د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ اقتصادي غونډه کې د طالبانو اقتصادي پالیسي تایید شوه

د طالبانو د رييس الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ نن په اقتصادي نوبتي غونډه کې د طالبانو اقتصادي پالیسي تر هر اړخیزو خبرو وروسته تایید شوه.