خو د هند د دفاع وزارت د پاکستان له خوا د پوځي تاسیساتو او هوايي اډو د ویجاړولو ادعاوې رد کړې دي او دا یې د رسنیزې او تبلیغاتي جګړې یوه برخه بللې ده. هندي چارواکو ویلي چې د پاکستان توغندیو او ډرون بریدونو د هند S-400 هوايي دفاعي سیستمونو او نورو مهمو تاسیساتو ته زیان نه دی رسولی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت او دفاع وزارت په ګډ خبري کنفرانس کې وويل چې پاکستاني بریدونه د دغه هېواد پر ۲۶ ځایونو ترسره شوي دي. دا بریدونه له سرینګر نه تر نالیا پورې شوي، چې ډرونونه، اوږده واټن لرونکي توغندي، بېپیلوټه جنګي الوتکې، لوېټرینګ مهمات (ځنډېدونکي چاودېدونکي وسایل) او جنګي الوتکې پکې کارول شوي، څو د هند پوځي تاسیسات هدف وګرځوي.
هند خپله لومړنۍ اتومي ازموینه د ۱۹۷۴کال په مې کې ترسره کړه او بیا یې په۱۹۹۸ کال کې پنځه نورې ازموینې وکړې او ځان یې د اتومي وسلو لرونکی هېواد اعلان کړ. پاکستان هم د همغه کال، ۱۹۹۸، په اوږدو کې د هند له اتومي ازموینو وروسته خپله لومړنۍ اتومي ازموینه و کړه او ځان یې د اتومي وسلو څښتن هېواد اعلان کړ.
د الجزیرې د یوه تحلیل له مخې، له همغه وخته، دا دوه ګاونډیان چې له خپلواکۍ او جوړېدو راهیسې جنجالي اړیکې لري، په یوه پوځي سیالۍ کې ښکېل دي چې دواړو ته یې میلیاردونه ډالره لګښت اړولی.
د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز (CSIS) د توغندیو دفاعي پروژې له مخې، د هند اتومي ظرفیتونه تر ډېره د پاکستان او چین پر وړاندې د مخنیوي لپاره دي. هند اوږده واټن لرونکي او ځمکني متحرک میزایل جوړ کړي او له روسیې سره په ګډه د سمندري او اوبتل میزایلو د پراختیا په پړاو کې دی.
د پاکستان اتومي وسلې تر ډېره لنډ واټن او منځ واټن بالستیک میزایل لري، چې د هند د هدف ګرځونې وړتیا لري. چین له تېرو څو کلونو راهیسې له پاکستان سره په اتومي او د توغندیو پروګرامونو کې د پام وړ تخنیکي مرسته کړې ده.
د وسلو کنټرول سازمان د اټکل له مخې، هند او پاکستان هر یو شاوخوا ۱۷۰ اتومي خولۍ لري. دواړو د اتومي وسلو نه پراخولو تړون (NPT) نه دی لاسلیک کړی او دواړه هېوادونه پر توغندیو پانګونه کوي. هند پر(Agni-P) بالیستیک میزایلو او پاکستان د شاهین توغندیو پر مختلفو ډولونو کار کړی.
د ستراتیژیک تعادل وضعیت خورا حساس دی. دواړه هېوادونه د کشمير په سیمه کې د متنازعو سیمو ادعا لري او د جګړې د حل کوم رسمي میکانیزم نشته، چې دا د احتمال او ناسمې محاسبې او جګړې د زیاتېدو امکاناتو ته لار پرانیزي.
په هوايي برخه کې دواړو هېوادونو د خپلو هوايي ځواکونو پر تقویې کار کړی، خو هند په ډېرې عصري ټیکنالوژۍ او پرمختللي ځواک سره خپل ځواک پیاوړی کړی دی.
د استکهلم د سولې نړیوال انسټیټیوټ (SIPRI) د معلوماتو له مخې، هند ۳۶ سلنه وسلې له روسیې، ۱۸ له اسراییل، ۳۳ له فرانسې او پاتې له نورو هېوادونو ترلاسه کوي.
پاکستان خپلې ۸۱ سلنه وسلې له چین، لس سلنه له هالنډ، شپږ سلنه له ترکیې او پاتې له نورو هېوادونو پیري.
د هند او پاکستان د هوايي ځواک پرتلنې
د هند هوايي ځواک ۲۲۰، سو۳۰ Mk1 جنګي الوتکې لري. دغه الوتکې چې د هند هوایي صنعت تولید دی، د روسیې په ډیزاین ولاړې دي او له۲۰۰۲ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې نوې شوې. سربیره پر دې، د هند هوایي ځواک د روسیې ۷۲سو۳۰ اېم کې یو جنګي الوتکې هم کاروي چې د ۱۹۹۷ او ۲۰۰۸ کلونو تر منځ اخیستل شوې.
د هند د هوايي ځواک تر ټولو وروستۍ اضافه د ۳۶رافیل څو دندې لرونکې جنګي الوتکې دي چې له۲۰۲۰ کال څخه تر ۲۰۲۲ پورې د فرانسې دداسولټ کمپنۍ له خوا ورکړل شوې دي. دا الوتکې پرمختللي الیکترونیکي سیسټمونه او د اجرااتو وړتیاوې لري او له یوروفایټر او ټایفون سره په سټنډرډ کې برابرې دي. خو پاکستان ادعا کړې، چې یوه رافیل یې راغورځولې او که دا رښتیا ثابته شي، هم به د هند او هم به د فرانسې دواړو لپاره زیانناک خبر وي.
هند د بې پیلوټه الوتکو په برخه کې ډېره پانګونه کړې او یوه ستره برخه یې اسراییلي بې پیلوټه الوتکې دي چې د څارنې، کشف، لوژیستیک او جنګي ماموریتونو لپاره ډیزاین شوې دي. هیرون(IAI Heron) چې د اسراییل تولید دی، د څارنې لپاره ډیزاین شوې او مختلف ورژنونه لري. هند له اسراییل سره ګډ اداني دریشتي ۱۰ (Adani Drishti-10) ډرونونه هم تولید کړي، چې کشفي ماموریتونه پرمخ وړي. دغه راز امریکایۍ ایم کیو۹ هم ددغه هېواد د هوايي ځواک په واک کې ورکړل شوې دي. د اسراییل هاروپ بې پیلوټه الوتکې او خپله هندۍ بې پیلوټه هم د هند هوايي ځواک کاروي، چې پاکستان یې د راغورځولو ادعاوې کړې دي.
د پاکستان هوايي ځواک ډېر متنوع دی، چې زړې امریکايۍ او فرانسوۍ جوړې جنګي الوتکې لکه ایف ۱۶ اې بي او فالکونز او میراژ ۲۰۰۰ پکې شاملې دي.
پاکستان شاوخوا ۷۵ ایف ۱۶ بمبار الوتکې لري، چې د ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره ور کړل شوې وې.دغه الوتکې د نورو هېوادونو پر ضد د دودیزې جګړې لپاره نه دي ډیزاین شوې او که استعمال شي، د پرزې، ساتنې تړونونه، یا حتا د بندیزونو وضع کولو احتمال پرې شته دی.
په وروستیو کلونو کې پاکستان د خپل هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره چین ته مخه کړې ده، چې په استعمال کې یې ازاد لاس ولري.
د پاکستان هوایي شرکت له چینايي چینګدو شرکت سره د همکارۍ له لارې یو شمېر جنګي الوتکې جوړوي، په ځانګړې توګه JF-17، چې پاکستان یې شاوخوا ۱۲۰بلاک یو او بلاک دوه نسخې لري. په ۲۰۲۲ کال کې پاکستان ۱۲جې لس سي (J-10C) جنګي الوتکې هم وپېرلې، چې ځواک یې ورسره پیاوړی شوی. نړیوالو شنونکو ویلي، چې پاکستان د چینايي الوتکو په مرسته د هند یوه رافیل فرانسوۍ الوتکه راغورځولې او دا د چینايي تسلیحاتو پر مارکیټ مثبت اغیز کولای شي.
د پاکستان زغره وال ګاډي او ټانکونه هم د چینایي ډیزاینونو پر بنسټ جوړ شوي، چې شاوخوا ۶۰۰ الخالد ټانکونه پکې شاملیږي. دا د نورینکو او د پاکستان د درنو صنایعو ټکسیلا کارپوریشن ګډ تولید دی. نور چینایي جوړ پلېټفارمونه، لکه (VT-4) هم د پاکستان د زغره والو وسایطو د وړتیاوو یوه برخه جوړوي. په توپونو کې، پاکستان د امریکا ۱۵۵ ملي متري (M109A5) خپلکاري توپونه کاروي، چې له۲۵ څخه تر ۳۰ کیلومترو پورې واټن په نښه کولای شي.
د پاکستان د هوایي دفاع سیسټمونه یوه منظمه او څو پوړیزه شبکه لري چې ددغه هېواد فضایي حریم د هر ډول هوايي بریدونو، الوتکو، ډرونونو او کروز توغندیو پر وړاندې خوندي کوي.
دا سیستمونه هم د اوږده واټن او هم د منځني او نږدې واټن هدفونو شنډولو وړتیا لري. په دې کې تر ټولو مخکښ سیسټم(HQ-9/P) دی، چې د چین له خوا جوړ شوی او تر ۱۲۵ کیلومتره پورې واټن لرونکي اهداف له منځه وړلی شي. دا سیستم د لوړو ارتفاعي بریدونو لپاره طراحي شوی او په پرمختللو رادارونو او لارښودو میکانیزمونو مجهز دی. همداراز (LY-80)، چې په اېف اېم ۹۰هم مشهور دي، د منځني واټن دفاعي سیستم دی چې شاوخوا ۷۰ کیلومتره پورې واټن لرونکي تهدیدونه تعقیب او شنډولی شي. دا سیسټم د متحرکو توغندیو واحدونه لري، چټک غبرګون ښيي او کولی شي څو اهداف هممهاله تعقیب کړي. خو د هند په وروستیو بریدونو کې دغه سیسټمونه اغیزناک نه دي تمام شوي او یو توغندی یې هم نه دی په نښه کړی، په دې توګه ددې سیسټمونو راتلونکې ډېره روښانه نه لیدل کیږي.
په سمندري ډګر کې یو د بل پر وړاندې
د هند او پاکستان ترمنځ د لویې سمندري جګړې امکانات کم دي، خو دواړو هېوادونو پرپام وړ سمندري ځواکونو پانګونه کړې ده.
پاکستان که څه هم د هند له اټومي سبمرین او اوبډوبونو له پروګرام سره برابر سمندري ځواک نه لري، خو د خپلو بیړیو په پراختیا کې یې مهم ګامونه اخیستي دي. پاکستان خپل سمندري ځواک په سطحي\د اوبو پر سطح جګړه ییزو بیړیو او سبمرینونو تقویه کړی. پاکستان درې عصري (Agosta-90B) ډوله سبمرینونه لري. دغه سبمرینونه د برید او څارنې لپاره پرمختللي تجهیزات لري او په سمندري توازن ساتلو کې مهم رول لوبوي.
سربېره پر دې، پاکستان له چین څخه د شپږو نویو (Hangor-class) سبمرینونو د پېرلو پروژه روانه کړې چې تر ۲۰۲۸ پورې به بشپړه شي. دا سبمرینونه به په عصري ټکنالوژۍ سمبال وي او د سمندري جګړو په ډګر کې د پاکستان وړتیا نوره هم لوړولای شي.
د سطحي یا د اوبو پرمخ تلونکو بیړیو له پلوه، پاکستان مختلف ډولونه لکه (F-22P) او(Azmat-class) توغندويي کښتۍ او نور وسایط لري چې د سمندري ګزمې، دفاع او برید لپاره کارول کېږي.
که چیرې د دواړو هېوادونو ترمنځ روانه جګړه وغځیږي، هند به احتمالاً د اوږدمهاله جګړې لپاره ډیرې سرچینې، تخنیکي تنوع او جغرافیایي لاسرسی ولري
هند د جګړې په شاوخوا ټولو اړخونو ځمکنۍ، هوایي او سمندري برخو کې د پاکستان په پرتله لوړ ظرفیت لري. دا هېواد تر ۳۰۰۰زیات جنګي ټانکونه، پرمختللي تجهیزات او یو پراخ هوایي ځواک لري چې له۶۰۰ډېرې جنګي الوتکې پکې شاملې دي، همداراز، هند یو قوي او پراخ بحري ځواک لري چې ۲۹۳ سطحي او تر اوبو لاندې بیړۍ لري.
په بل اړخ کې، پاکستان که څه هم د تجهیزاتو له پلوه کمزوری ښکاري، خو هڅه یې کړې چې خپل دفاعي سیستمونه، هوایي ځواک او سمندري امکانات هدفمند او اغېزناک وساتي. پاکستان پرمختللي هوايي دفاعي سیستمونه، ۳۸۷ جنګي الوتکې لري او د سبمرینونو او سطحي بیړیو پراختیا ته یې هم پام کړی. پاکستان د چټک ځواب ورکولو، سیمهییز تمرکز او د چین په څېر متحدینو له لارې خپلې کمزورۍ یو څه جبران کړې دي.
سره له دې چې د امریکا په منځګړتوب دواړو هېوادونو اوربند ته رضایت ښودلی، خو که د دواړو هېوادونو ترمنځ روانه جګړه ونه دریږي، هند به احتمالاً د اوږدمهاله جګړې لپاره ډیرې سرچینې، تخنیکي تنوع او جغرافیایي لاسرسی ولري، خو پاکستان هم کولی شي په لنډمهالو او هدفمندو بریدونو سره، په ځانګړې توګه د توغندیواو ډرونونو له لارې د هند د برلاسي، یا احتمالي پرمختګ مخه ونیسي. په دې منځ کې د دواړو هېوادونو اټومي وسلې پر یوه او بل د ستروبریدونو مخه نیسي او جګړه به تر ډېره حده محدوده پاتې او یا سړه شي.
خو له دې ټولو سره سره، په جنوبي اسیا او په نړیواله کچه دا جګړه د وسلو د استعمال، موثریت، ضعف په تړاو ښايي د ارزونې یو مهم فرصت وي، ځکه دواړو خواوو ته ماهر او کارپوه ځواکونه دي او د وسایلو د استعمال د څرنګتیا پرځای به ډېری د وسایلو او تجهیزاتو پر موثریت او کمزوریو تمرکز کیږي چې دا د وسله جوړوونکو کمپنیو، صادروونکو هېوادونو او د وسلو او تجهیزات پر صنعت اغیز پرې اېستلای شي.