د برازیل پولیسو د لیډي ګاګا په کنسرټ کې د چاودنې مخه نیولې

د نړۍوالو خبري اژانسونو د راپورونو له مخې، تېره شپه د برازیل په ریو دي جنیرو ښار کې د امریکا مشهورې سندرغاړې لیډي ګاګا تاریخي کنسرټ کې پولیسو د بم چاودنې مخه نیولې ده.

د نړۍوالو خبري اژانسونو د راپورونو له مخې، تېره شپه د برازیل په ریو دي جنیرو ښار کې د امریکا مشهورې سندرغاړې لیډي ګاګا تاریخي کنسرټ کې پولیسو د بم چاودنې مخه نیولې ده.
په دغه کنسرت کې ګډون وړیا وو او تر ۲.۵ مېلیونه ډېرو کسانو پکې ګډون کړی وو.
پولیسو ویلي، چې د بم چاودنې پلان یو داسې ډلې جوړ کړی و چې پر ټولنیزو رسنیو یې د کرکې خپرولو پیغامونه خپرول او ځوانان یې سخت دریځۍ ته هڅول.
د پولیسو په وینا، عملیات د سایبري عملیاتو وزارت د راپور او د استخباراتي معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته وشول.
برازیلي پولیسو د «فېک مانسټر» په نوم دغه عملیاتو کې دوه کسان نیولي دي، چې یو یې د غېرقانوني وسلو د لرلو په تور په ریو ګراندو دو سول کې او بل یې له ماشومانو د ناوړه جنیسي اړیکو د اخیستلو او د هغوی انځورونو د ساتلو په تور په ریو کې نیول شوی دی.
پولیس زیاتوي، مشکوکو کسانو پلان درلود چې د چاودېدونکو موادو او «مولوتوف کوکټېلونو» له لارې د کنسرټ ګډونوال د برید لپاره وکاروي.
دغو کسانو پر ټولنیزو رسنیو ځانونه د «ګاګا نړۍوالو مینه والو ډلې» غړي معرفي کړي وو.
پولیس وايي، چې څېړنې لا هم روانې دي او له نیول شوو کسانو څخه پلټنې کېږي.


د هندي سینما (بالیووډ) د پېژندل شوي فلمي لوبغاړي رېتېش دېشموک د فلم یو نڅاګر د فلم له شوټینګ وروسته په سيند کې له ډوبېدو سره مړ شو.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، دا پېښه د مهاراشټرا ایالت په "سنګم مهولي" کلي کې رامنځته شوې، چېرې چې د اداکار رېتېش دېشموک د راتلونکې فلم "راجا شواجي" شوټنګ روان و.
په راپورونو کې زیاته شوې: «د فلم د یوې سندرې شوټنګ روان و چې د سورب شرما په نوم یو نڅاګر چې د کوریوګرافۍ ډلې غړی و، د شوټنګ له پای ته رسېدو وروسته د کرشنا سيند ته د لاسونو مینځلو لپاره ولاړ، خو کله چې هغه هلته ورغی پریکړه یې وکړه چې په سيند کې لامبو ووهې، خو د سيند د چټک بهېدونکو اوبو له امله ونشو کولای چې ځان کنټرول کړي او پسې یې ډوب کړ.»
د هغه د مړي د موندلو لپاره د ژغورنې عملیات پيل شوي وو او دوه ورځې وروسته یې مړی له سيند څخه واېستل شو.
پولیسو ویلي، د نڅاګر د مړینې دوسیه ثبت شوې ده او د پېښې د پلټنو لړۍ لا هم روانه ده.
د بالیووډ فلمونو نړۍ پراخه ده، سلګونه هنرمندان، تخنیکي کارکوونکي، نڅاګران، او نور د پردې شاته کار کوي، څو یوه زړهراښکونکې فلمي تجربه خلکو ته وړاندې کړي. خو کله کله، د دې ښایسته پردې شاته ډېرې دردناکې کیسې هم پټې وي.
داسې پېښې یو ځل بیا د فلمي صنعت کارکوونکو د خونديتوب پر کمزورۍ پوښتنې راپورته کوي. ډېری وخت، هغه کسان چې د فلم د روښانه مخ تر شا کار کوي – لکه نڅاګران، سټنټمېن، تخنیکي کارکوونکي – د نامناسبو شرایطو سره مخ وي، چیرې چې نه پوره احتیاطي تدابیر نیول کېږي او نه د هغوی د ژوند ارزښت ته پوره پام کېږي.
"راجا شواجی" یو تاریخي فلم ګڼل کېږي، او ریتیش دېشموک، چې د مهاراشټرا یو پېژندل شوی څېره ده، پکې مرکزي رول لري. دا فلم د شواجی مهاراج د ژوند کیسه انځوروي، چې د مهاراشټرا د ویاړ شخصیت ګڼل کېږي. د داسې فلمونو شوټینګ اکثراً په کلیوالو یا طبیعي سیمو کې کېږي، چیرې چې د خونديتوب امکانات محدود وي.
سورب شرما، چې یوازې یو نڅاګر و، شاید د خپلو هیلو او خوښیو په لټه کې وو، خو د ژوند یو لنډ غفلت یا د شرایطو ناسم درک د هغه ژوند واخیست. دا پېښه یوازې یوه شخصي ضایعه نه، بلکې د فلمي نړۍ لپاره یو خبرداری هم دی چې باید له دې وروسته د هر کارکوونکي خوندیتوب ته جدي پاملرنه وشي.

يو جرمنی ګرځندوی پر ۱۸ هېوادونو له ګرځېدو او اوږده مزل وروسته بلخ ولایت ته رسېدلی دی. د باختر د رپوټ له مخې، روبین د طالبانو له تاوده هرکلي او « ټولنیز ژوند» خوښي ښودلې او ويلي يې دي چې د افغانانو ځانګړي کلتور، دودیز لباس او بېسارې مېلمهپالنې ډېر اغېزمن کړی.
روبین د پنجشنبې په ورځ، د غويي پر څلورمه، چې د ملا عمر د تلین ورځ ګنل کیږي، د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ته رسېدلی.
نوموړي مزار ته له رسېدو سره هممهاله ویلي، چې د افغانستان طبيعي ښکلاوې او فرهنګي شتمني د دې وړ ده چې نړيوال يې د سفر لپاره انتخاب کړي.
د طالبانو د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د سیاحت برخې مسوول عبدالواحد احدي ویلي، چې د اپرېل په میاشت کې بلخ ته ۱۴۹ بهرني سیلانیان ورغلي، چې دا د سیمې د سیاحت پر ودې دلالت کوي.
له دې وړاندې انجلو بریسان د جرمني د هومبرګ ښار یو ۶۵ کلن اوسېدونکی له خپل دوست مېنهارد ریدیڅکه سره یوځای له افغانستان نه د بایسکل پر مزل تېر شوی و.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان له سفره د کلکې ډډې کولو سپارښتنه کوي، خو بریسان او ملګري یې پریکړه وکړه چې پر ځان یې تجربه کړي.
دوی مخکې له دې هم په سوریه، ایران، اردن او پاکستان کې د بایسکل سفرونه کړي وو.
د افغانستان د سفر لپاره یې شپږ میاشتې تیاری نیولی و، د مونشن افغان سفارت ته یې هم سفر کړی و او د ویزې لپارهیې امنیتي ارزونې ورکړې وې.
په سفر کې دوی د طالبانو له خوا په ښارونو کې هر ځای له پلټنو سره مخ شوي، خو له افغانانو یې د زړه له کومي میلمهپالنه تجربه کړې ده. د دوی لپاره خلک مهربانه، کنجکاو، خو ډېری وخت بېوسه وو.

د چین شینهوا اژانس د راپور له مخې، د طالبانو له واکمنیدو راهیسې د افغانستان خلک ورو ورو له کتاب لوستلو لرې شوي دي. جګړو، غربت اقتصادي ناورین او پر ځینو کتابونو د طالبانو بندیزونو دغه فرهنګ سخت اغېزمن کړی او د کتاب چاپ صنعت یې هم له ډېرو ستونزو سره مخ کړی.
د شینهوا اژانس د راپور له مخې، د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د کتاب او چاپ حق نړیواله ورځ نمانځل کېږي، خو په کابل ښار کې کتاب پلورنځي د پخوا په پرتله د روزګار له کموالي سره مخ دي. د کتاب لوستلو پر فرهنګ د خلکو علاقه ورځ تر بلې کمیږي، او دا چاره د بېوزلۍ او روانو اقتصادي ستونزو له امله رامنځته شوې ده.
د سلیمانشاه په نوم یو تن، چې د کابل په یوه پخواني جوړ شوي کتاب پلورنځي کې کار کوي شینهوا اژانس ته ویلي: «موږ پخوا ښه پلور درلود، خو اوسنی کاروبار مو یوازې لس فیصده پاتې شوی دی.»
دی زیاتوي، چې خلکو کې د کتاب اخیستنې او لوستنې لېوالتیا کمه شوې ده.
دغه کتاب پلورنځی چې په ۱۹۷۴ کال کې پرانیستل شوی، شاوخوا ۲۰ زره کتابونه لري، چې په بېلابېلو ژبو لکه اسپانوي، چینایي، فرانسوي، اردو، عربي او نورو ژبو لیکل شوي. د تاریخ، طب، ساینس، سیاست، اقتصاد، او ماشومانو د ادب کتابونه هم په کې دي او ځینې یې تر درې سوه کاله زاړه هم دي.
سلیمان شاه زیاتوي: «په نورو هېوادونو کې کتاب ته ارزښت ورکول کېږي، خو دلته خلک له کتاب سره علاقه نه لري».
د ظهور چوپان په نوم یو بل تن هم په دغه کتاب پلورنځي کې کار کوي. هغه شینهوا اژانس ته ویلي، چې خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د همدې لپاره کتابونه نه شي اخیستلی. دی زیاتوي: «خلک ښایي غواړي کتاب ولولي، خو د اخیستو پیسې یې نه لري.»
د راپور په بنسټ طالبانو څو څوځله هڅې کړې، څو د لوست فرهګ ژوندی وساتي او د کتابونو ځینې نندارتونونه یې هم جوړ کړي. خو له دې سره سره لا هم ډېری خلک د کتابونو د اخیستو وس نه لري، ان که بیې هم ټیټې وي.
چوپان وايي، چې خواله رسنیو د لوست مینه له منځه نه ده وړې او لا هم ځینې خلک له کتاب سره مینه لري.
اسماعالله رحیمي، چې د کابل له لوېدیځې سیمې یو کتاب پلورنځي ته راغلی و، شینهوا اژانس ته وویل: «خلک اوس دومره په ستونزو کې دي چې د ژوند لومړنۍ اړتیاوې یې پوره نه دي، نو کتاب اخیستل ورته ډېر لرې خیال دی.»
دی په دې باور دی، چې هم اقتصادي ستونزې او هم د خواله رسنیو پراخیدل د دې لامل شوي، چې ځوانان له کتابونو لرې شي او دا یوه بده ضربه ده چې د مطالعې فرهنګ ته رسېدلې.
په داسې حال کې چې په نورو هېوادونو کې کتاب د ذهني او فکري ودې یوه مهمه وسیله بلل کېږي، په افغانستان کې خلک تر هر څه مخکې د ژوند کولو لپاره د ډوډۍ پیدا کولو په هڅه کې دي. همدې حالت د مطالعې پر ارزښت سیوری غوړولی دی.

په روسیه کې د « طالبان ټور» په نامه د یوه سیاحتي شرکت د ثبتولو چارې روانې دي، چې له روسیې نه افغانستان ته خلک په سیاحتي سفرونو ولیږي. دغه شرکت داسې مهال ثبتیږي، چې د روسیې سترې محکمې تازه د مسکو له تور نوملړه په موقت ډول د طالبانو د نوم اېستلو سپارښتنه کړې ده.
د روسیې ټلویزیون رپوټ ورکړی، چې سوداګر اناتولي ارونوف له دې پرېکړې وروسته ددغه هېواد شرکتونو د ثبت ادارې ته د خپلې سوداګریزې نښې او نوم ثبتونې لپاره وړاندیز کړی دی.
د «طالبان ټور» په نامه دغه شرکت پلان لري چې درې تر پنځه کسیزې کوچنۍ ډلې افغانستان ته واستوي. سیلانیان افغانستان ته تر تګ وړاندې له افغان کلتور سره د اشنايي زده کړې ترلاسه کوي.
ارونوف ویلي چې اووه ورځنی سفر به شاوخوا ۱۰۰ زره روبله لګښت ولري. هغه باور لري چې دا وړاندیز به په ځانګړې توګه هغو روسانو ته جذاب وي چې د شوروي-افغان جګړې برخه پاتې شوي، ځکه غواړي پخواني ځایونه وګوري.
هغه همداراز ویلي: « طالبان به هم علاقمند وي، حتا ممکن پیسې هم ورکړي، ځکه لویدیزوال نه ورځي، خو روسان له دې ځایه خاطرې لري».
ارونوف خبرداری ورکړی چې ښځو ته دا سفر مناسب نه دی، ځکه طالبانو پرې سخت محدودیتونه وضع کړي.
د روسیې سترې محکمې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل پر۱۷مه، د ددغه هېواد د لویې څارنوالۍ غوښتنه ومنله او د طالبانو پر فعالیتونو لګیدلی بندیز یې وځنډاوه. دا پرېکړه د تړلو دروازو تر شا شوې او د سملاسي پلیتابه یادونه یې شوې.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې مسکو غواړي د ترهګرۍ ضد جګړې په ګډون له افغانستان سره په ټولو برخو کې دوه اړخیز ګټور روابط جوړ کړي.
روسۍ رسنۍ وايي، ارونوف پلان لري چې درې تر پنځه کسیزې ډلې کندهار ولایت ته واستوي.
طالبانو له۲۰۲۲ کال راهیسې له کندهاره روسیې ته د انارو صادرات پیل کړي چې د روسي رسنیو په وینا، دا کار له۳۰ کلونو وروسته کیږي.
له دې وړاندې هم له افغانستان څخه روسیې ته د مالونو د صادراتو زیاتوالی لیدل شوی، چې انار، ممیز، لاسي غالۍ، پنبې، وړۍ او ان مشروبات، لکه کولا پکې شامل دي.

د اغاخان بنسټ د فرهنګي برخې استازي صاحبزاده امانالله د طالبانو د هنر او کلتور معین او ددې ډلې دفاع وزارت د استخباراتو مرستیال ته د کابل په بالاحصار کې د یو شمېر نویو پلان شویو رغنیزو چارو د پیل په اړه معلومات ورکړل.
د طالبانو تر واک لاندې د باختر دولتي اژانس د رپوټ له مخې، نن یکشنبه د غويي لومړۍ نېټه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیقالله عزیزي، د ملي دفاع وزارت د استخباراتو مرستیال ملا حیاتالله لطیف او د اړوندو وزارتونو د فرهنګي او تخنیکي پلاویو په ملتیا، د کابل تاریخي بالاحصار له رغنیزو چارو څخه لیدنه کړې ده.
باختر اژانس لیکلي چې د اغاخان بنسټ د فرهنګي برخې استازي صاحبزاده امانالله هم، په نږدې راتلونکي کې د بالاحصار په دننه کې د یو شمېر نویو پلان شویو رغنیزو چارو د پیل په اړه معلومات ورکړل چې د طالبانو مسوولینو له لوري یې ملاتړ شوی دی.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت پر اېکسپاڼه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ددې ډلې د هنر او کلتور معین او د دفاع وزارت مرستیال د بالاحصار د برجونو، دېوالونو، پوځي ګودامونو او خونو د روانو رغنیزو چارو د لیدنې پر مهال ډاډ ورکړی، چې دواړه وزارتونه به د بالاحصار د رغنیزو چارو پر وړاندې خنډونه لرې کړي او تاریخي ارزښت او کلتوري افتخاراتو ساتنې ته به یې ځانګړې پاملرنه وکړي.
هغوی د بالاحصار په لمنه کې د جوړ شوي فرهنګي او معلوماتي مرکز په اړه بحث کړی.
د طالبانو هنر او کلتور معین او د دفاع وزارت د استخباراتو مرستیال همدا رنګه ژمنه کړې چې له کابل ښاروالۍ سره په همغږۍ به د بالاحصار اړوند غصب شوي برجونه او تاریخي سیمې بېرته راوګرځوي.