رحمت الله نبیل: په سیاسي ارزونو کې کنځلې کول ژور ناورین دی

د افغانستان د مخکیني جمهوري نظام د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل د خواله رسنیو طالب پلوه چلوونکو ته وایي، په سیاسي بحثونو کې کنځل د شرافت معیار ګرځول یو ژور ناورین دی.

د افغانستان د مخکیني جمهوري نظام د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل د خواله رسنیو طالب پلوه چلوونکو ته وایي، په سیاسي بحثونو کې کنځل د شرافت معیار ګرځول یو ژور ناورین دی.
هغه د (غويي ۱۴مه) پر اېکس پاڼه زیاته کړې، چې دا چاره د هېواد په اوسني ناسم وضعیت کې اختلاف نه؛ بلکې ټولنیزه ښویېدنه ده.
نوموړي د ټولنیزو رسینو کاروونکو ته په اشارې لیکلي، چې ځینو خپل اخلاق له لاسه ورکړي دي.
رحمت الله نبیل داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې په خواله رسنیو کې د طالبانو پلوي او د هغوی د مخالفینو ترمنځ سیاسي ناندرۍ ان د شخصي حریمونو د سپکاوي تر حده رسېدلي دي. نیوکې دا دي، چې طالبانو د خواله رسنیو لپاره ځیني تبلیغاتي کسان ګومارلي او د دغه ډلې پر ضد هر ډول څرګندونو ته په سپکو سپور غبرګون ښيي.


په پاکستان کې جلاوطنه افغان خبریالان وایي:« کله چې هم د پاکستان حکومت افغان کډوالو ته د هېواد پرېښودو ضرب الاجل ټاکي؛ نو زموږ په زړونو کې یوه نوې وېره پیدا شي.» د دوی وېره دا ده، که له دې ځایه واېستل شي؛ نو بیا به چېرته ځي؟
د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې نه یوازې د نجونو لپاره د زدهکړو دروازې وتړل شوې؛ بلکې ښځې هم له کار کولو راوګرځول شوې.
د دغه محدودیتونو پر دوام؛ طالبانو په رسنیو کې هم پر ښځینه خبریالانو او ویاندویانو هم یو لړ محدودیتونه ولګول او ګڼې ښځینه خبریالانې یې په مستقیمه توګه وګواښلې.
له همدې امله ډېرو ښځینه خبریالانو خپلې دندې پرېښودې او اړې شوې، چې له هېواده ووځي. له دې ډلې یوشمېر خبريالان پاکستان ته کډه شول او ځیني یې له هغه ځایه نورو هېوادونو ته ولاړل؛ خو لا هم یو شمېر یې پاکستان کې پاتې دي.
خو د دغه خبریالانو ستونزې لاهم نه دي ختمې شوې او په پاکستان کې هم له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.
هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد نه لري او یاهم د ACC کارتونه لري، اوسمهال له پاکستانه د اېستلو له جدي ګواښ سره مخ دي.
په پاکستان کې د افغان خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو د وضعیت په اړه افغان خبریالې مسکا صافۍ د افغانستان انټرنشنل – پښتو خبریال جواد شینواري سره په خبرو کې ویلي، افغان خبریالان لا له وړاندې په خپل هېواد کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو؛ اوس په جلاوطنۍ کې یې ستونزې دوه برابره شوې دي.
هغه وایي، دلته افغان خبریالان د کار نشتوالي له سخت ناورین سره مخ دي؛ که څه هم یو شمېر خبریالان په انلاین توګه کار کوي، خو ډېری یې بېکاره دي.
نوموړې زیاتوي، چې د پاکستان په رسنیو کې افغان خبریالانو ته کاري فرصتونه ډېر کم دي او دا د دوی لپاره هم مسلکي او هم اقتصادي ستونزې راولاړوي.
پاکستان ته کډه شوې افغان خبريالانې د کرایي کورونو په موندنې کې او روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي، دوی د پولیسو له ځورونې سره مخ دي او ان وخت نا وخت د پولیسو لهخوا نیول کېږي.
مسکا صافۍ وایي، افغان خبریالان انلاین کار هم نشي کولای؛ ځکه د امنیتي اندېښنو سره مخ دي او له دوی د کار ازادي اخیستل شوې ده.
په پاکستان کې یو افغان خبریال د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې پخوا یې په اسلاماباد کې ژوند کاوه؛ خو د پاکستان د وروستي اعلان له امله چې له مخې یې له ACC کارت لرونکو او بې اسناده کډوالو د وتلو غوښتنه شوې وه، اوس له اسلاماباده پېښور ته کډه شوی او هلته له یو ملګري سره اوسېږي.
هغه وایي، په افغانستان کې یې له یوه شخصي رسنۍ سره خبریالي کوله؛ خو کله چې طالبان واک ته ورسېدل، هغه اړ شو چې د خپل ژوند ژغورنې لپاره هېواد پرېږدي.
هغه وایي، چې د تورخم له لارې پاکستان ته راغلی او دغه سفر یې ډېر ستړی او له ګواښ،نو ډک و.
هغه وایي:« ما د سفر پر مهال خپل هویت پټه ساتلل و؛ ځکه نه مې غوښتل څوک مې وپېژني. زه (د ۲۰۲۲ کال د جون پر ۲۳مه) پاکستان ته راغلی یم.»
هغه زیاتوي، کله چې طالبانو واک ترلاسه کړ؛ نو د رسنیو یا نړۍوالو موسسو کارکوونکو ته ژوند ډېر سخت شو.
خو هغه وایي، چې پاکستان ته تر راتګ وروسته هم په امن کې نه دی؛ له یوې خوا امنیتي ګواښونو او له بلې خوا اقتصادي ستونزو یې ژوند خورا ستونزمن کړی دی.
د هغه په وینا، بېرته افغانستان ته نشي تلای او نه هم په پاکستان کې هوسا ژوند تېرولای شي.
هغه وایي:« په پاکستان کې د افغان خبریالانو لپاره هیڅ کاري فرصتونه نشته. بې روزګاري مې سخت ځوروي. په مساپرۍ کې که څوک کار ونه لري ژوند ورته ډېر سختېږي. کله چې هم د پاکستان حکومت موږ ته د وتلو لپاره ضرب الاجل ټاکي؛ نو زړونه کې مو ډار پیدا شي، چې که له دې ځایه هم وشړل شو، نو بیا به چېرته ځو؟ بېرته افغانستان ته تګ زموږ لپاره د مرګ معنا لري.»

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د کونړ د مرکز اسعداباد په ولایتي روغتون کې د ښځو د عملیات خونې نوې څانګه له ښځو پرته پرانیسته. طالبانو ویلي، دغه څانګه د «هېلټ نېټ» موسسې له خوا د ۱.۸ مېلیونه افغانۍ په مالي لګښت جوړه شوې ده.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې دا عملیاتي مرکز په بېلابېلو طبي او غیر طبي تجهیزاتو سمبال دی.
د طالبانو د خپرو شویو انځورونو له مخې، د دې ډلې لسګونو غړو د ښځو د دې مرکز د پرانیستلو په مراسمو کې ګډون کړی و؛ خو په دوی کې هېڅ ښځه نه وه.

طالبانو د ښځو پر طبي زده کړو بندیز لګولی او په روغتونونو کې یې د جنسیت جلاوالی رامنځ ته کړی دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان په نړۍ کې د مور او ماشوم د مړینې لوړه کچه لري.
له محرم پرته د ښځو په تګ و راتګ محدودیتونه، د دولتي ادارو د ښځینه کارکوونکو د معاشونو کمول، د امریکا د مرستو بندېدو، د سلګونو روغتیايي مرکزونو تړل کېدل، په افغانستان کې د کم عمره نجونو ودونو، د روغتیايي خدماتو نشتوالي د مېندو او ماشومانو د مړینې بحران لا زیات کړی دی.
یونېسف د روان کال په وري میاشت کې خبرداری ورکړ، چې که د ښځو په طبي زده کړو بندیز دوام وکړي، نو سږ کال به له ۵۰۰۰ څخه زیاتې مېندې او ماشومان مړه شي.

ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې وویل، کندهار یو له هغو ښارونو څخه دی چې په نړۍ کې د ماشومانو د مړینې لوړه کچه لري.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق وايي. چې د طالبانو د مشر د استوګنې ځای، کندهار ولایت کې د ماشومانو د مړینې کچه د افغانستان د ملي اوسط څخه لوړه ده.
یونېسف خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د ملاتړو بودیجې کمښت ممکن په هېواد کې د ماشومانو د مړینې د زیاتوالي لامل شي.

د طالبانو د برېښنا شرکت مشر عبدالباري عمر وايي، له تېرو شپږو میاشتو راهیسې یې ۹۰۰ میګاواټه برېښنايي پروژې ډېزاین کړي، چې دا مهال یې په بېلابېلو ولایتونو کې د عملي کېدو کارونه پيل شوي دي.
طالبانو زياته کړې، چې د دې پروژو په عمليکېدو به صنعتي پارکونو، سوداګریزو مرکزونو او په زرګونو کورنيو ته خدمات ورسېږي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي مشر عبدالباري عمر د شنبې په ورځ (د غويي ۱۳مه) په یوې مرکه کې ویلي، چې یوازې په تېرو دوو اونیو کې یې د برېښنايي انرژۍ په برخه کې د شپږو لویو پراختيايي پروژو کارونه پيل کړي دي.
نوموړي زياته کړې، هڅه کوي له کورني ظرفیتونو څخه د اړتیا وړ برېښنا چمتو کړي.
د طالبانو د برېښنا شرکت مسوول پر نړۍوالو پانګه والو غږ کړی، چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې دې د برېښنا په برخه کې پانګونې وکړي.
نوموړي زياته کړې: «پر کورنيو او نړۍوالو پانګوالو غږ کوو، چې له موږ سره ودرېږی، موږ فرصتونه لرو او تاسو ترې ګټه واخلئ.»
عبدالباري عمر دا هم ویلي، چې ډېر ژر به ۸۰ لويي ولسوالۍ د پانګونې لپاره اعلان کړي، څو هلته برېښنايي خدمات ورسېږي.
د عمر په خبره، چې د برېښنایي پروژو د عملي کېدو پر مهال به سلګونو ځوانانو ته په مستقیم او غیر مستقيم ډول کاري فرصتونه برابر شي.
طالبانو پرون د ننګرهار په شېخ مصري ښارګوټي کې د دوو خصوصي شرکتونونو په پانګونې د څلوېښت میګاواټه لمریزې برېښنا د بنسټ ډبره کېښوده.
دغه ډلې درې ورځي وړاندې په کندهار، زابل او هلمند ولایتونو کې هم د برېښنا درېیو لویو پراختیايي پروژو پاتې چارې پيل کړې.
عبدالباري عمر تېره اونۍ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له استازې روزا اوتنبایوا سره په یوې ګډې ناسته کې له نړۍوالو وغوښتل، چې د برېښنا په برخه کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړې کړي.

له کابل څخه یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د امنیتي ادارو او کارکوونکو د شمېر د کمېدو په تړاو د طالبانو د مشر وروستۍ پرېکړه د دې ډلې د امنیتي چارواکو د نارضایتۍ لامل شوې ده.
سرچینه زیاتوي، چې د ځواکونو د پراخې ناراضۍ له وېرې د طالبانو د دفاع او کورنیو چارو وزیران او د استخباراتو مشر کندهار ته تللي او د نارضایتۍ د ډېرېدو او د هغې د پایلو په اړه یې له هبتالله اخوندزاده سره خبرې کړي، ترڅو په خپلې پرېکړي بیاکتنه وکړي.
له هغې وروسته چې د امریکا متحده ایالاتو خپلې مرستې بندې کړې او د یو شمېر نورو هېوادونو مرستې هم کمې شوې، د طالبانو رژیم له بودیجوي ستونزو سره مخ شو.
د نړۍوالو مرستو د کمېدو له امله د طالبانو د ځینو وزارتونو کارکوونکو او ځواکونو څو میاشتې معاشونه نهدي ترلاسه کړي، چې دا لړۍ لا هم روانه ده.
په همدې تړاو، د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده د دې ډلې د نظامي او ملکي ادارو د کمولو امر کړی.
د دغه امر له مخې، د طالبانو د امنیتي ادارو ۲۰ سلنه کارکوونکي به له دندو ګوښه شي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د ځواکونو د ناراضیتۍ له زیاتېدو سره درې ورځې وړاندې سراجالدین حقاني، یعقوب مجاهد او عبدالحق وثیق کندهار ته تللي ترڅو له اخوندزاده سره د دغه پرېکړې د بدلون په اړه خبرې وکړي.
هغوی د دې پرېکړې د ناوړه پایلو خبرداری ورکړی او غوښتنه یې کړې، چې بیاکتنه پرې وشي. سرچینې زیاتوي چې تر اوسه دا روښانه نه ده چې هبتالله اخوندزاده خپله پرېکړه بدله کړې که نه.
تمه کېږي، چې نوموړی تر بیا ارزونې وروسته د امنیتي ځواکونو د کمښت پرېکړه وځنډوي.
د هبتالله د فرمان له مخې، یوازې د معارف وزارت له تشکیل څخه به ۹۰ زره کسان له دندو ګوښه شي.
همداراز، په ټولو دولتي ادارو کې یوه ټاکل شوې کمېټه د تشکیلاتو د بیاکتنې او د کارکوونکو د کمښت مسؤلیت لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د دفاع وزیر یو لاسلیک شوی مکتوب افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی، چې په کې ملا یعقوب مجاهد د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت او استخباراتو ریاست ته مشوره ورکړې، چې شل سلنه تنقیص کې اول «منفور او نامطلوب» کسان منفک کړي.
د طالبانو ویاند تازه تایید کړې، چې د دوی ادارې په ملکي او نظامي برخو کې تشکیلات کم کړي دي.
هغه دا یو «طبیعي» کار بللی او ویلي یې دي، چې دا ګام د ادارو د ښه فعالیت او له بېځایه بروکراسي د مخنیوي لپاره اخیستل شوی دی.

د پاکستان او هند ترمنځ د وروستیو شخړو د زیاتوالي له امله د افغانستان لارۍ چلوونکي له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ او صنایعو خونې مرکزي مشر د شنبې په ورځ وویل، هند د افغانستان هغو لاریو ته اجازه نه ده ورکړې چې توکي لېږدوي او د واګه بندر څخه تېرېږي.
هغه زیاته کړه، چې پاکستان هم د ټرانزیټ تړون له مخې له هند څخه وارد شوي توکي بار وړونکو موټرو ته د تورخم او چمن سرحدي نقطو له لارې افغانستان ته د ننوتلو اجازه نه ده ورکړې.
د دې اوونۍ په پیل کې، پاکستان ۱۵۰ بندو پاتې شویو افغان لاریو ته چې هند ته توکي لېږدوي اجازه ورکړه، چې له پولې تېر شي.
دا اقدامات نږدې یوه اوونۍ وروسته له هغه وشو چې په هندي کشمیر پهلګام کې ترهګریزه پېښه رامنځته شوه او پاکستان د هند سره د هر ډول سوداګرۍ لپاره خپلې پولې وتړلې.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال مشر خان جان الکوزي د پاکستانۍ ورځپاڼې ډان سره په خبرو کې تایید کړه، چې پاکستان اجازه ورکړې خو هند لاریو ته اجازه نه ده ورکړې چې د واګه پولې څخه تېر شي.
خان جان الکوزي وویل:«ټولټال ۱۵۰ لارۍ پاکستان ته ننوتلې وې او ټاکل شوې وه چې واګې ته لاړې شي، خو د اپرېل له ۲۵مې وروسته بندې پاتې دي.»
الکوزي زیاته کړه: «دا لارۍ وچې میوې، تازه میوې او سبزیجات لیږدوي. لومړی، پاکستان دا موټرونه ودرول او اوس هند اجازه نه ورکوي.»
نوموړي وويل، چې پاکستان هغه افغان تجارتي موټرونه هم بند کړي دي چې له هند څخه وارد شوي توکي لېږدوي.
نوموړي زیاته کړه: «شاوخوا ۱۵۰۰ کانټینرونه له هند څخه د کراچۍ بندرونو ته رسېدلي دي. ځیني توکي بار شوي وو او کانټینرونه تورخم او چمن ته رسېدلي دي. پاکستان دا موټرونه درولي دي.»
په کابل کې یوه افغان چارواکي وویل، چې د پاکستان په څېر د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه لیک کې له سرحدي چارواکو غوښتي، چې هند ته د افغان لاریو د ننوتلو اسانتیاوې برابرې کړي.