• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان سوداګر د چین د صادراتو او وارداتو په نندارتونونو کې برخه اخلي

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۱۳:۵۸ GMT+۱

د چین د جنوبي ګوانګجو ښار په کینټون نندارتون کې دا یوولسم ځل دی، چې حاجي تراب خان ګډون کوي او وايي، دغه نندارتون د افغان تجارت لپاره حیاتي رول لري.

تراب خان وویل، « زه هر کال دوه ځله بې له کوم ځنډه په دغه نندارتون کې برخه اخلم. دا زما د سوداګرۍ یوه مهمه برخه ده».

د چین شینهوا اژانس وايي، کینټون نندارتون، چې رسمي نوم یې د چین د وارداتو او صادراتو نندارتون دی، د افغان متشبثینو لپاره د نړیوالو بازارونو پر لور یو پل دی.

د خان په څېر ډېر افغانان دغه نندارتون یوازې د یو تجارتي ځای په توګه نه، بلکې د فرصتونو او اقتصادي بقا دروازه بولي.

تراب خان وايي، « مخکې له دې چې موږ په دغه نندارتون کې ګډون وکړو، زموږ بازار ته ډېر کم توکي رسېدل. حتا وارداتي توکي هم د تصادف له مخې راتلل. اوس داسې احساس کوو لکه په یوه باغ کې چې ګرځې او هر څه چې وغواړې، اخېستلی یې شې».

له تولیدوونکو شرکتونو سره مستقیم تماس افغان سوداګرو ته دا زمینه برابره کړې چې له منځګړو کسانو تېر شي او توکي ارزانه وپېري، چې بیا د افغان مصرفوونکو لپاره هم ګټور دي.

نوموړی وايي، « دلته موږ له اصلي فابریکو سره مستقیمه اړیکه لرو. له شرکتونو سره مخامخ ګورو او له باور وړ خلکو توکي اخلو. دا مخامخ تعامل زموږ د بریا یوه لویه برخه ده».

د چین د شینهوا د رپوټ له مخې، تر سوداګرۍ زیات، دا نندارتون د فرهنګي اړیکو د پراخېدو زمینه هم برابروي. د ژبې له محدودیتونو سره سره، چينايي سوداګر له افغان سوداګرو سره په درناوي چلند کوي.

خان وايي، « چينايان ډېر سخي او درناوي کوونکي دي، لکه زموږ د پښتونولۍ کولتور. دوی له موږ سره په ټکسي، هوټل او حتا له نورو فابریکو سره تماس نیولو کې مرسته کوي. که توکي هم ترې وانخلو، خپه کېږي نه».

د مسافر په نوم یو افغان، چې په هېواد کې د برېښنایي توکو پلورنځی لري، وايي چې د کینټون نندارتون له برکته یې افغانانو ته ارزانه او لوړ کیفیت لرونکي توکي برابر کړي دي.

هغه وايي، « د چینايي توکو بیې ټیټې دي او زموږ خلکو ته وړ دي. پخوا له پاکستان نه را واردېدونکي یخچال ۵۰ زره افغانۍ قیمت درلود، اوس موږ یو با کیفیته یخچال په شاوخوا ۱۳ زره افغانۍ اخیستی شو».

دا د بیې لوی توپیر عادي افغان کورنیو ته دا چانس ورکړی چې د ودونو یا د نوي کور د جوړېدو پر مهال اړتیا وړ وسایل وپېري.

محمد ابراهیم، چې نوی د اقتصاد له پوهنځي فارغ شوی او سږکال لومړی ځل نندارتون ته تللی، وايي، « نویو ټکنالوژیو او محصولاتو ته لاسرسی مهم دی. موږ هڅه کوو چې دا نوښتونه افغانستان ته راوړو». هغه زیاتوي، « په داسې نندارتونونو کې ګډون درسره مرسته کوي چې نوي محصولات پیدا کړئ او خپل کاروبار نړیوال بازار ته پراخ کړئ».

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د چین سفیر: د بامیان د لمریزې برېښنا پروژې عملي کار د پیل لپاره چمتووالی بشپړ شوی

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۱۳:۵۶ GMT+۱

د طالبانو د اوبو او انرژي وزارت سرپرست عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې په کابل کې مېشت د چین هېواد له سفیر ژاوشینک سره وکتل. طالبانو په خبرپاڼه کې د سفیر له قوله لیکلي چې د بامیان ولایت د لمریزې برېښنا پروژې عملي کار به ډېر ژر پیل شي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت نن سې شنبه، د غويي ۱۶مه، پر اېکس لیکلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اوبو او انرژي پروژو، په ځانګړې توګه د کاپیسا ولایت د باغدرې برېښنا بند پروژې، د بامیان ولایت د ۲۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې او د افغانستان په نورو ولایتونو کې د لمریزې برېښنا پروژو د پلي کولو په برخه کې د همکاریو د پراختیا او دوام په هکله خبرې وشوې.

په دې لیدنه کې په کابل کې د چین سفیر ژمنه کړې، چې چین به خپلې همکارۍ په افغانستان کې د انرژي پراختیایي پروژو د پلي کولو په برخه کې زیاتې کړي.

د طالبانو د ابو او انرژۍ وزیر د چین هېواد له سفیر څخه وغوښتل، چې په ارزګان او پکتیا ولایتونو کې د ۱۰ میګاواټه او ۵ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژو په پلي کولو کې هم همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده، چې اوسمهال د باغدرې بند د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعاتو چارې د یوه چینایي شرکت له لوري په سیمه کې روانې دي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکو کې پرمختګ؛ متقي او ډار ټیلیفوني خبرې وکړې

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۱۲:۵۴ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر اسحاق ډار د طالبانو له سرپرست بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې وکړې. دواړو خواوو له افغانستان څخه د ډار له سفر وروسته د دوه اړخیزو اړیکو پر چټک پرمختګ خوښي څرګنده کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ (د غویي۱۶مه) پر اېکس‌پاڼه ولیکل، چې دوی په خپلو خبرو کې د سوداګرۍ، اقتصادي همکارۍ، سیمه‌ییزو اړیکو او سیاسي سلا مشورو د بېرته فعالولو په تړاو پرمختګونه وڅېړل. دواړو خواوو ټینګار کړی، چې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره دوامداره اړیکې اړینې دي.

دکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ډار متقي ته د هند له‌خوا د پاکستان پر وړاندې د وروستیو اقداماتو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې پاکستان د سولې او خپل حاکمیت د ساتنې پر ژمنتیا کلک ولاړ دی.

متقي په سوداګرۍ کې د اسانتیاوو له امله له ډار څخه مننه کړې او یو ځل بیا یې د افغانستان د سفر بلنه ورکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، دغه ټلیفوني خبرې د دواړو هېوادونو ترمنځ اوږدمهاله همکارۍ ته د پرمختګ لار هواروي، چې د سیمې او نړۍ په کچه سولې او امنیت ته وده ورکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تراوسه د امیرخان متقي او اسحاق ډار د ټلیفوني خبرو په اړه څه نه دي ویلي.

د‌ پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د یوه پلاوي په مشرۍ د وري پذ ۳۰مه کابل ته سفر کړی و چې له بېلابېلو طالب چارواکو سره یې پر سوداګرۍ، اقتصادي همکارۍ، د خلکو ترمنځ او سیمه‌ییزو اړیکو او سیاسي سلا مشوروخبرې کړې وې.

کرزي د افغان شخصیتونو په نامه د پاکستاني توغندیو پر نومولو نیوکه کړې

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۱۲:۳۲ GMT+۱

پخواني ولسمشر حامد کرزي له پاکستان نه غوښتي، چې د وسلو او راکټونو پر ځای خپل علمي او فرهنګي مراکز د نوموتوافغان شخصیتونو په نامه ونوموي.

کرزي د سې شنبې په ورځ پر خپل اېکس پر دې چاره تاسف ښودلی او وايي، چې پاکستان یوځل بیا د «ابدالي» په نامه نومول شوی بالستیک توغندی ازمویلی او له دې مخکې یې هم خپل راکټونه «غزنوي» او «غوري» نومولي، خو دا چاره داسې مهال کوي، چې همدا اوس هلته له میشتو افغانانو سره بد او ځوروونکی چلند کیږي.

کرزی وايي، افغانستان د تاریخ په اوږدو کې په خپله غیږه کې زیات شمیر علمي، فکري او فرهنګي شخصیتونه، ویاړلي مبارزان او پاچاهان روزلي چې نړۍ یې په درنښت یادوي او له نومونو یې په مناسبه توګه استفاده کیږي.

کرزي له پاکستان نه د ښه ګاونډیتوب پر بنسټ د محترمانه او متمدنه اړیکو غوښتنه کړې او پر دغه هېواد یې غږ کړی، چې د وسلو او راکټونو پر ځای خپل علمي او فرهنګي مراکز د نوموتو افغان شخصیتونو په نامه ونوموي.

پاکستان له هند سره د تاوتریخوالي پر مهال وخت ناوخته د ابدالي، غوري او غزنوي په نومونو توغندي ازمويي.

افغان پاچاهانو او امپراتورانو د تاریخ په اوږدو کې ډېر وخت پر هند او اوسني پاکستان واکمني کړې ده.

هندي سوداګرو له افغانستان سره د هوايي دهلیز پرانېستلو غوښتنه کړې

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۱۲:۲۲ GMT+۱

د هند د وچو مېوو سوداګرو ددغه هېواد له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کړې چې له افغانستان نه د وچو مېوو د وارداتو لپاره ځانګړی هوايي دهلېز رامنځته کړي.

د کشمیر په پهلګام کې له ترهګریز برید وروسته هند له پاکستان سره پولې او سوداګریزې لارې تړلې او دې چارې د وچو مېوو بیې هم لوړې کړې دي.

د هند د وچو او مغزي مېوو شورا (NDFCI) چې د دغه سکتور ستر واردوونکي او پروسس کوونکي پکې شامل دي، خبرداری ورکړی چې د اتاري-واګه پوله تړل شوې ده او له امله یې له افغانستان څخه د بادامو، مټکو، انځرو، مندتو، ممیزو او پېستې واردات بند شوي دي.

د شورا رییس ګنجن جین بیزنېس لاین ته ویلي، «افغانستان د لوړ کیفیت وچو مېوو لوی عرضه کوونکی دی او اوس چې دا پوله تړل شوې، موږ نه شو کولای چې دا محصولات وارد کړو».

نوموړي وړاندیز کړی، چې « حکومت دې یو هوايي دهلېز پرانیزي څو دا واردات دوام ومومي».

د وچو مېوو صنعت شنونکي وايي چې هند شاوخوا ۹۰ سلنه وچ انځر او شاوخوا نیمایي ممیز، مندتې او زعفران له افغانستان نه واردوي.

اوس چې دا لاره تړل شوې، د بیو زیاتوالی محسوس شوی.

د پېستې بیه تر ۲۰ سلنې پورې لوړه شوې او ۲۷۰۰هندي روپیو (نږدې ۳۲،۴۰ ډالرو) ته رسېدلې ده. ممیز چې له وړاندې د کم تولید له امله ګران شوي وو، اوس لا هم لوړ شوي دي.

د هند-افغانستان د سوداګرۍ خونې رییس کنورجیت بجوا ویلي، «موږ مخکې هېڅکله دومره ستره ګډوډي نه وه لیدلې. که حکومت ژر اقدام ونه کړي، نو خلک به د بیو له لا لوړېدو سره مخ شي او هم به کمې وي».

د ایران د چابهار بندر له لارې د وارداتو بدیله لاره شته، خو د بانکي محدودیتونو او ترانسپورت امکاناتو له امله دا لاره هم ستونزې لري. ګنجن جین وايي، « د ایران له لارې سوداګرۍ پر وړاندې بانکي خنډونه لویه ستونزه ده».

شورا اټکل کوي چې افغانستان هر کال د شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه مېوه هند ته صادروي.

اوس هڅې روانې دي چې له کابل څخه هند ته د سوداګریزو الوتنو لپاره یوه هوايي لاره جوړه شي، خو تر اوسه کومې نیټې ته اشاره نه ده شوې. سوداګر تمه لري چې دا پرېکړه د دیوالي او د ودونو له موسم مخکې وشي.

طالبانو بدخشان کې په انسان تښتونه تورن دوه کسان نیولي

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۱۲:۱۵ GMT+۱

د رارسېدلو ویډیوګانو له مخې طالبانو د بدخشان په یمګان ولسوالۍ کې دوه تنه تورن انسان تښتونکي نیولي او ډبولي دي. ځايي سرچینې وايی چې دا دوه کسان د دوو ماشومانو د تښتونې پرمهال ونیول شول.

د بدخشان په یمګان ولسوالۍ کې ځايي سرچینو نن سې شنبه، د غويي ۱۶مه، وویل چې دا دوه کسان د انسان تښتونې په تور نیول شوي دي.

په ترلاسه شويو ویډیوګانو کې لیدل کېږي، چې وسله وال طالبان دوه نیول شوي شکمن کسان ډبوي.

تر اوسه د نیول شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.

طالبانو هم تراوسه په رسمي ډول د نیول شویو شکمنو کسانو په اړه څه نه دي ویلي.