ټرمپ غواړي، د کشمیر شخړې د حل لپاره له هند او پاکستان سره همکاري وکړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې هغه به د هند او پاکستان سره کار وکړي؛ ترڅو د کشمیر شخړې ته د حل لار ومومي.
ټرمپ یوه ورځ وروسته له هغه چې د هند او پاکستان ترمنځ یې د اوربند اعلان وکړ؛ د دواړو هېوادونو مشرانو ته په اشارې سره په ټروټ خواله رسنۍ لیکلي:« زه به له تاسو دواړو سره کار وکړم؛ ترڅو وګورم چې ایا له 'زرګونه کلونو' وروسته د کشمیر په اړه حل ته رسېدلای شئ.»
هغه د اوربند په اړه ویلي:« زه ویاړم چې متحده ایالات وشو کړای، چې تاسو سره د دغه تاریخي پرېکړې ته په رسېدو کې مرسته وکړي.»