• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو هند سره ژمنه کړې، چې د افغانستان خاوره به د پاکستان د ګټو لپاره نه کارول کیږي

۲۶ غویی ۱۴۰۴ - ۱۶ می ۲۰۲۵، ۰۵:۱۳ GMT+۱

هندي رسنۍ وایي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د هند د بهرنیو چارو له وزیر اېس جي شنکر سره په تازه ټلېفوني خبرو کې ژمنه کړې، چې د افغانستان له خاورې به هېڅکله د هغو ترهګرو ډلو ملاتړ ونه شي، چې له پاکستان سره تړاو لري.

د (News 18) رسنۍ د راپور له مخې دغو ډلو کې لشکر طیبه او جېش محمد شاملې دي.

يادې ډلې له پخوا راهيسې د هند لپاره ستر امنيتي ګواښ ګڼل کېږي او د نړۍوالو ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې هم شاملې دي.

هندي شنونکي باور لري، چې دا اړیکه کولای شي د کابل او نوي ‌ډيلي تر منځ د يو نوي فصل پيلامه وي، ځکه د دواړو لورو ترمنځ د دا ډول لوېې کچې تعامل تر دې وړاندې نه و شوی.

راپور د هند امنيتي سرچينو له قوله کاږي، جي شنکر په دغه اړیکه کې له طالبانو غوښتي، چې د افغانستان خاوره باید د سختدریځه ډلو پر پناه ځایونو بدله نه شي.

 د هند بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې له افغانستان څخه د دوی پر ضد د ترهګرو بريدونو د مخنيوي لپاره باید طالبان لازم ګامونه واخلي.

راپور زیاتوي، چې په ځواب کې یې طالبانو ژمنه کړې، چې هېڅ بهرنۍ ډله په ځانګړې توګه هغه ډلې چې د پاکستان مرکزي استخباراتي ادارې (ISI) یې ملاتړ کوي، ورته به په افغانستان کې د ازاد فعاليت اجازه ورنه ‌کړي.

یاده هندي رسنۍ لیکي،‌ لشکر طیبه او جېش محمد هغه وسله والې ډلې دي، چې د تېرې يوې لسيزې په اوږدو کې یې پر هند مرګوني بريدونه کړي، چې يو تر ټولو لوی هغه يې د ۲۰۰۸ کال د ممبۍ بريدونه وو.

دغه ډلې د پاکستان له پوځ او استخباراتو سره اوږدمهاله اړيکې لري. د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته هند اندېښنه لري، چې ښايي يادې ډلې بيا ځل د افغانستان خاوره د خپلو فعاليتونو لپاره وکاروي.

د News18 په حواله، هند دا اندېښنه هم لري، چې پاکستان به هڅه وکړي د دغو ډلو له لارې د کشمير وضعيت لا نور ترینګلی کړي.

سرچينې وايي، پاکستان داسې هم هڅه کړې، چې په کشمیر کې د ځینو کاریدونکو وسلو تړاو افغانستان ته ورکړي او بيا پرې نيوکې وکړي، تر څو د هند او طالبانو ترمنځ رامنځته شوې نوې اړيکې زيانمنې کړي.

خو طالبانو دا ډول هڅې رد کړي او ويلي يې دي، چې هېڅ هېواد، سازمان يا وسله‌ والې ډلې ته به اجازه ور نه‌ کړي، چې افغان خاوره د خپلو سياسي يا نظامي موخو لپاره وکاروي.

له بلې خوا هند د طالبانو او چين تر منځ پر اقتصادي اړيکو، په ځانګړي ډول د کانونو د تړونونو په برخه کې هم له نږدې څارنه کوي. خو د هند د چارواکو په باور، د پاکستان پلوو ترهګرو ډلو د فعاليتونو مخنيوی یې سملاسي لومړیتوب دی.

د یادې اړیکې پر مهال متقي او جي شنکر د بشري مرستو په تړاو هم خبرې کړې دي.

هند چې د مخکني جمهوري نظام پر مهال يې د بيارغونې او بنسټيزو پروژو لپاره ميلياردونه روپۍ پانګونه کړې وه، اوس غواړي ډاډ تر لاسه کړي چې د دوی فني او بشري مرستې باید پرته له کوم امنیتي ګواښه افغانستان ته ورسېږي.

راپور کاږي، دا ژمنه چې طالبان به د افغانستان خاوره د ترهګرو ډلو لپاره نه کاروي، که عملي شي، نو دا به د کابل او نوي ډيلي تر منځ د باور بيا رغولو لپاره يو مهم ګام وي.

خو طالبان له پخوا راهیسې له وسله والو ډلو سره شکمنې اړیکې لري او یادې هندي رسنۍ د راپور په پای کې د پوښتنې په ډول لیکلي چې، ايا دا ژمنې به په رښتينې توګه پلې شي او که يوازې د نړۍوال مشروعيت د لاسته راوړلو لپاره به يوه سياسي وسيله وي؟

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

له سعودي عربستان څخه له ۵۰۰۰ زیات پاکستاني سوالګر شړل شوي دي

۲۶ غویی ۱۴۰۴ - ۱۶ می ۲۰۲۵، ۰۴:۲۸ GMT+۱

د پاکستان ډان ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې سعودي عربستان په تېرو ۱۶ میاشتو کې په ټولیز ډول ۵۰۳۳ پاکستاني سوالګر شړلي دي. راپور وړاندې وايي، ورته مهال په پنځو نورو هیوادونو کې ۳۶۹ نور کسان د سوال کولو په تور نیول شوي دي.

ډان په خپل راپور کې وړاندې وايي، چې دغه معلومات د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د پیپلز ګوند د غړې سحر کامران د پوښتنې په لیکلي ځواب کې ملي شورا ته وړاندې کړل.

د محسن نقوي له‌خوا ورکړل شوي رسمي معلومات ښیي، چې د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ راهیسې ټولټال ۵۴۰۲ پاکستانیان له سعودي عربستان، عراق، مالیزیا، عمان، قطر او متحده عربي اماراتوڅخه پاکستان ته راشړل شوي.

د معلوماتو له مخې په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۴۸۵۰ پاکستاني وګړي له دغو هیوادونو څخه د شړلو له ګواښ سره مخ شوي او په ۲۰۲۵ کې ۵۵۲ یې پاکستان ته شړل شوي دي.

راپور زیاتوي، چې د پیپلز ګوند غړي د تیرو درېیو کلونو معلومات غوښتل، خو وزیر یوازې د ۲۰۲۴ کال له جنوري وروسته جزیات وړاندې کړل.

د ډان ورځپاڼې راپور کاږي، چې د پاکستان د صوبو په کچه د معلوماتو جلا کول ښيي، چې له دغو هېوادونو څخه ایستل شوي ډېری کسان د سند ایالت دي.

وايي، د دې صوبې ټولټال ۲۷۹۵ کسان د سوال کولو په تور له دغو هېوادونو په ایستل شويو کسانو کې شامل دي، خو وای د پنجاب د ایستل شویو سوالګرو شمېر بیا ۱۴۳۷ دی.

د پېښور په څمکنیو کې پر پولیسو د شوي ځانمرګی برید مسوولیت داعش ومانه

۲۶ غویی ۱۴۰۴ - ۱۶ می ۲۰۲۵، ۰۴:۰۸ GMT+۱

پاکستاني رسنۍ خراسان ډایري د داعش خراسان څانګې د «النبا» اونیزې خپرونې په حواله خبر ورکړی، چې شپږ ورځې وړاندې په پېښور کې د‌ پولیسو پر پوسته د شوي ځانمرګي برید مسوولیت داعش ډلې په غړه واخیست.

د (غوایي ۲۶مه) په راپور کې راغلي، بریدګر د پښتونخوا ایالت د پېښور په څمکنیو سیمه کې هغه مهال ځان پورې چاودېدونکي توکي وچوول، چې د پولیسو له لوري د تالاشۍ لپاره د یوې پوستې مخې ته ودرول شو.

په یاد برید کې د پولیسو د ځايي حوزې یو مشر لایق زاده خان او یو بل پولیس ووژل شول.

دا برید داسې مهال کېږي، چې د طالبانو یو شمېر غړو پاکستان ته ګوته نیولې چې په خپله خاوره کې یې د «داعش خراسان څانګې» وسله والو ته پناه ځایونه او روزنیر مرکزونه ورکړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر چې دا مهال د ملا هبت‌الله له لوري د نیول کیدو له وېرې په متحده عربي اماراتو کې له بې برخلیکه وضعیت سره مخ دی، نږدې څلور میاشتې وړاندې ادعا کړې وه، چې د پاکستان پوځ «داعش خراسان» ډلې ته روزنې ورکوي.

هغه ویلي وو، داسې شواهد لري چې څرګندوي د پاکستان پوځ «داعش وسله وال» تر روزنې وروسته افغانستان ته د «ترهګریزو فعالیتونو» لپاره لېږلي دي.

پر دې سربېره د طالبانو بېلابېلو غړو ادعاوې کړي، چې یاده ډله د پاکستان په بلوچستان ایالت کې خوندي پناه ځایونه لري.

همدا راز اسلام اباد بیا دا تورونه رد کړي او پر کابل واکمن یې تورن کړي‌ چې د «ټي ټي پي» په ګډون یې د دوی ضد وسله والو ته خوندي پټنځایونه ورکړي او له هماغه ځایه په پاکستان کې بریدونه پلانوي.

له دې ور هاخوا که څه هم طالبان د داعش د ماتیدو او د دغه ډلې د مخنېوي لپاره د پراخو اقداماتو یادونه کوي، خو د امنیتي چارو کارپوهان په دې باور دي، چې په افغانستان کې د «داعش» حضور ورځ تر بلې پراخیدونکی او لا یې هم د بریدونو ګواښونه نه دي‌ کم شوي.

داعش په خپلو بریدونو کې د طالبانو د کډوالو چارو د پخواني وزیر خلیل الرحمن حقاني په ګډون د یادې ډلې یو شمېر نور لوړ پوړي غړي هم په بېلابېلو بریدونو کې وژلي دي.

پاکستان نږدې ۹۰۰ افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي دي

۲۶ غویی ۱۴۰۴ - ۱۶ می ۲۰۲۵، ۰۳:۴۸ GMT+۱

د پښتونخوا ایالت د کورنیو او قبایلي چارو ادارو د شمېرو له مخې د پاکستان حکومت تېره ورځ د تورخم او انګور اډې له لارو «۸۸۰ افغان کډوال» پر ډیورنډ کرښه اړولي دي.

د معلوماتو له مخې له دې ډلې یوازې «۱۴۲ کسان» د اې سي سي کارت لرونکي وو او پاتې نور د قانوني مېشتیدو هېڅ ډول اسناد نه لرل.

یوازې «۷۲کسان» د انګور اډې او پاتې نور بیا د تورخم له لارې په جبري توګه اېستل شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

پاکستاني پولیس اوس هم د اسلام اباد په ګډون په بېلابېلو ایالتونو کې کور په کور د افغان کډوالو نیول کیدو پسې عملیات روان ساتلي او د نړۍوالو سازمانونو هغه غوښتنې یې له پامه غورځول چې په جبري توګه د کډوالو د اېستلو لړۍ دې ودروي.

د بښنې نړۍوال سازمان په ګډون یو شمېر بشري ادارو ویلي وو، چې له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل د هر ډول بشري حقونو خلاف عمل دی او یاد حکومت دې ژر تر ژره دا بهیر بند کړي.

د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو هم ورته غوښتنې وکړې، ځو پاکستان دغو غوښتنو ته چندان غاړه کنېښوده.

بل لوری نیوکې کېږي، چې په پاکستان کې د پولیسو له لوري د اېستل کیدونکو افغان کډوالو مالونه، شتمنۍ او پانګې خوندي نه دي، چې په ځینو حالتونو کې ان چور شوي هم دي.

که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته د خپل وروستي سفر څخه تر راګرځېدو وروسته اعلان وکړ، چې د افغان کډوالو د پانګو خوندیتوب لپاره یې ځانګړې کمېټه جوړه کړې، خو دغه کمېټې هم په یاده برخه کې چندان د پام وړ فعالیتونه نه دي کړي.

د رسمي شمېرو له مخې د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه له پاکستان د افغان کډوالو د اېستل کیدو په بهیر کې تر اوسه «۱۳۰زره کسانو څخه» ډېر په جبري توګه خپل هېواد ته اېستل شوي دي.

همدا راز پاکستان د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ سره ثبت د «پي او ار» کارتونو لرونکو افغان کډوالو ته هم د جون میاشتې تر پایه وخت ورکړی، څو دغه هېواد پرېږدي.

اسلام اباد ویلي، که افغان کډوالو تر یادې نېټې پورې په خپله خوښه ونه وځي، نو پولیس به یې تر نیول کیدو وروسته په زوره وباسي.

د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د پخواني جمهوري نظام یو شمېر سرتېري، د امنیتي ادارو کارکوونکي، د بشري حقونو فعالان، خبریالان، ښځینه فعالانې او پخواني دولت کارکوونکي هم پاکستان ته تللي دي.

اوس د اېستل کیدو په روان بهیر کې هغوی هم د اېستل کیدو له ګواښ سره مخ دي.

ځینو بهرنیو او جلاوطنه افغان بنسټونو وېره څرګنده کړې که پاکستان دغه تازه دمي کډوال چې د طالبانو له ګواښ سره مخ دي خپل هېواد ته وباسي، نو هلته به یې ژوند له سختو خطرونو سره مخ شي.

طالب چارواکی وايي چې متقي به راتلونکې اونۍ ایران او چین ته سفر وکړي

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۲۲:۵۳ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي ذاکر جلالي وايي، چې امیرخان متقي به راتلونکې اونۍ ایران، چین او د سيمې یو شمېر نورو هېوادونو ته سفر وکړي. جلالي د دې سفرونو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت یو چارواکی ذاکر جلالي د بنجشبنه په ورځ (د غويي ۲۵مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «امیرخان متقي به راتلونکې اونۍ ایران، چین او د سيمې یو شمېر نورو هېوادونو ته سفر وکړي.»

هغه دا څرګندونې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي له خپل هندي سیال سره تر ټلیفوني خبرو وروسته کړی دي.

جلالي د طالبانو بهرني سیاست ته په اشارې ویلي، چې دې ډلې په وروستيو کې په کابل کې د ګڼ شمېر بهرنیو پلاوو کوربه توب کړی.

په کابل کې د چین سفير د (غويي ۲۱مه) له متقي سره وليدل او چین ته یې د ورتګ رسمي بلنه ورکړه.

لوړې زده‌کړې او استبدادي رژیمونه؛ له افغانستان تر متحده‌ایالاتو

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۲۱:۱۴ GMT+۱

په داسې حال کې چې د افغانستان د لوړو زده‌کړو په برخه کې وروستیو تحولاتو ډېرې اندېښنې راپورته کړي، ډېپلوماټ مجله په جلاوطنۍ کې د یوه افغان استاد په حواله وايي چې د طالبانو پالیسۍ او د ځینو امریکایي چارواکو له‌خوا د علمي بنسټونو پر وړاندې وروستي اقدامات ورته‌والی لري.

دا استاد چې په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له هېواده وتلی، اوس د یوه جلاوطنه څېړونکي په توګه، د ښوونیزو تحولاتو بهیر په تطبیقي ډول څېړي. هغه وایي، په ظاهري بڼه د طالبانو چلند له علمي بنسټونو سره د امریکا له پالیسو سره ډېر توپیر لري، خو په ژوره کچه داسې ورته‌والی لیدل کېږي چې د اندېښنې وړ دی.

د طالبانو راستنېدل؛ لوړو زده‌کړو ته یو لوی ګوزار

د طالبانو په لاس د افغانستان له پرځېدو وروسته پوهنتونونه له ټکان‌ورکوونکي وضعیت سره مخ شول. د بېلګې په توګه، په بامیان پوهنتون کې چې دا افغان استاد یې رئیس و، ډېرو محصلانو د طالبانو له وېرې خپلې زده‌کړې پرېښودې او کورونو ته ستانه شول. ځینې استادان او محصلان چې له لویدیځو هېوادونو سره اړیکې یې درلودې، هڅه وکړه چې له افغانستانه ووځي. ځینو وتلو کې بریالي شول، خو ځینې بیا اړ شول چې په پټه ژوند وکړي.

طالبانو ډېر ژر په هېواد کې لوړې زده‌کړې په ځانګړي ډول پر ښځو د سختو محدودیتونو په لګولو سره محدودې کړې. ورسره جوخت، د افغانستان امریکايي پوهنتون په ګډون ځینو بهرنیو پوهنتونونو، خپل فعالیتونه په بشپړه توګه بند کړل.

له امریکا سره دا اندېښمنونکی ورته‌والی

په لومړي نظر کې، د لوړو زده‌کړو په سکټور کې د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا د حکومت پالیسۍ د طالبانو له کړنو سره خورا توپیر لري؛ خو د راپور لیکوال ټینګار کوي چې ځینې جوړښتي ورته‌والي شته. د بېلګه په توګه د افغانستان د پوهنې په وزارت کې د ډله‌ییزو کارکوونکو د ګوښه‌کېدو اعلان او د ټرمپ له‌خوا امریکا د پوهنې وزارت د کارکوونکو د کمښت پرېکړه د پام وړ ده. د مستقیمو امرونو کارول، لکه په افغانستان کې د طالبانو د مشر فرمان او په متحده‌ایالاتو کې د اجرائیوي امرونو، د پرېکړې نیولو بنسټونو څنډې ته کولو یا له پامه غورځولو اقدامات، د دواړو ترمنځ یو بل ورته‌والی بلل کېږي.

تر ټولو زیان‌منونکې قشرونه؛ د سیاست اصلي قربانیان

که په افغانستان کې یا په متحده‌ایالاتو کې وي، د پالیسیو ترټولو ډیر زیان زیان‌منونکو قشرونو ته رسېږي؛ هغه کسان چې په عادي شرایطو کې هم پوهنتونونو ته اسانه لاسرسی نه‌‌لري. په متحده‌ایالاتو کې د قومي تنوع، جنسیتي مساواتو او ټولنیز شمولیت (DEI) ملاتړکوونکو پروګرامونو له منځه وړل هم په افغانستان کې پر ځانګړو قشرونو د طالبانو له فشارونو سره ورته ګڼل شوي دي. په دواړو هېوادونو کې هغه پالیسۍ چې د لوړو زده‌کړو تمویل کموي او ښوونیز فرصتونه محدودوي، کولای شي پر راتلونکو نسلونو جدي منفي اوږدمهاله اغېزې ولري.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې همدا پرون، د کابل پوهنتون یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې یادې ډلې د دغه پوهنتون لسګونه نارینه او ښځینه استادان ګوښه کړي دي. د سرچینو په وینا، ډېری ګوښه شوي کسان ښځې دي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په علمي او تخصصي مرکزونو کې د اکاډمیکو کسانو ګوښه‌کېدل په سېستماتیک شکل روان دي او یاده ډله هڅه کوي، چې په دې ځایونو کې له خپلې ایډيالوژۍ سره جوړ او د مدرسو ملایان وګوماري.