• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رنګین دادفر سپنتا: د قومیت پر اساس د افغانانو اخراج ښکاره نژادپرستي ده

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۱۲:۱۸ GMT+۱

د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت د بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتاد سویس د کډوالو اداره کې د هغې طرحې غندنه کړې چې له مخې یې د قومیت پر اساس د افغانانو د اخراج وړاندوینه شوې.

سپنتا د دوشنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، چې دا پرېکړه نه یوازې د نړیوالو کنوانسیونونو خلاف ده، بلکې ښکاره نژادپرستي هم ده. هغه زیاته کړې، « زه دا پرېکړه په کلکو ټکو غندم».

د سویس دولت تر اوسه پورې داسې څه پرېکړه نه ده کړې، خو د دغه هېواد یوې رسنۍ ویلي، چې د کډوالو په اداره کې داسې یو وړاندیز شوی، چې له مخې یې پښتانه پناه غوښتونکي له طالبانو نه هغوی ته د کم خطر له امله، بېرته افغانستان ته واستول شي.

سپنتا زیاته کړې چې د طالبانو د استبدادي نظام قربانیان له قومي تعلیقاتو پرته د ملاتړ مستحق دي، « موږ باید د خپلو هیوادوالو دفاع وکړو».

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د سویس رینه څورښر څایتونګ ورځپاڼې رپوټ ورکړ، چې ددغه هېواد د کډوالو د اخراج مسوول د یوې ځانګړې الوتنې یا د قومیت پر اساس د افغانانو د اخراج وړاندیز کړی و.

د سویس د کډوالو ادارې ویلي، چې دا یوازې مثالونه دي او د افغانستان په اړه داسې څه نشته.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالبان په کندز کې د ښوونکو روزنې ریاست په جهادي مدرسې بدلوي

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۱۱:۰۴ GMT+۱

په کندز کې د ښوونکو د روزنې ریاست ځینو استادانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبان غواړي یاد ریاست په جهادي مدرسې بدل کړي. د طالبانو تر واک لاندې د کندز ښوونکو مسلکي پراختیا امریت مني چې دوی خپله پخوانۍ ودانۍ بدله کړې او له هغه ځایه یې نقل مکان کړی دی.

د کندز د ښوونکو د روزنې ریاست ځینو استادانو نن دوشنبه، د غويي ۱۵مه، وویل چې ټول کارکوونکي د ریاست له پخواني ځای څخه نوې ودانۍ ته انتقال شوي دي.

یوه ښوونکي وویل:« څو ورځې مخکې ټولو استادانو ته وویل شول چې د کندز د ښوونکو د روزنې مرکز له تعمیر څخه ژر ووځئ.»

سرچینې وايي، طالبان دا کار ځکه کوي، چې د ښوونکو د روزنې ودانۍ پراخه ده او د ښار په مهم ځای کې موقعیت لري.

له دې وړاندې د ښوونکو د روزنې ریاست د کندز پوهنتون په عمومي سرک و او اوس یې له دې سیمې لرې دوه سرکه ته لېږدولی دی.

د طالبانو تر واک لاندې د ښوونکو مسلکي پراختیا امریت پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا امریت دفتر هم له خپل پخواني ځای څخه وتلی او د نوي ادرس په اړه اعلان یې کړی دی.

طالبانو له دې وړاندې په ځینو ولایتونو کې په ښوونځیو او تاریخي ودانیو کې جهادي مدرسې جوړې کړې دي.

د راپورونو له مخې، په افغانستان کې ۲۱۰۰۰ مدرسې جوړې شوې، په داسې حال کې چې په ټول هېواد کې ۱۸۰۰۰ ښوونځي دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت د مالوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه یو میلیون ماشومان د دیني زده کړو لپاره په مدرسو کې شامل شوي، چې په دې سره په مدرسو کې د ټولو زده کوونکو شمېر تر ۳،۶ میلیونو رسېږي.

د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د مدرسو جوړولو چارې ګړندۍ شوې او خلک وایي، چې ښوونځيو ته پاملرنه کمه شوې.

امرالله صالح: زموږ هموطني نه فرمان او نه هم ټبر له منځه وړلای شي

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۱۰:۴۹ GMT+۱

د مخکیني جمهوري حکومت د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح د سویس کډوالو اداره کې د یوې وړاندیز شوې طرحې په غبرګون کې د روند سبز اعلامیه خپره کړې او وايي، چې د افغانانو هموطني نه فرمان او نه هم قومیت له منځه وړلی شی.

د سویس یوې رسنۍ په دې وروستیو کې د دغه هېواد د کډوالو ادارې د یوه چارواکي پر وړاندیز رپوټ ورکړی و، چې افغانان د قومیت پر اساس افغانستان ته واستول شي، خو دغه وړاندیز د افغانانو له پراخ غبرګون سره مخ شوی.

امرالله صالح د روند سبز اعلامیه خپره کړې او په تبصره کې یې ویلي، چې افغانان په قومونو او فرمانونو نه شي وېشل کېدای.

د روند سبز په اعلامیه کې راغلي، چې د قومیت له مخې د افغانانو هدف ګرځول ناسم او د نړیوالو قوانینو خلاف دي.

یاده ګوند وايي، چې طالبان له دې مسالې نه د وسیلې په توګه استفاده کوي.

د ایراني ډاکټرانو یوه ډله د سرطاني ناروغیو وړیا درملنې لپاره افغانستان ته رسېدلې

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۰۸:۵۱ GMT+۱

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د ایراني متخصصینو یوه ډله د سرطاني ناروغیو د وړیا درملنې په موخه افغانستان ته په یوه لس ورځني سفر تللې ده. د اوا اژانس د راپور له مخې، دغه روغتیاپالان به په کابل، کندهار، بلخ او هرات ولایتونو کې د سرطان ناروغان معاینه کړي.

له دې ډلې د سرطاني ناروغیو ایراني متخصص عبدالرحیم حزین ویلي،‌ چې په افغانستان کې د کمو روغتیايي امکاناتو او د سرطان په برخه کې د لازمې درملنې نشتوالي له کبله یې افغانستان ته سفر کړی دی.

هغه زیاته کړې، ډېری هغه افغان ناروغان چې په سرطان اخته دي؛ د پاکستان په ګډون ځینو نورو هېوادونو ته د درملنې لپاره ځي.

د نوموړي په خبره؛ دوی د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سره هوکړه کړې، چې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې به په دوامداره توګه د درملنې دغه بهیر په بېلابېلو وختونو کې روان وساتي.

تر دې دمخه د روغتیا نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان روغتیايي سېسټم د ګړنګ پر غاړه ولاړ دی.

د روغتیا په برخه کې یو شمېر مرستندویه سازمانونو د بودجې د کمښت له کبله خپل فعالیتونه را کم کړي‌ او د هېواد په ګوټ، ګوټ کې یو شمېر روغتونونه هم تړل شوي دي.

هم‌مهاله اندېښنې څرګندې شوې، چې طالبان د روغتیایي سېسټم د چلولو توان نه لري او که ژر تر ژره نړۍوالې مرستې ونشي؛ نو د روغتیا اوسنی ناورین به لا پسې پراخ شي.

د افغانستان د ښځینه‌و فوټبال جلاوطنه لوبډله د رسمیت پېژندنې په لټه کې ده

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۰۸:۳۷ GMT+۱

واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم دغې ډلې د ښځو د نورو ورزشونو تر څنګ د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبغاړې هم له لوبو منعه کړې دي؛ خو اوس د دغه لوبډلې غړو په جلا وطنۍ کې فعالیتونه پیل کړي او د فوټبال له نړۍوالې شورا څخه د رسمیت پېژندنې غوښتنه کوي.

د نیویارک ټاېمز ورځپاڼې د راپور له مخې، فاطمه فولادي چې په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې لپاره یې د تاجکستان پر وړاندې ګول وهلی و؛ تر هغې سیالۍ یوازې دوه میاشتې وروسته اړه شوه، چې له هېواده ووځي.

هغه د کابل هوایي ډګر له لارې د تخلیې پر مهال امریکا ته تللې ده.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې د ښځو د ملي لوبډلې له ۷۵ څخه زیاتو غړو، لوبغاړو، روزونکو او کورنیو یې د FIFPro یا د نړۍوالو لوبغاړو ټولنې په مرسته اسټرالیا او یو شمېر نورو اروپایي هېوادونو ته پناه یووړه.

اوس‌مهال په افغانستان کې ښځینه ورزشونه بشپړ بند دي او د طالبانو تر واک لاندې فوټبال فدراسیون د ښځو لوبډلې په رسمیت نه پېژني.

د فیفا له مقرراتو سره سم، هره رسمي لوبډله باید د خپل هېواد د رسمي فدراسیون له‌خوا تایید شي.

د طالبانو د بیا ځلي واک راپه دېخوا د افغانستان د ښځو لوبډلې کومه رسمي لوبه نه ده ترسره کړې او له نړۍوالو رده ‌بندیو هم لرې پاتې شوې ده.

نیلاب محمدي چې مخکې د ملي ټیم بریدګره او کپتانه وه؛ اوس د اسټرالیا په ملبورن ښار کې د Sky United لوبډلې لپاره لوبه کوي.

هغې له افغانستانه د وتلو وروسته د استرالیا د ښځو د اووم لیګ په AWT کې بیا له سره لوبې پیل کړې. نیلاب وايي، د افغانستان لوبډله د بریا او هیلو نښه ده.

خالده پوپل، چې د افغانستان د ښځو د ملي فوټبال ټیم بنسټ اېښودونکې او د فوټبال فدراسیون لومړۍ ښځینه غړې وه؛ اوس په ډنمارک کې ژوند کوي.

سره له دې چې د امنیتي ګواښونو سره مخ ده، لا هم د افغان ښځو فوټبال ته کار کوي.

هغې ویلي، فوټبال د افغان ښځو د غږ انعکاس دی او دغه لوبغاړې له رواني ستونزو سره سره لا هم هوډمنې دي.

هغې د فوټبال له نړیوال فدراسیون څخه غوښتنه کړې، چې په غوره امنیتي چاپېریال کې دې د افغانستان ښځینه فوټبالرانو ته د سیالیو اسانتیاوې برابرې کړي.

فیفا د ۲۰۲۵ کال د مارچ میاشت کې د SRA یا د سپورتي حقونو د ټلوالې راپور په غبرګون کې ژمنه وکړه، چې له افغان ښځو او نجونو ملاتړ کوي او هغو لوبغاړو ته چې بهر مېشت دي، د لوبو زمینه برابروي؛ خو تر اوسه د افغانستان د ښځو د ملي لوبډلې رسمي پېژندنې په اړه پرېکړه نه ده شوې.

نیلاب محمدي وايي: «که فیفا موږ په رسمیت ونه پېژني، دا به لویه ماتې وي؛ خو موږ به تسلیم نه شو.»

دغې لوبډلې یو انلاین کمپاین هم پیل کړی، چې تر دې دمه یې له ۱۸۵ زرو زیاتو کسانو لاسلیک کړی.

دغه ستونزې یوازې فوټبال پورې محدودې نه دي پاتې؛ بلکې د کرېکټ نړۍوالې شورا (ICC) هم د افغانستان د ښځو د کرېکټ اړوند خورا محتاط چلند کړی دی.

د افغانستان د کرېکټ ښځینه لوبغاړې چې په اسټرالیا او ځینو نورو هېوادونو کې جلا وطنه دي، په دې وروستیو کې یې یو ځل بیا خپله لوبډله راټوله کړې او سیالۍ یې هم پیل کړې دي.

پاکستان په اپرېل میاشت کې ۱۴۴‌زره افغان کډوال په جبري‌ توګه له خپل هېواده اېستلي دي

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۰۷:۰۱ GMT+۱

په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر افریدي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې په تېره اپرېل میاشت کې ۱۴۴زره افغان کډوال له پاکستانه اېستل شوي دي.

هغه د (غویي ۱۵مه) وویل، چې په دغو اېستل شویو کسانو کې بې اسناده افغان کډوال او د «اې سي سي » کارت لرونکي شامل دي.

نوموړي زیاته کړې، چې نن دوشنبه هم د تورخم له لارې څه باندې ۹۰۰ افغان کډوال له پاکستانه اېستل شوي دي.

دغه افغانان د پنجاب په ګډون د‌ پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې نیول شوي وو.

که څه هم د ملګرو ملتونو په ګډون د کډوالو یو شمېر ملاتړو سازمانونو له پاکستانه غوښتي، چې د افغان کډوالو د اېستل کېدو روانه لړۍ دې ودروي؛ خو یاد هېواد دې غوښتنو ته چندان پام نه دی کړی.

طالبانو اسلام اباد ته د پلاويو استولو تر څنګ کابل ته د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د سفر پر مهال هم د کډوالو د اېستل کېدو د بهیر درولو غوښتنې کړې وې.

په پاکستان کې یو شمېر سیاست‌والو هم پر دې بهیر نیوکې کړې دي او د کویټې په ګډون په یو شمېر ښارونو کې د افغانانو د اېستل کېدو‌ پر ضد لاریونونه هم شوي دي.

هم‌مهاله د ملګرو ملتونو سازمانونو اندېښنه څرګنده کړې، چې هېواد ته ستنېدونکي افغانان د بې روزګارۍ تر څنګ د سرپناه له نشتوالي سره مخ کېږي.

یونسیار پر نړۍوالې ټولنې او مرستندویه ټولنې غږ کړی، چې د اېستل کېدونکو افغانانو سره د لاسنېوي لپاره دې لازمې مرستې وشي.

طالبانو هم ورته غوښتنې کړې دي او کډوالو ته د ښارګوټو د جوړولو په برخه کې یې له ځینو هېوادونو مرستې هم غوښتې دي.

همدا راز پاکستان د ملګرو ملتونو د کارتونو لرونکو (POR) ته هم خبرداری ورکړی، که د جون میاشتې تر پایه پورې له دغه هېواده ونه وځي؛ نو په زور به یې اېستلو ته اړ کړي.

هم‌مهاله له ایران څخه هم د افغانانو د اېستل کېدو څپې روانې دي او اندېښنې شته، چې دغه لړۍ به لا نوره هم ګړندۍ شي.

افغانستان ته ډېری ستنېدونکي کډوال په هېواد کې د ناڅرګند راتلونکي، اقتصادي بې ثباتۍ او د روزګارونو له نشتوالي څخه وېره لري.