د پارلمان پخوانی غړی: افغانستان هغه هېواد دی چې ملت یې زېږېدلی د سیاست له مخې نه دی جوړ

د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې پخواني غړي، ګل‌رحمن همدرد وایي، چې افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې نه دی چې د سیاست له رحمته جوړ شوي وي، بلکې دغه هېواد تاریخ لیکلی او ملت یې زېږېدلی.

نوموړي ویلي: "ځینې هېوادونه د تاریخ په اوږدو کې د ملتونو له منځه راټوکیدلي وي، خو ځینې نور هېوادونه د سیاست له رحمته رامنځته شوي وي. افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې تاریخ یې لیکلی، نه سیاست؛ ملت یې زېږېدلی، نه جوړ شوی."

همدرد ټینګار کړی چې افغانان د نقشو د کرښو قوم نه، بلکې د تاریخ، وینې، فرهنګ او عقیدې پر بنسټ یو واحد ملت دي. هغه زیاته کړې: "ملتونه چې زېږېږي، نه مري، او نه تجزیه کېږي."