• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اهل تشیع دیني عالمانو‌ له طالبانو غوښتي چې په ایران کې د «افغان کډوالو» د ستونزو حل ولټوي

۲۶ غویی ۱۴۰۴ - ۱۶ می ۲۰۲۵، ۰۷:۱۹ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر سره په ناسته کې اهل تشیع دیني عالمانو له هغه غوښتي، چې په ایران کې د «افغان کډوالو» ستونزې حل کړي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې دغو دیني عالمانو همدا راز د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د کډوالو لپاره د «نویو ښارګوټو» جوړېدو وړاندیزونه هم وکړل.

مولوي کبیر په ناسته کې ویلي، چې اړونده ادارو ته سپارښتنه شوې، څو د ایران په ګډون بېلابېلو هېوادونو کې «افغان کډوالو» ته د اړتیا وړ اسنادونه چمتو کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران د افغان کډوالو د اېستل کیدو بهیر روان ساتلی او هره ورځ له یاد هېواد څخه ناقانونه افغان کډوال په جبري توګه اېستل کېږي.

همدا راز د افغانستان د خلکو اسلامي ګوند مشر او د مقاومت شورا غړي محمد محقق په مشرۍ یو پلاوی د (غوايي په ۹مه) د افغان کډوالو د ستونزو حل لپاره تهران ته تللی و.

دغه پلاوي له ایرانه غوښتي، چې په جبري توګه د افغان کډوالو له اېستل کیدو ډډه وکړي او په یاد هېواد کې دې ورته د استوګنې وړ شرایط برابر کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه پلاوي نږدې دوه میاشتې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له غړو سره په ناسته کې ویلي وو، چې هېواد یې د افغان کډوالو د اېستل کیدو لپاره تابیاوې نېسي.

د ایراني چارواکو د شمېرو له مخې په یاد هېواد کې شاوخوا ۸ میلیونه افغان کډوال مېشت دي چې له ډلې یې څلور میلیونه د استوګنې قانوني اسناد لري او د څلور میلیونه نورو د اسنادو موده ختمه شوې یا هم د استوګنې هېڅ ډول قانوني سندونه نه لري.

د ایران د خراسان رضوي د پوله ساتو ځواکونو قوماندان خبر ورکړی و، چې په تېرو دولس میاشتو کې یې «۶۸۹ زره افغان کډوال» چې په ناقانونو لارو ورغلي وو،‌ له خپل هېواده اېستلي دي.

د ایران حکومت د معلوماتو له مخې یوازې په ۱۴۰۳ کال کې یې شاوخوا «۲.۲ میلونه کډوال» افغانستان ته ستانه کړي دي.

ایران یو له هغو هېوادونو دی، چې افغان کډوال په کې د پولیسو له لوري له سختو شکنجو، زورونو، زندانونو، وژنو او ان اعدامونو سره مخ دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

محمد صادق وايي، د افغانستان لپاره یې د برېټانیا له ځانګړي استازي سره پر افغانستان خبرې کړې

۲۶ غویی ۱۴۰۴ - ۱۶ می ۲۰۲۵، ۰۷:۰۹ GMT+۱

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په اسلام اباد کې یې د افغانستان لپاره د برېټانیا له ځانګړي استازي انډریو مک کوبري سره د افغانستان او سیمې په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي صادق ویلي، دغه ناسته د سیمه ییزو پرمختګونو او افغانستان پورې اړوند مسلو په اړه د همکارۍ پر زیاتولو متمرکزه وه.

محمد صادق روانه اوونۍ افغانستان ته سفر کړی و او هلته د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي او یو شمېر نورو طالب چارواکو سره خبرې کړې وې.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی داسې مهال له دغې ناستې خبر ورکوي، چې د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جي شنکر د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره ټلیفوني خبرې کړې او له هغه یې غوښتي، چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان د ګټو او هند پر ضد ونه کارول شي.

په نړۍ کې د جګړو له امله د داخلي بې ځایه شویو شمېر له ۸۳ میلیون کسانو واوښت

۲۶ غویی ۱۴۰۴ - ۱۶ می ۲۰۲۵، ۰۶:۵۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (یو این ډي پي) په یوه تازه راپور کې ویل شوي، چې د تېر میلادي کال تر پایه پورې، په ټوله نړۍ کې شاوخوا «۸۳.۴میلیونه کسان» د جګړو، زورزیاتي او طبیعي پېښو له امله په خپلو هېوادونو کې له خپلو مېنو بې ‌ځایه شوي دي.

راپور کې راغلي چې کانګو، سوډان، لبنان، اوکراین او افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې د داخلي بې ځایه شویو شمېر پکې تر بل هر ځایه ډېر دی.

په افغانستان کې یوازې د تېر میلادي کال په اوږدو کې شاوخوا « ۱.۳ میلیونه کسان» چې ډېری یې د طبیعي پیښو له امله وو، له خپلو مېنو بې ‌ځایه شوي دي.

ملګري ملتونه زیاتوي، چې د نړۍ له ټولو ۸۳ میلیونو نه ډېر کورني بې ‌ځایه شویو کسانو څخه شاوخوا « ۷۳.۵ میلیونه» یې د جګړو او تاوتریخوالي له کبله او « ۹.۸ میلیونه» نور بیا د طبیعي افتونو له امله بې ‌ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د شمیرو پر بنسټ، د کور دننه بې‌ ځایه شویو کسانو شمېر د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

ملا برادر د کازان ناستې په څنډه کې د موردوویا جمهوریت له ولسمشر سره لیدلي

۲۶ غویی ۱۴۰۴ - ۱۶ می ۲۰۲۵، ۰۵:۴۸ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال روسیې ته د سفر په لړ کې د کازان ناستې په څنډه کې د موردوویا جمهوریت له ولسمشر ارتیوم الکسیویچ سره ناسته کې په دوه اړخیزې سوداګرۍ خبرې کړې دي.

د طالبانو یادې ادراې د (غوایي ۲۶مې) د جمعې ورځې په خبرپاڼه کې راغلي چې ملا برادار همدا راز دغه ناسته د کرنې، برېښنا او نورو برخو کې د همکاریو رامنځته کولو ښه فرصت ګڼلی دی. نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان په بېلابېلو سکټورونو کې د‌ پانګونې لپاره ښه فرصتونه لري او د موردوویا پانګه والو ته یې بلنه ورکړې،‌ څو په افغانستان کې پانګونې وکړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال چمتوالی ښودلی، څو موردوویا جمهوریت ته د وچو مېوو، غالیو، قیمتي ډبرو او نورو کاني موادو صادرات پیل کړي.

ملا برادر همدا راز لېوالتیا ښودلې، چې له یاد هېواد څخه افغان سوداګر د «برېښنایي وسایلو، ساختماني توکو، صنعتي ماشینونو، نفتي توکو، طبیعي ګازو او د خامو المونیمو تر څنګ د ټرانسپورټي وسایلو په برخه کې واردات وکړي.

په خبرپانه کې د موردوویا د ولسمشر له قوله لیکل شوي، چې نوموړي دغه ناسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو لپاره ښه فرصت بللی او ډاډ یې څرګند کړی پانګه وال یې په افغانستان کې پانګونې ته چمتو دي.

السکویچ زدونوف زیاته کړې، چې هېواد یې په کرنیزه برخه کې ډېری هېوادونو ته صادرات لري او چمتو دی، چې د ازبکستان او قزاقستان له لارو افغانستان ته هم دغه صادرات پیل کړي.

په یاده ناسته کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په لویه کچه د سوداګریزو اړیکو ته لېوالتیا څرګنده کړې ده.

طالبان په داسې حال کې له یاد هېواد سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو خبر ورکوي، چې په کور دننه دغه ډله له سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ ده او له همدې امله یې د روان کال په بودجه کې هم لوی کسر راغلی دی.

طالبان چې لا یې هېڅ هېواد هم په رسمیت نه پېژني هڅه کوي، څو په سیمه کې له بېلابېلو هېوادون سره خپلې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.

د طالبانو په بیا ځل واکمنیدو سره د عامو وګړو اقتصادي ژوند هم سخت زیانمن شوی او ورځ تر بلې په هېواد کې د غربت څپې مخ په ډېریدو دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په افغانستان کې میلونونه کسان د لوږې له ګواښ سره مخ دي او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

طالبانو هند سره ژمنه کړې، چې د افغانستان خاوره به د پاکستان د ګټو لپاره نه کارول کیږي

۲۶ غویی ۱۴۰۴ - ۱۶ می ۲۰۲۵، ۰۵:۱۳ GMT+۱

هندي رسنۍ وایي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د هند د بهرنیو چارو له وزیر اېس جي شنکر سره په تازه ټلېفوني خبرو کې ژمنه کړې، چې د افغانستان له خاورې به هېڅکله د هغو ترهګرو ډلو ملاتړ ونه شي، چې له پاکستان سره تړاو لري.

د (News 18) رسنۍ د راپور له مخې دغو ډلو کې لشکر طیبه او جېش محمد شاملې دي.

يادې ډلې له پخوا راهيسې د هند لپاره ستر امنيتي ګواښ ګڼل کېږي او د نړۍوالو ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې هم شاملې دي.

هندي شنونکي باور لري، چې دا اړیکه کولای شي د کابل او نوي ‌ډيلي تر منځ د يو نوي فصل پيلامه وي، ځکه د دواړو لورو ترمنځ د دا ډول لوېې کچې تعامل تر دې وړاندې نه و شوی.

راپور د هند امنيتي سرچينو له قوله کاږي، جي شنکر په دغه اړیکه کې له طالبانو غوښتي، چې د افغانستان خاوره باید د سختدریځه ډلو پر پناه ځایونو بدله نه شي.

 د هند بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې له افغانستان څخه د دوی پر ضد د ترهګرو بريدونو د مخنيوي لپاره باید طالبان لازم ګامونه واخلي.

راپور زیاتوي، چې په ځواب کې یې طالبانو ژمنه کړې، چې هېڅ بهرنۍ ډله په ځانګړې توګه هغه ډلې چې د پاکستان مرکزي استخباراتي ادارې (ISI) یې ملاتړ کوي، ورته به په افغانستان کې د ازاد فعاليت اجازه ورنه ‌کړي.

یاده هندي رسنۍ لیکي،‌ لشکر طیبه او جېش محمد هغه وسله والې ډلې دي، چې د تېرې يوې لسيزې په اوږدو کې یې پر هند مرګوني بريدونه کړي، چې يو تر ټولو لوی هغه يې د ۲۰۰۸ کال د ممبۍ بريدونه وو.

دغه ډلې د پاکستان له پوځ او استخباراتو سره اوږدمهاله اړيکې لري. د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته هند اندېښنه لري، چې ښايي يادې ډلې بيا ځل د افغانستان خاوره د خپلو فعاليتونو لپاره وکاروي.

د News18 په حواله، هند دا اندېښنه هم لري، چې پاکستان به هڅه وکړي د دغو ډلو له لارې د کشمير وضعيت لا نور ترینګلی کړي.

سرچينې وايي، پاکستان داسې هم هڅه کړې، چې په کشمیر کې د ځینو کاریدونکو وسلو تړاو افغانستان ته ورکړي او بيا پرې نيوکې وکړي، تر څو د هند او طالبانو ترمنځ رامنځته شوې نوې اړيکې زيانمنې کړي.

خو طالبانو دا ډول هڅې رد کړي او ويلي يې دي، چې هېڅ هېواد، سازمان يا وسله‌ والې ډلې ته به اجازه ور نه‌ کړي، چې افغان خاوره د خپلو سياسي يا نظامي موخو لپاره وکاروي.

له بلې خوا هند د طالبانو او چين تر منځ پر اقتصادي اړيکو، په ځانګړي ډول د کانونو د تړونونو په برخه کې هم له نږدې څارنه کوي. خو د هند د چارواکو په باور، د پاکستان پلوو ترهګرو ډلو د فعاليتونو مخنيوی یې سملاسي لومړیتوب دی.

د یادې اړیکې پر مهال متقي او جي شنکر د بشري مرستو په تړاو هم خبرې کړې دي.

هند چې د مخکني جمهوري نظام پر مهال يې د بيارغونې او بنسټيزو پروژو لپاره ميلياردونه روپۍ پانګونه کړې وه، اوس غواړي ډاډ تر لاسه کړي چې د دوی فني او بشري مرستې باید پرته له کوم امنیتي ګواښه افغانستان ته ورسېږي.

راپور کاږي، دا ژمنه چې طالبان به د افغانستان خاوره د ترهګرو ډلو لپاره نه کاروي، که عملي شي، نو دا به د کابل او نوي ډيلي تر منځ د باور بيا رغولو لپاره يو مهم ګام وي.

خو طالبان له پخوا راهیسې له وسله والو ډلو سره شکمنې اړیکې لري او یادې هندي رسنۍ د راپور په پای کې د پوښتنې په ډول لیکلي چې، ايا دا ژمنې به په رښتينې توګه پلې شي او که يوازې د نړۍوال مشروعيت د لاسته راوړلو لپاره به يوه سياسي وسيله وي؟

پاکستان نږدې ۹۰۰ افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي دي

۲۶ غویی ۱۴۰۴ - ۱۶ می ۲۰۲۵، ۰۳:۴۸ GMT+۱

د پښتونخوا ایالت د کورنیو او قبایلي چارو ادارو د شمېرو له مخې د پاکستان حکومت تېره ورځ د تورخم او انګور اډې له لارو «۸۸۰ افغان کډوال» پر ډیورنډ کرښه اړولي دي.

د معلوماتو له مخې له دې ډلې یوازې «۱۴۲ کسان» د اې سي سي کارت لرونکي وو او پاتې نور د قانوني مېشتیدو هېڅ ډول اسناد نه لرل.

یوازې «۷۲کسان» د انګور اډې او پاتې نور بیا د تورخم له لارې په جبري توګه اېستل شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

پاکستاني پولیس اوس هم د اسلام اباد په ګډون په بېلابېلو ایالتونو کې کور په کور د افغان کډوالو نیول کیدو پسې عملیات روان ساتلي او د نړۍوالو سازمانونو هغه غوښتنې یې له پامه غورځول چې په جبري توګه د کډوالو د اېستلو لړۍ دې ودروي.

د بښنې نړۍوال سازمان په ګډون یو شمېر بشري ادارو ویلي وو، چې له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل د هر ډول بشري حقونو خلاف عمل دی او یاد حکومت دې ژر تر ژره دا بهیر بند کړي.

د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو هم ورته غوښتنې وکړې، ځو پاکستان دغو غوښتنو ته چندان غاړه کنېښوده.

بل لوری نیوکې کېږي، چې په پاکستان کې د پولیسو له لوري د اېستل کیدونکو افغان کډوالو مالونه، شتمنۍ او پانګې خوندي نه دي، چې په ځینو حالتونو کې ان چور شوي هم دي.

که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته د خپل وروستي سفر څخه تر راګرځېدو وروسته اعلان وکړ، چې د افغان کډوالو د پانګو خوندیتوب لپاره یې ځانګړې کمېټه جوړه کړې، خو دغه کمېټې هم په یاده برخه کې چندان د پام وړ فعالیتونه نه دي کړي.

د رسمي شمېرو له مخې د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه له پاکستان د افغان کډوالو د اېستل کیدو په بهیر کې تر اوسه «۱۳۰زره کسانو څخه» ډېر په جبري توګه خپل هېواد ته اېستل شوي دي.

همدا راز پاکستان د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ سره ثبت د «پي او ار» کارتونو لرونکو افغان کډوالو ته هم د جون میاشتې تر پایه وخت ورکړی، څو دغه هېواد پرېږدي.

اسلام اباد ویلي، که افغان کډوالو تر یادې نېټې پورې په خپله خوښه ونه وځي، نو پولیس به یې تر نیول کیدو وروسته په زوره وباسي.

د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د پخواني جمهوري نظام یو شمېر سرتېري، د امنیتي ادارو کارکوونکي، د بشري حقونو فعالان، خبریالان، ښځینه فعالانې او پخواني دولت کارکوونکي هم پاکستان ته تللي دي.

اوس د اېستل کیدو په روان بهیر کې هغوی هم د اېستل کیدو له ګواښ سره مخ دي.

ځینو بهرنیو او جلاوطنه افغان بنسټونو وېره څرګنده کړې که پاکستان دغه تازه دمي کډوال چې د طالبانو له ګواښ سره مخ دي خپل هېواد ته وباسي، نو هلته به یې ژوند له سختو خطرونو سره مخ شي.