افغان مېرمنې: د اپرېل ۲۷مه دې د «د جبري ودونو پر ضد» نړۍواله ورځ ونومول شي

د ارغواني شنبو غورځنګ له نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غوښتي، چې د اپرېل ۲۷مه د «جبري ودونو پر ضد د نړۍوال اعتراض او د قربانیانو د یاد ورځې» په توګه ونوموي.

د ارغواني شنبو غورځنګ له نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غوښتي، چې د اپرېل ۲۷مه د «جبري ودونو پر ضد د نړۍوال اعتراض او د قربانیانو د یاد ورځې» په توګه ونوموي.
دغه غوښتنه وروسته له هغې وړاندې شوې، چې په غور کې د عابدې په نوم یوې پېغلې د یوه ځايي طالب له لوري د جبري نکاح د ګواښ له امله ځان وسوځاوه.
یاد خوځښت ویلي، چې په افغانستان کې اوسمهال په سېسټماټیک ډول د جبري ودونو ترسراوی د ښځو پر وړاندې ستر ظلم دی.
دوی له ملګرو ملتونو او نړۍوالو بشري بنسټونو غوښتي، چې نور دې د افغان ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي او جنایتونو سترګې نه پټو؛ي بلکې د قربانیانو ملاتړ دې هم وکړي.


د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت ویاند ویلي، چې په تېرو دولس میاشتو کې یې د رسنیو مسوولینو او خبریالانو سره د همغږۍ په موخه له زرو ډېرې ناستې کړې دي.
سیف الاسلام خېبر زیاته کړې، دغه ناستې یې د دیني اصولو او اسلامي ارزښتونو د پلي کولو په موخه کړې دي.
نوموړی وایي، چې د دوی وزیر خالد حنفي د عامه ذهنیتونو په جوړولو کې د رسنیو رول مهم بللی دی.
دغه څرګندونې داسې حال کې کېږي، چې طالبانو په ټول هېواد کې رسنۍ سانسور کړې دي او د خبریالانو تر څنګ یې د بیان پر ازادۍ هم سخت بندیزونه لګولي دي.

د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم په کابل پوهنتون کې زدهکړیالانو ته سپارښتنه کړې، چې د دوی د پخواني مشر ملا عمر د ژوند او سیاسي بصیرت په تړاو دې مطالعې وکړي.
هغه دغه څرګندونې د (غویي ۱۳مه) په کابل پوهنتون کې د دغه ډلې د پخواني مشر ملا عمر په تړاو یوه جوړ شوي سېمینار ته کړې دي.
نوموړي زدهکړیالانو ته زیاته کړې، چې په ځانونو کې دې د دوی د پخواني مشر په څېر عادتونه پیدا کړي.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر په خپله وینا کې ټینګار کړی، چې زدهکړیالان باید د عصري علومو تر څنګ دیني علومو ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ندیم په خبره:« ته خو به دا عصري علوم زده کوې، دا پېغمبري اخلاق به له کومه ځایه زده کوې، د مسلمان حق به له کومه ځایه معلوموې او د کفارو له غلامۍ به ځان خلاصول له کومه ځایه زده کوې.»
نوموړي زیاته کړې، د عصري علومو لرونکي هغه کسان ورته هېڅ ارزښت نه لري چې د خپل هېواد خپلواکي نه پېژني.
د طالبانو دغه وزیر او د ملا هبت الله د سختدریځه فرمانونو پلي کوونکي تر دې دمخه څو، څو وارې د عصري علومو ضد څرګندونې کړې دي.
د طالبانو د امربالمعروف وزیر خالد حنفي بیا ویلي و، چې عصري زدهکړې «مباح عمل» دی او کوم ځانګړی ارزښت نه لري.
پر دغه ډلې نیوکې دي، چې د پوهنتوني او اکاډمیک چاپېریالونه یې د خپلو سختدریځو افکارو تر اغېز لاندې راوستي دي.
طالبانو د پخواني جمهوري نظام پر مهال په پوهنتونونو او ښوونځیو کې ګومارل شوي استادان له دندو ګوښه کړي دي.
طالبانو د دغو کسانو پر ځای خپل فکري ملایان ګومارلي دي؛ څو پرې د خپلې ډلې افکار ترویج کړي.
اندېښنې دا دي، چې طالبانو په هېواد کې د پوهنتونونو او ښوونځیو چاپېریال د خپلو افراطي مذهبي مدرسو په څېر بدل کړی او غواړي له دې لارې د خپلې واکمنۍ پایښت ته لارې برابرې کړي. د زدهکړو یو شمېر فعالان وېره لري که دا حالت همداسې دوام وکړي؛ نو د هېواد له ښوونځیو او پوهنځیو څخه په راتلونکي کې د سختدریځۍ د پراخېدو جدي ننګوونې شته.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کرومیا سره په ګډه ناسته کې یو ځل بیا د نجونو د زدهکړو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د (غویي ۱۳مه) د حامد کرزي رسنیز دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پخواني ولسمشر همدا راز په هېواد کې د تلپاتې سولې او ټیکاو ټینګښت لپاره ملي تفاهم هم اړین وباله.
په یاده ناسته کې ښاغلي کرزي د زدهکړو او روغتیا په برخه کې د جاپان هېواد له مرستو مننه کړې ده.
هغه غوښتي، چې دواړه هېوادونو باید له یو بل سره اړیکې لا پراخې کړي.
نوموړي په وار، وار له طالبانو غوښتي، چې د نجونو پر مخ د زدهکړو دروازې پرانېزي؛ خو یادې ډلې پر دغه ډول غوښتنو خپل غوږونه کاڼه کړي دي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې طالبانو د خپلو سختدریځه تګلارو له مخې په هېواد کې د نجونو لپاره د لوړو زدهکړو تر څنګ له شپږ ټولګي پورته د ښوونځیو زدهکړې هم منعه کړې دي.
د نړۍ والې ټولنې تر څنګ د طالبانو دننه یو شمېر کړیو هم د ملاهبت الله دغه پرېکړه غندلې او ننګوولې ده.
د طالبانو له منځه د یادې ډلې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ستانکزي د نجونو د زدهکړو اړوند د ملاهبت الله بندیز غیر اسلامي بللی او دا کار یې د هغه شخصي سختدریځي یاده کړې ده. همدا راز یو شمېر نورو طالبانو هم ورته څرګندونې کړې دي؛ خو ملاهبت الله د عباس ستانکزي په څېر د زدهکړو ملاتړ کوونکي سخت ځپلي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دا مرستیال وزیر د همدغو څرګندونو له کبله اوس په متحده عربي اماراتو کې د بې برخلیکۍ سره مخ دی او ملاهبت الله یې د نیول کېدو امر کړی، چې له همدې وېرې کابل ته ستنېدای هم نه شي.
له دې سربېره د طالبانو استبخاراتو لهخوا د ملاهبت الله په امر د نجونو د زدهکړو لسګونه ملاتړ کوونکي وهل شوي، شکنجه شوي او ان زنداني شوي دي.

د افغانستان د مخکیني جمهوري نظام د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل د خواله رسنیو طالب پلوه چلوونکو ته وایي، په سیاسي بحثونو کې کنځل د شرافت معیار ګرځول یو ژور ناورین دی.
هغه د (غويي ۱۴مه) پر اېکس پاڼه زیاته کړې، چې دا چاره د هېواد په اوسني ناسم وضعیت کې اختلاف نه؛ بلکې ټولنیزه ښویېدنه ده.
نوموړي د ټولنیزو رسینو کاروونکو ته په اشارې لیکلي، چې ځینو خپل اخلاق له لاسه ورکړي دي.
رحمت الله نبیل داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې په خواله رسنیو کې د طالبانو پلوي او د هغوی د مخالفینو ترمنځ سیاسي ناندرۍ ان د شخصي حریمونو د سپکاوي تر حده رسېدلي دي. نیوکې دا دي، چې طالبانو د خواله رسنیو لپاره ځیني تبلیغاتي کسان ګومارلي او د دغه ډلې پر ضد هر ډول څرګندونو ته په سپکو سپور غبرګون ښيي.

په پاکستان کې جلاوطنه افغان خبریالان وایي:« کله چې هم د پاکستان حکومت افغان کډوالو ته د هېواد پرېښودو ضرب الاجل ټاکي؛ نو زموږ په زړونو کې یوه نوې وېره پیدا شي.» د دوی وېره دا ده، که له دې ځایه واېستل شي؛ نو بیا به چېرته ځي؟
د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې نه یوازې د نجونو لپاره د زدهکړو دروازې وتړل شوې؛ بلکې ښځې هم له کار کولو راوګرځول شوې.
د دغه محدودیتونو پر دوام؛ طالبانو په رسنیو کې هم پر ښځینه خبریالانو او ویاندویانو هم یو لړ محدودیتونه ولګول او ګڼې ښځینه خبریالانې یې په مستقیمه توګه وګواښلې.
له همدې امله ډېرو ښځینه خبریالانو خپلې دندې پرېښودې او اړې شوې، چې له هېواده ووځي. له دې ډلې یوشمېر خبريالان پاکستان ته کډه شول او ځیني یې له هغه ځایه نورو هېوادونو ته ولاړل؛ خو لا هم یو شمېر یې پاکستان کې پاتې دي.
خو د دغه خبریالانو ستونزې لاهم نه دي ختمې شوې او په پاکستان کې هم له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.
هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد نه لري او یاهم د ACC کارتونه لري، اوسمهال له پاکستانه د اېستلو له جدي ګواښ سره مخ دي.
په پاکستان کې د افغان خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو د وضعیت په اړه افغان خبریالې مسکا صافۍ د افغانستان انټرنشنل – پښتو خبریال جواد شینواري سره په خبرو کې ویلي، افغان خبریالان لا له وړاندې په خپل هېواد کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو؛ اوس په جلاوطنۍ کې یې ستونزې دوه برابره شوې دي.
هغه وایي، دلته افغان خبریالان د کار نشتوالي له سخت ناورین سره مخ دي؛ که څه هم یو شمېر خبریالان په انلاین توګه کار کوي، خو ډېری یې بېکاره دي.
نوموړې زیاتوي، چې د پاکستان په رسنیو کې افغان خبریالانو ته کاري فرصتونه ډېر کم دي او دا د دوی لپاره هم مسلکي او هم اقتصادي ستونزې راولاړوي.
پاکستان ته کډه شوې افغان خبريالانې د کرایي کورونو په موندنې کې او روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي، دوی د پولیسو له ځورونې سره مخ دي او ان وخت نا وخت د پولیسو لهخوا نیول کېږي.
مسکا صافۍ وایي، افغان خبریالان انلاین کار هم نشي کولای؛ ځکه د امنیتي اندېښنو سره مخ دي او له دوی د کار ازادي اخیستل شوې ده.
په پاکستان کې یو افغان خبریال د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې پخوا یې په اسلاماباد کې ژوند کاوه؛ خو د پاکستان د وروستي اعلان له امله چې له مخې یې له ACC کارت لرونکو او بې اسناده کډوالو د وتلو غوښتنه شوې وه، اوس له اسلاماباده پېښور ته کډه شوی او هلته له یو ملګري سره اوسېږي.
هغه وایي، په افغانستان کې یې له یوه شخصي رسنۍ سره خبریالي کوله؛ خو کله چې طالبان واک ته ورسېدل، هغه اړ شو چې د خپل ژوند ژغورنې لپاره هېواد پرېږدي.
هغه وایي، چې د تورخم له لارې پاکستان ته راغلی او دغه سفر یې ډېر ستړی او له ګواښ،نو ډک و.
هغه وایي:« ما د سفر پر مهال خپل هویت پټه ساتلل و؛ ځکه نه مې غوښتل څوک مې وپېژني. زه (د ۲۰۲۲ کال د جون پر ۲۳مه) پاکستان ته راغلی یم.»
هغه زیاتوي، کله چې طالبانو واک ترلاسه کړ؛ نو د رسنیو یا نړۍوالو موسسو کارکوونکو ته ژوند ډېر سخت شو.
خو هغه وایي، چې پاکستان ته تر راتګ وروسته هم په امن کې نه دی؛ له یوې خوا امنیتي ګواښونو او له بلې خوا اقتصادي ستونزو یې ژوند خورا ستونزمن کړی دی.
د هغه په وینا، بېرته افغانستان ته نشي تلای او نه هم په پاکستان کې هوسا ژوند تېرولای شي.
هغه وایي:« په پاکستان کې د افغان خبریالانو لپاره هیڅ کاري فرصتونه نشته. بې روزګاري مې سخت ځوروي. په مساپرۍ کې که څوک کار ونه لري ژوند ورته ډېر سختېږي. کله چې هم د پاکستان حکومت موږ ته د وتلو لپاره ضرب الاجل ټاکي؛ نو زړونه کې مو ډار پیدا شي، چې که له دې ځایه هم وشړل شو، نو بیا به چېرته ځو؟ بېرته افغانستان ته تګ زموږ لپاره د مرګ معنا لري.»