مار دې لنډی کړ، خو مړ دې نه کړ؛ پر افغانستان د هند او پاکستان د وروستۍ جګړې اغیزې

شاه محمود میاخېل
شاه محمود میاخېل

د ننګرهار پخوانی والي او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي اړیکو مشر

وایي مار دې لنډی کړ خو مړ دې نه کړ. هند حمله وکړله خو اوږدمهاله ستراتیژي یې نه درلوده چې څنګه جنګ کنترول او یا په مخ لاړ شي. پاکستان هم اوږدمهاله ستراتیژي نه درلوده چې څنګه د هند د حملو مخه ونیسي.

په مجازي خواله رسنیو کې دواړو ملکونو کافي د دروغو ویډیوګانې خپرې او لاپې شاپې وکړلې. دا چې دواړه ملکونه د داخلي ستونزو او فشار سره مخامخ دي نو دواړو غوښتل چې د خپل ولس توجه بلې خواته واړوي.

د هند ستونزه زیاته سیاسي ده خو د پاکستان ستونزه سیاسي، اقتصادي او امنیتي ده.

دا جنګ به د مودي حکومت محبوبیت به هند کې کم کړي خو د پاکستان امنیتي، اقتصادي او سیاسي ستونزې به لا نورې هم پیچلې شي ځکه پاکستان د پوځ ستراتیژي کې تغییر نه دی راغلی.

د پاکستان پوځ به په بلوچستان، خیبر پښتونخوا او سند کې د اوږدمهاله مقاومت سره مخ شي. څومره چې د پاکستان پوځ د شدت او زور نه کار واخلي هماغومره به د پوځ په ضد مقاومت او د پوځ نه انزجار زیاتیږي.

د پاکستان پوځیان نشي کولې چې د داخلي مقاومت د ځپلو لپاره د غرب یا عربو نه پروژه واخلي. دا وضعیت د پاکستان اقتصادي او سیاسي وضعیت نور هم خرابوي.

دغه جنګ وښودله چې امریکا اوس هم په سیمه کې نفود لري او د امریکا د مداخلې له امله اوربند وشو. دغه اوربند د مودي حکومت موقف به د هند په داخل کې او هم نړیواله کچه راټیټ کړي ځکه هند د امریکا د نفوذ او فشار لاندې اوربند وکړ.

د افغانستان معلوم الحاله سیاسیونو په خپلو تبصرو کې وښودله چې دوی څومره ژورې اړیکې د پاکستان سره لري او د پاکستان د لاس لانځکې دي.

همدوی چې اکثره يې د جمهوریت په وخت کې د پاکستان په ضد چیغې وهلې او پښتانه مشران یې اکثره د پاکستان سره په اړیکو تورنول، اوس دوی ثابته کړله چې همدوی د پاکستان اصلي ګوډاګیان وو او دي.

د دغو اشخاصو او ډلو مقاومت د طالب په ضد هم جعلي او د پاکستان په اشاره دی. طالبان به هم ونشي کړې چې پس له دې لس هندوانې په یوه لاس کې ونیسي. طالبان د مار په څیر سوړې ته نږدې شوې دي. یا به سیده کیږي او یا به یې لکۍ پرې کیږي.

لکه ځنګه چې سیمې او نړۍ د هند او پاکستان جګړه نه شوای زغملی، زما په اند، سیمه او نړۍ د افغانستان دا اوسنی وضعیت هم نشي زغملی چې په افغانستان کې یو غیر مشروع او قانونمند حاکمیت دوام وکړي او افراطیت ورځ تر بلې زیات شي.

یوازې د افراطي طالبانو محدود کسان د قدرت ساتلو لپاره د جنګ شوقیان دي. همداشان د طالبانو په ضد په نامه مقاومتیان هم کوښښ کوي چې کومه جنګي پروژه واخلي خو اوس د جنګ د پروژو د تمویل لپاره په افغانستان کې د سیمې او نړۍ د نورو هیوادونو له خوا اشتها نشته دی.

یوازې د سپورتونو مقاومت به دوام کوي خو په عمل کې به څه نه وي.

د هند او پاکستان جګړې وښودله چې په دې سیمه کې د جنګ لپاره د سیمې او نړۍ انګیزه او اشتها نشته دی. په دې توګه افغانستان کې د جنګ لپاره د سیمې او نړۍ اشتها نشته، خامخا به یو مثبت تغیر بې له جنګه رامنځته کیږي.