• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په روم کې د امریکا او ایران خبرې د «لوژستکي لاملونو» له مخې ځنډېدلې

۱۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱ می ۲۰۲۵، ۱۷:۰۰ GMT+۱

د امریکا او ایران ترمنځ په روم کې غیر مستقیمې خبرې اترې د «لوژستیکي» دلایلو له مخې تر نامعلومې نېټې پورې ځنډول شوې دي. د عمان د بهرنیو چارو وزیر وايي، چې د خبرو اترو نوې نېټه به له دواړو اړخونو سره تر همغږۍ وروسته وټاکل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې اعلان وکړ چې د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ غیرمستقیمې خبرې، چې ټاکل شوې وه د غوايي پر۱۳مه (مې۳مه) په روم کې ترسره شي، ځنډول شوې دي.

د ایرنا د رپوټ له مخې، بقایي وویل چې د خبرو د ځنډېدو وړاندیز د عمان د بهرنیو چارو وزیر له خوا شوی او د احتمالي نوي نیټې په اړه به وروسته معلومات ورکړل شي.

هغه د ایران د «ډیپلوماتیکې ارادې» پر دوام یو ځل بیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې ایران له ډیپلوماسۍ د خپلو مشروعو او قانوني ګټو د ترلاسه کولو لپاره کار اخلي، څو د هغو بندیزونو او اقتصادي فشارونو پای ته رسولو ته زمینه برابره شي چې د هر ایراني د بشري حقونو تو ژوند ښه والي پر وړاندې خنډ دي.

د بقایي په وینا، د ایران استازي له پیل څخه د ښو نیتونو پر بنسټ او نړیوالو قوانینو سره سم، د سوله ییزې اتومي انرژۍ د کارونې او غیرقانوني بندیزونو د پای ته رسولو لپاره مشخص چوکاټونه ټاکلي دي.

په ورته وخت کې د عمان د بهرنیو چارو وزیر پر خپل اېکس ولیکل، چې د ایران او امریکا تر منځ څلورمه غیرمستقیمه غونډه، چې ټاکل شوې وه د شنبې په ورځ د ایټالیا په پلازمېنه روم کې ترسره شي، د «لوژستیکي» لاملونو له امله ځنډېدلې.

بدر بن حمد البوسعیدي وايي، « د لوژستیکي دلایلو له امله، مونږ د ایران او امریکا تر منځ غونډه چې د شنبې په ورځ پلان شوې وه، بلې نیټې ته وځنډوله. نوی تاریخ به د دواړو خواوو تر توافق وروسته اعلان شي».

له دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي اعلان کړی و چې دا غونډه به په روم کې ترسره شي.

هغه زیاته کړې وه چې د خبرو له رسمي پيل وړاندې، به د جمعې په ورځ له دریو اروپايي هېوادونو (فرانسې جرمني او بریټانیا) سره هم ناستې ولري.

خو د اکسیوس او المیادین د رپوټونو له مخې، دا ناستې هم تر نامعلومې نیټې وځنډول شوې.

ایران د حوثي یاغیانو د ملاتړ په تړاو د واشنګټن له خبرداري وروسته د پنجشنبې په ورځ امریکا تورنه کړه چې «متناقض چلند» او « پاروونکې څرګندونې» کوي.

د چارشنبې په ورځ واشنګټن پر هغو شرکتونو بندیزونه ولګول چې د ایران د نفتو او پټرولیم په قاچاق کې ښکیل دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز له دندې لاس پر سر کیږي

۱۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱ می ۲۰۲۵، ۱۶:۱۰ GMT+۱

د امریکا سې بې اېس تلویزیون د بېلابېلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز او د هغه مرستیال الېکس وانګ به ډیر ژر له خپلو دندو استعفاوې وکړي او له سپینې ماڼۍ به ووځي.

په راپور کې د مایک والټز او د هغه د مرستیال الېکس وانګ د دندو پرېښودو د قیقه نېټه نه ده په ډاګه شوې، خو پر مایک والټرز په مارچ میاشت کې له هغه وروسته نیوکې زیاتې شوې، چې نوموړي په غیر قصدي ډول د اتلانتیک مجلې مسوول مدیر جیفري ګولډبرګ د امریکا د دفاع وزیر او د ډونالډ ټرمپ د مرستیال په ګډون د جګپوړو امریکايي چارواکو د سیګنال په ګروپ کې شامل کړی و. د سیګنال دغه ګروپ په یمن کې د حوثیانو پر وړاندې د اقداماتو او د هغوی پر پټنځایونو د برید د همغږي کولو لپاره جوړ شوی و.

وروسته جېفري ګولډبرګ د خبرو اترو له سکرین شاټونو سره یوه مقاله خپره کړه او دغه معلومات یې پکې افشا کړل.

له دې پېښي وروسته که څه هم د مایک والټز د استعفا په اړه بحثونه راپوته شول، خو ټرمپ د نوموړي ملاتړ وکړ او هغه یې «ښه انسان» وباله.

د امریکا دفاع وزیر وايي چې د هند د دفاع حق ملاتړ کوي

۱۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱ می ۲۰۲۵، ۱۴:۱۹ GMT+۱

د امریکا د فاع وزیر پېټ هېګسټ د هند د دفاع له وزیر سره د خبرو پرمهال ويلي، چې امریکا د هند تر څنګ ولاړه ده او د دغه هېواد د دفاع د حق ملاتړ کوي.

د هند دفاع وزارت پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغه هېواد د دفاع وزیر راجنات سینګ د پنجشنبې په ورځ د امریکا د دفاع له وزیر سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د دغو ټیلیفوني خبرو پرمهال د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسټ د هند تر ادارې لاندې د کشمیر په پهلګام کې پر سیلانیانو برید غندلی دی.

د هند د دفاع وزارت پر اېکسپاڼه د یادو خبرو په جزئیاتو کې لیکل شوي، چې راجنات سینګ د امریکا د دفاع وزیر ته ویلي:« پاکستان د ترهګرو سازمانونو د ملاتړ، روزنې او تمویل مخینه لري او پاکستان د نړیوالې ترهګرۍ ته لمن وهي او سیمه یې ناکراره کړې ده. نړۍ نور نه شي کولی د پاکستان پر دې کړنو سترګې پټې کړي.»

راجنات سینګ وايي، نړیواله ټولنه دې د ترهګرۍ دا کړنې په کلکه وغندي.

پر همدغه مهال د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسټ ویلي:«امریکا د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې د هند تر څنګ ولاړه ده او د هند د دفاع د حق ملاتړ کوي.»

د هند او پاکستان ترمنځ وضعیت هغه مهال ټرینګلی شو، چې د هند د جمو کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو برید کې ۲۶ کسان ووژل شول.

پاکستان له هند سره کړکېچ کې له ټرمپ نه د مداخلې غوښتنه کړې

۱۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱ می ۲۰۲۵، ۱۳:۳۵ GMT+۱

په امریکا کې د پاکستان سفير رضوان سعيد شيخ له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتنه کړې چې له هند سره د زياتېدونکي تاوتريخوالي د کمولو لپاره مداخله وکړي. سفير شيخ وويل چې پاکستان خپله بهرنۍ تګلاره له جیوسیاسي څخه جيو اقتصادي ته اړولې ده.

دا غوښتنه د اپرېل د۲۲مې له ترهګریز برید وروسته د نوي ډیلي او اسلام اباد د اړیکو له ترینګلتیا وروسته شوې.

هند دا بريد له پولې پورې اړخ پاکستان ته منسوب کړی، خو د پاکستان ملکي او پوځي مشرانو دغه تورونه رد کړی.

له پېښې راهيسې تاوتريخوالی زيات شوی، پاکستان خپل ځواکونه تقويه کړي او د هند صدراعظم خپل پوځ ته عملياتي ازادي ورکړې ده.

پاکستان وړاندوينه کړې چې له ۲۴ تر ۳۶ ساعتونو په موده کې د هند له لوري برید امکان لري.

په واشنګټن کې د پاکستان سفیر رضوان سعيد شيخ نیوزویک ته ويلي، چې « که موږ يو ولسمشر لرو چې د نړۍ لپاره سوله خپل اصلي هدف ګڼي، نو د کشمير شخړه تر ټولو مهمه او خطرناکه موضوع ده، په ځانګړې توګه د اتومي وسلو له اړخه».

ده زياته کړې چې د امريکا اوسنی حکومت بايد د پاکستان-هند ترمنځ د بحرانونو په حل کې اوږدمهاله او دوامداره ستراتيژي غوره کړي.

سفير شيخ ټينګار وکړ چې کشمير د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټولو ستونزو اصل دی.

هغه زیاته کړې، « تر څو چې دا شخړه حل نه شي او د ملګرو ملتونو پرېکړې عملي نه شي، موږ به تل له دا ډول ستونزو سره مخ يو. موږ جنګ نه غواړو، په ځانګړې توګه له يوه لوی هېواد سره. موږ سوله غواړو، خو سوله له وقار سره.»

د پاکستان صدراعظم شهباز شريف د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو سره په تليفوني خبرو کې غوښتنه کړې چې هند دې د جګړې له ژبې ډډه وکړي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې روبیو ترهګرو ته د سزا ورکولو ژمنه تکرار کړه او له دواړو هېوادونو يې وغوښتل چې تماسونه بيا پيل کړي او سوله وساتي.

سفير شيخ وويل چې پاکستان خپله بهرنۍ تګلاره له جیوسیاسي څخه جيو اقتصادي ته اړولې ده: « موږ اوس پر سيمه‌ييز اقتصادي پرمختګ تمرکز لرو. موږ ته يو سوله‌ييز ګاونډيتوب اړين دی».

د هند د احتمالي بریدونو وېره؛ د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې دیني مدرسې وتړل شوې

۱۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱ می ۲۰۲۵، ۱۳:۰۷ GMT+۱

د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې ځايي چارواکو د امنیتي اندېښنو له امله ټولې دینې مدرسې د ۱۰ ورځو لپاره بندې کړې. چارواکو اندېښنه ښودلې، چې ښايي هند پر دغو مدرسو برید وکړي.

رویټرز خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې ټولې دیني مدرسې د لس ورځو لپاره وتړل شوې. ځايي چارواکې اندېښنه لري، چې د هند تر ادارې لاندې کشمیر په پهلګام کې پر سیلانیانو تر برید وروسته امنیتي اندېښنې ډیرې شوې او ښايي نوی ډیلی د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د پهلګام د برید د غچ اخیستلو په موخه پر مدرسو برید وکړي.

د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر د دیني چارو د ریاست مشر حافظ نذیر احمد رویټرز ته ویلي، امنیتي ادارې اندېښنه لري، چې ښايي هندي ځواکونه مدرسې د وسله والو د روزنې مرکزونه وبولي او ورباندې برید وکړي.

خو رویټرز ویلي، چې تېره وځ په یوه خپره شوې اعلامیه کې د دیني مدرسو د تړلو لامل سخته ګرمې یاده شوې.

حافظ نذیر احمد وايي:« اوس موږ له دوه ډوله ګرمۍ سره مخ یو، یو د هوا له امله او بل د هند د لومړي وزیر مودي له لوري.»

نوموړی وايي، په اعلامیه کې په قصدي توګه د بریدونو د ګواښ یادونه نه ده شوې، ځکه په خلکو کې وېره خپریده. نوموړي زیاته کړه:« موږ تېره ورځ یوه غونډه وکړه او په ګډه مو پرېکړه وکړه، چې بې ګناه ماشومان باید له خطر سره مخ نه کړو.»

د کشمیر د دیني چارو ریاست د معلوماتو له مخې، په دې سیمه کې ۴۴۵ ثبت شوې دیني مدرسې دي، چې شاوخوا ۲۶زره زده کوونکي پکې په زده کړو بوخت دي.

د پاکستان پر دیني مدرسو تور دی، چې افراطیت پکې تبلیغ کیږي او په افغانستان او هند کې د جګړو د تودولو لپاره ترې استخباراتي ګټه پورته کیږي.

پاکستان د هند پولې ته څېرمه پوځي تمرینات وکړل

۱۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱ می ۲۰۲۵، ۱۲:۲۳ GMT+۱

د پنجشنبې په ورځ، د پاکستان پوځ پراخ پوځي تمرینات ترسره کړل، چې د جګړې چمتووالی او عصري وسلې پکې نندارې ته وړاندې شوې. دا تمرینات د هند د پهلګام له پېښې وروسته د اسلام اباد او نوي ډیلي ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا سره هممهاله دي.

د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، دا تمرینات د ژوندیو مرمیو په استعمال سره ترسره شول او هدف یې دا و چې د دښمن له لوري هر ډول تېري ته «قوي او قاطع» ځواب ورکړل شي.

د پاکستان اېکسپرېس ټریبیون وايي، په تمریناتو کې له بېلابېلو پوځي واحدونو، افسرانو او سرتېرو ګډون کړی و، چې خپل لوړ پوځي مهارتونه یې پکې وښودل او پرمختللي جنګي سیستمونه یې وکارول.

د اپرېل پر۲۲مه د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې له ترهګریز برید وروسته، چې۲۶ سیلانیان پکې ووژل شول، د دواړو اتومي وسلو لرونکو ګاونډیانو تر منځ اړیکې ترینګلې شوې دي.

پاکستان وړاندوینه کړې، چې هند پرې د برید نیت لري، خو نوي ډیلي تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.