• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ناروې د کډوالو شورا: د پاکستان د بریدونو له وېرې په ننګرهار او کونړ خلک بېځایه شوي

۲۹ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۴۰ GMT+۰تازه شوی: ۲۹ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۰۴ GMT+۰

د ناروې د کډوالو شورا وايي، چې د پاکستان د بریدونو له وېرې په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې ۱۱۵ زره کورنۍ له خپلو کورونو څخه بېځایه شوي دي. دوی په خپل راپور کې زیاتوي، چې دا بېځایه شوې کورنۍ زیاتره د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې مېشتې وې.

د ناروې د کډوالو شورا په خپله ویبپاڼه کې د یوه راپور په خپرولو سره لیکلي، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ په وروستیو نښتو کې تر دې مهاله لږ تر لږه ۸۰۰ کورونه زیانمن شوي یا ویجاړ شوي دي.

په دې راپور کې د بختیار په نوم د یوه کس کېسه راخیستل شوې ده، چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه تورخم کې له خپل کور څخه د خپلو شپږو ماشومانو سره بېځایه شو.

هغه وویل:«د شپې شاوخوا لس بجې وې چې موږ ناڅاپه د راکټونو او ډزو غږونه واورېدل، په څو دقیقو کې بریدونه خورا شدید شول، موږ د تیښتې پرته بله چاره نه درلوده.»

د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ د ۲۰۲۶ کال د فبروري په ۲۶مه، د افغانستان په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې بریدونه پیل شول.

د دغه شورا د راپور له مخې یوازې په دوو اونیو کې، ۷۶ افغان ملکي وګړي ووژل شول او ۲۱۳ نور ټپیان شول.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

څارونکي: د ایران جګړې ښايي طالبان او پاکستان دې ته اړ اېستي چې تاوتریخوالی راکم کړي

۲۹ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۴:۰۵ GMT+۰

څارونکي په دې باور دي، چې سیمه‌ییز بدلونونه او د ایران جګړه ښایي طالبان او پاکستان دې ته وهڅوي چې تاوتریخوالی او شخړې کمې کړي. د دوی په وینا؛ دواړه هېوادونه د ایران د جګړې له پایلو په ځانګړې توګه د انرژۍ او خامو موادو په رسولو کې د خنډونو له امله سخت اغېزمن شوي دي.

د ایکانومېسټ مجلې په یوه راپور کې لیکلي، چې افغانستان له ایران نه پر وارداتو تکیه لري او پاکستان هم د هرمز تنګي د تړلو له امله د انرژۍ په برخه کې سخت اغېزمن شوی دی. د دغه مجلې په وینا؛ د روژې په پای کې د پاکستان له‌خوا د پنځه ورځني لنډمهاله اوربند اعلان د تاوتریخوالي د احتمالي کمښت نښه ګڼل کېږي.

پاکستان او طالبانو له خونړیو نښتو وروسته چې په‌کې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر یوه روغتون برید هم شامل دی لنډمهالی اوربند اعلان کړ، د یاد برید له امله دغه روغتون ویجاړ او لسګونه ملکي‌ وګړي وژل شوي دي.

پاکستان ادعا کوي، چې په یاد برید کې یې په دقیق ډول یوه ترهګریزه موخه په نښه کړې؛ خو شواهد ښيي چې ګڼ شمېر ناروغان او روغتیايي کارکوونکي هم وژل شوي دي. د الباني پوهنتون کریسټوفر کلیري وايي، لومړني شواهد ښيي چې روغتون ته نږدې «ډېر باوري پوځي هدفونه» وو؛ خو پاکستان ونه توانېد چې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې مخه ونیسي.

په دغه برید کې لږترلږه ۱۴۳ کسان وژل شوي دي. له همدې امله دغه پېښه د تېرې میاشتې راهیسې د دواړو خواوو ترمنځ د جګړو له زیاتېدو وروسته تر ټولو خونړۍ هغه بلل کېږي.

د سواس پوهنتون اویناش پالیوال وايي: «پر ملکي وګړو د داسې ویجاړونکي برید وروسته به په ښکاره ډول خبرې اترې کول خورا ستونزمن وي» او وسله‌والې ډلې ښایي په پاکستان کې د لا لوی برید په ملاتړ غبرګون وښيي.

سره له دې ځینو پاکستاني دیپلوماتانو خبرداری ورکړی، تر هغه وخته چې طالبان د ټي‌ټي‌پي‌ وسله‌والو په مهارولو کې ښکاره او د باور وړ ګامونه وانخلي هر ډول خبرې او مذاکرې به بې‌معنا وي.

د امریکا د کانګرس غړې د یوه افغان پناه‌ غوښتونکي د مړینې په اړه د ځواب ورکړې غوښتنه وکړه

۲۹ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۲۱ GMT+۰

د امریکا د کډوالۍ ادارې په توقیف کې د یوه افغان پناه غوښتونکي له مړینې وروسته، د دغه هېواد د کانګرس یوې غړې له یادې ادارې څخه د سمدستي ځواب ورکړې غوښتنه کړې ده.دغه ۴۱ افغان محمد نذیر پکتیاوال نومېده او د کب په ۲۳مه د ټېکزاس د دالاس ښار په پارکلنډ روغتون کې وفات شوی دی.

د امریکا د کانګرس ډيموکراټ غړې جولي جانسون د پنجشنبې په ورځ (د کب ۲۸مه) وویل، چې په پارکلنډ روغتون کې د پخواني افغان سرتېري محمد نذیر پکتیاوال د مړینې د خبر له خپرېدو وروسته یې د کډوالۍ ادارې له چارواکو وضاحت غوښتی دی. پکتیاوال په ریچارډسن ښار کې د خپل اپارتمان مخې ته د کډوالۍ ادارې له لوري له نیول کېدو یوه ورځ وروسته، په روغتون کې ساه ورکړه.

د امریکا د کډوالۍ ادارې تر اوسه د هغه د مړینې لامل نه‌دی اعلان کړی، خو په اړه یې د څېړنو له دوامه خبر ورکړی دی.

محمد نذیر پکتیاوال د افغان ځانګړو ځواکونو پخوانی سرتېری وو، چې د متحده ایالاتو له ځانګړو ځواکونو سره یې همکاري درلوده. هغه په ۲۰۲۱ کال کې له خپلې کورنۍ سره دغه هېواد ته ولېږدول شو او له بشرپاله لنډمهاله مجوز سره هلته اوسېده. د هغه د اوسېدو دغه محوز د ۲۰۲۵ کال په اګسټ کې پای ته رسېدلی وو.

نوموړي په ټېکزاس ایالت کې له خپلې مېرمنې او شپږو ماشومانو سره ژوند کاوه او د خوراکي توکو په یوه پلورنځي کې یې کار هم کاوه.

د کانګرس استازې د کډوالۍ ادارې رييس ته په یوه لیک کې، د دغې ادارې په مرکزونو کې د خرابو شرایطو او روغتیایي خدماتو د نشتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او د پکتیاوال د نیول کېدو او روغتیایي وضعیت د جزییاتو په اړه یې پوښتنې مطرح کړې دي.

هغې لیکلي: «د دغې ادارې ناسمې پرېکړې او غیر ضروري نیول کېدل، د هغه د مړینې لاملونه دي.»

تر دې وړاندې د کانګرس یوه بل استازي مارک‌ویسي هم د دغه افغان پناه غوښتونکي د مړینې په اړه د څېړنو غوښتنه کړې وه. هغه ویلي وو: «د محمد نذیر پکتیاوال مړینې جدي او عاجلې پوښتنې راپورته کړي چې سمدستي ځوابونو ته اړتیا لري او زه د یوې بشپړې او شفافې څېړنې غوښتونکی یم.»

هغه زیاته کړه: «که یو څوک چې له متحده ایالاتو سره د مرستې لپاره یې خپل ژوند په خطر کې اچولی وي، د حکومت په بند کې ساه ورکوي، دا نړۍ ته یو داسې اندېښمنونکی پیغام لېږدوي چې ایا امریکا به د خپلو همکارانو تر څنګ ودرېږي که نه.»

د امریکا د ګمرکونو او کډوالۍ ادارې له لوري د ورکړل شویو معلوماتو له‌مخې، پکتیاوال له نیول کېدو وروسته له ساه لنډۍ او د سینې له درد سره مخ شوی وو او بیا روغتون ته ولېږدول شو.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د سرچینو په وینا، د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د دویمې دورې له پیل راهیسې، لږ تر لږه ۳۲ کسان د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې په توقیف‌ځایونو کې مړه شوي دي. دې موضوع له کډوالو او په ځانګړې توګه له افغان پناه غوښتونکو سره د چلند په اړه جدي اندېښنې راپارولي دي.

له برېتانیې حکومت څخه په دغه هېواد کې د ۷ زره مېشتو افغانانو د کورونو ادرسونه ورک شوي

۲۸ کب ۱۴۰۴ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۰۷ GMT+۰

د برېتانیې د ملي حساب‌رسۍ دفتر (NAO) د نوي راپور له‌مخې، د دغه هېواد چارواکي له هغو ۷ زرو څخه ډېرو افغانانو د اوسېدو له ځایونو نا‌خبره دي چې د بیا مېشتېدو پروګرامونو په چوکاټ کې دغه هېواد ته انتقال شوي دي.

د راپور له‌مخې، په تېرو پنځو کلونو کې نږدې ۳۸ زره افغانان برېتانیې ته لېږدول شوي، خو شاوخوا پنځمه برخه یې د دولتي ادارو له څار څخه وتلي دي. یاد بنسټ ویلي، چې ځینې له دغو کسانو وروسته له دې چې دې هېواد ته ورسېدل، خپله یې ځانونه ته د استوګنې ځایونه موندلي او یا هم پرته له دې چې نوی ادرس ثبت کړي، له لنډمهالو استوګنځایونو لکه هوټلونو څخه وتلي دي.

همدارنګه اټکل شوی، چې د دې بیا مېشتېدو پروګرام لګښت شاوخوا ۵.۷ میلیارده پونډه ته رسېدلی، چې د عامو وګړو له مالیاتو څخه برابر شوي دي.

د افغانانو د مېشتېدو پروګرام (ARP) اړوند راپور ښيي، چې لګښتونه د پخوانیو اټکلونو پرتله ۱۵ سلنه زیات شوي، سره له دې چې د ورتلونکو کسانو شمېر کمولو لپاره محدودیتونه هم لګول شوي دي. تمه کېږي چې دا پروګرام به تر ۲۰۳۳ کال پورې دوام وکړي او په ټولیز ډول به نږدې ۴۸ زره هغه کسان چې د افغانستان پخواني پوځ او پولیسو کې یې دندې کړې وې برېتانیې ته انتقال شي.

دا پروګرام په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته پیل شو او موخه یې د هغو افغانانو ملاتړ دی چې له برېټانوي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه. په دغو کسانو کې د ځانګړو ځواکونو غړي هم شامل دي چې د طالبانو پر ضد جګړه او د ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه کې یې برخه لرله.

د راپور په بله برخه کې د ۲۰۲۲ کال هغه پېښه هم یاده شوې، چې په‌کې د زرګونو افغانانو معلومات په تېروتنې سره افشا شوي وو. هغه مهال یو اېکسېل فایل چې د هغو کسانو معلومات په‌کې شامل وو، چې له برېتانوي ځواکونو سره یې کار کړی و، په غلط ډول لېږل شوی و. چارواکو وېره لرله، که دا معلومات د طالبانو لاس ته ورشي، د دغو کسانو ژوند به له خطر سره مخ شي.

په همدې حال کې، برېتانیې ته د افغانانو د انتقال ټول لګښت شاوخوا ۷ میلیارده پونډه اټکل شوی، چې یوه برخه یې د عامه پوهاوي او د پارلمان له بشپړې څارنې پرته لګول شوې ده. دا موضوع د مالي روڼتیا او د دې پروګرام د مدیریت په اړه جدي بحثونه راپارولي دي.

د برېتانیې د دفاع وزارت چارواکو د دې راپور په غبرګون کې ویلي، چې د دغو کسانو د «ورکېدو» مساله ښايي ناسم پوهاوی رامنځته کړي او ټینګار یې کړی، چې کله کسان په ټولنه کې ځای پر ځای شي، حکومت اړ نه‌دی چې د هغوی د اوسېدو ځای تعقیب کړي.

د راپور له‌مخې، سیمه‌ییزې شوراګانې کولی شي د هر هغه افغان وګړي لپاره چې د دوی له لوري منل کېږي، تر ۲۶ زره پونډو پورې مالي مرسته ترلاسه کړي.

د برېتانیې د حکومت ویاند هم د دې پروګرام پېچلتیا ته په اشارې سره ویلي: «دا راپور د افغانانو د مېشتېدو پراخوالی او ستونزې ښيي، خو ورسره هغه پرمختګونه هم تاییدوي چې تر دې دمه شوي دي. موږ لا هم ژمن یو چې دا پروګرام د اوسني پارلمان تر پای پورې بشپړ کړو».

ټېکنالوژي او انساني پرېکړه؛ پر کابل د پاکستان هوايي برید په اړه څو پوښتنې

۲۸ کب ۱۴۰۴ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۴۸ GMT+۰
•
محبوب‌ شاه محبوب

پاکستان ادعا لري چې پوځ یې په نوې او پرمختللې ټېکنالوژۍ، په ځانګړي ډول په هغو ډرونونو سمبال دی چې په حرارتي سنسرونو، الکترواپټیکي کامرو او د مصنوعي ځیرکتیا په الګوریتمونو د انسانانو تودوخه، حرکت او موقعیت له هوا څارلی او تحلیلولی شي. پوښتنه داده چې ولې یې کابل کې روغتون وویشت؟

خو په داسې حال کې چې دغه هېواد ځان د پرمختللو پوځي سیستمونو لرونکی ګڼي، په کابل کې د معتادینو پر یوه روغتون برید کې په سلګونو کسان وژل کېږي. دا پوښتنه راپورته کېږي چې ایا دا ټېکنالوژي دومره دقیق معلومات نشي لرلای او که خبره تخنیکي نه بلکې قصدي او انساني پرېکړه ده؟

د عصري جګړې څارونکي وسایل څه کوي؟

د پاکستان د “براق” او “شاپر II” په نوم ډرونونه د ISR یا Intelligence, Surveillance, Reconnaissance وړتیا لري. دا سیستمونه په درېیو برخو متکي دي:

۱. Electro-Optical Cameras: د ورځې په رڼا کې لوړ کیفیت انځورونه اخلي او دقيقة څارنه برابروي.

۲. Thermal Sensors: د بدن تودوخه تشخیصوي او د شپې عملیات ممکنوي، یعنې انسان، حیوان او نور متحرک موجودات د حرارتي نښو پر اساس جلا کوي.

۳. Artificial Intelligence Algorithms: د انځور پېژندنې، حرکت شننې (Pattern Analysis) او د هدف د طبقه‌بندۍ وړتیا لري.

په نظري ډول دا ټول سیستمونه کولی شي د انسان او نورو څیزونو ترمنځ تفکیک وکړي او د برید د خطر کچه ارزونه کړي.

سره له دې، چې پاکستان دا هر څه لري، خو د کابل په پېښه کې یو روغتون په نښه کېږي، هغه ځای چې په کې طبي پرسونل او روږدي کسان پکې وو. نو پوښتنه دا ده چې د دومره پرمختګ ادعا لرونکې ټېکنالوژي ولې پاتې راځي؟

ایا ستونزه په ټېکنالوژۍ کې وه او که په قصدي پرېکړه؟ دلته درې منطقي او علمي سناریوګانې مطرح کېدی شي چې له مخې یې روانه فاجعه رامنځته شوې ده:

۱: استخباراتي تېروتنه

که له پیله هدف غلط تعریف شوی وي، نو هر پرمختللی سیستم —که څومره قوي هم وي— هماغه غلط مسیر تعقیبوي.

  • که هدف روغتون تعریف شوی نه وي، بلکې د وسله والو مرکز ګڼل شوی وي، نو د څارنې سیسټم به هماغه غلطه نقشه تعقیبوي.
  • که استخباراتي تېروتنه شوې وي، دا معنا لري چې د پاکستان د استخباراتي ادارې ای ایس ای هغه ځواک او دقیقه وړتیا نه لري چې په تبلیغاتو کې ورته نسبت کېږي. دا تبلیغات اوسنۍ خبره نه ده، بلکې لسګونه کاله په شعوري او غیرشعوري توګه دغې ادارې ته شوې دي.
  • پرته له شکه دا ځای پخوا یو پوځي مرکز و، خو که د پخوانیو معلوماتو له مخې دا برید ترسره شوې وي، یو ځل بیا هم د پاکستان د استخباراتي ادارې وړتیا تر پوښتنې لاندې راولي.

۲: تخنیکي ناکامي

د ترافیکو، ودانیو، ګڼې ګوڼې او ورته حرارتي نښو په حالت کې سیستم کېدای شي خطا وکړي، خو که د ۲۰۲۶ کال نوې تېکنالوژي او د اې ای الګوریتم موجود وي، د دغې خطا چانس ښايي نیم فیصد وي.

  • د حرارتي تشخیص وسایل کله ناکله د انسان د تودوخې نښې له بل شي سره ګډوي؛ خو دا په دې معنا نه ده چې مطلق نادرست معلومات دې ورکړي.
  • د ودانیو دننه د تودوخې سنسرونه محدود فعالیت لري، خو د ژوندي مخلوق د نه پېژندنې سبب نه رامنځته کوي.
  • که تخنیکي ستونزه موجوده وي، نو دا معنا لري چې د پاکستان پوځي ټېکنالوژي د ادعا خلاف دومره پرمختللې نه ده او نه شي کولی چې پر ځمکه د انسانانو او اشیاو تفکیک وکړي.

۳: قصدي انساني پرېکړه

په هر عصري پوځ کې وروستۍ پرېکړه لا هم انسان کوي. تر اوسه په جګړو کې وروستۍ پرېکړه مصنوعي ځیرکتیا ته نه ده سپارل شوې او پاکستان هم وروستۍ پرېکړه په انسان کوي.

اې ای یوازې سپارښتنه کوي، خو د “برید” تڼۍ انسان کېکاږي. که د برید پرېکړه د خطر د منلو او د ملکي تلفاتو د نادیده ګڼلو پر بنسټ شوې وي، نو دا یوازې تخنیکي خطا نه ده؛ بلکې جنګي جنایت دی. دا کار د نړۍوالو عرفي قوانینو، د جنیوا کنوانسیونونو او د ملګرو ملتونو د منشور له مخې جنګي جنایت ګڼل کېږي.

په دې ځای کې مسوول نه ډرون دی، نه الګوریتم او نه جېټ الوتکه، بلکې هغه انسان، اداره او هغه هېواد دی چې پرېکړه یې کړې ده.

پس په نننیو جګړو کې ټېکنالوژي ځیرکه ده، خو عادلانه نه ده. الګوریتمونه حرکت، تودوخه او انځور تشخیصوي، خو انسانیت نه شي تعریفولی.

اصلي پوښتنه دا نه ده چې په دغه برید کې ټېکنالوژي موجوده وه که نه؟ بلکې دا ده چې ټېکنالوژي څنګه کارول شوې او څوک پرېکړه کوونکي وو؟

په پایله کې د طالبانو د معلوماتو له مخې په دې برید کې ۴۰۸ کسان وژل شوي او له ۲۵۰ ډېر ټپیان شوي دي؛ دا عمل نړۍوال قوانین که تناسب مساله په نظر کې نه وي نیول شوې، د جنګي جنایت په توګه تعریفوي.

بریټانیا د اختر په مناسبت د پاکستان او طالبانو ترمنځ د جګړې درېدل مثبت ګام بللی

۲۸ کب ۱۴۰۴ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۵۹ GMT+۰

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اختر په مناسبت د جګړې د لنډمهالي درېدو د اعلان هرکلی کړی دی. د بریتانیا ځانګړي استازي ټینګار کړی چې لندن د ترهګرۍ ټول ډولونه غندي او د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه کوي.

نوموړي پر ایکس د سعودي عربستان، ترکیې او قطر د هڅو مننه کړې چې د دغه اوربند په رامنځته کولو کې یې مرسته کړې ده.

د بریتانیا ځانګړي استازي ټینګار کړی چې لندن د ترهګرۍ ټول ډولونه غندي او د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه کوي.

هغه زیاته کړې چې اړینه ده ژر تر ژره د خبرو اترو بهیر بېرته پیل شي، څو د روان کړکېچ د سوله‌ییز حل لپاره زمینه برابره شي.