زما لپاره دا ډېره عجیبه وه چې ولې طالبانو هر څه دومره تر کلک څار لاندې نیولي وو. داسې چلند معمولا عام نه وي. د امنیتي مسایلو له امله چا نه شوای کولای چې خپل مبایلونه له جیبونو راوباسي. ما په ډېرې سختي سره د دروازې دواړو خواوو ته د ځړول شوي نوملړ څخه یو عکس واخیست.
په دې وخت کې یو عمر خوړلې ښځه زما خوا ته راله او پوښتنه یې وکړل، چې په دې نوملړ کې د کومو کسانو نومونه شامل دي. ما هغې ښځې ته هغه څه تشریح کړل، کوم چې ما لېدلي وو. هغه ښځه بېسواده وه او له ما يي د مرستې غوښتنه وکړه. هغې وویل:« په دغه کمپ کې زما د ورور درملنه کېده. د هغه نوم وګورئ.»
ما په نوملړ کې نومونه یو په بل پسې ولټول، خو د هغه ښځې د ورور نوم مې پیدا نه کړ. هغې ته مې وویل:« خور، ستا د ورور نوم په دې نوملړ کې نشته». وروسته مې له هغې وپوښتل:« ستا ورور دلته څه وخت راوړل شوی و؟.»
هغې راته وویل:« موږ هغه دلته نه و راویستی، طالبانو هغه دري میاشتې وړاندې د چهلستون په سیمه کې نیولی و او دلته یې راویستی و. ما هغه په روغتونونو کې ونه موند، ښايي هغه سوځیدلی وي».
تر څنګ مې یو ځوان ولاړ و، هغه ته ورنږدې شوم او پوښتنه مې ترې وکړه:«ایا ستاسو د کورنۍ هم څوک ورک شوی؟». ځواب یې راکړ:«نه، زما خپله دلته درملنه کېدل، خو له برید ورسته وتښتېدم».
دا کس خپله هم له طالبانو ډاریدلی و، چې بیا ځلي یې ونه نیسي.
مايي د نوم پوښتنه وکړه نوم يي ... و. په دغه مرکز کې یې شپږ میاشتې وخت تېر کړی و. له هغه مې د برید په اړه پوښتنه وکړه. هغه وویل:« شاوخوا نهه بجې وې چې د جېټ الوتکو غږ مې واورید او په همدې وخت کې یې زموږ پر کمپ بمونه وغورځول. د کمپ دري بلاکونو اور واخېست. موږ په بل بلاک کې وو، له هغه ځایه وتښتېدو او له کمپ څخه بهر راووتو».
هغه نور معلومات را نه کړ، خو دلته څو نورو کسانو هم تایید کړه، چې یو شمېر ناروعان له برید وروسته تښتېدلي وو او ځینې یې د طالبانو لهخوا بېرته بل مرکز ته انتقال شوي وو.
د جسدونو د ساتلو له خونې ووتلم. ما د روغتون له کارکوونکو څخه چې جسدونه یې امبولانس ته انتقالول، د جسدونو په اړه پوښتنه وکړله. یوه کارکوونکي راته وویل:« دا هغه جسدونه دي چې د پېژندلو وړ نه وو او خپلوان یې نه دي موندل شي. اوس موږ دا جسدونه انتقالوو او ښخوو يي».
دې کسانو نور جزییات را نه کړل، خو ویې ویل، چې که د دغو جسدونو خپلوان تر سبا پورې ونه موندل شي، نو هغه به هم انتقال کړي او ښخ به یې کړي. له یو بل کارکوونکي څخه مې معلومات ترلاسه کړل، چې هغه ۵۰ جسدونه چې د پېژندلو وړ نه وو، د چارشنبې په ورځ د سرای شمالي په غوڼدۍ په ډلهییز قبر کې ښخ شوي دي.
څارونکي په دې باور دي، چې سیمهییز بدلونونه او د ایران جګړه ښایي طالبان او پاکستان دې ته وهڅوي چې تاوتریخوالی او شخړې کمې کړي. د دوی په وینا؛ دواړه هېوادونه د ایران د جګړې له پایلو په ځانګړې توګه د انرژۍ او خامو موادو په رسولو کې د خنډونو له امله سخت اغېزمن شوي دي.
د ایکانومېسټ مجلې په یوه راپور کې لیکلي، چې افغانستان له ایران نه پر وارداتو تکیه لري او پاکستان هم د هرمز تنګي د تړلو له امله د انرژۍ په برخه کې سخت اغېزمن شوی دی. د دغه مجلې په وینا؛ د روژې په پای کې د پاکستان لهخوا د پنځه ورځني لنډمهاله اوربند اعلان د تاوتریخوالي د احتمالي کمښت نښه ګڼل کېږي.
پاکستان او طالبانو له خونړیو نښتو وروسته چې پهکې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر یوه روغتون برید هم شامل دی لنډمهالی اوربند اعلان کړ، د یاد برید له امله دغه روغتون ویجاړ او لسګونه ملکي وګړي وژل شوي دي.
پاکستان ادعا لري چې پوځ یې په نوې او پرمختللې ټېکنالوژۍ، په ځانګړي ډول په هغو ډرونونو سمبال دی چې په حرارتي سنسرونو، الکترواپټیکي کامرو او د مصنوعي ځیرکتیا په الګوریتمونو د انسانانو تودوخه، حرکت او موقعیت له هوا څارلی او تحلیلولی شي.
پوښتنه داده چې ولې یې کابل کې روغتون وویشت؟
خو په داسې حال کې چې دغه هېواد ځان د پرمختللو پوځي سیستمونو لرونکی ګڼي، په کابل کې د معتادینو پر یوه روغتون برید کې په سلګونو کسان وژل کېږي. دا پوښتنه راپورته کېږي چې ایا دا ټېکنالوژي دومره دقیق معلومات نشي لرلای او که خبره تخنیکي نه بلکې قصدي او انساني پرېکړه ده؟
د عصري جګړې څارونکي وسایل څه کوي؟
د پاکستان د “براق” او “شاپر II” په نوم ډرونونه د ISR یا Intelligence, Surveillance, Reconnaissance وړتیا لري. دا سیستمونه په درېیو برخو متکي دي:
۱. Electro-Optical Cameras: د ورځې په رڼا کې لوړ کیفیت انځورونه اخلي او دقيقة څارنه برابروي.
۲. Thermal Sensors: د بدن تودوخه تشخیصوي او د شپې عملیات ممکنوي، یعنې انسان، حیوان او نور متحرک موجودات د حرارتي نښو پر اساس جلا کوي.
۳. Artificial Intelligence Algorithms: د انځور پېژندنې، حرکت شننې (Pattern Analysis) او د هدف د طبقهبندۍ وړتیا لري.
په نظري ډول دا ټول سیستمونه کولی شي د انسان او نورو څیزونو ترمنځ تفکیک وکړي او د برید د خطر کچه ارزونه کړي.
سره له دې، چې پاکستان دا هر څه لري، خو د کابل په پېښه کې یو روغتون په نښه کېږي، هغه ځای چې په کې طبي پرسونل او روږدي کسان پکې وو. نو پوښتنه دا ده چې د دومره پرمختګ ادعا لرونکې ټېکنالوژي ولې پاتې راځي؟
ایا ستونزه په ټېکنالوژۍ کې وه او که په قصدي پرېکړه؟ دلته درې منطقي او علمي سناریوګانې مطرح کېدی شي چې له مخې یې روانه فاجعه رامنځته شوې ده:
۱: استخباراتي تېروتنه
که له پیله هدف غلط تعریف شوی وي، نو هر پرمختللی سیستم —که څومره قوي هم وي— هماغه غلط مسیر تعقیبوي.
که هدف روغتون تعریف شوی نه وي، بلکې د وسله والو مرکز ګڼل شوی وي، نو د څارنې سیسټم به هماغه غلطه نقشه تعقیبوي.
که استخباراتي تېروتنه شوې وي، دا معنا لري چې د پاکستان د استخباراتي ادارې ای ایس ای هغه ځواک او دقیقه وړتیا نه لري چې په تبلیغاتو کې ورته نسبت کېږي. دا تبلیغات اوسنۍ خبره نه ده، بلکې لسګونه کاله په شعوري او غیرشعوري توګه دغې ادارې ته شوې دي.
پرته له شکه دا ځای پخوا یو پوځي مرکز و، خو که د پخوانیو معلوماتو له مخې دا برید ترسره شوې وي، یو ځل بیا هم د پاکستان د استخباراتي ادارې وړتیا تر پوښتنې لاندې راولي.
۲: تخنیکي ناکامي
د ترافیکو، ودانیو، ګڼې ګوڼې او ورته حرارتي نښو په حالت کې سیستم کېدای شي خطا وکړي، خو که د ۲۰۲۶ کال نوې تېکنالوژي او د اې ای الګوریتم موجود وي، د دغې خطا چانس ښايي نیم فیصد وي.
د حرارتي تشخیص وسایل کله ناکله د انسان د تودوخې نښې له بل شي سره ګډوي؛ خو دا په دې معنا نه ده چې مطلق نادرست معلومات دې ورکړي.
د ودانیو دننه د تودوخې سنسرونه محدود فعالیت لري، خو د ژوندي مخلوق د نه پېژندنې سبب نه رامنځته کوي.
که تخنیکي ستونزه موجوده وي، نو دا معنا لري چې د پاکستان پوځي ټېکنالوژي د ادعا خلاف دومره پرمختللې نه ده او نه شي کولی چې پر ځمکه د انسانانو او اشیاو تفکیک وکړي.
۳: قصدي انساني پرېکړه
په هر عصري پوځ کې وروستۍ پرېکړه لا هم انسان کوي. تر اوسه په جګړو کې وروستۍ پرېکړه مصنوعي ځیرکتیا ته نه ده سپارل شوې او پاکستان هم وروستۍ پرېکړه په انسان کوي.
اې ای یوازې سپارښتنه کوي، خو د “برید” تڼۍ انسان کېکاږي. که د برید پرېکړه د خطر د منلو او د ملکي تلفاتو د نادیده ګڼلو پر بنسټ شوې وي، نو دا یوازې تخنیکي خطا نه ده؛ بلکې جنګي جنایت دی. دا کار د نړۍوالو عرفي قوانینو، د جنیوا کنوانسیونونو او د ملګرو ملتونو د منشور له مخې جنګي جنایت ګڼل کېږي.
په دې ځای کې مسوول نه ډرون دی، نه الګوریتم او نه جېټ الوتکه، بلکې هغه انسان، اداره او هغه هېواد دی چې پرېکړه یې کړې ده.
پس په نننیو جګړو کې ټېکنالوژي ځیرکه ده، خو عادلانه نه ده. الګوریتمونه حرکت، تودوخه او انځور تشخیصوي، خو انسانیت نه شي تعریفولی.
اصلي پوښتنه دا نه ده چې په دغه برید کې ټېکنالوژي موجوده وه که نه؟ بلکې دا ده چې ټېکنالوژي څنګه کارول شوې او څوک پرېکړه کوونکي وو؟
په پایله کې د طالبانو د معلوماتو له مخې په دې برید کې ۴۰۸ کسان وژل شوي او له ۲۵۰ ډېر ټپیان شوي دي؛ دا عمل نړۍوال قوانین که تناسب مساله په نظر کې نه وي نیول شوې، د جنګي جنایت په توګه تعریفوي.