پر بایډن د ټرمپ نیوکه؛ بګرام هوايي اډه اوس د چین تر ولکې لاندې ده

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د بایډن پر حکومت نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د بګرام هوايي اډه چې پخوا د امریکا تر ټولو ستر نظامي مرکز و،دا مهال د چین تر ولکې لاندې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د بایډن پر حکومت نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د بګرام هوايي اډه چې پخوا د امریکا تر ټولو ستر نظامي مرکز و،دا مهال د چین تر ولکې لاندې ده.
ټرمپ سپینې ماڼۍ کې خپلېتازه وینا کې ادعا وکړه چې چین خپل هستوي توغندي د بګرام له اډې یوازې یو ساعت لیرې تولیدوي. هغه دا چاره د بایډن د ناکامې بهرنۍ تګلارې پایله وبلله او ویې ویل چې د بګرام پرېښودل یوه ستره تېروتنه وه.
بګرام هوايي اډه له افغانستان څخهد امریکايي ځواکونو د وتلو مخکې، د امریکا د پوځ مهمه ستراتیژیکه اډه وه.

که څه هم پاکستان ۱۵۰ افغان سوداګریزو لاریو ته د واګا بندر له لارې هند ته د تګ اجازه ورکړې، خو د هند حکومت لا هم دغو لاریوته د تېرېدو اجازه نه ده ورکړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ، د غویي پر ۱۱مه، اعلان وکړ، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت په غوښتنه یې ۱۵۰ افغان سوداګریزو لاریو ته د ټرانزیټ اجازه ور کړې، چې غواړي هند ته لاړ شي او دا یې د دوستانه اړیکو نښه بللې.
د راپورونو پر اساس، هندي چارواکو تر اوسه دا لاره نه ده پرانیستې، چې له امله یې افغان سوداګر اندېښمن شوي او د دوی توکي زیانمن شوي دي.پاکستان ویلي، چې د طالبانو سفارت د اپرېل پر ۲۸مه له دوی نه د یوه رسمي لیک له لارې دا غوښتنه کړې وه.
د واګا بندر تړل کېدل د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د وروستیو بریدونو له امله پیل شول او له هغه راهیسې د افغانستان او هند ترمنځ سوداګریز تګ راتګ اغېزمن شوی دی.
د هندي لوري له خوا د لاریو نه منل د افغان سوداګرو لپاره یو بل خنډ ګڼل کېږي، چې د سیمې د سوداګرۍ پر بهیر ناوړه اغېز لري.

د بامیان ولایت د کوهمرد ولسوالۍ په اوو کلیو کې د ۲۸.۴میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسونې شبکو د جوړېدو کار پیل شو.
د بامیان د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس ملا ضیاءالله خادم په وینا، دا پروژې د نړۍوال بانک په مالي مرسته پلي کېږي او له بشپړېدو سره به شاوخوا ۹۰۰کورنۍ، ۱۱جوماتونه، یوه دینی مدرسه او دوه ښوونځي پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.
د بامیان والي مولوي عبدالله سهرابي د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د خلکو اړتیاوو ته په کتو پراختیایي پروژې پلي کوي.

یو شمېر باوري سرچینو د ملګرو ملتونو له قوله افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د دغه سازمان ډېپلوماټانو د افغانستان د سیاسي حل لارې او همداراز په ملګرو ملتونو کې د طالبانو استازي سهیل شاهین ته د افغانستان څوکۍ د سپارلو پر سر سلا مشورې کړې دي.
سرچینې وايي، دا خبرې د ملګرو ملتونو د هغې سیاسي طرحې په چوکاټ کې روانې دي، چې موخه له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان یو ځای کول دي.
په دې طرحه کې درې مهم شرطونه د طالبانو له لوري وړاندې شوي او همدا راز نړۍوالې ټولنې هم خپل درې شرطونه اېښي دي.
ملګري ملتونه غواړي، چې طالبان باید یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي، د ترهګرو ډلو جرړې وباسي او د بشر حقونه، په ځانګړي ډول د نجونو لپاره د ښوونځیو، پوهنتونونو او د کاري چاپېریال دروازې بېرته پرانېزي.
طالبان بیا غوښتنه کوي، چې د دوی حکومت دې په رسمیت وپېژندل شي، بندیزونه دې لرې کړل شي او د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ دې هم ازادې شي.
سرچینې وايي، د ملګرو ملتونو استازي غواړي، چې په تدریجي ډول په بېلابېلو پړاوونو کې له طالبانو سره تعامل رامنځته کړي. وايي، د بېلګې په توګه، که طالبان د یو نسبتاً پراخ بنسټه حکومت جوړېدو ته غاړه کېږدي، نو ښايي د ملګرو ملتونو څوکۍ سهیل شاهین ته وسپارل شي.
سرچینې ویلي، چې د طالبانو کابل مېشتو لوړ پوړو غړو او د ملا هبتالله تر واک لاندې کندهارۍ مېشتو طالبانو د دغه طرحې له اصولو سره مخالفت نه دی کړی.
همداراز ځینو افغان سیاسي مشرانو او ګوندونو هم د دې طرحې هرکلی کړی، چې موخه یې د بشري حقونو ټینګښت، د پراخ بسنټه حکومت جوړول او د ترهګرۍ ځالې ختمول دي.
نړۍواله ټولنه او د ملګرو ملتونو اداره غواړي چې د دې پلان د پلي کېدو لپاره شپږ میاشتې وخت ورکړي.
یو ډېپلوماټ چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي افغانستان انټرنشنل ته په دې تړاو د خبرو پرمختګ منلی او ویلي یې دي، چې ټولې سلا مشورې د طالبانوکندهارۍ ډلې د مشرتابه تر څار لاندې روانې دي.
خو هغه دا هم زیاته کړې، دا طرحه د طالبانو دننه او بهر د ځینو سیاسي خوځښتونو له مخالفت سره هم مخ شوې ده.
دغه مخالفین ډېرې واکمنۍ ته ژمن دي او نه غواړي چې په سیاسي پرېکړو کې نورو ته هم ونډه ورکړي.
دا کسان غواړي چې واک یوازې د دوی په لاس کې وي او نه غوري چې نور افغان لوري یا سیاسي خوځښتونه د دغه مهم پرېکړو برخه وي.

واشنګټن وایي، ډېر ژر به د طالبانو له زندانو څخه یو شمېر امریکایي وګړي خوشي شي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس ویلي، چې دغه بهیر د ډېپلوماټیکو هلو ځلو له لارې پلی کېږي.
نوموړې دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د (غوايي ۱۱مه) یوې خبري غونډې ته وکړې.
هغې وویل چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دویمې دورې په لومړیو سلو ورځو کې، ۴۷ امریکایان له بېلابېلو هېوادونو څخه خوشې شوي او دا لړۍ لا هم دوام لري.
په روان میلادي کال کې څلور امریکایان د طالبانو له بنده خوشې شوي دي.
رایان کوربټ او ویلیام مکنټي د جنورۍ میاشت کې د ولسمشر جوبایډن د واک د وروستیو ساعتونو پر مهال له یو طالب بندي سره تبادله او خوشې شول.
جورج ګلزمن او فای ډي هال بیا د ټرمپ د اوسنۍ دورې پر مهال د طالبانو له بنده راخوشې شول.
دغه زندانیان کابل ته د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د یوه لوړ پوړي امریکایي پلاوي له سفر سره هم مهاله خوشې شول.
خلیلزاد د طالبانو دغه اقدام د ټرمپ حکومت سره د «ښه نیت» او اړیکو د ښکاره کولو په معنا بللی و.
تر اوسه پورې له طالبانو سره د زنداني امریکایي وګړو کره شمېر معلوم نه دی. همدا راز د محمود شاه حبیبي په نوم یو افغاني توکمه امریکایي وګړی هم د طالبانو په زندان کې له ناڅرګند برخلیک سره مخ دی.
افغانستان انټرنشل موندلې وه، چې هغه په کندهار کې د ملا هبتالله په ځانګړي زندان کې ساتل کېږي.

روغتیايي سرچینو الجزیرې ته ویلي، چې په غزه باندې د اسراییل په تازه بریدونو کې لږترلږه ۳۱ کسان وژل شوي. سرچینو دا هم ویلي، چې د جمعې په سهار د بریدونو له امله د نورو وژنو راپور ورکړل شوی خو کره شمېرې نه دي په ډاګه شوې.
د الجزیرې د معلوماتو له مخې له دوو میاشتو ډیره ورځې وشوې، چې د اسراییل لهخوا پر غزې ټولې لارې تړل شوې او هیڅ ډول بشري مرستو ته اجازه نه ورکول کیږي.
د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د اسراییل او حماس د جګړې له پیله تر اوسه پورې په غزه کې لږترلږه ۵۲،۴۱۸ فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۸،۰۹۱ ټپیان شوي دي.
د غزې حکومت د رسنیو دفتر د وژل شویو شمېر له ۶۱،۷۰۰ څخه زیات یاد کړی، او ویلي یې دي چې د کنډوالو لاندې زرګونه ورک شوي کسان مړه پاتې دي.
