• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایراني ډاکټرانو یوه ډله د سرطاني ناروغیو وړیا درملنې لپاره افغانستان ته رسېدلې

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۰۸:۵۱ GMT+۱

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د ایراني متخصصینو یوه ډله د سرطاني ناروغیو د وړیا درملنې په موخه افغانستان ته په یوه لس ورځني سفر تللې ده. د اوا اژانس د راپور له مخې، دغه روغتیاپالان به په کابل، کندهار، بلخ او هرات ولایتونو کې د سرطان ناروغان معاینه کړي.

له دې ډلې د سرطاني ناروغیو ایراني متخصص عبدالرحیم حزین ویلي،‌ چې په افغانستان کې د کمو روغتیايي امکاناتو او د سرطان په برخه کې د لازمې درملنې نشتوالي له کبله یې افغانستان ته سفر کړی دی.

هغه زیاته کړې، ډېری هغه افغان ناروغان چې په سرطان اخته دي؛ د پاکستان په ګډون ځینو نورو هېوادونو ته د درملنې لپاره ځي.

د نوموړي په خبره؛ دوی د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سره هوکړه کړې، چې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې به په دوامداره توګه د درملنې دغه بهیر په بېلابېلو وختونو کې روان وساتي.

تر دې دمخه د روغتیا نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان روغتیايي سېسټم د ګړنګ پر غاړه ولاړ دی.

د روغتیا په برخه کې یو شمېر مرستندویه سازمانونو د بودجې د کمښت له کبله خپل فعالیتونه را کم کړي‌ او د هېواد په ګوټ، ګوټ کې یو شمېر روغتونونه هم تړل شوي دي.

هم‌مهاله اندېښنې څرګندې شوې، چې طالبان د روغتیایي سېسټم د چلولو توان نه لري او که ژر تر ژره نړۍوالې مرستې ونشي؛ نو د روغتیا اوسنی ناورین به لا پسې پراخ شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د ښځینه‌و فوټبال جلاوطنه لوبډله د رسمیت پېژندنې په لټه کې ده

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۰۸:۳۷ GMT+۱

واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم دغې ډلې د ښځو د نورو ورزشونو تر څنګ د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبغاړې هم له لوبو منعه کړې دي؛ خو اوس د دغه لوبډلې غړو په جلا وطنۍ کې فعالیتونه پیل کړي او د فوټبال له نړۍوالې شورا څخه د رسمیت پېژندنې غوښتنه کوي.

د نیویارک ټاېمز ورځپاڼې د راپور له مخې، فاطمه فولادي چې په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې لپاره یې د تاجکستان پر وړاندې ګول وهلی و؛ تر هغې سیالۍ یوازې دوه میاشتې وروسته اړه شوه، چې له هېواده ووځي.

هغه د کابل هوایي ډګر له لارې د تخلیې پر مهال امریکا ته تللې ده.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې د ښځو د ملي لوبډلې له ۷۵ څخه زیاتو غړو، لوبغاړو، روزونکو او کورنیو یې د FIFPro یا د نړۍوالو لوبغاړو ټولنې په مرسته اسټرالیا او یو شمېر نورو اروپایي هېوادونو ته پناه یووړه.

اوس‌مهال په افغانستان کې ښځینه ورزشونه بشپړ بند دي او د طالبانو تر واک لاندې فوټبال فدراسیون د ښځو لوبډلې په رسمیت نه پېژني.

د فیفا له مقرراتو سره سم، هره رسمي لوبډله باید د خپل هېواد د رسمي فدراسیون له‌خوا تایید شي.

د طالبانو د بیا ځلي واک راپه دېخوا د افغانستان د ښځو لوبډلې کومه رسمي لوبه نه ده ترسره کړې او له نړۍوالو رده ‌بندیو هم لرې پاتې شوې ده.

نیلاب محمدي چې مخکې د ملي ټیم بریدګره او کپتانه وه؛ اوس د اسټرالیا په ملبورن ښار کې د Sky United لوبډلې لپاره لوبه کوي.

هغې له افغانستانه د وتلو وروسته د استرالیا د ښځو د اووم لیګ په AWT کې بیا له سره لوبې پیل کړې. نیلاب وايي، د افغانستان لوبډله د بریا او هیلو نښه ده.

خالده پوپل، چې د افغانستان د ښځو د ملي فوټبال ټیم بنسټ اېښودونکې او د فوټبال فدراسیون لومړۍ ښځینه غړې وه؛ اوس په ډنمارک کې ژوند کوي.

سره له دې چې د امنیتي ګواښونو سره مخ ده، لا هم د افغان ښځو فوټبال ته کار کوي.

هغې ویلي، فوټبال د افغان ښځو د غږ انعکاس دی او دغه لوبغاړې له رواني ستونزو سره سره لا هم هوډمنې دي.

هغې د فوټبال له نړیوال فدراسیون څخه غوښتنه کړې، چې په غوره امنیتي چاپېریال کې دې د افغانستان ښځینه فوټبالرانو ته د سیالیو اسانتیاوې برابرې کړي.

فیفا د ۲۰۲۵ کال د مارچ میاشت کې د SRA یا د سپورتي حقونو د ټلوالې راپور په غبرګون کې ژمنه وکړه، چې له افغان ښځو او نجونو ملاتړ کوي او هغو لوبغاړو ته چې بهر مېشت دي، د لوبو زمینه برابروي؛ خو تر اوسه د افغانستان د ښځو د ملي لوبډلې رسمي پېژندنې په اړه پرېکړه نه ده شوې.

نیلاب محمدي وايي: «که فیفا موږ په رسمیت ونه پېژني، دا به لویه ماتې وي؛ خو موږ به تسلیم نه شو.»

دغې لوبډلې یو انلاین کمپاین هم پیل کړی، چې تر دې دمه یې له ۱۸۵ زرو زیاتو کسانو لاسلیک کړی.

دغه ستونزې یوازې فوټبال پورې محدودې نه دي پاتې؛ بلکې د کرېکټ نړۍوالې شورا (ICC) هم د افغانستان د ښځو د کرېکټ اړوند خورا محتاط چلند کړی دی.

د افغانستان د کرېکټ ښځینه لوبغاړې چې په اسټرالیا او ځینو نورو هېوادونو کې جلا وطنه دي، په دې وروستیو کې یې یو ځل بیا خپله لوبډله راټوله کړې او سیالۍ یې هم پیل کړې دي.

پاکستان په اپرېل میاشت کې ۱۴۴‌زره افغان کډوال په جبري‌ توګه له خپل هېواده اېستلي دي

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۰۷:۰۱ GMT+۱

په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر افریدي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې په تېره اپرېل میاشت کې ۱۴۴زره افغان کډوال له پاکستانه اېستل شوي دي.

هغه د (غویي ۱۵مه) وویل، چې په دغو اېستل شویو کسانو کې بې اسناده افغان کډوال او د «اې سي سي » کارت لرونکي شامل دي.

نوموړي زیاته کړې، چې نن دوشنبه هم د تورخم له لارې څه باندې ۹۰۰ افغان کډوال له پاکستانه اېستل شوي دي.

دغه افغانان د پنجاب په ګډون د‌ پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې نیول شوي وو.

که څه هم د ملګرو ملتونو په ګډون د کډوالو یو شمېر ملاتړو سازمانونو له پاکستانه غوښتي، چې د افغان کډوالو د اېستل کېدو روانه لړۍ دې ودروي؛ خو یاد هېواد دې غوښتنو ته چندان پام نه دی کړی.

طالبانو اسلام اباد ته د پلاويو استولو تر څنګ کابل ته د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د سفر پر مهال هم د کډوالو د اېستل کېدو د بهیر درولو غوښتنې کړې وې.

په پاکستان کې یو شمېر سیاست‌والو هم پر دې بهیر نیوکې کړې دي او د کویټې په ګډون په یو شمېر ښارونو کې د افغانانو د اېستل کېدو‌ پر ضد لاریونونه هم شوي دي.

هم‌مهاله د ملګرو ملتونو سازمانونو اندېښنه څرګنده کړې، چې هېواد ته ستنېدونکي افغانان د بې روزګارۍ تر څنګ د سرپناه له نشتوالي سره مخ کېږي.

یونسیار پر نړۍوالې ټولنې او مرستندویه ټولنې غږ کړی، چې د اېستل کېدونکو افغانانو سره د لاسنېوي لپاره دې لازمې مرستې وشي.

طالبانو هم ورته غوښتنې کړې دي او کډوالو ته د ښارګوټو د جوړولو په برخه کې یې له ځینو هېوادونو مرستې هم غوښتې دي.

همدا راز پاکستان د ملګرو ملتونو د کارتونو لرونکو (POR) ته هم خبرداری ورکړی، که د جون میاشتې تر پایه پورې له دغه هېواده ونه وځي؛ نو په زور به یې اېستلو ته اړ کړي.

هم‌مهاله له ایران څخه هم د افغانانو د اېستل کېدو څپې روانې دي او اندېښنې شته، چې دغه لړۍ به لا نوره هم ګړندۍ شي.

افغانستان ته ډېری ستنېدونکي کډوال په هېواد کې د ناڅرګند راتلونکي، اقتصادي بې ثباتۍ او د روزګارونو له نشتوالي څخه وېره لري.

طالبان وایي، بهر ته د افغان کارګرو د ناقانونه تګ مخه نېسي

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۰۶:۴۰ GMT+۱

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبر ورکړی، چې بهر ته د افغان کارګرو د ناقانونه تګ د مخنیوي اړوند یې د دغې ډلې د بېلابېلو وزارتونو د استازو ترمنځ تخنیکي ناسته کړې ده.

د دوشنبې په ورځ د (غویي ۲۵مه) خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د یاد وزارت د کار مرستیال مولوي محمد زاهد احمدزي په دغه ناسته کې په قاچاقي لارو بهرنیو هېوادونو ته د کارګرو د تګ او د هغوی د بشري حقونو د نقض په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.

په دغه ناسته کې طالبانو د کارموندنې د تګلارو پر جوړولو داسې مهال سلا مشورې کړې دي، چې په هېواد کې د بې روزګارۍ کچه تر بل هره وخت ډېره شوې ده.

نیوکې دا دي، چې د طالبانو په راتګ په هېواد کې سلګونه زره کسان بې دندو شوي او د روزګار کچه هم په بې سارې توګه ټیټه شوې ده.

له همدې امله سلګونه زره افغانانو د ایران او پاکستان په ګډون ان عراق ته هم د روزګار موندلو پسې په سختو لارو سفرونه کړي دي.

د کارګرو نیوکې دا دي، چې طالبانو په هېواد کې هر څه تر خپلې ولکې لاندې راوستي او‌ پرته له خپلو کسانو نور هېڅ چا ته د دندو فرصتونه نه ورکوي.

کارګر نیوکې کوي، چې په ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران کې ورسره خورا ناسم چلند کېږي او ان ځیني وخت ورته حق الزحمې هم نه ورکول کېږي.

همدا راز په عراق او ایران کې پولیسو په بېلابېلو پېښو کې افغان کډوال ځورولي او شکنجه کړي‌ دي.

د طالبانو په واکمنېدو سره د پخواني افغان پوځ او امنیتي ادارو سلګونه زره سرتېري هم بې دندو شوي، چې ډېری یې اوس‌مهال په ایران کې په مزدورۍ بوخت دي.

همدا راز لسګونه زره نور افغانان له کږلېچونو په ډکو قاچاقي لارو د ښه ژوند او روزګار موندلو په موخه اروپايي هېوادونو ته تللي.

ځیني افغانان پر دغو سختو لارو د تګ له امله د سړو هواګانو، د ایراني پولیسو له ډزو، د ترکيې امنیتي ادارو له شکنجو او له کمرونو څخه د لوېدو له امله مړه شوي دي.

د قابلو نړۍواله ورځ؛ سږکال په دغه ورځ په افغانستان کې د قابلګۍ ښوونیز مرکزونه تړلي دي

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۰۶:۳۰ GMT+۱
•
سلیمان خپلواک

نن (د مئ ۵مه) د قابلو نړۍوالې ورځې سره سمون لري. که څه هم نړۍ دغه ورځ د قابلو په ستاینې او هڅوونې سره نمانځي؛ خو افغانستان سږکال دغه ورځ داسې مهال نمانځي، چې د نجونو لپاره د قابلګۍ ټول ښوونیز مرکزونه تړلي دي.

په نړۍ کې (د مئ ۵مه) هر کال د قابلو نړۍواله ورځ نمانځل کېږي؛ څو د هغو مېلیونونو ښځو هڅې وستایل شي، چې د مېندو او ماشومانو د ژوند ژغورنې لپاره خپل عمرونه وقفوي.

خو په افغانستان کې او په تېره واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته نه یوازې دا چې دغه ورځ نه ده نمانځل شوې؛ بلکې د دغې ډلې له‌خوا پر قابلو لګېدلي محدودیتونه هم زیات شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې سږکال به افغانستان د قابلګۍ په برخه کې فارغانې ونلري، چې د راروانو کلونو لپاره یې د روغتیایي بنسټونو سختې اندېښنې راپارولې دي.

خو هغه قابلې چې اوس‌مهال په دندو بوختې دي او یا د طالبانو تر راتګ وړاندې په دندو بوختې وې؛ د سختو ننګونو سره مخ دي.

په دغه راپور کې د افغانستان له ځینو برخو قابلو سره د دوی د ستونزو په اړه خبرې شوې دي.
په ننګرهار کې د غني خېلو د روغتیایي کلستر یوه قابله نوریه افغانستان انټرنشنل پښتو ته په خپلو خبرو کې وایي:« قابله یوه مسلکي روغتیاپاله ده، چې د مېندوارۍ، زېږون او له زېږون وروسته د مېندو او ماشومانو روغتیا ته ژمنه ده. دغه مسلک یوازې یو فن نه؛ بلکې د خدمت، ژغورنې او انساني مهربانۍ استازیتوب کوي.»
نوریه وایي:« په افغانستان کې د قابلو د مسلک ارزښت له نړۍوال معیار سره په تضاد کې دی. دلته قابله یوازې د زېږون همکاره نه، بلکې له مړینې څخه د ژغورنې وروستۍ هیله ګڼل کېږي؛ خو له بده مرغه پر ښځو د طالبانو له‌خوا د کار بندیز او نورو ټولنیزو محدودیتونو زموږ چارې له سترو خنډونو سره مخ کړې دي.»
له بل پلوه نن سبا په افغانستان کې د قابلو د روزنې امکانات کم او کاري شرایط هم سخت شوي دي او ډېری یې یوازې د محرم سره روغتیايي مرکزونو ته د تګ اجازه لري، چې دغو ناوړه شرایطو په کلیوالو سیمو کې د ښځینه قابلو حضور له ستونزو سره مخ کړی دی.
د فراه ولایت اوسېدونکې فرشته چې د قابلګۍ په برخه کې یې زده‌کړې کړې دي او اوس‌مهال په یوه دولتي روغتون کې دنده لري وایي:« زه د شپې له‌خوا په پټه د ناروغانو کورونو ته ځم؛ ځکه زه د ورځې له‌خوا د محرم پرته له کوره نشم وتلای. خو زه پوهېږم که زه دغه ناروغانو ته ورنشم؛ نو ښایي دغه مېندواره مېرمن یا ماشوم به ومري.»
د غزني ولایت انګوري سیمې یوه بله قابله فاطمه افغانستان انټرنشنل ته وایي:« د قابلو لپاره تنخوا ډېره کمه، وسایل محدود او کار بې ‌ارزښته شوی دی.»
هغې وویل، چې دوی له ورځني فشار، اوږدو کاري ساعتونو، رواني ستړیا، او نامناسبو شرایطو سره کار کوي؛ خو بیا هم نه تسلیمېږي او د ژوند ژغورنې مبارزې ته دوام ورکوي.
بل خوا بیا ګڼې قابلې او روغتیاپالانې د کار له نشتوالي سر ټکوي، چې د افغانستان په لرو پرتو او ان ځينو ښاري سیمو کې دوی ته اړتیا لیدل کېږي؛ خو د دغو اړتیاوو سره، سره دوی بیا هم بې دندې دي.
د زابل ولایت اوسېدونکې سیما وایي:« قابلګي مې ولوستله، ما ویل چې دنده به واخلم او خدمت به وکړم. څه موده مې له یوې موسسې سره کار وکړ؛ خو اوس دوه کاله وشول، چې بې دندې یم او په کور ناسته یم.»
د ۲۰۲۳ کال د یوې څېړنې له مخې؛ په افغانستان کې ټولټال ۳۶ زره ښځينه قابلې شته چې ۷۰ سلنه یې بې روزګاره دي.

دغه وزارت په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په تېرو دوو کلونو کې یې د نږدې شپږ نیم زره نوي روغتیايي پرسونل د استخدام پروسه پر مخ بېولې چې له دې ډلې د قابلو او روغتیاپالانو په ګډون ۵۰ سلنه یې ښځې دي او د دوی د روزنې او ظرفیت لوړنې لپاره هم پر بېلابېلو پروګرامونو کار روان دی او روغتیايي اړتیاوو ته په کتو به ستونزې حل کړي.
خو سره له دې ټولو ننګونو په افغانستان کې قابلوو د تسلیمۍ پر ځای مبارزه غوره کړې ده.
پرمینه چې د خوست ولایت په یوه خصوصي روغتون کې د قابلې دنده لري افغانستان انټرنشنل ته یې وویل:« د افغان قابلو پیغام ډېر سپېڅلی دی، موږ د ښځو لپاره د تعلیم حق غواړو او په کاري برخه کې خوندي چاپېریال، وسایل، ملاتړ او د درناوي غوښتونکې یو.»
هغه زیاتوي:« موږ نه غواړو، چې زموږ غږ خاموشه شي؛ ځکه چې زموږ کار له مرګ څخه د ژوند ژغورل دي.»
د یادولو وړ ده، چې په افغانستان کې د جمهوري نظام پر مهال زرګونه نجونې د قابلګۍ او د طب د نورو څانګو تر څنګ‌ په بېلابېلو برخو کې پر لوړو زده‌کړو بوختې وې؛ خو په هېواد کې د طالبانو بیا ځلې واک ترلاسه کولو وروسته د دغې ډلې له‌خوا د شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ښوونځیو ته پر تګ بندیز ولګېده او له څه مودې تېرېدو وروسته یې نجونې له پوهنتونونو او طبي زده‌کړو هم بې برخې کړې.

شنونکي: ملګري ملتونه، چين او روسيه باید له افغانستانه د ترهګریزو ګواښونو خلاف اقدام وکړي

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۰۵:۰۰ GMT+۱

د افغانستان له خاورې د ترهګریزو ګواښونو د بې ‌ساري زیاتوالي په لړ کې نړۍوال څارونکي او امنیتي شنونکي خبرداری ورکوي، چې افغانستان بیا د سختدریځو او ترهګرو ډلو لپاره په یوه خوندي پټنځای بدلېدونکی دی.

د پارلېمینټ ټاېمز ورځپاڼې د یوې مقالې له مخې، نړۍواله ټولنه او په ځانګړې توګه ملګري ملتونه، چین او روسیه باید سملاسي او مسوولانه اقدام وکړي؛ تر څو د سوېلي او مرکزي اسیا د بې ‌ثباتۍ او ناامنۍ مخه ونیول شي.

د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته پاکستان او د سیمې هېوادونو تمه لرله، چې دغه ډله به د ګاونډیانو ترمنځ امنیتي او اقتصادي همکارۍ ته لاره هواره کړي؛ خو دا هیلې ډېر ژر له منځه ولاړې.

مقاله زیاتوي، چې طالبان په ښکاره توګه د پاکستان ضد وسله‌والو په ځانګړې توګه د «ټي‌ټي‌پي» ښکاره ملاتړ کوي او د دغه هېواد امنیت یې ګواښلی.

همدا راز زیاته شوې، چې طالبانو د سیمې امنیت ته هم جدي ګواښونه پېښ کړي دي.

په مقاله کې د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ لیکل شوي، چې د طالبانو تر سیورې لاندې «ټي‌ټي‌پي» په پاکستان کې له ۶۰۰ څخه ډېر بریدونه کړي دي.

همدا راز ویل شوي، چې پاکستاني طالبان دا مهال په افغانستان کې له «شپږ زرو نیولې تر شپږ نیم زرو» پورې وسله‌وال لري او هلته ورته پناه ځایونه ورکړل شوي.

په مقاله کې یادونه شوې، چې دغه ډلې له القاعده شبکې سره هم همکاري پیل کړې.

امنیتي شنونکي باور لري، که له ترهګرو ډلو څخه د طالبانو ملاتړ همداسې دوام ولري؛ نو د سیمه په کچه به یو ژور امنیتي ناورین رامنځته شي، چې د منځنۍ اسیا تر څنګ به پر چین او روسیې هم بدې اغېزې ولري.

مقاله کاږي، چې چین، روسیه او ملګري ملتونه باید د دغه ناورین د ژورېدو مخه ونېسي.

د پارلېمینټ ورځپاڼې د مقالې په پای کې پاکستان ته سپارښتنه شوې چې له افغانستانه د ترهګریزو ګواښونو د مخنېوي لپاره باید د سیمې هېوادونو سره استخباراتي همکارۍ پیاوړې کړي، څو خپل امنیت ته پېښ خطرونه کنټرول کړي.