د امریکا د اوهایو ایالت په هیلیارد سیمه کې د کوچني اختر د لمانځه پر مهال د عزتالله پامیر په نوم یو افغان ځوان هغه مهال د یوې ډلې پاکستانیانو له لوري وډبول شو، چې د پاکستان پر ضد یې اعتراضیه انځور چاپ کړی و. سرچینو ویلي، شاوخوا اتو پاکستانیانو دغه افغان ټپي کړی دی.
په یاده سیمه کې د اختر د لمانځه پر مهال موجودو کسانو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې دغه افغان ځوان په کابل کې د معتادینو پر روغتون د پاکستان هوايي بریدونو پر ضد انځور چاپ کړی و او پهکې یې یاد بریدونه ظالمانه بللي وو. پاکستاني برید کوونکو پر عزتالله پامیر سر مات کړی او جامې یې هم پرې څېرلي دي.
راپور زیاتوي چې طالبان د افغانستان په خاوره کې د پاکستان ضد وسلوالو ډلو ته پناه ورکوي، چې دا چاره د پاکستان پر وړاندې د امنیتي ګواښ لامل ګرځېدلې ده.
د څېړنې له مخې، د قبایلي سیمو وضعیت او د طالبانو ایډیالوژیکه نږدېوالي له تحریک طالبان پاکستان سره ژورې اړیکې رامنځته کړې دي. دا ډله له ۲۰۰۷کال راهیسې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.
راپور وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوسنی کړکېچ د دې له امله دی چې طالبان په افغانستان کې د ټي ټي پي پټنځایونو د له منځه وړلو ته چمتو نه دي. په مقابل کې، طالبان پاکستان تورنوي چې د دوی مخالفو ډلو، لکه د داعش سیمهییزې څانګې، ملاتړ کوي.
سره له دې، فایننشل ټایمز ټینګار کوي چې افغانستان او پاکستان یو بل ته اړتیا لري، ځکه چې د دواړو هېوادونو اقتصادونه د سوداګرۍ، ترانزیټ، انرژۍ او کاري ځواک له لارې یو له بل سره تړلي دي.
راپور یادونه کوي چې په افغانستان کې تر ۲۳میلیونه زیات خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او شاوخوا ۱۷میلیونه کسان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ دي. همداراز، له ۲۰۲۵کال د اکتوبر راهیسې له پاکستان سره مهمه سوداګري بنده شوې او پر ایران د ترانزیټ لپاره تکیه هم د سیمهییزې جګړې له امله نامطمئنه شوې ده.
په راپور کې ویل شوي چې پاکستان هم له اقتصادي رکود، نابرابرۍ او سیاسي بېثباتۍ سره مخ دی.
فایننشل ټایمز خبرداری ورکړی چې افغانستان ښايي یو ځل بیا د وسلوالو ډلو د پټنځای په توګه وکارول شي، په ځانګړي ډول د سیمې د جګړو په پراخېدو سره. ورځپاڼه زیاتوي چې یو منزوي او بېوزله افغانستان نه د خپل ولس او نه هم د نړۍ په ګټه دی، ځکه اوږدمهاله بېثباتي او اقتصادي سقوط د افراطیت لپاره زمینه برابروي.
راپور سپارښتنه کوي چې دواړه هېوادونه باید د اختر پر مهال د قطر، ترکیه او سعودي عربستان په منځګړیتوب شوی اوربند تکیه وکړي او هڅه وکړي چې دا لنډمهالی اوربند په دوامدارې سولې بدل کړي.
همداراز، طالبانو ته سپارښتنه شوې چې له سخت دریځه تګلارو واوړي او د بشري حقونو او د نجونو د زدهکړو په ګډون یو ټولشموله حکومت ته لاره هواره کړي. په مقابل کې، له پاکستان څخه غوښتل شوي چې د زور پر ځای د خبرو اترو لاره خپله کړي او اقتصادي همکارۍ ته لومړیتوب ورکړي.
زما لپاره دا ډېره عجیبه وه چې ولې طالبانو هر څه دومره تر کلک څار لاندې نیولي وو. داسې چلند معمولا عام نه وي. د امنیتي مسایلو له امله چا نه شوای کولای چې خپل مبایلونه له جیبونو راوباسي. ما په ډېرې سختي سره د دروازې دواړو خواوو ته د ځړول شوي نوملړ څخه یو عکس واخیست.
په دې وخت کې یو عمر خوړلې ښځه زما خوا ته راله او پوښتنه یې وکړل، چې په دې نوملړ کې د کومو کسانو نومونه شامل دي. ما هغې ښځې ته هغه څه تشریح کړل، کوم چې ما لېدلي وو. هغه ښځه بېسواده وه او له ما يي د مرستې غوښتنه وکړه. هغې وویل:« په دغه کمپ کې زما د ورور درملنه کېده. د هغه نوم وګورئ.»
ما په نوملړ کې نومونه یو په بل پسې ولټول، خو د هغه ښځې د ورور نوم مې پیدا نه کړ. هغې ته مې وویل:« خور، ستا د ورور نوم په دې نوملړ کې نشته». وروسته مې له هغې وپوښتل:« ستا ورور دلته څه وخت راوړل شوی و؟.»
هغې راته وویل:« موږ هغه دلته نه و راویستی، طالبانو هغه دري میاشتې وړاندې د چهلستون په سیمه کې نیولی و او دلته یې راویستی و. ما هغه په روغتونونو کې ونه موند، ښايي هغه سوځیدلی وي».
تر څنګ مې یو ځوان ولاړ و، هغه ته ورنږدې شوم او پوښتنه مې ترې وکړه:«ایا ستاسو د کورنۍ هم څوک ورک شوی؟». ځواب یې راکړ:«نه، زما خپله دلته درملنه کېدل، خو له برید ورسته وتښتېدم».
دا کس خپله هم له طالبانو ډاریدلی و، چې بیا ځلي یې ونه نیسي.
مايي د نوم پوښتنه وکړه نوم يي ... و. په دغه مرکز کې یې شپږ میاشتې وخت تېر کړی و. له هغه مې د برید په اړه پوښتنه وکړه. هغه وویل:« شاوخوا نهه بجې وې چې د جېټ الوتکو غږ مې واورید او په همدې وخت کې یې زموږ پر کمپ بمونه وغورځول. د کمپ دري بلاکونو اور واخېست. موږ په بل بلاک کې وو، له هغه ځایه وتښتېدو او له کمپ څخه بهر راووتو».
هغه نور معلومات را نه کړ، خو دلته څو نورو کسانو هم تایید کړه، چې یو شمېر ناروعان له برید وروسته تښتېدلي وو او ځینې یې د طالبانو لهخوا بېرته بل مرکز ته انتقال شوي وو.
د جسدونو د ساتلو له خونې ووتلم. ما د روغتون له کارکوونکو څخه چې جسدونه یې امبولانس ته انتقالول، د جسدونو په اړه پوښتنه وکړله. یوه کارکوونکي راته وویل:« دا هغه جسدونه دي چې د پېژندلو وړ نه وو او خپلوان یې نه دي موندل شي. اوس موږ دا جسدونه انتقالوو او ښخوو يي».
دې کسانو نور جزییات را نه کړل، خو ویې ویل، چې که د دغو جسدونو خپلوان تر سبا پورې ونه موندل شي، نو هغه به هم انتقال کړي او ښخ به یې کړي. له یو بل کارکوونکي څخه مې معلومات ترلاسه کړل، چې هغه ۵۰ جسدونه چې د پېژندلو وړ نه وو، د چارشنبې په ورځ د سرای شمالي په غوڼدۍ په ډلهییز قبر کې ښخ شوي دي.