هند ۱۵۰ افغان لاریو ته د واګه بندر له لارې د تېرېدو اجازه ورکړه

هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د هند او پاکستان ترمنځ د ناندریو تر حل وروسته، په لاهور کې ولاړو ۱۵۰ افغان سوداګریزو لاریو ته د واګه بندر له لارې هند ته د داخلېدو اجازه ورکړل شوه.

هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د هند او پاکستان ترمنځ د ناندریو تر حل وروسته، په لاهور کې ولاړو ۱۵۰ افغان سوداګریزو لاریو ته د واګه بندر له لارې هند ته د داخلېدو اجازه ورکړل شوه.
د انډین اېکسپرېس رسنۍ د جمعې په ورځ راپور ورکړی، چې په لاهور کې ولاړو افغان لاریو ته د واګا بندر له لارې هند ته د داخلیدو اجازه ورکول شوې.
دغو افغان لاریو کې تازه او وچه مېوه بار وه، چې د تېرو دوو اونیو راهیسي په لاهور کې واګا بندر ته څیرمه درول شوې وې.
د راپورونو له مخې تر اوسه د افغان توکو بار پنځه لارۍ د هند خاوري ته داخل شوي او نورې لارۍ به هم د هند خاوري ته داخل شي.
د هند د امرتسر د وچو مېوو یو مشهور سوداګر، مکیش سیدواني، د واګا بندر د پرانیستل کېدو هرکلی کړی او وايي: «تر اوسه پنځه لارۍ هند ته داخلې شوي دي. دا یوه ستره اسانتیا ده. په لاریو کې وچې او لندې مېوې بار دي او د هرې ورځې ځنډ به د سوداګرو لپاره د لویو مالي زیانونو لامل کېده.»
همدا راز د وچې مېوي دغه سوداګر زیاته کړه:«مخکې په اوسط ډول شاوخوا ۴۰-۵۰ لارۍ هند ته تېریدلي، خو اوس وضعیت توپیر لري. د دواړو هېوادونو ترمنځ لوړ تاوتریخوالی شتون لري او د لاریو تصفیه او چک کول ممکن د عادي کاري ورځو په پرتله یو څه ډېر وخت ونیسي. موږ هیله لرو چې ټولې لارۍ به په یوه اونۍ کې هند ته داخلې شي.»
هندي رسنیو ویلي، چې هند او د افغانستان نږدې ۹۰ سلنه سوداګري د واګه بندر له لارې ترسره کیږي.
د واګه بندر له لارې هند ته د افغان لاریو د داخلیدو اجازه په داسې حال کې ورکول شوې، چې تېره ورځ د هند او طالبانو د بهرنو چارو وزیرانو د ټلیفون په کرښه خبرې وکړې او د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر دا خبرې ښې او رغوونکې بللي.
د هند او پاکستان ترمنځ ځمکنۍ او هوايي لارې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې وروسته له هغې وتړل شوې، چې د هند تر ادارې لاندې کمشیر کې پر سیلانو برید کې ۲۶ کسان ووژل شول او وروسته هند د یاد برید د غچ اخیستنې په موخه پر پاکستان بریدونه وکړل، خو د می په لسمه نېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند وشو او د می تر اتلسمې نېټې پورې وغځول شو.