• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د «طالبان ټور» په نامه یو روسی شرکت کندهار ته سیلانیان لېږدوي

۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۵، ۱۳:۵۰ GMT+۱تازه شوی: ۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۵، ۱۵:۵۱ GMT+۱

په روسیه کې د « طالبان ټور» په نامه د یوه سیاحتي شرکت د ثبتولو چارې روانې دي، چې له روسیې نه افغانستان ته خلک په سیاحتي سفرونو ولیږي. دغه شرکت داسې مهال ثبتیږي، چې د روسیې سترې محکمې تازه د مسکو له تور نوملړه په موقت ډول د طالبانو د نوم اېستلو سپارښتنه کړې ده.

د روسیې ټلویزیون رپوټ ورکړی، چې سوداګر اناتولي ارونوف له دې پرېکړې وروسته ددغه هېواد شرکتونو د ثبت ادارې ته د خپلې سوداګریزې نښې او نوم ثبتونې لپاره وړاندیز کړی دی.

د «طالبان ټور» په نامه دغه شرکت پلان لري چې درې تر پنځه کسیزې کوچنۍ ډلې افغانستان ته واستوي. سیلانیان افغانستان ته تر تګ وړاندې له افغان کلتور سره د اشنايي زده کړې ترلاسه کوي.

ارونوف ویلي چې اووه ورځنی سفر به شاوخوا ۱۰۰ زره روبله لګښت ولري. هغه باور لري چې دا وړاندیز به په ځانګړې توګه هغو روسانو ته جذاب وي چې د شوروي-افغان جګړې برخه پاتې شوي، ځکه غواړي پخواني ځایونه وګوري.

هغه همداراز ویلي: « طالبان به هم علاقمند وي، حتا ممکن پیسې هم ورکړي، ځکه لویدیزوال نه ورځي، خو روسان له دې ځایه خاطرې لري».

ارونوف خبرداری ورکړی چې ښځو ته دا سفر مناسب نه دی، ځکه طالبانو پرې سخت محدودیتونه وضع کړي.

د روسیې سترې محکمې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل پر۱۷مه، د ددغه هېواد د لویې څارنوالۍ غوښتنه ومنله او د طالبانو پر فعالیتونو لګیدلی بندیز یې وځنډاوه. دا پرېکړه د تړلو دروازو تر شا شوې او د سملاسي پلیتابه یادونه یې شوې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې مسکو غواړي د ترهګرۍ ضد جګړې په ګډون له افغانستان سره په ټولو برخو کې دوه اړخیز ګټور روابط جوړ کړي.

روسۍ رسنۍ وايي، ارونوف پلان لري چې درې تر پنځه کسیزې ډلې کندهار ولایت ته واستوي.

طالبانو له۲۰۲۲ کال راهیسې له کندهاره روسیې ته د انارو صادرات پیل کړي چې د روسي رسنیو په وینا، دا کار له۳۰ کلونو وروسته کیږي.

له دې وړاندې هم له افغانستان څخه روسیې ته د مالونو د صادراتو زیاتوالی لیدل شوی، چې انار، ممیز، لاسي غالۍ، پنبې، وړۍ او ان مشروبات، لکه کولا پکې شامل دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

قزاقستان د تورغونډۍ -هرات-سپین بولدک پر پټلۍ ۵۰۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي

۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۵۷ GMT+۱

د قزاقستان مرستیال لومړي وزیر وايي، د تورغونډۍ - هرات - سپین بولدک د پټلۍ پروژې د لومړي پړاو لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي، چې عملي چارې به یې له تورغونډۍ پیل شي.

سریک ژومانګارین ویلي، هېواد یې چمتو دی په هرات کې د لوژستیک او ترانسپورټ یوه ځانګړې کمپنۍ هم جوړه کړي، څو دغه پروژه نوره هم ګړندۍ شي.

طالبان او د قزاقستان جګپوړی پلاوی د دوشنبې په ورځ، د غویي پر دویمه، په کابل کې پر دې وغږېدل، چې څنګه د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا ګډه نقشه عملي کړي، چې سوداګري، کانونه، کرنه، ټرانزیټ، ټرانسپورټ او د اورګاډي پټلۍ پکې مهمې برخې دي.

قزاقستانی پلاوی ددغه هېواد د مرستیال لومړي وزیر په مشرۍ د کابل په سفر بوخت دی، چې د چارشنبې په ورځ بشپړیږي.

دغه سفر داسې مهال کیږي چې د طالبانو حکومت له نړیوالې سیاسي انزوا سره سره هڅه کوي له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره اقتصادي اړیکې پراخې کړي.

په ګلخانې ماڼۍ کې د ناستې پرمهال د طالبانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل، چې افغانستان او قزاقستان تاریخي مشترکات لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو زمینه برابره کړې ده.

نوموړي څرګنده کړې چې «د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ورځ تر بلې پیاوړې شوې» او اوس هدف دا دی چې د ګډې لارې نقشې پر بنسټ، د کلني تجارت کچه درې میلیارده ډالرو ته ورسوي.

برادر هیله ښودلې، چې د قزاقستان په مرسته د تورغونډۍ - هرات - سپین بولدک د اوسپنې پټلۍ پروژې په پلیتابه سره به د سیمې هېوادونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ له لارې سوداګریزې چارې نورې هم ګړندۍ شي.

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال د دفتر د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې ژومانګارین دا هم څرګنده کړې چې قزاقستان غواړي له افغانستان سره د انټرنیټ د ارزانه لین پروژه هم شریکه کړي، چې له مخې به یې افغانستان ته ارزانه انټرنیټ برابر شي.

نوموړي زیاته کړې، « قزاق پانګوال په افغانستان کې د کانونو، نفت او ګازو په برخو کې پانګونې ته لیوال دي او تخنیکي ټیمونه یې کابل ته استولي دي».

د طالبانو د حکومت په استازیتوب ملا برادر په دې ناسته کې ویلي، چې افغانستان چمتو دی د کانونو د استخراج فرصتونه له قزاقي اړخ سره شریک کړي او د کرنیزو توکو د حفظ، قرنطین او مالدارۍ برخو کې هوکړې لاسلیک کړي.

د طالب لوري په وینا، د وارداتو او صادراتو د پراخولو لپاره یې د اوسپنې پټلۍ د یوې عملیاتي کمپنۍ پر جوړولو کار پیل کړی، چې په نږدې راتلونکي کې به قزاقستان ته معرفي شي. همداراز، د څلورو هېوادونو افغانستان، قزاقستان، ایران او ترکمنستان ترمنځ د یوه ګډ اقتصادي مرکز مسوده ترتیب شوې چې له قزاق لوري سره هم شریکه شوې ده.

په غونډه کې د کابل - استانې د الوتنو د بیا پیل، افغان سوداګرو ته د ویزو اسانولو، بانکي سیستمونو نښلونې، زده کړې، روغتیا، او ترانزیټ په برخو کې هم د ګډو همکاریو ژمنې شوې دي.

د طالبانو د حکومت لپاره، چې په نړیواله کچه منزوي او تر بندیزونو لاندې دی، دا لیدنه مهم فرصت بلل کېږي.

له دې وړاندې کابل د پاکستان د مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په مشرۍ د یوه جګپوړي پاکستاني پلاوي کوربه و، چې د کابل اسلام اباد د اړیکو په کنګل ماتولو کې مهم ګڼل کیږي.

د یعقوب مجاهد مشوره: په شل سلنه تنقیص کې دې لومړی «منفور او نامطلوب» کسان منفک شي

۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۲۷ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

د طالبانو د دفاع وزیر لاسلیک شوی مکتوب افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی، چې پکې یعقوب مجاهد د دې ډلې د کورنیو چارو وزارت او استخباراتو ریاست ته مشوره ورکړې چې شل سلنه تنقیص کې اول «منفور او نامطلوب» کسان منفک کړي او دې سره دا وېره ده چې د جمهوریت د وخت مسلکي کسان له دندو لرې شي.

ملا هبت الله د بودجې کسر له امله د امنیتي ادارو ۲۰ سلنه کارکوونکي فعال احتیاط ته سوق کړل، چې دغه کار سره همدومره فیصدي کسان بې دندو کېږی.

د ترلاسه شوي مکتوب پر اساس د طالبانو امنیتي او تصفیوي کمېسون درې ګونو دفاعي او امنیتي ارګانونو کې د تشکیلاتي اصلاح په اړه د خپل مشر مولوي هبت الله د ۱۳۰۴ مېلادي کال د وري میاشتې د ۸مې نېټې د «۵۵۲۸» ګڼې د حکم یادونه کړې ده.

په مکتوب کې لیکل شوي، چې هم د ملا هبت الله حکم سم تطبیق شي او هم نظامي ارګانونه په تشکیلاتي برخه کې له ستونزو سره مخ نه شي.

د دې حکم په اړه د طالبانو دفاع وزیر ملایعقوب مجاهد په مشرۍ د امنیتي او تصفیوي چارو مرکزي کمېسیون د ۱۳۰۴ کال د وري میاشتې پر ۱۵ نېټه عاجله غونډه کړې ده.

په دې غونډه کې د طالبانو درې ګونو دفاعي او امنیتي ارګانونو ته مشهوره ورکړل شوې، چې په اول قدم کې «منفور او نامطلوب» کسان منفک کړل شي.

دویم قدم کې «بعد الفتح»، دریم قدم کې همکاران، څلورم قدم کې له پلار او زوی بغیر د شهیدانو قریبان، پنځم قدم کې اختیاري« هغه کسان چې خپله خوښه غواړي رسمي وظیفه ونه کړي بلکې په احتیاط فعال کې پاتې شي» شپږم قدم کې هغه «مجاهدین» چې له یوه کور تر دوو زیات تعین بست وي، که بیا هم فیصدي پوره نه شوه اووم قدم کې په ښکته بستونو کې لوړ عمره یا تر یو کال پورې د «جهادي» سابقې کسان تنقیص شي.

دغه مکتوب مستقیم د طالبانو دفاع وزارت په ادرس لېږل شوی او غوښتنه شوې شوې چې د دې په اړه اجراات ترسره شي.

د طالبانو د دفاع وزیر او د امنیتی او تصفیوي کمېسون مشر دا مشوره د طالبانو د مشر ملا هبت الله د طرزالعمل سره په ټکر کې ده.

منفور او نامطلوب چوکاټ ډېر پراخ دی او دا وېره موجوده ده، چې په دې کې طالبان هڅه وکړی، د تېر جمهوري نظام مامورین او منسوبین له دندو تنقیص کړي.

د خپل مشر له حکم سره ټکر

د طالبانو مشر ملا هبت الله له نظامي ارګانونو د شل سلنې تشکیل د تنقیص د حکم د تطبیق په طرح کې لیکل شوي و، چې په دې تنقیص کې دې د اجیرانو او ساتونکو بستونو ته لومړیتوب ورکړل شي.

د ملا هبت الله په طرح کې همدراز ویل شوي و چې له دې تشکیل څوک تنقصیږي او کورونو ته رخصتیږي ، که «مجاهد وي، که همکار وي یا د شهید له ورثه وو وي یا بعدالفتح وي، دوی ټولو ته باید له بدیل امتیاز څخه ۵ زره افغانۍ په کور ورکړل شي».

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو اړوند وسله والو غږونه لاس په لاس کېږي چې د تنقیص په دغه بهیر کې له دندو ایستل شوي، ډېر ناراضه دي او نیوکه یې همداده چې قرباني هم ساتونکي ورکوي او بېرته له دندو هم ساتونکي زیات تنقیص کېږي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله په داسې حال کې دا پرېکړه کوي، چې له افغانستان سره د امریکا مرستې درول شوې دي او وخت ناوخته دولتي کارکوونکي د معاشونو د ځنډ او خنډ په اړه شکایتونه کوي.

کابل ته د اسحاق ډار سفر کې؛ «پاکستان منلې چې تجارت له امنیتي ستونزو سره ونه تړي»

۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۱۵ GMT+۱
•
خبرخونه

کابل ته د پاکستان د مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وروستی سفر د طالبانو له حکومت سره د اسلام‌اباد د ترینګلي تعامل په ځانګړي ډول د تجارت او امنیت ترمنځ د بېلتون په برخه کې د احتمالي بدلون نښه بلل کېږي.

دا سفر په داسې وخت کې تر سره شو، چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اقتصادي تړاو د پولې د پرله پسې بندېدو، د امنیتي اندېښنو او د باور د کمښت له امله تر فشار لاندې راغلی؛ په ځانګړي ډول د افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان د موجودیت ادعاوو د طالبانو او اسلام اباد اړیکې ترینګلې کړې دي.

په دغو خبرو اترو کې د طالبانو یوې ښکیلې سرچینې له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل، « په تېرو درې نيمو کلونو کې کابل هڅه کوله چې اسلام‌اباد قانع کړي چې تجارت، ترانزیت او د خلکو تګ راتګ دې له امنیتي مسایلو سره نه تړي». سرچینه زیاتوي، « خو د پاکستان پیغام تل دا و، چې تر څو امنیتي وضعیت ښه نه‌شي، په نورو برخو کې هم پرمختګ نه‌شي کېدای».

د ډار سفر له دې وړاندې د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق په یوه «لار اواروونکي» سفر تعقیب شو.

د سرچینو په وینا، محمد صادق کابل ته د یوه جګپوړي پلاوي لپاره شرایط برابر کړل څو دواړې خواوې د مفصلو خبرو چمتووالی ونیسي.

اسلام اباد د طالبانو له نویو شریکانو اندېښمن دی

داسې ښکاري چې پاکستان دې ته متوجه شوی چې د اقتصادي بې‌ثباتۍ دوام به یوازې د نورو سیمه‌ییزو شریکانو، لکه ایران، ازبکستان، چین او قزاقستان نفوذ ته لاره اواره کړي. طالب چارواکي وایي، د پاکستان له‌خوا د وروستیو پیغامونو له مخې داسې برېښي چې له امنیتي ګیلو سره سره اوس سوداګرۍ ته لومړیتوب ورکول کېږي.

یاده سرچینه وايي، « داسې ښکاري چې پاکستان قانع شوی وي، چې باید شته امنیتي ستونزو ته له پام پرته، تجارت او ترانزیت ته وده ورکړل شي. دا ښایي هغه درک وي، چې اقتصاد پخپله د ثبات لپاره لاره اوارولی شي».

افغانستان او پاکستان شاوخوا ۲۶۰۰ کیلومتره د ډیورنډ ګډه کرښه لري، چې بیا بیا د امنیتي پېښو او سرحدي شخړو شاهده ده.

د تورخم او چمن په څېر مهم سرحدي بندرونه په وار وار تړل شوي، چې سوداګرۍ ته یې درانده زیانونه اړولي دي. افغان تجاران او موټر چلوونکي تل له ځنډونو، سختو تلاشیو او د تورخم او چمن لارو له ناڅاپي بندیدو شکایت کوي.

که څه هم پاکستان د افغانستان لپاره یو مهم سوداګریز او ترانزیټي شریک پاتې شوی، خو دا اړیکه له کلونو راهیسې د ډیپلوماټیکو ترینګلتیاوو له امله زیانمنه شوې. په وروستیو کلونو کې کړکېچ هله زیات شو، چې اسلام‌اباد پر طالبانو تور ولګاوه، چې دټي تي پي غړي‌ یې په خپله خاوره کې ځای پر ځای کړي دي.

پاکستان پر طالبانو ټینګار کړی، چې د ټي ټي پي پر وړاندې عملي اقدامات وکړي، خو د طالبانو مشرتابه دا تورونه ردوي او وايي، د دغې ډلې پر ضد اقدام د داخلي مسایلو او مذهبي اړیکو له امله اسان نه دی.

دواړو خواوو په ناستو کې پر یوه ګډ امنیتي -استخباراتي کمیسیون یا کمېټې جوړولو پرېکړه کړې
100%
دواړو خواوو په ناستو کې پر یوه ګډ امنیتي -استخباراتي کمیسیون یا کمېټې جوړولو پرېکړه کړې

ګډ امنیتي -استخباراتي کمیسیون

طالبانو د تېر په څېر یوځل بیا د ټي ټي پي په تړاو، چې د اسلام اباد تر ټولو ستره اندېښنه ګڼل کیږي، پر تفاهم او تدریجي حل لارو ټینګار کړی.

دې خبرو ته یوې نږدې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دواړو خواوو د سیاسي چینل د پرانېستلو تر څنګ د یوه ګډ امنیتي- استخباراتي کمیسیون پر جوړولو هوکړه کړې، چې په ترکیب کې به یې د ای ایس ای او د طالبانو د استخباراتو لوی ریاست استازي، د دواړو هېوادونو دکورنیو چارو وزارتونو امنيتي چارواکي او په کابل کې د پاکستان سفیر یا نظامي اتشه شامل وي.

سرچینه وايي، ټاکل شوې ددغو پرېکړو د تعقیب لپاره د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ددې ډلې له مشر مولوي هبت الله اخوندزاده او نورو اړوندو ادارو سره تر سلامشورو وروسته په نږدې وخت کې پاکستان ته سفر وکړي او د ګډ کمیسیون د غړو په تشخیص، کاري پروسیجرونو او نورو اړوند مسایلو نهايي پرېکړې وشي.

د ډار د سفر پر مهال، بحثونه پر دې هم متمرکز وو چې څنګه تجارتي میکانیزمونه بیا فعال شي، د پولې تګ راتګ اسانه شي او د ګمرکي همکاریو څرنګوالی پراخ شي.

افغان او پاکستاني سوداګر له کلونو راهیسې دا غوښتنه کوي چې تجارت دې له سیاست څخه بېل شي او د لا ښې زیربنا پر جوړېدو دې تمرکز وشي.

ددې خبرو په پایله کې د افغانستان په اړه لوړپوړې دوه‌اړخیزې ناستې، درې اړخیز او څو اړخیز ډیپلوماټیک مېکانیزمونه او فارمټونه هم بېرته پیلیږي، چې د پاکستان او طالبانو د اړیکو د ترینګلتیا له امله یې په ناستو کې ځنډ راغلی و.

په دې فارمټونو کې د ګاونډیو هېوادونو جمع روسیې فارمټ، د پاکستان-چین-افغانستان، افغانستان، پاکستان-ازبکستان او افغانستان، پاکستان-ایران ناستې شاملې دي.

شنونکي وایي، دغه سفر او هوکړې ښایي د پاکستان د داخلي اقتصادي ستونزو انعکاس هم وي. پاکستان چې له لوړ انفلاسیون، نړیوالو فشارونو او صادراتو کې له کسر سره مخ دی، ښايي له افغانستان سره عادي اقتصادي اړیکې یو ارزان، خو ګټور هدف وګڼي.

خو ستونزې لا هم پر ځای پاتې دي. پاکستان غواړي چې ترهګرۍ ضد ګډ میکانیزمونه رامنځته شي او د تګ راتګ د کنټرول سخت معیارونه وضع شي، په داسې حال کې چې طالبان دې کار ته د سیاسي او امنیتي نفوذ په سترګه ګوري.

یونېسف: تېر کال مو په افغانستان کې له ۴۰۰ زره کورنیو سره نغدي مرستې کړې دي

۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۱۱ GMT+۱

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو نړۍوال صندوق (یونېسف) وايي، چې تېر کال یې په افغانستان کې ۴۰۰زره اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې وېشلې دي.

یونیسف نن دوشنبه پر اېکس پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي، اړمنو کورنیو او ماشومانو ته د نغدي مرستو چمتو کول دوی ته د دې اجازه ورکوي چې خپلې پرېکړې په خپله وکړي او د ځان لپاره سملاسي اړتیاوې چمتو کړي.

د یونېسف په وینا، کورنیو ته د نغدو پېسو لېږد په بېړنیو حالاتو کې ډېر اغېزمن ثابت شوی دی.

خو دغه بنسټ د مرسته شویو پېسو د شمېر په تړاو څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، چې افغانستان په خپل تاریخ کې له خورا سختې خوارځواکۍ سره مخ دی او دغه هېواد د ماشومانو د خوارځواکۍ په برخه کې د بې ساري بېړني حالت شاهد دی.

له بل پلوه د لوږې پر وړاندې د مبارزې سازمان مشر کوبي رایتویلډ ویلي، که د خوارځواکو ماشومانو درملنه ونه شي؛ نو د هغوی د مړینې ګواښ خورا ډېر دی.

کوبي رایتویلډ زیاته کړه، هېڅ ماشوم بايد د خوارځواکۍ له امله مړ نشي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې سږ کال به درې نیم مېلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي.

ډان ورځپانه:امریکا افغانستان کې نوې لوبه پیل کړې چې د پاکستان او ایران امنیت به اغېزمن کړي

۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۵، ۰۷:۳۰ GMT+۱

د پاکستان ډاڼ ورځپانې په یوه مقاله کې ویلي، د نړۍوالو سیالیو یا «لویې لوبې» تمرکز اوس پر افغانستان نه؛ بلکې په ایران او پاکستان راڅرخي. مقاله زیاتوي، که څه هم افغانستان د اوږدې مودې لپاره د نړۍوالو قدرتونو د سیالیو مرکز پاتې شوی؛ خو اوس امریکا نوې لوبه پیل کړې ده.

د مقالې له مخې، ټرمپ غواړي چې به افغانستان کې د خپل هېواد نفوذ بېرته را ژوندی کړي او د دې کار لپاره د بګرام پوځي اډې بیا ترلاسه کول یې تر ټولو مهم ماموریت دی.

ډان کاږي، چې کابل ته د زلمي خلیلزاد تر مشرۍ لاندې د امریکایي پلاوي سفر که څه هم په ښکاره د بندیانو د خوشې کېدو مسله شاربله؛ خو د پردې ترشاه د امریکا او طالبانو ترمنځ د ژورو خبرو پیل و.

یادې پاکستانۍ ورځپاڼې لیکي، ښایي طالبان د بګرام اډه بېرته امریکا ته وسپاري او په بدل کې به یې واشنګټن د طالبانو د نړۍوالې انزوا کمولو ته غاړه کېږدي او ان د هغو پرمختللو وسلو د کنټرول اجازه ورکړي چې امریکا په ۲۰۲۱ کې تر وتو وروسته په افغانستان کې پرېښې وې.

د مقالې له مخې، د دغو وسلو د ترمیم او ساتنې لپاره د امریکا پر مرستې هم بحث شوی چې دا چاره کولای شي د طالبانو پوځي ځواک نور هم پیاوړی کړي.

مقاله زیاتوي، چې امریکا غواړي له نرمو وسیلو لکه مرستو، پانګونې او ډېپلوماسۍ کار واخلي؛ څو بېرته افغانستان ته داخل شي. دا چاره به امریکا ته دا توان ورکړي، چې پر ایران او پاکستان نوي فشارونه راولي.

د ورځپاڼې تحلیل وړاندې کاږي، که امریکا بېرته بګرام ته ورشي؛ نو د پاکستان د اټومي وسلو د امنیت په اړه به د امریکا پخوانۍ اندېښنې یو ځل بیا راپورته شي.

که څه هم پاکستاني چارواکو دغه اندېښنې رد کړې دي؛ خو د امریکا له لوري د بګرام د بېرته غوښتلو وخت خورا معناداره بلل شوی دی.

د مقالې په پای کې راغلي، سره له دې چې چین، روسیه، هند، ایران او پاکستان له طالبانو سره نارسمي اړیکې لري؛ خو د طالبانو حکومت لا هم د نړۍوالې مشروعیت له اړخه له کړکېچ سره مخ دی.

ورځپاڼه ټینګار کوي، چې د «لویې لوبې» نوی پړاو پیل شوی او دغه لوبه ښایي د ایران او پاکستان لپاره ژور امنیتي بدلونونه راولي.