• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر کتابونو بندیز؛ طالبان وايي چې د «ملي او اسلامي ارزښتونو» مخالف کتابونه نه پریږدي

۱۰ غویی ۱۴۰۴ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۳:۱۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ غویی ۱۴۰۴ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۴:۳۷ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال عتیق الله عزيزي وایي، چې پر هغو کتابونو بندیز دی، چې «د اسلامي او افغاني ارزښتونو پر خلاف دي او ملي یووالي ته زيان رسوي.» نوموړي له لیکوالانو غوښتي، چې د خاصو خلکو د ستاينې پر ځای د ټولنې واقعیتونه وليکي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستيال عتیق الله عزيزي د چهارشنبې په ورځ د کتاب ټولونې په يوه غونډه کې ویلي، چې د ټولو کتابونو پر چاپ او پلور بنديز نشته او یوازې پر هغو کتابونو بندیز دی، چې له افغاني ټولنې او کلتور سره په ټکر کې وي.

نوموړي زياته کړې چې «پر کتابونو دغه بندیز د ولس د ارادو پر بنسټ شوی او هغه کتابونه بند شوي، چې د مسلمانانو وحدت ته زیان رسوي.»

عزيزي له لیکوالانو غوښتي، چې د ولس عظمت، ژبو او ادبیاتو ته قایل واوسي او د ټولنې رښتیني واقعیتونه وړاندې کړي.

هغه ټينګار کړی، چې لیکوالان دې له هغو لیکنو ډډه وکړي، چې د یوې ژبې، قوم او شخص د ستاينې لپاره لیکل کیږي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت درې میاشتي وړاندې کتاب پلورونکو ته امر کړی، چې د «اسلامي ارزښتونو خلاف» کتابونو له چاپ او خپراوي ډډه وکړي.

یاد وزارت ویلي و، چې په ټولو ولایتونو کې د «منع شویو کتابونو» د راټولولو بهیر دوام لري.

د طالبانو دغو بندیزونو ته لیکوالانو او د کتاب مینه والو سخت غبرګونونه ښودلي‌ دي.

دوی نیوکې کړې چې د طالبانو د سخت دریځو افکارو او د بیان پر ازادۍ د بندیز له کبله اوس هېڅوک لا په خپله خوښه مطالعه هم نه شي کولای او خلک اړ باسي چې د طالبي افکارو لرونکي کتابونه ولولي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

امریکا کې د موټرو درولو پر سر شخړه کې یو پخوانی افغان سرتېری وژل شوی

۱۰ غویی ۱۴۰۴ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۳:۰۶ GMT+۱

یو پخوانی افغان سرتېری، چې په افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو سره همکاري درلوده، د امریکا په هوسټن ښار کې د پارکنګ پر سر تر لفظي شخړې وروسته په ډزو وژل شوی. پولیس وایي، بریدګر له پېښې وروسته خپله د پولیسو مرکز ته ورغلی او له څارنوالۍ سره تر سلا مشورې وروسته خوشی شوی دی.

د هوسټن پولیسو له‌خوا خپاره شوي معلومات ښيي چې شکمن کس له ډزو وروسته پخپله پولیسو ته ځان تسلیم کړی او د پېښې په اړه یې معلومات ورکړي دي.

پولیسو له هغه څخه وسله ضبط کړې او تر پوښتنو ګروېږنو او د څارنوالۍ له دفتر سره تر مشورې وروسته پرېکړه شوې چې بې توره خوشی شي.

د پولیسو په وینا، عبدالرحمان وزیري چې ۳۱ کلن و، د یکشنبې په ورځ خپل موټر د یو اپارتمان مخې ته د پوست بکسونو ترڅنګ درولی و چې له یو بل موټر چلوونکي سره یې پر دې خبره لفظي شخړه پیل شوه.

د پولیسو د رپوټ له مخې، تر شخړې وروسته، بریدګر پر وزیري څو ډزې وکړې چې له امله یې هغه سخت ټپي شو او په پای کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

عبدالله خان، چې د وژل شوي ورور دی، له محلي رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دوی د امریکا له پوځ سره تر همکارۍ وروسته د خوندي ژوند لپاره امریکا ته کډه کړې وه.

عبدالله خان وزیري وویل: «موږ له افغانستان نه راغلي وو ځکه چې موږ د امریکا له حکومت سره مرسته کوله. زما ورور له ځانګړو ځواکونو سره کار کاوه او د عملیاتو پر مهال یې د ډلې مشري کوله. موږ دلته د امنیت لپاره راغلي وو، خو اوس دا ځای هم زموږ لپاره خوندي نه دی».

وزیری له خپلې مېرمنې او دوو وړو لوڼو سره په یوه اپارتمان کې اوسېده.

په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د پېښې په ځای کې د وزیري سپین موټر د پوست بکسونو مخې ته ولاړ دی او د خطر څراغونه یې لا هم بل دي.

د پولیسو په وینا، له لفظي شخړې وروسته بریدګر پر وزیري ډزې وکړې. پولیس وایي چې وزیري څو ځله په مرمیو ویشتل شوی او له ټپونو مړ شوی.

د هوسټن پولیسو تایید کړې چې پلټنې لا هم روانې دي او اړتیا ده چې د نظارتي کمرو ویډیوګانې وڅېړل شي څو لا نور معلومات تر لاسه شي.

ایران افغانستان ته د کرنیزو تخنیکي خدماتو د صادرولو تیاری وښود

۱۰ غویی ۱۴۰۴ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۳:۰۲ GMT+۱

ایراني رسنیو ویلي، چې د ایران او طالبانو د کرنې وزارتونو چارواکو په لیدنه کې د ایران د کرنې وزارت افغانستان ته د کرنیزو تخنیکي خدماتو صادرولو ته چمتوالی ښودلی او د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې یې له طالبانو څخه د ګډې کمېټې جوړولو غوښتنه کړې ده.

د ایران صدا او سیما خبرې اژانس په خپل یوه راپور کې ویلي، چې ایران چمتو دی افغانستان ته د کرنیزو تخنیکي او مسلکي خدماتو صادرات پیل کړی.

په راپور کې راغلي، چې د ایران د کرنې وزیر غلام رضا نوري قزلجه د طالبانو د کرنې وزارت مرستیال صدراعظم عثماني سره د لیدنې پرمهال ویلي، چې تهران غواړي له افغانستان سره د کرنې په برخه کې خپلې تجربې شریکې کړي.

د ایران د کرنې وزیر نوري قزلجه وايي:« ایران او افغانستان ژور تاریخي او فرهنګي مشترکات لري او دواړه هېوادونه باید هڅه وکړي، چې دا اړېکې په ځانګړي ډول د کرنې په برخه کې لا ژورې کړي.»

د ایران د کرنې وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړېکو د پراختیا لپاره په کابل کې د یوې ګډې کمېټې د جوړولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

نوري قزلجه وايي:« موږ باید د ګډو همکاریو د پراختیا لپاره جدي ګامونه واخلو. د ګډې کمېټې جوړول او هوکړه لیکونو لاسلیکول به زموږ اړېکې لا قوي کړي.»

په ورته وخت کې د طالبانو د کرنې وزارت هم د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه وزارت مرستیال د ایران د کرنې وزارت مسوولینو سره د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې د دوه اړړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

۴۰ کاله وروسته؛ روسیه خپل یو پخوانی سرتېری له افغانستان نه بېرته مسکو ته بیايي

۱۰ غویی ۱۴۰۴ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۲:۴۶ GMT+۱

د روسیې د سوردلوفسک ولایت یو رسمي او سوداګریز پلاوی افغانستان ته راغلی، چې د اقتصاد، فرهنګ، زده کړو، ګرځندوی او ورزش په برخو کې له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې کړي. ددغه پلاوي یو هدف له افغانستان نه د یوه پخواني روسي بېول هم دي.

د روسیې رسنیو د چارشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې ددغه هېواد د سوردلوفسک ولایت سوداګریز پلاوي تر دې دمه د افغانستان نورستان، کونړ، ننګرهار او هرات ولایتونو ته سفر کړی او د دغو سفرونو موخه، د روسیې او طالبانو ترمنځ د اوږدمهاله اړیکو پراخول، د اقتصادي بازارونو پراخوالی، د فرهنګي او تعلیمي تبادلو پیاوړي کول او د شته تاریخي اړیکو بیا نوي کول دي.

د دې سفر یوه ځانګړې برخه د یوه پخواني شوروي سرتېري بېرته بېول دي، چې شاوخوا ۴۰ کاله وړاندې د افغان- شوروي جګړې پر مهال نیول شوی و او تر اوسه پورې په افغانستان کې ژوند کوي.

یاد پخوانی سرتېری سیرګي کراسنپیروف نومېږي، چې د روسیې د کورګان له سیمې پوځ ته جذب شوی و.

له نیول کېدو وروسته نوموړی مسلمان شوی او پرځان یې د نورمحمد نوم اېښی او د افغانستان تابعیت یې اخېستی دی. هغه دا څلور لسیزې د افغانستان په مختلفو سیمو کې ژوند کړی دی.

د روسيې پلاوی د ایګور اوشانوف په مشرۍ، چې د افغانستان جګړې پخوانی سرتېری او د سوردلوفسک ښار د ښاروالۍ غړی دی، افغانستان ته راغلی.

په پلاوي کې د هغه جګړه‌مل ویچسلاف نېکراسوف هم شامل دی، چې «د شوروي اتحاد د اتل اسلاموف» په نوم د سوردلوفسک سیمه‌ییز سازمان استازیتوب کوي.

په افغانستان کې د جنګېدلو شوروي سرتېرو دا ډول سازمانونه په دې وروستیو کې د مسکو او طالبانو د اړیکو له تازه کېدو سره ډېر فعال شوي.

سوداګر، خبریالان او نور چارواکي هم د یاد پلاوي او سفر برخه دي.

روسۍ سرچینې وايي، د پخواني شوروي سرتېري د بېرته ستنولو لپاره اړین اسناد برابر شوي او په مزارشریف کې د روسیې کونسلګرۍ او د هغې مشر الکسي پرېوېرزیف د یاد سرتېري لپاره د روسیې ویزه ترلاسه کړې ده.

یوسف وفا د چين له سفيره د مستقیمو الوتنو د پيلېدو غوښتنه کړې

۱۰ غویی ۱۴۰۴ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۲:۱۱ GMT+۱

په کابل کې د چين سفر د طالبانو د بلخ له والي سره په لیدنه کې ویلي، چې غواړي افغانستان د سیمه یيزې سوداګرۍ په مهم مرکز بدل کړي. په لیدنه کې یوسف وفا د چین له سفيره غوښتي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو پروازونو په پيلېدو کې مرسته وکړي.

په بلخ کې د طالبانو د والي دفتر د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي یوسف وفا د چین له سفير سره ژاو شینګ سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اقتصادي همکاريو، دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي دهلېزونو، پانګونې، صادراتو او وارداتو د زياتوالي په اړه خبرې کړې.

په خبرپاڼه کې د چین د سفير له قوله ویل شوي، چې نوموړي د افغانستان له اقتصادي ثبات څخه ملاتړ کړی او په بنسټيزو پروژو کې يې د همکاريو ډاډ ښودلی.

د طالبانو د معلوماتو له مخې، چين له افغان صادراتو تعرفه نه اخلي او غواړي افغانستان د سیمه ييزې سوداګرۍ مهم مرکز کړي.

په لیدنه کې د طالبانو د بلخ والي د چین له سفيره غوښتي چې «د اقتصادي همکاریو د پراخوالي ترڅنګ، د مستقیمو الوتنو، سړو خونو او صادراتو برخه کې د اسانتیاوو په جوړولو کې مرسته وکړي.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دواړو لوریو د سیمه‌ ییزو اړیکو پر پراخوالي هم ټينګار کړی.

چین یو له هغو څو هېوادونو څخه دی، چې په رسمي ډول یې د طالبانو سفیر منلی او د افغانستان له واکمن رژیم سره نږدې ډیپلوماتیکې او سیاسي اړیکې لري.

یونېسېف: کندهار کې د نوزېږو ماشومانو د مړینې کچه تر نورو ولایتونو لوړه ده

۱۰ غویی ۱۴۰۴ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۲:۱۰ GMT+۱

د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق (یونېسف) په کندهار کې د نوزېږو ماشومانو د لوړې کچې مړینې په اړه اندېښنه ښودلې او وايي، په دغه ولایت کې د نوزیږو ماشومانو د مړېنې شمېر د افغانستان په کچه خورا لوړ دی.

د بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټام فلیچر پر خپله اېکسپانه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې د بشري مرستو کمښت د مېلیونونو کسان ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

ټام فلیچر کندهار ته د خپل سفر پرمهال له میرویس روغتون څخه لیدنه کړې او وايي، چې د مرستو کمښت پرېکړې پایله د کندهار د مرکزي روغتون په څير لویو رغتونونو کې لیدل کیږي او د ماشومانو د ژوند ژغورلو او نه ژغورلو لپاره ډاکټران سختې پرېکړې کوي.

ټام فلیچر وايي:«د دغو پرېکړو اغیز موږ په لویو روغتونونو کې وینو، دلته درې یا څلور ناروغان په یوه بستر باندې پراته وي. نويو زیږیدلو ماشومانو ته ډیره پاملرنه نه شته. ډاکټران د ژوند ژغورلو یا نه ژغورلو تر ټولو غمجنې پرېکړې کوي. دا واقعیت نه شي پټیدلای. دا رښتیا دي او دا د مالي مرستو د کمښت اغیز دی.»

نوموړی وايي، سره له دې چې روغتیايي سیسټم پر ښځینه روغتیايي کارکوونکو ولاړ دی خو په دغه روغتون کې د ښځینه کارکوونکو معاشونه له نیمايي هم زیات کم شوي دي. هغه زیاتوي، «د مرستو د کمښت پایله داده چې مېلیونونه انسانان مري.»

پر همدغه مهال د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د ټام فلیچر د ویډیو په بیا خپرولو سره ویلي، چې په کندهار کې د نویو زیږیدلو ماشومانو د مړینې کچه خورا لوړه ده.

یونېسف وايي، د بشري مرستو د کمېدو له امله د روغتیايي خدمتونو د دوام وړتیا له جدي ګواښ سره مخ شوې ده.

یادې ادارې ویلي، چې د نویو زیږیدلو ماشومانو د ملاتړ لپاره طبي وسایل، درمل او د روغتیايي کارکوونکو لپاره مسلکي روزنې په برخه کې یې خپله همکاري دوامداره ساتلې ده.