• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د افغانستان- روسیې لومړی سوداګریز فورم پرانیستل شو

۲۶ غویی ۱۴۰۴ - ۱۶ می ۲۰۲۵، ۱۳:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، دغې ډلې د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او د روسیې د لومړي وزیر د اقتصادي چارو د مرستیال الکسي اویرچوک د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د افغانستان – روسیې لومړی سوداګریز فورم پرانیست.

د طالبانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، په دې فورم کې دواړو خواوو د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو پر پراخوالي ټینګار وکړ. ښاغلي اویرچوک وویل، روسیه یو باثباته او پرمختللی افغانستان د ټولې سیمې په ګټه بولي او چمتو ده چې له افغانستان سره د بېلابېلو اقتصادي پروژو په برخه کې همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړه، روسي شرکتونه لېوالتیا لري چې له افغانستان سره د کانونو استخراج، د اوبو بندونو جوړولو، برېښنا تولید، د اوسپنې پټلۍ غځولو، د ترانسپورټي وسایلو تولید او سیمه‌ییز اتصال په برخو کې ګډ کار وکړي.

دغه معاونیت د اویرچوک له قوله وایي، د مسکو او کابل ترمنځ د ګډ سوداګریز مرکز د جوړېدو په تړاو موافقتنامه لاسلیک شوې، چې له مخې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې کچه لوړه شي.

دغه راز، په غونډه کې د روسیې د ګمرکونو یو لوړپوړي چارواکي وویل، چمتو دي چې له افغانستان څخه د کرنیزو محصولاتو واردات زیات کړي او په تعرفو کې ځانګړي تخفیفونه رامنځته کړي. همداراز، د سوداګرۍ د اسانتیا، بیروکراسۍ د کمولو او د ګمرکي همکاریو لپاره به یو ګډ پروتوکول جوړ کړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت زیاتوي، د روسیې د ټرانسپورټ وزارت مرستیال هم د افغانستان له لارې د روسیې د ترانزیټ د کچې د زیاتوالي لپاره لېوالتیا وښوده او د افغان – ټرانس پروژه یې مهمه وبلله. دغه پروژه چې روسي او ازبیکستاني تخنیکي ټیمونه پرې کار کوي، د ارزونې راپور به یې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې تکمیل او له هغه وروسته به د عملي کولو پرېکړه وشي.

په پرانیست‌غونډه کې د تاتارستان دلومړي وزیر مرستیال او د صنعت وزیر هم ګډون درلود. د تاتارستان چارواکو وویل، د موټر جوړونې تاتارستاني شرکتونه چمتو دي چې په افغانستان کې فعالیت پیل کړي او دغه جمهوریت چمتو دی چې له افغانستان سره د حکومتي همکارۍ تړون لاسلیک کړي.

ملا عبدالغني برادر اخوند د فورم په پای کې وویل، دا ډول اقتصادي غونډې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراخېدو لپاره خورا مهمې دي، او باید دوام ومومي.

همداراز، ټاکل شوې چې د کازان ۱۶م فورم په څنډه کې به د افغان او روسي سوداګرو ترمنځ یو شمېر مهم اقتصادي تړونونه هم لاسلیک شي، چې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ د کچې لوړولو ته به زمینه برابره کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

روسیه: د ټرانس ـ افغان ریل پټلۍ د ارزونې راپور به د ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې بشپړ شي

۲۶ غویی ۱۴۰۴ - ۱۶ می ۲۰۲۵، ۱۱:۳۴ GMT+۱

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الیکسي اوورچوک وايي، چې د ټرانس-افغان ریل پټلۍ د جوړولو تخنیکي او اقتصادي ارزونې راپور به د ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې بشپړ شي او له هغه وروسته به د عملي کولو پرېکړه وشي.

الیکسي اوورچوک دا څرګندونې د کازان ۱۶م نړۍوال اقتصادي فورم کې کړي.

ښاغلی اوورچوک وايي:« د روسیې او ازبکستان د ریل پټلۍ متخصصین په ګډه د ټرانس ـ افغان ریل پټلۍ د جوړېدو د ارزونې راپور چمتو کوي. تمه ده، چې دا راپور به د ۲۰۲۶ کال په پیل کې بشپړ شي او وروسته به یې د عملي کولو پریکړه وشي.»

هممهاله، د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، هم د کازان په ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې ګډون کړی او له روسیې څخه یې غوښتنه کړې چې د ریل پټلۍ پروژې په برخه کې نوره همکاري وکړي.

د ټرانس-افغان ریل پټلۍ د ټرانسپورټي دهلیز له لارې به اروپا، روسیه، ازبکستان، افغانستان، پاکستان، هند او د سویل ختیځې اسیا هېوادونه سره ونښلوي.

ازبکستان د ۲۰۲۳ کال راهیسي د دې پروژې د عملي کولو په تړاو له یو شمېر هېوادونو سره هوکړې کړې او د یادې پروژې د عملي کولو لپاره د افغانستان او پاکستان رول مهم بلل شوی دی.

له دې وړاندې د ازبکستان د ټرانسپورت وزارت ویلي و چې د ټرانس-افغان ریل پټلۍ جوړول به لږ تر لږه پنځه کاله وخت ونیسي او د اټکل له مخې به په دې پروژه کې شاوخوا ۴.۸ میلیارده ډالر لګښت راشي.

هند ۱۵۰ افغان لاریو ته د واګه بندر له لارې د تېرېدو اجازه ورکړه

۲۶ غویی ۱۴۰۴ - ۱۶ می ۲۰۲۵، ۱۰:۵۱ GMT+۱

هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د هند او پاکستان ترمنځ د ناندریو تر حل وروسته، په لاهور کې ولاړو ۱۵۰ افغان سوداګریزو لاریو ته د واګه بندر له لارې هند ته د داخلېدو اجازه ورکړل شوه.

د انډین اېکسپرېس رسنۍ د جمعې په ورځ راپور ورکړی، چې په لاهور کې ولاړو افغان لاریو ته د واګا بندر له لارې هند ته د داخلیدو اجازه ورکول شوې.

دغو افغان لاریو کې تازه او وچه مېوه بار وه، چې د تېرو دوو اونیو راهیسي په لاهور کې واګا بندر ته څیرمه درول شوې وې.

د راپورونو له مخې تر اوسه د افغان توکو بار پنځه لارۍ د هند خاوري ته داخل شوي او نورې لارۍ به هم د هند خاوري ته داخل شي.

د هند د امرتسر د وچو مېوو یو مشهور سوداګر، مکیش سیدواني، د واګا بندر د پرانیستل کېدو هرکلی کړی او وايي: «تر اوسه پنځه لارۍ هند ته داخلې شوي دي. دا یوه ستره اسانتیا ده. په لاریو کې وچې او لندې مېوې بار دي او د هرې ورځې ځنډ به د سوداګرو لپاره د لویو مالي زیانونو لامل کېده.»

همدا راز د وچې مېوي دغه سوداګر زیاته کړه:«مخکې په اوسط ډول شاوخوا ۴۰-۵۰ لارۍ هند ته تېریدلي، خو اوس وضعیت توپیر لري. د دواړو هېوادونو ترمنځ لوړ تاوتریخوالی شتون لري او د لاریو تصفیه او چک کول ممکن د عادي کاري ورځو په پرتله یو څه ډېر وخت ونیسي. موږ هیله لرو چې ټولې لارۍ به په یوه اونۍ کې هند ته داخلې شي.»

هندي رسنیو ویلي، چې هند او د افغانستان نږدې ۹۰ سلنه سوداګري د واګه بندر له لارې ترسره کیږي.

د واګه بندر له لارې هند ته د افغان لاریو د داخلیدو اجازه په داسې حال کې ورکول شوې، چې تېره ورځ د هند او طالبانو د بهرنو چارو وزیرانو د ټلیفون په کرښه خبرې وکړې او د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر دا خبرې ښې او رغوونکې بللي.

د هند او پاکستان ترمنځ ځمکنۍ او هوايي لارې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې وروسته له هغې وتړل شوې، چې د هند تر ادارې لاندې کمشیر کې پر سیلانو برید کې ۲۶ کسان ووژل شول او وروسته هند د یاد برید د غچ اخیستنې په موخه پر پاکستان بریدونه وکړل، خو د می په لسمه نېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند وشو او د می تر اتلسمې نېټې پورې وغځول شو.

ضمیر کابلوف وایي، طالبانو روسیې ته خپل سفیر ور پېژندلی دی

۲۶ غویی ۱۴۰۴ - ۱۶ می ۲۰۲۵، ۰۹:۵۷ GMT+۱

د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې طالبانو خپل یو کس د افغانستان د سفیر په توګه مسکو ته ورپېژندلی دی. هغه د دغه نوماند نوم نه دی څرګند کړی، خو وایي د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یاد شخص ارزونه کوي.

ضمیر کابلوف د جمعې په ورځ د (غوایي ۲۶مه) ریانووستي خبري اژانس ته ویلي: «دغه نوماند دا مهال د روسیې په ادارو کې د تصدیق مراحلو څخه تېرېږي. هیله لرم چې له بشپړېدو وروسته، یو هوکړه ‌لیک لاسلیک شي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په همدې روانه میاشت کې له ضمیر کابلوف سره په لیدنه کې په ډاګه کړې وه، چې دغه ډله به ژر خپل سفیر مسکو ته ور وپېژني.

اوس مهال د طالبانو له لوري د جمال ناصر غروال په نوم کس په مسکور کې د افغانستان سفارت سرپرست په توګه دنده کوي.

طالبان داسې مهال روسیې ته خپل سفیر ورپېژني، چې روسیې تازه دغه ډله په خپل «ترهګریز نوملړ» کې ځنډولې ده.

له دې پرېکړې سره هم مهاله د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې په مسکو کې به د طالبانو استازی د «سفیر» کچې ته لوړ کړي.

ریانووستي خبري اژانس د ضمیر کابلوف له قوله لیکلي چې مسکو ته د طالبانو د سفیر تګ به د دغې ډلې د «رسمیت پېژندلو» مسله هم د بحث وړ کړي.

فضلي وايي، پاکستان هر وخت حکمتیار د «سټراټېژیک بم» په توګه کارولی

۲۶ غویی ۱۴۰۴ - ۱۶ می ۲۰۲۵، ۰۸:۱۳ GMT+۱

د مخکني جمهوري نظام د چارو ادارې پخواني رییس فضل محمود فضلي ویلي، پاکستان د افغانستان د مهارولو لپاره د انګریزانو د تګلارې له مخې د حزب اسلام مشر ګلبدین حکمتیار څخه د «سټراټېژیک بم» په توګه کار اخیستلی دی.

هغه د (غوايي ۲۶مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې یاده اصطلاح «مذهبي افراطیانو» ته کارول کیده او حکمتیار یې یوه بېلګه ده.

نوموړي دغه څرګندونې د حزب اسلامي د مشر د هغو څرګندونو په غبرګون کې کړي، چې ویلي و، پاکستان د تجزیې له ګواښ سره مخ دی او افغانستان به ترې هم اغېزمن شي.

د فضلي په خبره، د پاکستان د پخواني مشر اسد دراني له لوري په «۱۹۸۹لمریز» کال کې داسې طرحه جوړه شوې وه، چې ګوندې د ډاکټر نجیب الله تر پرځېدو وروسته به له افغانستان سره «کنفډراسیون» جوړ کړي او حکمتیار هم د دغې طرحې اصلي طراح ځان باله.

د چارو ادارې د پخواني مشر په وینا: «نن د حکمتیار د دې خبر څخه ۳۵کاله تېر شوي، خو نه حکمتیار او نه هم دراني وکولای شول دا خیال عملي کړي.»

د نوموړي په وینا، حکمتیار او پاکستان اوس هم هر کال دغه ناکام پلان په بېلابېلو الفاظو کې تکراروي.

فضلي ټینګار کړی چې د پاکستان د تجزیې په تړاو د حزب اسلامي د مشر څرګندونې رښتیا دي، ځکه هغه یو ملت نه دی او د افغانستان په اړه یې بیا څرګندونې یوازې په خیالاتو ولاړې دي.

تر دې مخکې هم د ګلبدین حکمتیار د څرګندونو په تړاو بېلابېل غبرګونونه راغلي‌ دي.

بېلابېلو سیاستوالو دغو څرګندونو ته په غبرګون کې ګلبدین حکمتیار د پاکستان لاسپوڅی بللی او له هغه یې غوښتي چې په راتلونکي کې له دغه ډول څرګندونو ډډه وکړي.

اهل تشیع دیني عالمانو‌ له طالبانو غوښتي چې په ایران کې د «افغان کډوالو» د ستونزو حل ولټوي

۲۶ غویی ۱۴۰۴ - ۱۶ می ۲۰۲۵، ۰۷:۱۹ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر سره په ناسته کې اهل تشیع دیني عالمانو له هغه غوښتي، چې په ایران کې د «افغان کډوالو» ستونزې حل کړي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې دغو دیني عالمانو همدا راز د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د کډوالو لپاره د «نویو ښارګوټو» جوړېدو وړاندیزونه هم وکړل.

مولوي کبیر په ناسته کې ویلي، چې اړونده ادارو ته سپارښتنه شوې، څو د ایران په ګډون بېلابېلو هېوادونو کې «افغان کډوالو» ته د اړتیا وړ اسنادونه چمتو کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران د افغان کډوالو د اېستل کیدو بهیر روان ساتلی او هره ورځ له یاد هېواد څخه ناقانونه افغان کډوال په جبري توګه اېستل کېږي.

همدا راز د افغانستان د خلکو اسلامي ګوند مشر او د مقاومت شورا غړي محمد محقق په مشرۍ یو پلاوی د (غوايي په ۹مه) د افغان کډوالو د ستونزو حل لپاره تهران ته تللی و.

دغه پلاوي له ایرانه غوښتي، چې په جبري توګه د افغان کډوالو له اېستل کیدو ډډه وکړي او په یاد هېواد کې دې ورته د استوګنې وړ شرایط برابر کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه پلاوي نږدې دوه میاشتې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له غړو سره په ناسته کې ویلي وو، چې هېواد یې د افغان کډوالو د اېستل کیدو لپاره تابیاوې نېسي.

د ایراني چارواکو د شمېرو له مخې په یاد هېواد کې شاوخوا ۸ میلیونه افغان کډوال مېشت دي چې له ډلې یې څلور میلیونه د استوګنې قانوني اسناد لري او د څلور میلیونه نورو د اسنادو موده ختمه شوې یا هم د استوګنې هېڅ ډول قانوني سندونه نه لري.

د ایران د خراسان رضوي د پوله ساتو ځواکونو قوماندان خبر ورکړی و، چې په تېرو دولس میاشتو کې یې «۶۸۹ زره افغان کډوال» چې په ناقانونو لارو ورغلي وو،‌ له خپل هېواده اېستلي دي.

د ایران حکومت د معلوماتو له مخې یوازې په ۱۴۰۳ کال کې یې شاوخوا «۲.۲ میلونه کډوال» افغانستان ته ستانه کړي دي.

ایران یو له هغو هېوادونو دی، چې افغان کډوال په کې د پولیسو له لوري له سختو شکنجو، زورونو، زندانونو، وژنو او ان اعدامونو سره مخ دي.