• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسلامي هېوادونو سازمان د افغان کډوالو د جبري اېستلو په اړه خواشیني ښودلې

۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۰۷:۵۹ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د اسلامي همکاریو سازمان سفیر محمد سعید العیاش له مولوي کبیر سره په ناسته کې د پاکستان په ګډون له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو پر جبري اېستل کېدو خواشیني څرګنده کړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو وزیر له یاد سازمان څخه بېرته راستنېدونکو سره د مرستو غوښتنه کړې او د سرپناه وو د چمتووالي په موخه یې د ښار ګوټو جوړول مهم بللي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي،‌ د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ پراخېدل پر افغانستان منفي اغېزې کوي

۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۰۷:۰۷ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړو غړو د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ څېړلو په تړاو یوه سیمینار کې ویلي، چې د دغه دواړو هېوادونو ترمنځ د زیاتېدونکې ترېنګلتیا له کبله افغانستان هم اغېزمن شوی دی.

د یاد وزارت د سیاسي چارو لومړي مرستیال نور احمد نور په یاده ناسته کې زیاته کړې، د کشمیر د رامنځته شوي کړکېچ له کبله دواړه هېوادونو داسې اقدامات کړي چې د سیمې په ګډون یې افغانستان هم زیانمن کړی دی.

د هغه په وینا، د واګه بندر د تړل کېدو له امله د افغانستان سوداګریز مالونه بند پاتې دي او دغه سکټور ته یې د پام وړ زیانونه اړولي دي.

هغه خبرداری ورکړی، چې طالبان باید د دغه کړکېچ د لا پراخېدو تر مخه د احتمالي پېښو لپاره چمتووالی ولري.

طالبانو‌ په دغه ناسته کې د دواړو لوریو ترمنځ په خبرو اترو او د شخړې پر سوله‌ییز حل ټینګار کړی دی.

د طالبانو د سټراټېژیکو مطالعاتو مرکز مشر ولي الله شاهین په دې باور دی، چې د اټومي ځواک لرونکي دغه دوه هېوادونه به هېڅکله یو بل سره د جګړې ډګر ته لاړ نه شي او رامنځته شوې کشاله به د مذاکراتو له لارې حل کړي.

طالبانو په یاده ناسته کې له هند او پاکستان سره پر انډولیزه اړیکو ټینګار کړی دی.

تر دې دمخه د دغه ډلې د بهرنیو چارو وزارت د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سېلانیانو شوی برید غندلی و او له یاد هېواد سره یې خپله خواخوږي هم څرګنده کړې وه.

د طالبانو تر دې خواخوږۍ وروسته د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مرستیال مولانا فضل الرحمان اندېښنه څرګنده کړه، چې طالبان د اسلام اباد د ناسمو سیاستونو له کبله کرار، کرار له هند سره د اړیکو په پیاوړتیا اخته دي.

د روان کال (د اپرېل میاشتې په ۲۲مه نېټه) د وسله‌والو یوې ډلې په پهلګام کې ۲۶سېلانیان ووژل او شل نور یې ټپیان کړل.

په کشمیر کې تر دې پېښې وروسته نوي ډیلي د پړې ګوته اسلام اباد ته ونیوله، چې د ترهګرو ملاتړ کوي او له همدې کبله یې ورسره د اوبو تړون د لغوه کېدو تر څنګ سفارتي اړیکې هم را کمې کړې.

پاکستان هم د دغه پرېکړې په غبرګون کې د هند پر ضد ورته اقدامات وکړل.

د پاکستان د دفاع وزیر په ګډون د یاد هېواد یو شمېر لوړپوړو چارواکو اندېښنې څرګندې کړې دي، چې هندوستان پرې په نږدې راتلونکې کې د برید پلان لري.

افغان مېرمنې: د اپرېل ۲۷‌مه دې د «د جبري ودونو پر ضد» نړۍواله ورځ ونومول شي

۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۰۶:۲۸ GMT+۱

د ارغواني شنبو غورځنګ له نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غوښتي، چې د اپرېل ۲۷مه د «جبري ودونو پر ضد د نړۍوال اعتراض او د قربانیانو د یاد ورځې» په توګه ونوموي.

دغه غوښتنه وروسته له هغې وړاندې شوې، چې په غور کې د عابدې په نوم یوې پېغلې د یوه ځايي طالب له لور‌ي د جبري نکاح د ګواښ له امله ځان وسوځاوه.

یاد خوځښت ویلي، چې په افغانستان کې اوس‌مهال په سېسټماټیک ډول د جبري ودونو ترسراوی د ښځو پر وړاندې ستر ظلم دی.

دوی له ملګرو ملتونو او نړۍوالو بشري بنسټونو غوښتي، چې نور دې د افغان ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي او جنایتونو سترګې نه پټو؛ي بلکې د قربانیانو ملاتړ دې هم وکړي.

د طالبانو امربالمعروف وزارت تېر یوه کال کې له رسنیو او خبریالانو سره تر زرو ډېرې ناستې کړې

۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۰۵:۱۰ GMT+۱

د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت ویاند ویلي،‌ چې په تېرو دولس میاشتو کې یې د رسنیو مسوولینو او خبریالانو سره د همغږۍ په موخه له زرو ډېرې ناستې کړې دي.

سیف الاسلام خېبر زیاته کړې، دغه ناستې یې د دیني اصولو او اسلامي ارزښتونو د‌ پلي کولو په موخه کړې دي.

نوموړی وایي، چې د دوی وزیر خالد حنفي د عامه ذهنیتونو په جوړولو کې د رسنیو رول مهم بللی دی.

دغه څرګندونې داسې حال کې کېږي، چې طالبانو په ټول هېواد کې رسنۍ سانسور کړې دي او د خبریالانو تر څنګ یې د بیان پر ازادۍ هم سخت بندیزونه لګولي دي.

ندامحمد ندیم زده‌کړیالانو ته: د ملا عمر د‌ ژوند او سیاسي بصیرت اړوند مطالعه وکړئ

۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۰۵:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم په کابل پوهنتون کې زده‌کړیالانو ته سپارښتنه کړې، چې د دوی د پخواني مشر ملا عمر د ژوند او سیاسي بصیرت په تړاو دې مطالعې وکړي.

هغه دغه څرګندونې د (غویي ۱۳مه) په کابل پوهنتون کې د دغه ډلې د پخواني مشر ملا عمر په تړاو یوه جوړ شوي سېمینار ته کړې دي.

نوموړي زده‌کړیالانو ته زیاته کړې، چې په ځانونو کې دې د دوی د پخواني مشر په څېر عادتونه پیدا کړي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر په خپله وینا کې ټینګار کړی، چې زده‌کړیالان باید د عصري علومو تر څنګ دیني علومو ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.

د ندیم په خبره:« ته خو به دا عصري علوم زده کوې، دا پېغمبري اخلاق به له کومه ځایه زده کوې، د مسلمان حق به له کومه ځایه معلوموې او د کفارو له غلامۍ به ځان خلاصول له کومه ځایه زده کوې.»

نوموړي زیاته کړې، د عصري علومو لرونکي هغه کسان ورته هېڅ ارزښت نه لري چې د خپل هېواد خپلواکي نه پېژني.

د طالبانو دغه وزیر او د ملا هبت الله د سختدریځه فرمانونو پلي کوونکي تر دې دمخه څو، څو وارې د عصري علومو ضد څرګندونې کړې دي.

د طالبانو د امربالمعروف وزیر خالد حنفي بیا ویلي و، چې عصري زده‌کړې «مباح عمل» دی او کوم ځانګړی ارزښت نه لري.

پر دغه ډلې نیوکې دي، چې د پوهنتوني او اکاډمیک چاپېریالونه یې د خپلو سختدریځو افکارو تر اغېز لاندې راوستي دي.

طالبانو د پخواني‌ جمهوري نظام پر مهال په پوهنتونونو او ښوونځیو کې ګومارل شوي استادان له دندو ګوښه کړي دي.

طالبانو د دغو کسانو پر ځای خپل فکري ملایان ګومارلي دي؛ څو پرې د خپلې ډلې افکار ترویج کړي.

اندېښنې دا دي، چې طالبانو په هېواد کې د پوهنتونونو او ښوونځیو چاپېریال د خپلو افراطي مذهبي مدرسو په څېر بدل کړی او غواړي له دې لارې د خپلې واکمنۍ پایښت ته لارې برابرې کړي. د زده‌کړو یو شمېر فعالان وېره لري که دا حالت همداسې دوام وکړي؛ نو د هېواد له ښوونځیو او پوهنځیو څخه په راتلونکي کې د سختدریځۍ د پراخېدو جدي ننګوونې شته.

د ښوونځیو او پوهنځیو تړلې دروازې؛ حامد کرزي یو ځل بیا د نجونو پر زده‌کړو ټینګار کړی

۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۰۴:۰۶ GMT+۱

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کرومیا سره په ګډه ناسته کې یو ځل بیا د نجونو د زده‌کړو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د (غویي ۱۳مه) د حامد کرزي رسنیز دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پخواني ولسمشر همدا راز په هېواد کې د تلپاتې سولې او ټیکاو ټینګښت لپاره ملي تفاهم هم اړین وباله.

په یاده ناسته کې ښاغلي کرزي د زده‌کړو او روغتیا په برخه کې د جاپان هېواد له مرستو مننه کړې ده.

هغه غوښتي، چې دواړه هېوادونو باید له یو بل سره اړیکې لا پراخې کړي.

نوموړي په وار، وار له طالبانو غوښتي، چې د نجونو پر مخ د زده‌کړو دروازې پرانېزي؛ خو یادې ډلې پر دغه ډول غوښتنو خپل غوږونه کاڼه کړي دي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې طالبانو د خپلو سختدریځه تګلارو له مخې په هېواد کې د نجونو لپاره د لوړو زده‌کړو تر څنګ له شپږ ټولګي پورته د ښوونځیو زده‌کړې هم منعه کړې دي.

د نړۍ والې ټولنې تر څنګ د طالبانو دننه یو شمېر کړیو هم د ملاهبت الله دغه پرېکړه غندلې او ننګوولې ده.

د طالبانو له منځه د یادې ډلې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ستانکزي د نجونو د زده‌کړو اړوند د ملاهبت الله بندیز غیر اسلامي بللی او دا کار یې د هغه شخصي سختدریځي یاده کړې ده. همدا راز یو شمېر نورو طالبانو هم ورته څرګندونې کړې دي؛ خو ملاهبت الله د عباس ستانکزي په څېر د زده‌کړو ملاتړ کوونکي سخت ځپلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دا مرستیال وزیر د همدغو څرګندونو له کبله اوس په متحده عربي اماراتو کې د بې برخلیکۍ سره مخ دی او ملاهبت الله یې د نیول کېدو امر کړی، چې له همدې وېرې کابل ته ستنېدای هم نه شي.

له دې سربېره د طالبانو استبخاراتو له‌خوا د ملاهبت الله په امر د نجونو د زده‌کړو لسګونه ملاتړ کوونکي وهل شوي، شکنجه شوي او ان زنداني شوي دي.