• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شنونکي: ملګري ملتونه، چين او روسيه باید له افغانستانه د ترهګریزو ګواښونو خلاف اقدام وکړي

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۰۵:۰۰ GMT+۱

د افغانستان له خاورې د ترهګریزو ګواښونو د بې ‌ساري زیاتوالي په لړ کې نړۍوال څارونکي او امنیتي شنونکي خبرداری ورکوي، چې افغانستان بیا د سختدریځو او ترهګرو ډلو لپاره په یوه خوندي پټنځای بدلېدونکی دی.

د پارلېمینټ ټاېمز ورځپاڼې د یوې مقالې له مخې، نړۍواله ټولنه او په ځانګړې توګه ملګري ملتونه، چین او روسیه باید سملاسي او مسوولانه اقدام وکړي؛ تر څو د سوېلي او مرکزي اسیا د بې ‌ثباتۍ او ناامنۍ مخه ونیول شي.

د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته پاکستان او د سیمې هېوادونو تمه لرله، چې دغه ډله به د ګاونډیانو ترمنځ امنیتي او اقتصادي همکارۍ ته لاره هواره کړي؛ خو دا هیلې ډېر ژر له منځه ولاړې.

مقاله زیاتوي، چې طالبان په ښکاره توګه د پاکستان ضد وسله‌والو په ځانګړې توګه د «ټي‌ټي‌پي» ښکاره ملاتړ کوي او د دغه هېواد امنیت یې ګواښلی.

همدا راز زیاته شوې، چې طالبانو د سیمې امنیت ته هم جدي ګواښونه پېښ کړي دي.

په مقاله کې د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ لیکل شوي، چې د طالبانو تر سیورې لاندې «ټي‌ټي‌پي» په پاکستان کې له ۶۰۰ څخه ډېر بریدونه کړي دي.

همدا راز ویل شوي، چې پاکستاني طالبان دا مهال په افغانستان کې له «شپږ زرو نیولې تر شپږ نیم زرو» پورې وسله‌وال لري او هلته ورته پناه ځایونه ورکړل شوي.

په مقاله کې یادونه شوې، چې دغه ډلې له القاعده شبکې سره هم همکاري پیل کړې.

امنیتي شنونکي باور لري، که له ترهګرو ډلو څخه د طالبانو ملاتړ همداسې دوام ولري؛ نو د سیمه په کچه به یو ژور امنیتي ناورین رامنځته شي، چې د منځنۍ اسیا تر څنګ به پر چین او روسیې هم بدې اغېزې ولري.

مقاله کاږي، چې چین، روسیه او ملګري ملتونه باید د دغه ناورین د ژورېدو مخه ونېسي.

د پارلېمینټ ورځپاڼې د مقالې په پای کې پاکستان ته سپارښتنه شوې چې له افغانستانه د ترهګریزو ګواښونو د مخنېوي لپاره باید د سیمې هېوادونو سره استخباراتي همکارۍ پیاوړې کړي، څو خپل امنیت ته پېښ خطرونه کنټرول کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

روسي پانګه‌والو د کانونو د استخراج په تړاو له طالبانو سره کتلي دي

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۰۳:۳۳ GMT+۱

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی، چې یو شمېر روسي پانګه‌والو د دغه وزارت له مرستیال عبدالرحمان قانت سره د کانونو د استخراج په تړاو خبرې کړې دي.

د دغه وزارت له‌خوا (د غويي ۱۴مه) په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې روسي پانګه‌والو د سرو زرو او زمردو په برخه کې د کانونو استخراج ته لېوالتیا ښودلې ده.

دغو پانګه‌والو ویلي، د کېندنو لپاره مسلکي کسان او عصري وسایلو ته اړتیا ده چې کولای شي په ښه توګه دغه بهیر کې ونډه واخلي.

عبدالرحمان قانت روسي پانګه‌والو سره په ناسته کې ویلي، هغه شرکتونه چې لوړ مالي توان او مسلکي‌ وړتیاوې ولري د کانونو د قرادادونو په پروسه کې ورته لومړیتوب ورکول کېږي.

طالبان داسې مهال له روسي پانګه‌والو سره دغه ناسته کوي، چې لا وار دمخه چینایي پانګه‌وال په دې برخه کې د افغانستان کاني زېرمو ته ننوتي دي.

د راپورونو له مخې؛ چینایي پانګه‌والو په یو شمېر قراردادونو کې د طالبانو غړي له ځانونو سره شریک کړي او له همدې لارې یې په اسانۍ کاني زېرمو ته لاسرسی موندلی دی.

طالبانو هم څو، څو ځله د مسو تر څنګ د بېلابېلو کانونو په برخه کې له چینایي شرکتونو سره د قرادادونو خبر ورکړی.

همدا راز نیوکې کېږي، چې طالبان د هېواد کاني زېرمو لپاره سمه تګلاره نه لري او یوازې د عوایدو د ډېرېدو له کبله یې د کانونو قرادادونه نامسلکي شرکتونو ته ورکړي دي.

په کونړ، نورستان او د هېواد یوشمېر نورو ولایتونو کې د کانونو د نامسلکي کېندلو په تړاو هم اندېښنې شته.

د معلوماتو پر بنسټ په کونړ کې د بېروچو کانونه په خورا نامسلکي ډول د ځايي طالب قوماندانانو له‌خوا پرته له کومو قانوني قراردادونو څخه کېندل کېږي.

یوشمېر بهرنیو رسنیو راپورونه ورکړي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان کاني زېرمې خورا په بې رحمۍ او وحشیانه ډول کېندل کېږي.

دغه ډول کېندنې د افغانستان د طبیعي زېرمو د راتلونکې لپاره خورا خطرناکې بلل شوې دي.

د شهاب الدین دلاور په ګډون د طالبانو په یو شمېر لوړپوړو غړو تورونه دي، چې د کانونو په قراردادونو کې یې پراخ فساد کړی او دا لړۍ لا هم روانه ده.

د افغانستان د ښځو په ملاتړ کاناډایي او افغان فعالانو لاریون وکړ

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۰۱:۰۴ GMT+۱

د «افغانستان د زده‌کړو حق» په نوم کاناډايي سازمان د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده‌کړو د ملاتړ او د جنسيتي توپير د غندنې په موخه لاریون وکړ.

دوی له ځان سره داسې شعارونه لېږدول چې په افغانستان کې د جنسيتي توپیر پر ضد و او له خلکو یې وغوښتل، چې د طالبانو تر واک لاندې د ښځو ناوړه وضعیت ته پام وکړي.

دغه لاریون چې په اوتاوا کې وشو، د افغانو او کاناډايي فعالینو له خوا د څو لاریونونو له ډلې یو و.

یاد سازمان ویلي، چې دا ډول لاریونونه یې په ونکوور، سسکتون، ټورونتو او پیتربرو ښارونو کې هم تنظیم کړي دي.

په اوتاوا کې د لاریون تنظیموونکو ټینګار وکړ، چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له خپلو ټولو حقونو څخه بې برخې دي.

لورین اوتس چې د دې سازمان مشره ده، وویل: «د ښځو او نجونو د زده‌کړو مخنیوی د بشري حقونو ښکاره نقض دی. هېڅ هېواد نه شي کولی پرمختګ وکړي، که چېرې د نفوس نیمایي برخه له زده‌کړو او د ټولنې په فعاله برخه کې له ګډون محرومه وي.»

هغې دا هم زیاته کړه: «زده‌کړه، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو زده‌کړه د دوامدار بدلون لپاره کلیدي عامل دی او د روښانه راتلونکي د جوړولو بنسټ ږدي.»

ناجیه حنیفي چې د ښځو د حقونو فعاله او د دې سازمان د اوتاوا څانګې یوه مشره ده، د دې حرکت هدف ته یې په اشارې سره وویل: «دا یوازې یو لاریون نه ده، بلکې د داسې رژیم پر وړاندې ودرېدل دي چې د افغان ښځو او نجونو اساسي حقونه له پامه غورځوي.»

هغې زیاته کړه: «موږ د کاناډا په کچه په یووالي سره د افغانستان د خاموشه ښځو غږ یو. هر قدم چې اخلو دا د ازادۍ، د زده‌کړې او د باعزته او برابر ژوند لپاره یو فریاد دی.»

د لاریون د تنظیموونکو په وینا، د دې لاریون له لارې ټولې شوې مالي مرستې به د افغان ښځو او نجونو د زده‌کړې د حق ملاتړ ته ځانګړې شي.

په دې لاریون کې د کاناډا د اوتاوا ښار یو شمېر اوسېدونکو هم ګډون کړی و.

د سویس طرحې ته غبرګونونه؛ پښتانه د نورو قومونو په څېر د ترهګرۍ قرباني دي

۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۲۳:۴۹ GMT+۱

د سویس د کډوالو اداره کې افغانستان ته د پښتنو د اخراج د نظریې مطرح کېدل د بشري حقونو د فعالانو له سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی. دغه فعالان وایي، چې دا پرېکړه عادلانه نه ده او پښتانه هم د نورو قومونو په څېر د ترهګرۍ قرباني دي.

د سویس یو شمېر داخلي اسناد ښيي، چې ښایي پښتانه افغان کډوال بېرته افغانستان ته واستول شي.

د دې مفکورې تر شا فکر دا دی چې «له طالبانو سره د ژبې او ټبر په لحاظ نږدېوالي له امله، پښتنو پناه غوښتونکو ته په افغانستان کې ښايي ګواښ کم وي».

د تېر جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د بشري حقونو کمیشنرې شبنم صالحي په خپل اېکس د دې پرېکړې په غبرګون لیکلي: «راپورونه ښيي چې سویس غواړي پښتانه د هغوی د قومیت له مخې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته وشړي. دا یو ډول قومي توپیر دی، یوه تبعیضي کړنه چې د کډوالو نړۍوال کنوانسیون او د بشري حقونو قوانینو سره ټکر لري.دا عمل د کډوالۍ د شواهدو پر بنسټ پرېکړې له منځه وړي او زیانمنې عمومي فرضیې ځای ناستې کوي. دا د ۱۹۵۱ د کډوالو د کنوانسیون د درېیمې مادې او د «غېر اجباري شړلو» اصل نقض دی.»

اغلې صالحي زیاته کړې: «د خلکو شړل یوازې دا چې پښتانه دي، دا معنا لري چې ګناه د قوم پر بنسټ ټاکل کېږي، نه د فردي شرایطو پر بنسټ او د تعقیب ریښتیني خطرونه له پامه غورځول کېږي.»

د نوموړې په وینا، د نړۍوالو قوانینو له مخې د هرې «پناه غوښتنې» غوښتنلیک باید بې‌طرفانه او انفرادي وڅېړل شي، ډله‌ییزه سزا ورکول هم غېرقانوني او هم غېراخلاقي دي.

له دې سره، د بشري حقونو بله فعاله اصیلا وردګ بیا په خپل اېکس کې لیکي، چې پښتانه د طالبانو د تاوتریخوالي له امله تښتېدلي او باید ملاتړ یې وشي.

نوموړې زیاتوي: «‏پښتنوالي جرم نه دی! د پښتنو کډوالو شړل یوازې د قوم پر بنسټ د طالبانو سره تړل ښکاره تبعیض ده او د نړۍوالو قوانینو سرغړونه ده. زرګونه پښتانه د طالبانو له تاوتریخوالي څخه تښتېدلي دي او ملاتړ ته اړتیا لري.»

د ښځو د حقونو فعالې معصومې سادات د سویس هېواد دغې طرحې ته په غبرګونه ویلي، چې طالبان د ټولو پښتنو استازي نه دي، بلکې د دغې ډلې د سیاستونو قرباني دي.

اغلې سادات په خپل اېکس لیکلي: «طالبان د ټولو پښتنو استازولي نه کوي.دا یوه کوچنۍ ډله ده چې د بېلابېلو قومونو غړي پکې شامل دي. پښتانه پخپله هم د طالبانو د سیاستونو قربانیان دي.د قوم پر بنسټ دا ډول پرېکړې بې‌وخته، ناعادلانه او د بشري حقونو او کډوالۍ له نړۍوالو معیارونو سره په ټکر کې دي. ډله‌ييز قضاوت، بې‌عدالتي لا ژوره کوي.»

مدني فعال عزیزالله سنجر هم په دې باور دی چې پښتانه د افغانستان د نورو قومونو په څېر د ترهګرۍ قرباني دي.

سنجر په خپل اېکس کې لیکي: «د سویس د دولت پرېکړه چې غواړي پښتانه کډوال د طالبانو له ډلې سره وتړي او له هېواده یې وشړي، یوه بېړنۍ، ناعادلانه او د بشري حقونو له اساسي اصولو سره په ټکر کې پرېکړه ده. پښتانه، لکه د افغانستان نور قومونه د ترهګرۍ قربانیان دي، نه عاملین.د سویس دولت ته ښایي چې د خپلې کډوالۍ پالیسۍ ته له سره کتنه وکړي او د افغانستان د ټولنې له تریخ واقعیت سره سم له پښتنو هېوادوالو سره عادلانه او انساني چلند غوره کړي.»

د ښځو د حقونو فعالې څانګه صدیقي هم په خپل اېکس کې لیکلي، چې له سویس څخه د پښتنو کډوالو اېستل هغه هم یوازې د قومیت پربنسټ د نړۍوالو قوانینو نقض دی.
هغې ټینګار وکړ، چې له طالبانو سره د پښتنو تړل ناسمه ده، ځکه زرګونه پښتانه د یادې ډلې له تاوتریخوالي تښتېدلي دي.
د میدان وردګو ولایت پخوانۍ ښاروالې او د ښځو د حقونو فعالې ظریفې غفاري هم په خپل اېکس کې لیکلي، چې دغه طرح د تبعیض بڼه لري او نړۍوال قوانین نقضوي.
د هغې په وینا، د سویس یاده طرحه یوې مشخصې کډوالې ډلې ته یوازې د دوی د قومیت له امله سزا ورکوي.

د نیه څورښر څایتونګ د معلوماتو له مخې، د سویس د کډوالۍ د دولتي دفتر (SEM) لوړپوړو چارواکو په برن کې په دې وروستیو کې د داخلي اسنادو له لارې یوه سیاسي او حساسه طرح وړاندې کړه او هغه دا ده چې د افغان کډوالو یوه ټاکلې قومي ډله یعنې پښتانه دې بېرته افغانستان ته واستول شي.

خو ډېری افغان او بهرني شنونکي ددې نظریې خلاف دي، ځکه طالبان ایډیالوژیکه ډله ده او په خپله شل کلنه جګړه کې یې تر ټولو ډېر د پښتنو سیمې او پښتانه په نښه کړي دي.

د اسنادونو له مخې، د سویس د اخراج څانګې رییس د سویس د کډوالۍ سکرتر وینچنزو ماسچیولي ته لیکلي، چې د پناه غوښتنې په برخه کې د سیاسي ستراتیژۍ له تغییر سره پر ځینو انتخابونو لکه د قوم پر اساس اخراج باندې غور کېدای شي.

ورځپاڼه وايي، چې پښتانه د افغانستان تر ټولو ستر قوم دی او د طالبانو ډېری پلویان د پښتنو له منځه دي.

ورځپاڼه وايي، سویس په ټوله کې د قومي معیارونو پر بنسټ عمومي اخراج نه پلی کوي او نه هم په تیرو وختونو کې داسې بېلګې ترسترګو کیږي.

اندېشه: له سویس څخه مو د پښتنو کډوالو د اېستلو په اړه وضاحت غوښتی

۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۲۲:۰۲ GMT+۱

په جینوا کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د افغانستان سفیر او دایمي استازي نصیر احمد اندېشه د سویس هېواد له خوا د پښتنو افغانانو د اخراج د طرحې په غبرګون ویلي، چې له سویس څخه یې د پښتنو کډوالو د اېستلو په اړه له اړوندو چارواکو وضاحت غوښتی .

د نوموړي په وینا، د قومیت پر بنسټ د کډوالو بېرته ستنول د کډوالۍ کنوسنیون او د بشري حقونو له قوانینو سره په ټکر کې دي.

د سویس یو شمېر داخلي اسناد ښيي، چې ښایي پښتانه افغان کډوال بېرته افغانستان ته واستوي.

د دې مفکورې تر شا فکر دا دی چې «له طالبانو سره د ژبې او ټبر په لحاظ نږدېوالي له امله، پښتنو پناه غوښتونکو ته په افغانستان کې ښايي خطر کم وي».

نصیر احمد اندېشه په خپل اېکس کې د سویس هېواد د دغې پرېکړې په تړاو لیکلي: «هغه اوازې چې سویس غواړي پښتانه افغانان بېرته افغانستان ته وشړي، یوازې د وروستیو راپورونو پر بنسټ دي چې د Neue Zürcher Zeitung ورځپاڼې له خوا خپاره شوي دي.موږ له اړوندو چارواکو څخه د موضوع وضاحت غوښتی دی. موږ دا خبره په ډاګه کړې چې د قومیت یا نژاد پر بنسټ شړل د کډوالو د کنوانسیون او د بشري حقونو له قوانینو سره په ټکر کې دي.»

د نیه څورښر څایتونګ د معلوماتو له مخې، د سویس د کډوالۍ د دولتي دفتر (SEM) لوړپوړو چارواکو په برن کې په دې وروستیو کې د داخلي اسنادو له لارې یوه سیاسي او حساسه طرح وړاندې کړه او هغه دا ده، چې د افغان کډوالو یوه ټاکلې قومي ډله یعنې پښتانه، افغانستان ته بېرته واستول شي.

خو ډېری افغان او بهرني شنونکي ددې نظریې خلاف دي، ځکه طالبان ایډیالوژیکه ډله ده او په خپله شل کلنه جګړه کې یې تر ټولو ډېر د پښتنو سیمې او پښتانه په نښه کړي دي.

د اسنادو له مخې، د سویس د اخراج څانګې رییس د سویس د کډوالۍ سکرتر وینچنزو ماسچیولي ته لیکلي، چې د پناه غوښتنې په برخه کې د سیاسي ستراتیژۍ له تغییر سره پر ځینو انتخابونو لکه د قوم پر اساس اخراج باندې غور کېدای شي.

ورځپاڼه وايي، چې پښتانه د افغانستان تر ټولو ستر قوم دی او د طالبانو ډېری پلویان د پښتنو له منځه دي.

ورځپاڼه وايي، سویس په ټوله کې د قومي معیارونو پر بنسټ عمومي اخراج نه پلی کوي او نه هم په تېرو وختونو کې داسې بېلګې تر سترګو کېږي.

افغان سفارت: د پښتنو کډوالو اېستل د بشري حقونو او کډوالۍ کنوانسیونونو سره په ټکر کې دی

۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۲۱:۱۷ GMT+۱

د سویس د کډوالو اداره کې افغانستان ته د پښتنو د اخراج د نظریې د مطرح کېدو په غبرګون په دغه هېواد کې افغان سفارت ویلي، چې د پښتنو افغان کډوالو اېستل د بشري حقونو او کډوالۍ کنوانسیونونو سره په ټکر کې دی.

د سویس یو شمېر داخلي اسناد ښيي، چې ښایي پښتانه افغان کډوال بېرته افغانستان ته واستول شي.

د دې مفکورې تر شا فکر دا دی چې «له طالبانو سره د ژبې او ټبر په لحاظ نږدېوالي له امله، پښتنو پناه غوښتونکو ته په افغانستان کې ښايي خطر کم وي».

په سویس کې د افغانستان سفارت په خپله اېکس پاڼه کې دې طرحې ته په غبرګون لیکلي: «په مطبوعاتو او ټولنیزو رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې ګواکي د سویس حکومت د افغانستان پښتانه وګړي یوازې د قومیت له مخې چې ګوندې له کمو خطرونو سره مخ دي او بېرته ستنول کېدلی شي، د اخراج وړ بللي دي.د افغانستان سفارت او دایمي استازولۍ دا موضوع د سویس د کډوالۍ له اړوندو چارواکو سره شریکه کړې او اوس د هغوی د رسمي ځواب په تمه دي.»

سفارت وړاندې لیکلي، سویس له هغه وخته چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، ټول اجباري اخراجونه درولي دي او یوازې د مجرمینو په ځانګړو مواردو کې استثناء شوي دي.

سفارت ددغې طرحې په تړاو لیکلي: «هېڅ رسمي تګلاره د قومیت پر بنسټ د اخراج په اړه نه شته او دا کار د کډوالۍ کنوانسیونونو او د بشري د حقونو له روحيې سره په ټکر کې دی.»

د سویس نیه څورښر څایتونګ راپور ورکړی، چې د سویس حکومت د افغان کډوالو د بېرته استولو لپاره یوې حساسې طرحې ته اشاره کړې او دا مفکوره د سویس د کډوالۍ په پالیسۍ کې د احتمالي تغییر نښه کېدای شي.

خو ډېری افغان او بهرني شنونکي ددې نظریې خلاف دي، ځکه طالبان ایډیالوژیکه ډله ده او په خپله شل کلنه جګړه کې یې تر ټولو ډېر د پښتنو سیمې او پښتانه په نښه کړي دي.

د اسنادونو له مخې، د سویس د اخراج څانګې رییس د سویس د کډوالۍ سکرتر وینچنزو ماسچیولي ته لیکلي، چې د پناه غوښتنې په برخه کې د سیاسي ستراتیژۍ له تغییر سره پر ځینو انتخابونو لکه د قوم پر اساس اخراج باندې غور کېدای شي.

ورځپاڼه وايي، چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت د پخوا په پرتله «ثبات ته نږدې» ښکاري او له همدې امله اروپایي حکومتونه تر فشار لاندې دي، چې افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته واستوي.

د نیه څورښر څایتونګ د معلوماتو له مخې، د سویس د کډوالۍ د دولتي دفتر (SEM) لوړپوړو چارواکو په برن کې په دې وروستیو کې د داخلي اسنادو له لارې یوه سیاسي او حساسه طرح وړاندې کړه او هغه دا ده چې د افغان کډوالو یوه ټاکلې قومي ډله یعنې پښتانه افغانستان ته بېرته واستول شي.

ورځپاڼه وايي، چې پښتانه د افغانستان تر ټولو ستر قوم دی او د طالبانو ډېری پلویان د پښتنو له منځه دي.

نیه څورښر څایتونګ زیاتوي، «د دې مفکورې تر شا فکر دا دی چې له طالبانو سره په یوه قوم (پښتنو) پورې تړلي افغانان، ښایي د نورو قومونو په پرتله د طالبانو له خوا لږ له ګواښ سره مخ وي. په اسنادونو کې د پښتنو اخراج د مثال په توګه یاد شوی چې په سیاسي ستراتیژۍ کې بدلون څنګه کېدای شي په لویه کچه د افغانانو د بېرته ستنولو پیلامه شي».

ورځپاڼه وايي، سویس په ټوله کې د قومي معیارونو پر بنسټ عمومي اخراج نه پلی کوي او نه هم په تیرو وختونو کې داسې بېلګې ترسترګو کیږي.

سویس تېر کال یو شمېر «مجرم افغانان» بېرته وشړل او له اپرېل میاشتې راهیسې یوازې هغه افغان نارینه بېرته شړل کېدای شي، چې روغ رمټ وي او په افغانستان کې ثابتې کورنۍ اړیکې ولري.

د سویس د کډوالو اداره وايي، دا پالیسي به یوازې لږ شمېر افغانان اغېزمن کړي.