طالبان د ازبکستان له سفیر سره د با کیفیته درملو او خوراکي توکو پر واردولو غږېدلي

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، د یاد وزارت د خوړو او درملو مرستیال حمدالله زاهد د ازبکستان له سفیر اویبیک عثمانوف او مل پلاوي سره له ازبکستان څخه د با کیفیته درملو، طبي او خوراکي توکو واردولو په اړه غږېدلی دی.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د لابراتواري ازموینو د پایلو شریکولو، له افغانستان څخه د یو شمېر توکو د صادرولو او روغتیا برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ اړوند بحث او خبرې ترسره شوې دي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال په حواله لیکل شوي، چې هغه د ازبکستان هېواد سره د روغتیا برخه کې دوه اړخیزې اړیکې مهمې وبللې، د باکیفیته درملو، طبي او خوراکي توکو په صادرولو یې ټینګار وکړ او د لابراتواري ازموینو د پایلو برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.