارادو پر بنسټ شوی او هغه کتابونه بند شوي، چې د مسلمانانو وحدت ته زیان رسوي.»

عزيزي له لیکوالانو غوښتي، چې د ولس عظمت، ژبو او ادبیاتو ته قایل واوسي او د ټولنې رښتیني واقعیتونه وړاندې کړي.

هغه ټينګار کړی، چې لیکوالان دې له هغو لیکنو ډډه وکړي، چې د یوې ژبې، قوم او شخص د ستاينې لپاره لیکل کیږي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت درې میاشتي وړاندې کتاب پلورونکو ته امر کړی، چې د «اسلامي ارزښتونو خلاف» کتابونو له چاپ او خپراوي ډډه وکړي.

یاد وزارت ویلي و، چې په ټولو ولایتونو کې د «منع شویو کتابونو» د راټولولو بهیر دوام لري.

د طالبانو دغو بندیزونو ته لیکوالانو او د کتاب مینه والو سخت غبرګونونه ښودلي‌ دي.

دوی نیوکې کړې چې د طالبانو د سخت دریځو افکارو او د بیان پر ازادۍ د بندیز له کبله اوس هېڅوک لا په خپله خوښه مطالعه هم نه شي کولای او خلک اړ باسي چې د طالبي افکارو لرونکي کتابونه ولولي.