• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

سندونه؛ طالبانو ته تسلیم شوی سرپرست سفیر عبدالباقي پوپل د سفارت محلي کارکوونکی ټاکل شوی

عبدالحق عمري
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو

۲۹ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۱۸ GMT+۰تازه شوی: ۲۹ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۰۴ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو داسې سندونه ترلاسه کړي، چې ښیي طالبانو په جرمني کې د سفارت سرپرست عبدالباقي پوپل له دندې ګوښه کړی او د لنډمهال لپاره یې د سفارت محلي کارکوونکي په توګه ټاکلی. د سند له مخې د طالبانو ریاست الوزرا له پوپل څخه غوښتي و، چې د دندې له پای وړاندې تسلیمي ورکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مکتوب له مخې د وزارت د کارکونکو د چارو رییس لطف الله خپلواک پر لاسلیک دوه میاشتې وړاندې په جرمنی کې د افغانستان سفارت ته په یوه مکتوب کې د سفارت د سرپرست عبدالباقي پوپل دنده د ۱۴۰۴ کال د مرغومي پر ۱۰مه پای ته رسولې وه او غوښتنه ورڅخه شوې وه، چې کابل ته مراجعه وکړي.

100%

افغانستان انټرنشنل - پښتو د عبدالباقي پوپل د هغه لیک کاپي هم ترلاسه کړې ده، چې د طالبانو له بهرنیو چارو وزارت ته په یوه استول شوي لیک کې یې غوښتنه کړې وه، چې نوموړی دې په سفارت کې د محلي کارمند په توګه وګمارل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د عبدالباقي پوپل لیک رییس الوزرا ملاحسن اخوند ته لېږلی و او د نوموړي د دفتر رییس د لیک په ځواب کې لیکلي و، چې د پوپل ډېپلوماټیک حیثیت دې د کب میاشتې تر پایه وساتل شي خو ویلي یې دي، چې د وظیفې د پای یادښت دې له کوربه هېواد سره نه شریکیږي.

100%

طالبانو ریاست الوزرا په دې مکتوب کې له عبدالباقي پوپل څخه غوښتنه کړې وه، چې د ختم وظیفې تر وخت وړاندې تسلیمي ترسره کړي او د طالبانو له خوا ګمارل شوی ډېپلوماټ نبراس الحق عزیز ته تسلیمي ورکړي.

په مکتوب کې کې لیکل شوی، چې د عبدالباقي پوپل له تجربو د ګټې اخیستنې په موخه دې هغه په نوموړي سفارت کې د ۲۵۰۰ یورو په بدل کې د محلي کارمند په توګه وګمارل شي.

په مکتوبونو کې لیکل شوي، چې عبدالباقي پوپل د لنډمهال لپاره د محلي کارمند په توګه ګمارل شوی دی.

په برلین کې ډېپلوماټیکو سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د جرمني بهرنیو چارو وزارت ته په رسمي ډول د دغه ګمارنې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوی.

100%

د معلوماتو له مخې طالبان د سفارت او کوربه هېواد سره په رسمي چارو کې له ښاغلي پوپل څخه د سرپرست سفیر په توګه ګټه اخلي خو په سندونو کې عبدالباقي پوپل بیا محلي کارمند په توګه واک لري.

د ۱۴۰۴ کال د لړم په میاشت کې عبدالباقي پوپل د یما یاري پر ځای په جرمني کې د افغانستان د سفارت مسوولیت پر غاړه اخستی و.

عبدالباقي پوپل تر دې مخکې په برلین کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر و. هغه د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکى دى او د سيمه ييزو ارګانونو د مرستيال په توګه يې کار کړى دى.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

ایراني چارواکی: د افغانستان د ټرانزیټ فرصت د غیر اقتصادي لیدلوریو له امله له لاسه وځي

•
•
•

نور کیسې

فضل محمود فضلي: پاکستان له افغاني روایت څخه ډار لري

۲۹ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۳۱ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام پرمهال د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي وايي، د افغان ولس په منځ کې د یوه نسل نه بل ته د پاکستان د «استعماري سیاستونو» پر وړاندي د انتقال شوي افغاني‌ روایت نه پاکستان وېره لري.

هغه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې پاکستان د تاریخ په اوږدو کې د «مذهبي‌افراطیت له منافقانه ابزارو په استفادې پر افغان خاوره دوامداره مداخله او تجاوز کړی دی». د هغه په خبره؛ د پاکستان پوځ د افغاني روایت د کمزوري کولو لپاره د مجاهدینو د مشرانو غږونه چوپ کړل او د اوسني طالبانو د ټيټ پوړو ځوانانو احساسات له ګواښ سره مخ دي.

فضلي زیاتوي، پاکستان اوس هم په فعاله توګه هڅه کوي چې ځینې پخواني جنګسالاران او مدني فعالان اسلام‌اباد ته وغواړي؛ ترڅو د پاکستان پر وړاندې افغاني روایت چوپ کړي.

فضلي دا هم ویلي، د پاکستان له‌خوا طالب مشرانو ته ویل شوي چې په خپلو لیکو کې د پاکستان ضد روایت مدیریت او مهار کړي. د هغه په خبره: «په کابل او کندهار کې د تېرو دوو ورځو د خپرو شویو ویناو محتوا د دغه ادعا څرګند ثبوت دی».

ازادۍ جبهې له نړۍوالو بنسټونو د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د شوي برید د څېړنو غوښتنه کړې

۲۹ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۴:۵۵ GMT+۰

د طالبانو مخالفه وسله‌واله ډله د ازادۍ جبهه وایي، په داسې حال کې چې د پاکستان له‌خوا د پلازمېنې په ګډون د افغانستان پربېلابېلو برخو بریدونه کېږي؛ طالب مشران د دې پرځای چې د دغه پېښو د لاملونو او پایلو په اړه معلومات ورکړي، دوی د پټولو او د ناسمو تبلیغاتو کمپاین پیلولو ته مخه کړې.

یادې جبهې په خپل اختریز پیغام کې د پاکستان په هوایي بریدونو کې د ملکي وګړو پر مرګ‌ژوبلې اندېښنه څرګنده کړې. په پیغام کې راغلي:« د طالبانو ډله خپل مېلمانه او وسله‌وال ملګري لکه د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌تي‌پي) غړي د ګڼې ګوڼې سیمو ته نږدې په دولتي ودانیو کې ساتي، چې پر دوی بیا د پاکستان د جنګي الوتکو بریدونه د ملکي تلفاتو او عامه تاسیساتو د ویجاړېدو لامل کېږي».

په پیغام کې راغلي:« د جګړې د ښکېلو خواوو له‌خوا په هر حالت کې د بې‌ګناه ملکي وګړو وژنه د منلو نه‌ده او موږ یې غندو». یادې جبهې له نړۍوالو بنسټونو د کابل پر ۲۰۰۰ بستریز روغتون د وروستۍ خونړۍ پېښې د بې‌پرې او خپلواکه بشپړې څېړنې او بیاکتنې غوښتنه کړې ده.

په دغه پیغام کې د وروستیو خونړیو پېښو د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي هم څرګنده شوې.

څارونکي: د ایران جګړې ښايي طالبان او پاکستان دې ته اړ اېستي چې تاوتریخوالی راکم کړي

۲۹ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۴:۰۵ GMT+۰

څارونکي په دې باور دي، چې سیمه‌ییز بدلونونه او د ایران جګړه ښایي طالبان او پاکستان دې ته وهڅوي چې تاوتریخوالی او شخړې کمې کړي. د دوی په وینا؛ دواړه هېوادونه د ایران د جګړې له پایلو په ځانګړې توګه د انرژۍ او خامو موادو په رسولو کې د خنډونو له امله سخت اغېزمن شوي دي.

د ایکانومېسټ مجلې په یوه راپور کې لیکلي، چې افغانستان له ایران نه پر وارداتو تکیه لري او پاکستان هم د هرمز تنګي د تړلو له امله د انرژۍ په برخه کې سخت اغېزمن شوی دی. د دغه مجلې په وینا؛ د روژې په پای کې د پاکستان له‌خوا د پنځه ورځني لنډمهاله اوربند اعلان د تاوتریخوالي د احتمالي کمښت نښه ګڼل کېږي.

پاکستان او طالبانو له خونړیو نښتو وروسته چې په‌کې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر یوه روغتون برید هم شامل دی لنډمهالی اوربند اعلان کړ، د یاد برید له امله دغه روغتون ویجاړ او لسګونه ملکي‌ وګړي وژل شوي دي.

پاکستان ادعا کوي، چې په یاد برید کې یې په دقیق ډول یوه ترهګریزه موخه په نښه کړې؛ خو شواهد ښيي چې ګڼ شمېر ناروغان او روغتیايي کارکوونکي هم وژل شوي دي. د الباني پوهنتون کریسټوفر کلیري وايي، لومړني شواهد ښيي چې روغتون ته نږدې «ډېر باوري پوځي هدفونه» وو؛ خو پاکستان ونه توانېد چې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې مخه ونیسي.

په دغه برید کې لږترلږه ۱۴۳ کسان وژل شوي دي. له همدې امله دغه پېښه د تېرې میاشتې راهیسې د دواړو خواوو ترمنځ د جګړو له زیاتېدو وروسته تر ټولو خونړۍ هغه بلل کېږي.

د سواس پوهنتون اویناش پالیوال وايي: «پر ملکي وګړو د داسې ویجاړونکي برید وروسته به په ښکاره ډول خبرې اترې کول خورا ستونزمن وي» او وسله‌والې ډلې ښایي په پاکستان کې د لا لوی برید په ملاتړ غبرګون وښيي.

سره له دې ځینو پاکستاني دیپلوماتانو خبرداری ورکړی، تر هغه وخته چې طالبان د ټي‌ټي‌پي‌ وسله‌والو په مهارولو کې ښکاره او د باور وړ ګامونه وانخلي هر ډول خبرې او مذاکرې به بې‌معنا وي.

د طالبانو د حج او اوقافو رییس: یوشمېر هېوادونه د «کافرانو» په لارښوونه پر موږ بریدونه کوي

۲۹ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۳:۱۵ GMT+۰

په کندهار کې د طالبانو د حج او اوقافو رییس او د هبت‌الله سلاکار مولوي عبدالبصير فایض د پاکستان نوم اخیستلو پرته ویلي، یوشمېر هېوادونه د «کافرانو په لارښوونه پر موږ بریدونه کوي».

هغه وایي: «زموږ یو عسکر او د صحابه‌وو عسکر او بیا د برید کوونکو یو عسکر له یوه امریکايي سره ودروئ، هیڅ توپير نه‌لري». نوموړي ویلي، څوک چې پر افغانستان بریدونه کوي «الله دې په فتنو اخته کړي».

مولوي فایض پرون په عیدګاه جومات کې په خپلې اختریزې وینا کې ویلي، «څوک چې پر افغانستان بریدونه کوي او وسلې پرې ازمایي الله دې په فتنو اخته او وشرموي». نوموړي له افغانانو هم غوښتنه کړې، چې له اختلافاتو ځانونه وساتي او د دوی له «فرمانونو او قوانینو» ملاتړ وکړي. هغه ویلي، چې نظام یې په ټوله نړۍ کې بې‌ساری دی.

فایض زیاته کړې: «هغوی چې پر موږ بې‌ځایه تورونه تړي په دنیا او اخرت کې دې شرمنده شي». د طالبانو مشر ملاهبت الله هم پرون د کندهار په عیدګاه جومات کې زرګونه کسانو ته په اختریزه وینا کې د پاکستان نوم له اخیستلو پرته وویل: «که څوک پر موږ بمبار کوي، یا مو په توپونو ولي ودې کړي؛ خو تاسو په عقیدو او ایمان کې تغییر مه راولئ».

د بوش بنسټ په امریکا کې د افغان ښځو د یوه اېتلاف له جوړېدو خبر ورکړ

۲۹ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۳۱ GMT+۰

د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش بنسټ (پنج‌شنبه د کب ۲۸مه) اعلان وکړ، چې متحده ایالاتو کې یې د افغان ښځو اېتلاف (USAWC) جوړ کړی دی. د دې اېتلاف د موخو په اړه ویل شوي، چې د افغان ښځو او ماشومانو اړوند تګلارې پیاوړې کوي، یووالی رامنځته او د زیانمنو افغانانو غږونه پورته کوي.

مېرمن لورا بوش په دې اړه وویل: «زه منندویه یم چې د بوش بنسټ لا هم د افغانستان له ښځو او نجونو ملاتړ کوي. سره له دې چې د طالبانو واکمني له تاوتریخوالي ډکه ده او هڅه کوي افغان ښځې له ټولنې وباسي، موږ به هېڅ‌کله خپله هیله له لاسه ور نه‌کړو چې زموږ افغان خویندې به یوه ورځ خپلې ازادۍ بېرته ترلاسه کړي»

د یاد بنسټ اعلامیه کې راغلي، دا ډله به د شبکو د همغږۍ، د تخصصي نظرونو د برابرولو او د اغېزناکو څېرو د ګډون د راجلبولو له لارې هڅې وکړي، څو د هغو کسانو لپاره د هیلو او زغم نښه وګرځي چې د افغانستان لپاره پر روښانه راتلونکې باور لري.

همدا راز زیاته شوې، دا نوښت د څه باندې دوو لسیزو اغېزناکو هڅو په پام کې نیولو سره، «د افغان-امریکايي ښځو شورا» ارزښتناک میراث ته درناوی هم دی.

دا بنسټ داسې مهال جوړ شوی چې طالبانو له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسې په افغانستان کې د ښځو پر زده‌کړو، کار او ژوند سخت محدودیتونه او بندیزونه لګولي دي.