د امریکا دفاع وزیر وايي چې د هند د دفاع حق ملاتړ کوي

د امریکا د فاع وزیر پېټ هېګسټ د هند د دفاع له وزیر سره د خبرو پرمهال ويلي، چې امریکا د هند تر څنګ ولاړه ده او د دغه هېواد د دفاع د حق ملاتړ کوي.

د امریکا د فاع وزیر پېټ هېګسټ د هند د دفاع له وزیر سره د خبرو پرمهال ويلي، چې امریکا د هند تر څنګ ولاړه ده او د دغه هېواد د دفاع د حق ملاتړ کوي.
د هند دفاع وزارت پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغه هېواد د دفاع وزیر راجنات سینګ د پنجشنبې په ورځ د امریکا د دفاع له وزیر سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د دغو ټیلیفوني خبرو پرمهال د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسټ د هند تر ادارې لاندې د کشمیر په پهلګام کې پر سیلانیانو برید غندلی دی.
د هند د دفاع وزارت پر اېکسپاڼه د یادو خبرو په جزئیاتو کې لیکل شوي، چې راجنات سینګ د امریکا د دفاع وزیر ته ویلي:« پاکستان د ترهګرو سازمانونو د ملاتړ، روزنې او تمویل مخینه لري او پاکستان د نړیوالې ترهګرۍ ته لمن وهي او سیمه یې ناکراره کړې ده. نړۍ نور نه شي کولی د پاکستان پر دې کړنو سترګې پټې کړي.»
راجنات سینګ وايي، نړیواله ټولنه دې د ترهګرۍ دا کړنې په کلکه وغندي.
پر همدغه مهال د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسټ ویلي:«امریکا د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې د هند تر څنګ ولاړه ده او د هند د دفاع د حق ملاتړ کوي.»
د هند او پاکستان ترمنځ وضعیت هغه مهال ټرینګلی شو، چې د هند د جمو کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو برید کې ۲۶ کسان ووژل شول.


په امریکا کې د پاکستان سفير رضوان سعيد شيخ له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتنه کړې چې له هند سره د زياتېدونکي تاوتريخوالي د کمولو لپاره مداخله وکړي. سفير شيخ وويل چې پاکستان خپله بهرنۍ تګلاره له جیوسیاسي څخه جيو اقتصادي ته اړولې ده.
دا غوښتنه د اپرېل د۲۲مې له ترهګریز برید وروسته د نوي ډیلي او اسلام اباد د اړیکو له ترینګلتیا وروسته شوې.
هند دا بريد له پولې پورې اړخ پاکستان ته منسوب کړی، خو د پاکستان ملکي او پوځي مشرانو دغه تورونه رد کړی.
له پېښې راهيسې تاوتريخوالی زيات شوی، پاکستان خپل ځواکونه تقويه کړي او د هند صدراعظم خپل پوځ ته عملياتي ازادي ورکړې ده.
پاکستان وړاندوينه کړې چې له ۲۴ تر ۳۶ ساعتونو په موده کې د هند له لوري برید امکان لري.
په واشنګټن کې د پاکستان سفیر رضوان سعيد شيخ نیوزویک ته ويلي، چې « که موږ يو ولسمشر لرو چې د نړۍ لپاره سوله خپل اصلي هدف ګڼي، نو د کشمير شخړه تر ټولو مهمه او خطرناکه موضوع ده، په ځانګړې توګه د اتومي وسلو له اړخه».
ده زياته کړې چې د امريکا اوسنی حکومت بايد د پاکستان-هند ترمنځ د بحرانونو په حل کې اوږدمهاله او دوامداره ستراتيژي غوره کړي.
سفير شيخ ټينګار وکړ چې کشمير د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټولو ستونزو اصل دی.
هغه زیاته کړې، « تر څو چې دا شخړه حل نه شي او د ملګرو ملتونو پرېکړې عملي نه شي، موږ به تل له دا ډول ستونزو سره مخ يو. موږ جنګ نه غواړو، په ځانګړې توګه له يوه لوی هېواد سره. موږ سوله غواړو، خو سوله له وقار سره.»
د پاکستان صدراعظم شهباز شريف د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو سره په تليفوني خبرو کې غوښتنه کړې چې هند دې د جګړې له ژبې ډډه وکړي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې روبیو ترهګرو ته د سزا ورکولو ژمنه تکرار کړه او له دواړو هېوادونو يې وغوښتل چې تماسونه بيا پيل کړي او سوله وساتي.
سفير شيخ وويل چې پاکستان خپله بهرنۍ تګلاره له جیوسیاسي څخه جيو اقتصادي ته اړولې ده: « موږ اوس پر سيمهييز اقتصادي پرمختګ تمرکز لرو. موږ ته يو سولهييز ګاونډيتوب اړين دی».

د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې ځايي چارواکو د امنیتي اندېښنو له امله ټولې دینې مدرسې د ۱۰ ورځو لپاره بندې کړې. چارواکو اندېښنه ښودلې، چې ښايي هند پر دغو مدرسو برید وکړي.
رویټرز خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې ټولې دیني مدرسې د لس ورځو لپاره وتړل شوې. ځايي چارواکې اندېښنه لري، چې د هند تر ادارې لاندې کشمیر په پهلګام کې پر سیلانیانو تر برید وروسته امنیتي اندېښنې ډیرې شوې او ښايي نوی ډیلی د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د پهلګام د برید د غچ اخیستلو په موخه پر مدرسو برید وکړي.
د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر د دیني چارو د ریاست مشر حافظ نذیر احمد رویټرز ته ویلي، امنیتي ادارې اندېښنه لري، چې ښايي هندي ځواکونه مدرسې د وسله والو د روزنې مرکزونه وبولي او ورباندې برید وکړي.
خو رویټرز ویلي، چې تېره وځ په یوه خپره شوې اعلامیه کې د دیني مدرسو د تړلو لامل سخته ګرمې یاده شوې.
حافظ نذیر احمد وايي:« اوس موږ له دوه ډوله ګرمۍ سره مخ یو، یو د هوا له امله او بل د هند د لومړي وزیر مودي له لوري.»
نوموړی وايي، په اعلامیه کې په قصدي توګه د بریدونو د ګواښ یادونه نه ده شوې، ځکه په خلکو کې وېره خپریده. نوموړي زیاته کړه:« موږ تېره ورځ یوه غونډه وکړه او په ګډه مو پرېکړه وکړه، چې بې ګناه ماشومان باید له خطر سره مخ نه کړو.»
د کشمیر د دیني چارو ریاست د معلوماتو له مخې، په دې سیمه کې ۴۴۵ ثبت شوې دیني مدرسې دي، چې شاوخوا ۲۶زره زده کوونکي پکې په زده کړو بوخت دي.
د پاکستان پر دیني مدرسو تور دی، چې افراطیت پکې تبلیغ کیږي او په افغانستان او هند کې د جګړو د تودولو لپاره ترې استخباراتي ګټه پورته کیږي.

د پنجشنبې په ورځ، د پاکستان پوځ پراخ پوځي تمرینات ترسره کړل، چې د جګړې چمتووالی او عصري وسلې پکې نندارې ته وړاندې شوې. دا تمرینات د هند د پهلګام له پېښې وروسته د اسلام اباد او نوي ډیلي ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا سره هممهاله دي.
د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، دا تمرینات د ژوندیو مرمیو په استعمال سره ترسره شول او هدف یې دا و چې د دښمن له لوري هر ډول تېري ته «قوي او قاطع» ځواب ورکړل شي.
د پاکستان اېکسپرېس ټریبیون وايي، په تمریناتو کې له بېلابېلو پوځي واحدونو، افسرانو او سرتېرو ګډون کړی و، چې خپل لوړ پوځي مهارتونه یې پکې وښودل او پرمختللي جنګي سیستمونه یې وکارول.
د اپرېل پر۲۲مه د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې له ترهګریز برید وروسته، چې۲۶ سیلانیان پکې ووژل شول، د دواړو اتومي وسلو لرونکو ګاونډیانو تر منځ اړیکې ترینګلې شوې دي.
پاکستان وړاندوینه کړې، چې هند پرې د برید نیت لري، خو نوي ډیلي تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د رویټرز د راپور له مخې، د روسیې د امنیت شورا مرستیال مشر دیمتري مدودېف ویلي چې د اوکراین او متحده ایالاتو تر منځ د منرالونو تړون معنا دا ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کیېف مجبور کړی چې د امریکا د نظامي مرستو بیه پرې کړي.
یاد تړون چې د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې لاسلیک شو، امریکا ته به واک ورکړي چې د اوکراین له نویو منرالي پروژو څخه ګټه پورته کړي او د اوکراین د بیا رغونې لپاره پانګونې تمویل کړي.
د کییف پوست په وینا، د ټرمپ ادارې د امریکا کانګرس ته هم خبر ورکړی چې غواړي د ۵۰میلیونه ډالرو یا له دې زیات ارزښت لرونکي دفاعي توکي د تجارتي قرارداد له لارې اوکراین ته صادر کړي.
دا ګام د ټرمپ له بېرته واک ته ستنېدو وروسته، د دفاعي صادراتو په برخه کې لومړنی پرمختګ ګڼل کېږي.
رویټرز تر اوسه دا موضوع په خپلواکه توګه نه ده تایید کړې.
مدودېف، چې پخوا د روسیې ولسمشر و او اوس د امنیت شورا مرستیال دی، د پنجشنبې په ورځ پرخپل ټلیګرام لیکلي: «ټرمپ د کییف رژیم تر دې حده مات کړی چې دوی به اوس د امریکا د مرستو بیه د خپلو منرالونو په ورکړه پرې کړي.»
هغه زیاته کړه: «اوس به اوکراینیان د پوځي تجهیزاتو بیه د خپل هېواد له ملي شتمنیو څخه ورکړي، د داسې هېواد شتمنۍ چې لهمنځه تلو په لور روان دی.»
مدودېف، چې له ۲۰۰۸څخه تر ۲۰۱۲پورې د روسیې ولسمشر و، یو وخت یې ځان د لوېدیځ پلوه عصري پال سیاستوال په توګه معرفي کاوه، خو له هغه راهیسې چې د ۲۰۲۲کال په فېبرورۍ کې د روسیې جګړه پیل شوه، د لوېدیځ ضد له تر ټولو سخت دریځ لرونکو سیاستوالو څخه شمېرل کېږي.
د منرالونو دغه تړون په داسې وخت کې لاسلیک شو چې امریکا وایي د روسیې او اوکراین تر منځ د سولې د خبرو له نه پرمختګ څخه ستړې شوې ده.
روسیه وایي چې له اوکراین سره د مستقیمو خبرو لپاره چمتو ده او د یوې اوږدمهالې سولهییزې هوکړې هرکلی کوي، خو زیاتوي چې موضوعات ډېر پېچلي دي او دا بهیر نشي ګړندی کېدلی.
کییف بیا وايي چې د لږ تر لږه ۳۰ورځو لپاره بېقید او شرطه اوربند ته لومړیتوب ورکوي.
ولادیمیر پوتین ویلي چې له اصولو سره سم د اوربند ملاتړ کوي، خو زیاتوي چې لا هم ګڼ شمېر مسایل شته چې باید روښانه شي.
پوتین د مې له ۸مې تر ۱۰مې د درې ورځني اوربند اعلان کړی، څو روسیه د نازي جرمني پر وړاندې د دویمې نړۍوالې جګړې د بریا ۸۰مه کلیزه ونمانځي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د پاکستان او هند لوړو پوړو پوځي چارواکو ترمنځ د کړکېچ د کمولو پر سر خبرې شوي دي. دا خبرې د اسلام اباد او نوي ډیلي ترمنځ له څو ورځني روان کړکېچ وروسته ترسره شوې دي.
د رویټرز د راپور له مخې، د دغو خبرو پر مهال هند د پاکستان پر پوځیانو نیوکه کړې، چې پرته له کوم دلیله یې د «کشمیر پر پوله پرې ډزې» کړي دي.
راپور کې راغلي چې د کشمیر په پوله د دواړو ځواکونو ترمنځ په تېرو څو ورځو کې پر یو بل ډزې شوي او ترینګلی وضعیت لا هم دوام لري.
تېره اوونۍ په هندي کشمیر کې وسله والو ۲۵هندي سېلانیان ووژل او ۲۰نور یې ټپیان کړل.
تر دې پېښې وروسته نوي ډیلي ګوته اسلام اباد ته ونیوله او دواړو لوریو د یو بل پر ضد توند اقدامات هم وکړل. هم مهاله په پاکستان کې وېره شته چې ګوندې هند به د کشمیر د پېښې په غبرګون کې پر پاکستان پوځي برید وکړي.