د لاس انجلس پولیسو د سموکي رابېنسن پر وړاندې د جنسي تورونو څېړنې پیل کړې

د امریکا لاس انجلس پولیسو اعلان کړی چې د مشهور امریکایي سندرغاړي سموکي رابېنسن پر وړاندې یې د جنسي تیري د تورونو په تړاو جنایي څېړنې پیل کړې دي.

د امریکا لاس انجلس پولیسو اعلان کړی چې د مشهور امریکایي سندرغاړي سموکي رابېنسن پر وړاندې یې د جنسي تیري د تورونو په تړاو جنایي څېړنې پیل کړې دي.
د اسوشیټېډپرېس د راپور لهمخې، دا تورونه د څلورو ښځو لهخوا چې ویل کېږي پخوا یې د رابېنسن په کور کې د خدمتګارانو په توګه کار کاوه، لګول شوي دي.
دوی ادعا کړې چې رابېنسن په خپل کور کې د کار پرمهال پر دوی څو ځله جنسي تیری کړی دی. دې ښځو تېره اوونۍ محکمې ته په یوې دعوا کې د ۵۰ مېلیون ډالرو غرامت غوښتنه کړې ده.
ورته مهال، د لاس انجلس پولیسو ویلي چې د دې قضیې په تړاو څېړنې پیل شوي او تر اوسه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
د رابېنسن وکیل دا تورونه «ناسم او شرموونکي» بللي او زیاتوي چې د دغې دعوا موخه يوازې له يو ۸۵ کلن مشهور شخصیت نه د پيسو شکول دي؛ خو د ښځو وکیلانو ویلي چې موکلان د عدالت خونديتوب په موخه له پولیسو سره همکارۍ ته چمتو دي.
رابېنسن د ۱۹۶۰ مو کلونو د امریکا له مشهورو سندرغاړو له ډلې دی او دTears of a Clown په څېر مشهورې سندرې ویلي دي. نوموړی د امریکا د موسیقۍ د ویاړ تالار (Hall of Fame) غړی هم دی.

په پنجشیر ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د عنابې ولسوالۍ په بازار کې یې یو شمېر کتاب پلورنځي پلټلي دي. وايي، دوی هغه کتابونه لټول چې د دغې ډلې د حکومت له لوري پرې بندیز لګول شوی.
په دغه ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر مولوي نصرالله ملکزاده وایي، چې له دې څارنې او پلټنې یې موخه د کتابونو د منځپانګې ارزونه ده.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبرپاڼه کې د مولوي ملکزاده له قوله راغلي، چې د ټولو هغو کتابونو د خپرېدو مخنیوی کوي چې د «شریعت» او ملي ګټو سره په ټکر کې وي.
بلخوا د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال عتیق الله عزيزي څو ورځې وړاندې په یوه غوڼده کې وویل، پر ټولو هغو کتابونو بندیز دی، چې «د اسلامي او افغاني ارزښتونو پر خلاف دي او ملي یووالي ته زيان رسوي.»
نوموړي له لیکوالانو غوښتي، چې د خاصو خلکو د ستاينې پر ځای د ټولنې واقعیتونه وليکي.
د یادولو وړ ده، چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت درې میاشتي وړاندې کتاب پلورونکو ته امر کړی، چې د «اسلامي ارزښتونو خلاف» کتابونو له چاپ او خپراوي ډډه وکړي.
یاد وزارت ویلي و، چې په ټولو ولایتونو کې د «منع شویو کتابونو» د راټولولو بهیر دوام لري.
د طالبانو دغو بندیزونو ته لیکوالانو او د کتاب مینه والو سخت غبرګونونه هم ښودلي دي.
دوی نیوکې کړې، چې د طالبانو د سخت دریځو افکارو او د بیان پر ازادۍ د بندیز له کبله اوس هېڅوک لا په خپله خوښه مطالعه هم نه شي کولای او خلک اړ باسي چې د طالبي افکارو لرونکي کتابونه ولولي.
له استبداد، تبعیض، محرومیت او محکومیت ورها خوا منډیګک بنسټ د افغانستان د تاریخي، فرهنګي او علمي میراث د ساتنې، څېړنې او خپرولو په نيت هڅې جاري ساتلې دي.
دا بنسټ د سردار ولي په مشرۍ د تاریخي اسنادو، شفاهي تاریخ، لرغونوعکسونو او علمي څېړنو له مخې، خپلو څارونکو ته د افغانستان رښتینی تاریخ رسوي.
سردار ولي پښتون زوی د جګړو او افراطیت تر سپیره ګرد لاندې د افغانستان د پټې او بډایې تاریخي خزانې د پېژندلو تکل کړی.
سردار ولي غواړي نړۍ ته ثابته کړي چې افغانان پر ژوند میين خلک دي خو معرفت یې په سمه نه دی شوی.

د تاریخ د تحریفېدو د مخنیوي او د اعتبار وړ ماخذونو د رامنځته کېدو انګېزه
د منډيګک بنسټ د رامنځته کېدو اصلي هدف د افغانستان د تاريخ مستندول، ژوندي ساتل او علمي ترويج یقیني کول دي.
افغانستان د نړۍ د لرغونو تمدنونو له زړو ټاټوبو څخه دی؛ خو د دوامدارو شخړو، سياسي تحولاتـو او پراخو ټولنيزو بدلونونو له امله د هېواد ډېر تاریخي او فرهنګي منابعې يا خو له منځه تللي او يا هم تحریف شوي دي.
دلته شدیده اړتیا د خپل هېواد تاریخي میراث د نړۍوالو معیارونو له مخې راټولو، خوندي ساتلو، تحليلولو او په بېلابېلو مهمو ژبو خپرولو ته پیدا کېږي؛ څو نه یوازې د افغانستان نسلونو لپاره، بلکې د نړۍ د علمي ټولنو لپاره هم يو د اعتبار وړ تاریخي ماخذ وي.
سردار ولي وايي، منډيګک د همدې علمي انګېزې پر بنسټ رامنځته شوی؛ څو د افغانستان د لرغوني او معاصر تاريخ اکاډمیکه، بې پرې او بې طرفه څېړنه، خپره او ترويج کړي.
منډیګک د افغانستان له پخوانیو لرغونو ښارګوټو څخه دی چې ۵ زره کلن تاریخ لري. د منډیګک بنسټ خپلو څارونکو ته دا یادونه کوي چې د وطن تاریخ یوازې څو پېړۍ نه، بلکې څو زره کاله ژور دی او ساتنه یې ملي دنده ده.

د تاریخ د زړو پاڼو بیا ژوندي کول
نوی نسل الهام، الګو او سالمې بېلګې ته اړتیا لري دا په لویدیځه نړۍ کې لوی بحث دی او له ډېر ماشومتوبه ماشومانو ته د مناسب رول ماډل د ټاکلو مهارت له تاریخي کیسو او د اتلانو په پیژندنه کې زده کول کېږي سردار ولي نیت کړی چې د افغانستان د ريښتینو اتلانو کارنامې تر ځوانانو ورسوي او هغوې سره د سمې الګو په ټاکنه او درستې ذهنیت جوړونه کې مرسته وکړي.
سردار ولي په دې باور دی چې د خپلو زړو یادونو، ارشیفونو، ویډیوګانو او مستنداتو له لارې به دا ثابته کړي چې افغان ملت د نړۍ له لرغونو، باعزته او فرهنګي ملتونو څخه دی.
اماتور مورخ سردار ولي پلان لري چې د افغانستان د هر ولایت، هر کلي، او هر اتل کیسه راټوله کړي او راتلونکو نسلونو ته یې د باور، ویاړ او مینې په ژبه وسپاري.

سردار ولي دا هلې ځلې بې ګټې او بې نتیجې نه ګڼي
هغه هیله من دی چې د خپل تاریخ، کلتور او هنر په ستاینې سره نړۍ ته د یوه نوي، باعزته او روښانه افغانستان د جوړېدو لپاره مثال ورکوي.
د هرې ټولنې شتمني زاړه عکسونه، د خاورو لاندې پاته شوې کیسې یوازې د کاغذونو یا تصویرونو خبره نه وي بلکې د ملتونو د روح اواز او د تاریخ د زړه درزا وي.

تاريخ ټولولنه یوازې د یوې ډلې کار نه دی؛ دا د هر افغان ملي مسوولیت دی. د تاریخي حافظۍ ژوندي ساتل د ټولنو مکلفیت دی، هر وګړی کولی شي د یوې کتابچې، یوه زاړه عکس، یوې تاریخي کیسې یا یوې اقتصادي بسپنې له لارې مرسته وکړي، نو دا به د افغانستان راتلونکي ته یوه لویه مرسته وي.
د تاریخ دا ډیوه یوازې سردار ولي بله نه شي ساتلی د افغانستان ريښتینې تاریخ ته ژبه سترګې او زړه ورکول د ټولو فرهنګیانو اوهېوادوالو پرمټ لا ګټور تمامېدای شي.

طالبانو د ننګرهار ولایت په حصارک، شېرزادو او خوږیاڼو ولسوالیو کې د تاریخي سیمو د کشف خبر ورکړ.
د طالبانو تر واک لاندې د ننګرهار رسنیز دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغو موندنو په ډله کې څلور تاریخي ساحې او پنځه لرغوني برجونه شامل دي، چې ګومان کېږي د پخوانیو کاروانونو لپاره د لارښوونې منارونه وو.
په خبرپاڼه کې راغلي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې دا سیمې له اسلام وړاندې د بودايي دین او د کوشانیانو دورې پورې اړه لري، ځکه لرغوني جوړښتونه لکه ستوپې، معابد او د اوسېدو ځایونه پکې لیدل شوي، چې د ستر تاریخي او فرهنګي ارزښت درلودونکي بلل شوي دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسئولين وایي، دا موندنې د افغانستان د غني تاریخي میراث څرګندونه کوي او باید خوندي وساتل شي.
یاده دې وي، چې د کابل-جلال اباد په دویم سړک له دې وړاندې هم د سروبي په ولسوالۍ کې درې تاریخي سیمې موندل شوې وې.
د نړۍوالو خبري اژانسونو د راپورونو له مخې، تېره شپه د برازیل په ریو دي جنیرو ښار کې د امریکا مشهورې سندرغاړې لیډي ګاګا تاریخي کنسرټ کې پولیسو د بم چاودنې مخه نیولې ده.
په دغه کنسرت کې ګډون وړیا وو او تر ۲.۵ مېلیونه ډېرو کسانو پکې ګډون کړی وو.
پولیسو ویلي، چې د بم چاودنې پلان یو داسې ډلې جوړ کړی و چې پر ټولنیزو رسنیو یې د کرکې خپرولو پیغامونه خپرول او ځوانان یې سخت دریځۍ ته هڅول.
د پولیسو په وینا، عملیات د سایبري عملیاتو وزارت د راپور او د استخباراتي معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته وشول.
برازیلي پولیسو د «فېک مانسټر» په نوم دغه عملیاتو کې دوه کسان نیولي دي، چې یو یې د غېرقانوني وسلو د لرلو په تور په ریو ګراندو دو سول کې او بل یې له ماشومانو د ناوړه جنیسي اړیکو د اخیستلو او د هغوی انځورونو د ساتلو په تور په ریو کې نیول شوی دی.
پولیس زیاتوي، مشکوکو کسانو پلان درلود چې د چاودېدونکو موادو او «مولوتوف کوکټېلونو» له لارې د کنسرټ ګډونوال د برید لپاره وکاروي.
دغو کسانو پر ټولنیزو رسنیو ځانونه د «ګاګا نړۍوالو مینه والو ډلې» غړي معرفي کړي وو.
پولیس وايي، چې څېړنې لا هم روانې دي او له نیول شوو کسانو څخه پلټنې کېږي.
د هندي سینما (بالیووډ) د پېژندل شوي فلمي لوبغاړي رېتېش دېشموک د فلم یو نڅاګر د فلم له شوټینګ وروسته په سيند کې له ډوبېدو سره مړ شو.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، دا پېښه د مهاراشټرا ایالت په "سنګم مهولي" کلي کې رامنځته شوې، چېرې چې د اداکار رېتېش دېشموک د راتلونکې فلم "راجا شواجي" شوټنګ روان و.
په راپورونو کې زیاته شوې: «د فلم د یوې سندرې شوټنګ روان و چې د سورب شرما په نوم یو نڅاګر چې د کوریوګرافۍ ډلې غړی و، د شوټنګ له پای ته رسېدو وروسته د کرشنا سيند ته د لاسونو مینځلو لپاره ولاړ، خو کله چې هغه هلته ورغی پریکړه یې وکړه چې په سيند کې لامبو ووهې، خو د سيند د چټک بهېدونکو اوبو له امله ونشو کولای چې ځان کنټرول کړي او پسې یې ډوب کړ.»
د هغه د مړي د موندلو لپاره د ژغورنې عملیات پيل شوي وو او دوه ورځې وروسته یې مړی له سيند څخه واېستل شو.
پولیسو ویلي، د نڅاګر د مړینې دوسیه ثبت شوې ده او د پېښې د پلټنو لړۍ لا هم روانه ده.
د بالیووډ فلمونو نړۍ پراخه ده، سلګونه هنرمندان، تخنیکي کارکوونکي، نڅاګران، او نور د پردې شاته کار کوي، څو یوه زړهراښکونکې فلمي تجربه خلکو ته وړاندې کړي. خو کله کله، د دې ښایسته پردې شاته ډېرې دردناکې کیسې هم پټې وي.
داسې پېښې یو ځل بیا د فلمي صنعت کارکوونکو د خونديتوب پر کمزورۍ پوښتنې راپورته کوي. ډېری وخت، هغه کسان چې د فلم د روښانه مخ تر شا کار کوي – لکه نڅاګران، سټنټمېن، تخنیکي کارکوونکي – د نامناسبو شرایطو سره مخ وي، چیرې چې نه پوره احتیاطي تدابیر نیول کېږي او نه د هغوی د ژوند ارزښت ته پوره پام کېږي.
"راجا شواجی" یو تاریخي فلم ګڼل کېږي، او ریتیش دېشموک، چې د مهاراشټرا یو پېژندل شوی څېره ده، پکې مرکزي رول لري. دا فلم د شواجی مهاراج د ژوند کیسه انځوروي، چې د مهاراشټرا د ویاړ شخصیت ګڼل کېږي. د داسې فلمونو شوټینګ اکثراً په کلیوالو یا طبیعي سیمو کې کېږي، چیرې چې د خونديتوب امکانات محدود وي.
سورب شرما، چې یوازې یو نڅاګر و، شاید د خپلو هیلو او خوښیو په لټه کې وو، خو د ژوند یو لنډ غفلت یا د شرایطو ناسم درک د هغه ژوند واخیست. دا پېښه یوازې یوه شخصي ضایعه نه، بلکې د فلمي نړۍ لپاره یو خبرداری هم دی چې باید له دې وروسته د هر کارکوونکي خوندیتوب ته جدي پاملرنه وشي.