طالبان: په تېر یوه کال کې ۱۵ رسنیو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په داسې حال کې په تېر یوه کال کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د شاوخوا ۱۵ رسنیو د فعالیتونو د پیلېدو خبر ورکوي، چې پر افغانستان د دغې ډلې له واکمنېدو راهیسې لږ تر لږه د ۲۵۱رسنیو فعالیتونه بند شوي دي.

د دغه وزارت ویاند خبیب غفران د مطبوعاتو ازادۍ د ورځې په مناسبت همداراز ویلي، دغه ډله د ټولو هغو رسنیو هر اړخیز ملاتړ کوي، چې د اسلامي شریعت، د افغانستان د خلکو د باورنو، کلتور او د نورو شخصي حریم ته د درناوي پر بنسټ نشرات کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې په افغانستان کې ۵۴۷ راجسټر شوې رسنۍ فعالې وې.
دغو رسنیو په چاپي، غږیزو، انځوریزو او انلاین برخو کې فعالیت درلود، خو دمګړۍ دا شمېر یوازې ۲۹۶ ته راکم شوی، یعنې نږدې نیمايي رسنیو یا خپل فعالیت بند کړی او یا د امنیتي، اقتصادي او د حاکم رژیم د سیاسي فشارونو له امله له رسنیز ډګره څنډې ته شوې دي.