پاکستان: کشمیر زموږ او هند ترمنځ د کړکېچ اصلي موضوع ده

د پاکستان د پوځ ویاند وایي، چې د کشمیر موضوع لا هم د اسلام اباد او نوي ډیلي ترمنځ د اختلافونو اصلي موضوع ده. د نوموړي په وینا، که چېرې د کشمیر مسله حل نه شي، سیمې ته به دوامداره سوله را و نه ګرځي.
جنرال احمد شریف چودري زیاته کړه: «دې جګړو بیا کشمیر د اشغال په ټکي بدله کړې ده او باید حل شي.»
هغه په غیر مستقیم ډول هند ته وویل: «دا یوه نړۍواله مسله ده، د خبرو مېز ته راشئ او یوه حل لاره پیدا کړی چې د خلکو د غوښتنې پر بنسټ وي.»
د کشمیر پر سر اختلافونه یو له اوږدمهاله او پېچلي جغرافیایي، سیاسي او تاریخي شخړو څخه دی، چې تر ډېره د هند او پاکستان ترمنځ د لانجې اصلي ټکی ګڼل کېږي.