ټرمپ له ریاض نه دوحې ته لاړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سعودي عربستان نه د قطر پلازمېنې دوحې ته لاړ. ټرمپ د چهارشنبې په ورځ، د غوي پر ۲۴مه دوحې ته ورسېد.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سعودي عربستان نه د قطر پلازمېنې دوحې ته لاړ. ټرمپ د چهارشنبې په ورځ، د غوي پر ۲۴مه دوحې ته ورسېد.
هغه د سعودي عربستان له سفر وروسته چې تازه یې بشپړ کړی ، دوحې ته تللی.
ټرمپ به په دوحه کې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني او نورو لوړپوړو چارواکو سره رسمي لیدنې ترسره کړي.
ترمپ په ریاض کې د محمد بن سلمان په ګډون د سوریې له لنډمهالي ولسمشر احمد الشرع سره وکتل او وبې ویل، چې د یوه نوي پیل لپاره پر دمشق بندیزونه لرې کوي.


د طالبانو تر واک لاندې ارګ وايي، چې د دغې ډلې د ریاست الوزرا ملا حسن اخوند په غوښتنه یې د افغانستان څلور زره متره مربع مرمر ډبرې ازبکستان ته ډالۍ کړې.
د طالبانو لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ډالۍ د طالبانو د رییس الوزرا د دفتر عمومي رییس عبدالواسع لهخوا د افغانستان لپاره د ازبکستان د ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف او د سورخندریا والي اوګلوبیک قاسموف په شتون کې د ازبکستان لوري ته په ګډ بازار کې سپارل شوې.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي د دغه هېواد د مرمر ډبرو د ترلاسه کولو پر مهال وویل چې «د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې په کلتوري، ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي برخو کې پراخې شوې دي، او په سیمه ییزه کچه، دا یو لوی بدلون دی.»
طالبان وايي، چې عصمت الله ارګاشیف وویل: «ازبکستان هڅه کوي، چې له افغانستان سره خپلې ښې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي، د ستونزو لپاره چټک حل لارې ومومي، او په پوله کې سوداګري، اقتصاد، ټرانزیټ او نور پرمختګونه زیات کړي؛ ځکه چې دا د دواړو هیوادونو په ګټه دي.»
د طالبانو د ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا مرمر د هرات ولایت د چشت ولسوالۍ له یوې کان څخه دي او د امام بخاري زیارت د بیارغونې لپاره دې هیواد ته ډالۍ شوی دي.
د طالبانو دغه پلاوې په داسې حال کې ازبکستان ته سفر کوي، چې د پلاوي مشر عبدالواسع د ملګرو ملتونه د بندیزونو له لېست کې شامل دی.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو ورځو کې سیمه ییزو او ګاونډیو هیوادونو ته د طالبانو د چارواکو سفرونه زیات شوي دي او په ورته وخت کې د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزیر عبداللطیف منصور هم په ازبکستان کې دی او د «ازبکستان د انرژۍ اوونۍ په نړیوال فورم» کې یې ګډون کړی دی.

بلوڅ بیلتونپال غورځنګ وایي، چې د بلوچستان په اورنچ، پنجګور، قلات، نوشکي او سیبۍ سیمو کې یې په بیلابیلو بریدونو کې څلور پاکستاني عسکر وژلي او ۸ نور یې ټپیان کړي دي.
بلوڅ بیلتونپالو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره زیاته کړې، چې د یکشنبې په شپه یې د پنجګور په نوک اباد سیمه کې د پاکستان امنیتي ځواکونو یوه پوسته په نښه کړې، چې دوه پوځيان یې وژلي او ۵ نور ټپیان شوي دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د دوی جنګیالیو د کلات په ګاراپ سیمه کې په یوه بل جلا برید کې د پاکستان پوځ د بم شنډولو د ډلې دوه تنه عسکر د ریموټ کنټرول بم په واسطه وژلي او همدا راز یې د کاچي په متري سیمه کې ۳ نور ټپیان کړي دي
د دغه ډلې ویاند جنید بلوڅ وایي، چې د (هیروف ۲.۰) عملیات یې پیل کړي، چې په لړ کې یې تر دې مهاله په ۵۷ سیمو کې ۷۸ بریدونو ترسره کړې دي.
جنید بلوڅ زیاتوي، د بلوڅ بېلتونپاله غورځنګ دا ډول بریدونه به تر هغې دوام ومومي چې ترڅو یې ازادي نه وي ترلاسه کړي.
د یادولو وړ ده، چې په دې وروستیو کې د بلوچستان دننه د دغه وسلهوال غورځنګ فعالیتونه تر بل هر وخت پراخ شوي او د پاکستان د پوځ پر وړاندې یې ځینې لوی بریدونه هم کړي، چې په کې یې ورته درنه مرګ ژوبله هم اړولې ده.

د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیر ډيوېډ لېمي وايي چې هېواد یې له ایران سره اټومي هوکړې ته د رسېدو لپاره د متحدهایالاتونو د هڅو ملاتړ کوي.
هغه د سېشنبې په ورځ (د اپرېل۱۳مه) د برېټانیا پارلمان په غونډه کې د وینا پرمهال زیاته کړې، چې لندن تهران دې ته هڅولی څو ډېپلوماټیکو نوښتونو ته په ښه نیت ځواب ووايي او د کړکېچونو کمېدو لپاره سیاسي حل لارې وکاروي.
لېمي وايي، چې د بهرنیو چارو وزیر او د منځني ختیځ لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي په ګډون یې له امریکايي چارواکو سره په خپلو وروستیو خبرواترو کې د برېټانیا او د دغه هېواد د متحدانو پر وړاندې د ایران د ګواښونو موضوع هم مطرح کړې ده.
ورته مهال، د برېټانیا د پارلمان یو شمېر غړو د دغه هېواد له حکومت نه غوښتي چې د ایران سپاه پاسداران د یوه ترهګریز سازمان په توګه تحریم کړي.
د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیر بیا ویلي، چې د دغه هېواد اوسنی تمرکز پر دولتي ګواښونو دی او د بندیزونو موضوع تر ارزونې لاندې ده.
نوموړي همداراز خبرداری ورکړی، چې ايران بايد اټومي وسلو ته لاسرسی و نهلري او که د اټومي هوکړې د نقضولو بهیر دوام ومومي، نو ښايي چې نړۍوال بنديزونه پرې بیا ولګول شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د اټومي تړون په تړاو خبرېاترې روانې دي.

په افغانستان کې د برېتانیا استازولۍ د روغتيا د نړۍوال سازمان له قوله ليکلي، چې افغان واده شوې ښځې له فزيکي، جنسي او عاطفي ځورونو سره مخ دي. د دوی د معلوماتو له مخي، ۴۶ سلنه افغانې واده شوې ښځې فزيکي تاوتريخوالی تجربه کوي.
په افغانستان کې د برېتانيا استازولۍ د سې شنبه په ورځ (د غويي ۲۳مه) پر اېکس پاڼې لیکلي: «۳۴ سلنه افغانې واده شوې ښځې له عاطفي ځورونې سره مخ دي او شپږ سلنه نورې د جنسي تاوتريخوالي ښکار دي.»
دغې استازولۍ د تاوتريخوالي په پای ته رسولو کې د نارينه وو پر رول ټينګار کړی دی.
یادې ادارې د پکتيا ولایت د یوه ۲۹ کلن اوسېدونکي له قوله لیکلي: «د ښځو او نجونو ملاتړ د کمزورۍ نښه نه، بلکي د یو رښتني شخصیت نښه ده. موږ باید د هغوی متحد، ملګري او د حقونو ملاتړي واوسو.»
د کابل یو بل اوسېدونکي ټينګار کړی: «د افغان نارينه په توګه موږ باید خپلو زامنو ته د ښځو درناوی ور زده کړو او په دې برخه کې د خپلو کړنو له لارې يو مثال جوړ شو. زموږ په کورنۍ، کلتور او مذهب کې په دې برخه کې تاوتريخوالی نه شته.»
دا اندېښنه په داسې حال راپورته شوې ده، چې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې د وروستي راپور له مخې، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ښځو لپاره د طلاق اخیستل کابو ناشونی شوی دی.
د دغه راپور له مخې، په افغانستان کې د ښځې او خاوند جلا کېدل لا هم د «شرم خبره» ګڼل کېږي.
له دې سره – سره په دې هېواد کې د ښځو وضعیت د کورني تاوتریخوالي او په اساسي حقونو او ازادیو باندې د سختو محدودیتونو له امله خراب بلل شوی دی.

اسراییلي پوځ ویلي، د خان یونس ښار د ناصر روغتون شاوخوا کې یې «دقیق برید» ترسره کړی، چې په ترڅ کې یې د حماس ډلې څو لوړپوړي غړي هدف وګرځول او ووژل شول. په وژل شویو کسانو کې حسن اصليح هم شامل و، چې د حماس غړی او رسنیز فعال و.
د اسراییل پوځ وایي، اصليح د حماس د خان یونس څانګې غړی و او د خبریال په نوم یې د یو رسنیز شرکت تر نامه لاندې فعالیت کاوه.
په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې اصليح د اکټوبر په اوومه نېټه د اسراييل خاورې ته ننوتی و او د اورلګېدنو او وژنو صحنې یې فلمبرداري کړې وې او په ټولنیزو رسنیو یې خپرې کړې وې.
نوموړی تر دې وړاندې په یوه بل برید کې ټپي شوی و او په روغتون کې بستر و.