طالبان وایي، بهر ته د افغان کارګرو د ناقانونه تګ مخه نېسي

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبر ورکړی، چې بهر ته د افغان کارګرو د ناقانونه تګ د مخنیوي اړوند یې د دغې ډلې د بېلابېلو وزارتونو د استازو ترمنځ تخنیکي ناسته کړې ده.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبر ورکړی، چې بهر ته د افغان کارګرو د ناقانونه تګ د مخنیوي اړوند یې د دغې ډلې د بېلابېلو وزارتونو د استازو ترمنځ تخنیکي ناسته کړې ده.
د دوشنبې په ورځ د (غویي ۲۵مه) خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د یاد وزارت د کار مرستیال مولوي محمد زاهد احمدزي په دغه ناسته کې په قاچاقي لارو بهرنیو هېوادونو ته د کارګرو د تګ او د هغوی د بشري حقونو د نقض په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.
په دغه ناسته کې طالبانو د کارموندنې د تګلارو پر جوړولو داسې مهال سلا مشورې کړې دي، چې په هېواد کې د بې روزګارۍ کچه تر بل هره وخت ډېره شوې ده.
نیوکې دا دي، چې د طالبانو په راتګ په هېواد کې سلګونه زره کسان بې دندو شوي او د روزګار کچه هم په بې سارې توګه ټیټه شوې ده.
له همدې امله سلګونه زره افغانانو د ایران او پاکستان په ګډون ان عراق ته هم د روزګار موندلو پسې په سختو لارو سفرونه کړي دي.
د کارګرو نیوکې دا دي، چې طالبانو په هېواد کې هر څه تر خپلې ولکې لاندې راوستي او پرته له خپلو کسانو نور هېڅ چا ته د دندو فرصتونه نه ورکوي.
کارګر نیوکې کوي، چې په ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران کې ورسره خورا ناسم چلند کېږي او ان ځیني وخت ورته حق الزحمې هم نه ورکول کېږي.
همدا راز په عراق او ایران کې پولیسو په بېلابېلو پېښو کې افغان کډوال ځورولي او شکنجه کړي دي.
د طالبانو په واکمنېدو سره د پخواني افغان پوځ او امنیتي ادارو سلګونه زره سرتېري هم بې دندو شوي، چې ډېری یې اوسمهال په ایران کې په مزدورۍ بوخت دي.
همدا راز لسګونه زره نور افغانان له کږلېچونو په ډکو قاچاقي لارو د ښه ژوند او روزګار موندلو په موخه اروپايي هېوادونو ته تللي.
ځیني افغانان پر دغو سختو لارو د تګ له امله د سړو هواګانو، د ایراني پولیسو له ډزو، د ترکيې امنیتي ادارو له شکنجو او له کمرونو څخه د لوېدو له امله مړه شوي دي.


نن (د مئ ۵مه) د قابلو نړۍوالې ورځې سره سمون لري. که څه هم نړۍ دغه ورځ د قابلو په ستاینې او هڅوونې سره نمانځي؛ خو افغانستان سږکال دغه ورځ داسې مهال نمانځي، چې د نجونو لپاره د قابلګۍ ټول ښوونیز مرکزونه تړلي دي.
په نړۍ کې (د مئ ۵مه) هر کال د قابلو نړۍواله ورځ نمانځل کېږي؛ څو د هغو مېلیونونو ښځو هڅې وستایل شي، چې د مېندو او ماشومانو د ژوند ژغورنې لپاره خپل عمرونه وقفوي.
خو په افغانستان کې او په تېره واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته نه یوازې دا چې دغه ورځ نه ده نمانځل شوې؛ بلکې د دغې ډلې لهخوا پر قابلو لګېدلي محدودیتونه هم زیات شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې سږکال به افغانستان د قابلګۍ په برخه کې فارغانې ونلري، چې د راروانو کلونو لپاره یې د روغتیایي بنسټونو سختې اندېښنې راپارولې دي.
خو هغه قابلې چې اوسمهال په دندو بوختې دي او یا د طالبانو تر راتګ وړاندې په دندو بوختې وې؛ د سختو ننګونو سره مخ دي.
په دغه راپور کې د افغانستان له ځینو برخو قابلو سره د دوی د ستونزو په اړه خبرې شوې دي.
په ننګرهار کې د غني خېلو د روغتیایي کلستر یوه قابله نوریه افغانستان انټرنشنل پښتو ته په خپلو خبرو کې وایي:« قابله یوه مسلکي روغتیاپاله ده، چې د مېندوارۍ، زېږون او له زېږون وروسته د مېندو او ماشومانو روغتیا ته ژمنه ده. دغه مسلک یوازې یو فن نه؛ بلکې د خدمت، ژغورنې او انساني مهربانۍ استازیتوب کوي.»
نوریه وایي:« په افغانستان کې د قابلو د مسلک ارزښت له نړۍوال معیار سره په تضاد کې دی. دلته قابله یوازې د زېږون همکاره نه، بلکې له مړینې څخه د ژغورنې وروستۍ هیله ګڼل کېږي؛ خو له بده مرغه پر ښځو د طالبانو لهخوا د کار بندیز او نورو ټولنیزو محدودیتونو زموږ چارې له سترو خنډونو سره مخ کړې دي.»
له بل پلوه نن سبا په افغانستان کې د قابلو د روزنې امکانات کم او کاري شرایط هم سخت شوي دي او ډېری یې یوازې د محرم سره روغتیايي مرکزونو ته د تګ اجازه لري، چې دغو ناوړه شرایطو په کلیوالو سیمو کې د ښځینه قابلو حضور له ستونزو سره مخ کړی دی.
د فراه ولایت اوسېدونکې فرشته چې د قابلګۍ په برخه کې یې زدهکړې کړې دي او اوسمهال په یوه دولتي روغتون کې دنده لري وایي:« زه د شپې لهخوا په پټه د ناروغانو کورونو ته ځم؛ ځکه زه د ورځې لهخوا د محرم پرته له کوره نشم وتلای. خو زه پوهېږم که زه دغه ناروغانو ته ورنشم؛ نو ښایي دغه مېندواره مېرمن یا ماشوم به ومري.»
د غزني ولایت انګوري سیمې یوه بله قابله فاطمه افغانستان انټرنشنل ته وایي:« د قابلو لپاره تنخوا ډېره کمه، وسایل محدود او کار بې ارزښته شوی دی.»
هغې وویل، چې دوی له ورځني فشار، اوږدو کاري ساعتونو، رواني ستړیا، او نامناسبو شرایطو سره کار کوي؛ خو بیا هم نه تسلیمېږي او د ژوند ژغورنې مبارزې ته دوام ورکوي.
بل خوا بیا ګڼې قابلې او روغتیاپالانې د کار له نشتوالي سر ټکوي، چې د افغانستان په لرو پرتو او ان ځينو ښاري سیمو کې دوی ته اړتیا لیدل کېږي؛ خو د دغو اړتیاوو سره، سره دوی بیا هم بې دندې دي.
د زابل ولایت اوسېدونکې سیما وایي:« قابلګي مې ولوستله، ما ویل چې دنده به واخلم او خدمت به وکړم. څه موده مې له یوې موسسې سره کار وکړ؛ خو اوس دوه کاله وشول، چې بې دندې یم او په کور ناسته یم.»
د ۲۰۲۳ کال د یوې څېړنې له مخې؛ په افغانستان کې ټولټال ۳۶ زره ښځينه قابلې شته چې ۷۰ سلنه یې بې روزګاره دي.
دغه وزارت په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په تېرو دوو کلونو کې یې د نږدې شپږ نیم زره نوي روغتیايي پرسونل د استخدام پروسه پر مخ بېولې چې له دې ډلې د قابلو او روغتیاپالانو په ګډون ۵۰ سلنه یې ښځې دي او د دوی د روزنې او ظرفیت لوړنې لپاره هم پر بېلابېلو پروګرامونو کار روان دی او روغتیايي اړتیاوو ته په کتو به ستونزې حل کړي.
خو سره له دې ټولو ننګونو په افغانستان کې قابلوو د تسلیمۍ پر ځای مبارزه غوره کړې ده.
پرمینه چې د خوست ولایت په یوه خصوصي روغتون کې د قابلې دنده لري افغانستان انټرنشنل ته یې وویل:« د افغان قابلو پیغام ډېر سپېڅلی دی، موږ د ښځو لپاره د تعلیم حق غواړو او په کاري برخه کې خوندي چاپېریال، وسایل، ملاتړ او د درناوي غوښتونکې یو.»
هغه زیاتوي:« موږ نه غواړو، چې زموږ غږ خاموشه شي؛ ځکه چې زموږ کار له مرګ څخه د ژوند ژغورل دي.»
د یادولو وړ ده، چې په افغانستان کې د جمهوري نظام پر مهال زرګونه نجونې د قابلګۍ او د طب د نورو څانګو تر څنګ په بېلابېلو برخو کې پر لوړو زدهکړو بوختې وې؛ خو په هېواد کې د طالبانو بیا ځلې واک ترلاسه کولو وروسته د دغې ډلې لهخوا د شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ښوونځیو ته پر تګ بندیز ولګېده او له څه مودې تېرېدو وروسته یې نجونې له پوهنتونونو او طبي زدهکړو هم بې برخې کړې.

د افغانستان له خاورې د ترهګریزو ګواښونو د بې ساري زیاتوالي په لړ کې نړۍوال څارونکي او امنیتي شنونکي خبرداری ورکوي، چې افغانستان بیا د سختدریځو او ترهګرو ډلو لپاره په یوه خوندي پټنځای بدلېدونکی دی.
د پارلېمینټ ټاېمز ورځپاڼې د یوې مقالې له مخې، نړۍواله ټولنه او په ځانګړې توګه ملګري ملتونه، چین او روسیه باید سملاسي او مسوولانه اقدام وکړي؛ تر څو د سوېلي او مرکزي اسیا د بې ثباتۍ او ناامنۍ مخه ونیول شي.
د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته پاکستان او د سیمې هېوادونو تمه لرله، چې دغه ډله به د ګاونډیانو ترمنځ امنیتي او اقتصادي همکارۍ ته لاره هواره کړي؛ خو دا هیلې ډېر ژر له منځه ولاړې.
مقاله زیاتوي، چې طالبان په ښکاره توګه د پاکستان ضد وسلهوالو په ځانګړې توګه د «ټيټيپي» ښکاره ملاتړ کوي او د دغه هېواد امنیت یې ګواښلی.
همدا راز زیاته شوې، چې طالبانو د سیمې امنیت ته هم جدي ګواښونه پېښ کړي دي.
په مقاله کې د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ لیکل شوي، چې د طالبانو تر سیورې لاندې «ټيټيپي» په پاکستان کې له ۶۰۰ څخه ډېر بریدونه کړي دي.
همدا راز ویل شوي، چې پاکستاني طالبان دا مهال په افغانستان کې له «شپږ زرو نیولې تر شپږ نیم زرو» پورې وسلهوال لري او هلته ورته پناه ځایونه ورکړل شوي.
په مقاله کې یادونه شوې، چې دغه ډلې له القاعده شبکې سره هم همکاري پیل کړې.
امنیتي شنونکي باور لري، که له ترهګرو ډلو څخه د طالبانو ملاتړ همداسې دوام ولري؛ نو د سیمه په کچه به یو ژور امنیتي ناورین رامنځته شي، چې د منځنۍ اسیا تر څنګ به پر چین او روسیې هم بدې اغېزې ولري.
مقاله کاږي، چې چین، روسیه او ملګري ملتونه باید د دغه ناورین د ژورېدو مخه ونېسي.
د پارلېمینټ ورځپاڼې د مقالې په پای کې پاکستان ته سپارښتنه شوې چې له افغانستانه د ترهګریزو ګواښونو د مخنېوي لپاره باید د سیمې هېوادونو سره استخباراتي همکارۍ پیاوړې کړي، څو خپل امنیت ته پېښ خطرونه کنټرول کړي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی، چې یو شمېر روسي پانګهوالو د دغه وزارت له مرستیال عبدالرحمان قانت سره د کانونو د استخراج په تړاو خبرې کړې دي.
د دغه وزارت لهخوا (د غويي ۱۴مه) په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې روسي پانګهوالو د سرو زرو او زمردو په برخه کې د کانونو استخراج ته لېوالتیا ښودلې ده.
دغو پانګهوالو ویلي، د کېندنو لپاره مسلکي کسان او عصري وسایلو ته اړتیا ده چې کولای شي په ښه توګه دغه بهیر کې ونډه واخلي.
عبدالرحمان قانت روسي پانګهوالو سره په ناسته کې ویلي، هغه شرکتونه چې لوړ مالي توان او مسلکي وړتیاوې ولري د کانونو د قرادادونو په پروسه کې ورته لومړیتوب ورکول کېږي.
طالبان داسې مهال له روسي پانګهوالو سره دغه ناسته کوي، چې لا وار دمخه چینایي پانګهوال په دې برخه کې د افغانستان کاني زېرمو ته ننوتي دي.
د راپورونو له مخې؛ چینایي پانګهوالو په یو شمېر قراردادونو کې د طالبانو غړي له ځانونو سره شریک کړي او له همدې لارې یې په اسانۍ کاني زېرمو ته لاسرسی موندلی دی.
طالبانو هم څو، څو ځله د مسو تر څنګ د بېلابېلو کانونو په برخه کې له چینایي شرکتونو سره د قرادادونو خبر ورکړی.
همدا راز نیوکې کېږي، چې طالبان د هېواد کاني زېرمو لپاره سمه تګلاره نه لري او یوازې د عوایدو د ډېرېدو له کبله یې د کانونو قرادادونه نامسلکي شرکتونو ته ورکړي دي.
په کونړ، نورستان او د هېواد یوشمېر نورو ولایتونو کې د کانونو د نامسلکي کېندلو په تړاو هم اندېښنې شته.
د معلوماتو پر بنسټ په کونړ کې د بېروچو کانونه په خورا نامسلکي ډول د ځايي طالب قوماندانانو لهخوا پرته له کومو قانوني قراردادونو څخه کېندل کېږي.
یوشمېر بهرنیو رسنیو راپورونه ورکړي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان کاني زېرمې خورا په بې رحمۍ او وحشیانه ډول کېندل کېږي.
دغه ډول کېندنې د افغانستان د طبیعي زېرمو د راتلونکې لپاره خورا خطرناکې بلل شوې دي.
د شهاب الدین دلاور په ګډون د طالبانو په یو شمېر لوړپوړو غړو تورونه دي، چې د کانونو په قراردادونو کې یې پراخ فساد کړی او دا لړۍ لا هم روانه ده.

د «افغانستان د زدهکړو حق» په نوم کاناډايي سازمان د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زدهکړو د ملاتړ او د جنسيتي توپير د غندنې په موخه لاریون وکړ.
دوی له ځان سره داسې شعارونه لېږدول چې په افغانستان کې د جنسيتي توپیر پر ضد و او له خلکو یې وغوښتل، چې د طالبانو تر واک لاندې د ښځو ناوړه وضعیت ته پام وکړي.
دغه لاریون چې په اوتاوا کې وشو، د افغانو او کاناډايي فعالینو له خوا د څو لاریونونو له ډلې یو و.
یاد سازمان ویلي، چې دا ډول لاریونونه یې په ونکوور، سسکتون، ټورونتو او پیتربرو ښارونو کې هم تنظیم کړي دي.
په اوتاوا کې د لاریون تنظیموونکو ټینګار وکړ، چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له خپلو ټولو حقونو څخه بې برخې دي.
لورین اوتس چې د دې سازمان مشره ده، وویل: «د ښځو او نجونو د زدهکړو مخنیوی د بشري حقونو ښکاره نقض دی. هېڅ هېواد نه شي کولی پرمختګ وکړي، که چېرې د نفوس نیمایي برخه له زدهکړو او د ټولنې په فعاله برخه کې له ګډون محرومه وي.»
هغې دا هم زیاته کړه: «زدهکړه، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو زدهکړه د دوامدار بدلون لپاره کلیدي عامل دی او د روښانه راتلونکي د جوړولو بنسټ ږدي.»
ناجیه حنیفي چې د ښځو د حقونو فعاله او د دې سازمان د اوتاوا څانګې یوه مشره ده، د دې حرکت هدف ته یې په اشارې سره وویل: «دا یوازې یو لاریون نه ده، بلکې د داسې رژیم پر وړاندې ودرېدل دي چې د افغان ښځو او نجونو اساسي حقونه له پامه غورځوي.»
هغې زیاته کړه: «موږ د کاناډا په کچه په یووالي سره د افغانستان د خاموشه ښځو غږ یو. هر قدم چې اخلو دا د ازادۍ، د زدهکړې او د باعزته او برابر ژوند لپاره یو فریاد دی.»
د لاریون د تنظیموونکو په وینا، د دې لاریون له لارې ټولې شوې مالي مرستې به د افغان ښځو او نجونو د زدهکړې د حق ملاتړ ته ځانګړې شي.
په دې لاریون کې د کاناډا د اوتاوا ښار یو شمېر اوسېدونکو هم ګډون کړی و.

د سویس د کډوالو اداره کې افغانستان ته د پښتنو د اخراج د نظریې مطرح کېدل د بشري حقونو د فعالانو له سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی. دغه فعالان وایي، چې دا پرېکړه عادلانه نه ده او پښتانه هم د نورو قومونو په څېر د ترهګرۍ قرباني دي.
د سویس یو شمېر داخلي اسناد ښيي، چې ښایي پښتانه افغان کډوال بېرته افغانستان ته واستول شي.
د دې مفکورې تر شا فکر دا دی چې «له طالبانو سره د ژبې او ټبر په لحاظ نږدېوالي له امله، پښتنو پناه غوښتونکو ته په افغانستان کې ښايي ګواښ کم وي».
د تېر جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د بشري حقونو کمیشنرې شبنم صالحي په خپل اېکس د دې پرېکړې په غبرګون لیکلي: «راپورونه ښيي چې سویس غواړي پښتانه د هغوی د قومیت له مخې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته وشړي. دا یو ډول قومي توپیر دی، یوه تبعیضي کړنه چې د کډوالو نړۍوال کنوانسیون او د بشري حقونو قوانینو سره ټکر لري.دا عمل د کډوالۍ د شواهدو پر بنسټ پرېکړې له منځه وړي او زیانمنې عمومي فرضیې ځای ناستې کوي. دا د ۱۹۵۱ د کډوالو د کنوانسیون د درېیمې مادې او د «غېر اجباري شړلو» اصل نقض دی.»
اغلې صالحي زیاته کړې: «د خلکو شړل یوازې دا چې پښتانه دي، دا معنا لري چې ګناه د قوم پر بنسټ ټاکل کېږي، نه د فردي شرایطو پر بنسټ او د تعقیب ریښتیني خطرونه له پامه غورځول کېږي.»
د نوموړې په وینا، د نړۍوالو قوانینو له مخې د هرې «پناه غوښتنې» غوښتنلیک باید بېطرفانه او انفرادي وڅېړل شي، ډلهییزه سزا ورکول هم غېرقانوني او هم غېراخلاقي دي.
له دې سره، د بشري حقونو بله فعاله اصیلا وردګ بیا په خپل اېکس کې لیکي، چې پښتانه د طالبانو د تاوتریخوالي له امله تښتېدلي او باید ملاتړ یې وشي.
نوموړې زیاتوي: «پښتنوالي جرم نه دی! د پښتنو کډوالو شړل یوازې د قوم پر بنسټ د طالبانو سره تړل ښکاره تبعیض ده او د نړۍوالو قوانینو سرغړونه ده. زرګونه پښتانه د طالبانو له تاوتریخوالي څخه تښتېدلي دي او ملاتړ ته اړتیا لري.»
د ښځو د حقونو فعالې معصومې سادات د سویس هېواد دغې طرحې ته په غبرګونه ویلي، چې طالبان د ټولو پښتنو استازي نه دي، بلکې د دغې ډلې د سیاستونو قرباني دي.
اغلې سادات په خپل اېکس لیکلي: «طالبان د ټولو پښتنو استازولي نه کوي.دا یوه کوچنۍ ډله ده چې د بېلابېلو قومونو غړي پکې شامل دي. پښتانه پخپله هم د طالبانو د سیاستونو قربانیان دي.د قوم پر بنسټ دا ډول پرېکړې بېوخته، ناعادلانه او د بشري حقونو او کډوالۍ له نړۍوالو معیارونو سره په ټکر کې دي. ډلهييز قضاوت، بېعدالتي لا ژوره کوي.»
مدني فعال عزیزالله سنجر هم په دې باور دی چې پښتانه د افغانستان د نورو قومونو په څېر د ترهګرۍ قرباني دي.
سنجر په خپل اېکس کې لیکي: «د سویس د دولت پرېکړه چې غواړي پښتانه کډوال د طالبانو له ډلې سره وتړي او له هېواده یې وشړي، یوه بېړنۍ، ناعادلانه او د بشري حقونو له اساسي اصولو سره په ټکر کې پرېکړه ده. پښتانه، لکه د افغانستان نور قومونه د ترهګرۍ قربانیان دي، نه عاملین.د سویس دولت ته ښایي چې د خپلې کډوالۍ پالیسۍ ته له سره کتنه وکړي او د افغانستان د ټولنې له تریخ واقعیت سره سم له پښتنو هېوادوالو سره عادلانه او انساني چلند غوره کړي.»
د ښځو د حقونو فعالې څانګه صدیقي هم په خپل اېکس کې لیکلي، چې له سویس څخه د پښتنو کډوالو اېستل هغه هم یوازې د قومیت پربنسټ د نړۍوالو قوانینو نقض دی.
هغې ټینګار وکړ، چې له طالبانو سره د پښتنو تړل ناسمه ده، ځکه زرګونه پښتانه د یادې ډلې له تاوتریخوالي تښتېدلي دي.
د میدان وردګو ولایت پخوانۍ ښاروالې او د ښځو د حقونو فعالې ظریفې غفاري هم په خپل اېکس کې لیکلي، چې دغه طرح د تبعیض بڼه لري او نړۍوال قوانین نقضوي.
د هغې په وینا، د سویس یاده طرحه یوې مشخصې کډوالې ډلې ته یوازې د دوی د قومیت له امله سزا ورکوي.
د نیه څورښر څایتونګ د معلوماتو له مخې، د سویس د کډوالۍ د دولتي دفتر (SEM) لوړپوړو چارواکو په برن کې په دې وروستیو کې د داخلي اسنادو له لارې یوه سیاسي او حساسه طرح وړاندې کړه او هغه دا ده چې د افغان کډوالو یوه ټاکلې قومي ډله یعنې پښتانه دې بېرته افغانستان ته واستول شي.
خو ډېری افغان او بهرني شنونکي ددې نظریې خلاف دي، ځکه طالبان ایډیالوژیکه ډله ده او په خپله شل کلنه جګړه کې یې تر ټولو ډېر د پښتنو سیمې او پښتانه په نښه کړي دي.
د اسنادونو له مخې، د سویس د اخراج څانګې رییس د سویس د کډوالۍ سکرتر وینچنزو ماسچیولي ته لیکلي، چې د پناه غوښتنې په برخه کې د سیاسي ستراتیژۍ له تغییر سره پر ځینو انتخابونو لکه د قوم پر اساس اخراج باندې غور کېدای شي.
ورځپاڼه وايي، چې پښتانه د افغانستان تر ټولو ستر قوم دی او د طالبانو ډېری پلویان د پښتنو له منځه دي.
ورځپاڼه وايي، سویس په ټوله کې د قومي معیارونو پر بنسټ عمومي اخراج نه پلی کوي او نه هم په تیرو وختونو کې داسې بېلګې ترسترګو کیږي.