د پاکستان حکومت تېره ورځ سلګونه افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي

د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ستنولو د بهیر په دویم پړاو کې تېره ورځ ۶۹۰ تنه افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي دي.

د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ستنولو د بهیر په دویم پړاو کې تېره ورځ ۶۹۰ تنه افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي دي.
د پښتونخوا ایالت کورنیو او قبایلي چارو اداره وایي، په ستنو شویو کډوالو کې ۱۴۲ تنه د(ACC) کارت لرونکي او ۵۴۸ تنه نور بې اسناده افغانان وو.
دغې ادارې خبریالانو ته په استول شویو معلوماتو کې ویلي، چې ۶۷۳ تنه یې د تورخم او ۱۷ تنه نور یې د انګور اډې له لارې افغانستان ته ستانه کړي دي.
د دغې ادارې معلومات ښیي چې تر دې مهاله د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د بېرته ستنولو د پروګرام په دویم پړاو کې یوازې د تورخم او انګور اډې له لارې ۳۵۹۷۵ تنه د (ACC) کارت لرونکي او ۵۴۱۸۱۱ تنه بې اسناده کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي.
د یادولو ده، چې پاکستاني پولیسو اوس هم د اسلام اباد په ګډون په بېلابېلو ښارونو کې کور په کور د افغان کډوالو نیول کیدو پسې عملیات روان ساتلي او د نړیوال سازمانونو هغه غوښتنې یې له پامه غورځولې، چې په جبري توګه د کډوالو د اېستلو لړۍ دې ودروي.
د بښنې نړیوال سازمان په ګډون یو شمېر نورو بشري ادارو ویلي وو، چې له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل د هر ډول بشري حقونو خلاف عمل دی او یاد حکومت دې ژر تر ژره دا بهیر ودروي.
د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو هم ورته غوښتنې وکړې، خو پاکستان دغو غوښتنو ته چندان غاړه کنېښوده.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د کابل د خلکو له قوله لیکلي، چې د افغانستان دغه لوی ښار د اوبو له بحران سره مخ دی. په خبر کې ښاري بې نظمي، د کلونو اوږدو جګړو پر مهال د اوبو ناسم مدیریت او اقلیمي بدلون یې د اوبو د بحران لاملونه یاد کړي دي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د جمعه په ورځ (د غويي ۲۶مه) په یوه خبر کې د کابل د اوسېدونکې بي بي جان له قوله لیکلي، چې هره اونۍ د خاوند له معاش یوه برخه ساتي او په پيسو اوبه اخلي.
بي بي جان زياته کړې: «کله چې زما ماشومان یوازې د څو ورځو چایو لپاره اوبه پاته وي وايي تاسو اوبه اخیستي.»
کارپوهانو له ډېرې مودې راهیسې د کابل د اوبو د ستونزو په اړه خبرداری ورکوي، هغه ستونزې چې ورځ تر بلې لا زیاتېږي.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته نړيوالو له دغه هېواد سره سترې زېربنايي مرستې او مالي ملاتړ کم کړی دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې یونیسف تېر کال خبرداری ورکړ چې «که بیړنی اقدام ونه شي، نو تر ۲۰۳۰ پورې به په کابل کې د ځمکې لاندې اوبه نه وي.»
د اوبو د سرچینو د مدیریت کارپوه عاصم مایار وايي، د ۲۰۳۰ کال د اوبو ستونزمن حالت «تر ټولو خراب سناریو» ده.
د نوموړي په خبره که ټاکل شوي پرمختيايي پروژې هم بشپړې شي بیا هم وضعت تر اوسني حالت نشي ښه کېدای.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دغه ډله په پرله پسې ډول د اوبو د مدیريت او مهارولو خبرونه ورکوي او وايي چې د اوبو د کمښت د ستونزې د حل لپاره یې په ډېرو سيمو کې بندونه جوړ کړي؛ خو خلک او کروندګر لا هم د اوبو د کمښت سره مخ دي.

اېبيسي وېبپاڼه په یوه مقاله کې وايي چې دوه ډېر پخواني دښمنان اوس د یو ګډ دښمن پر وړاندې سره متحد شوي دي. د سرچینې په وینا، روسیې څلور لسیزې وړاندې افغانستان اشغال کړی و، خو اوس له داعش-خراسان سره د مبارزې لپاره یې د طالبانو ملګرتیا ته ردانګلي دي.
د روسیې او طالبانو ترمنځ امنیتي همکاري
د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې له تور لېست نه د طالبانو د نوم په لرېکېدو سره «د دواړو هېوادونو ترمنځ د بشپړې همکارۍ پر وړاندې ټول خنډونه لرې شوي دي.» هغه زیاته کړې چې مسکو د افغانستان دننه له داعش-خراسان سره د مبارزې لپاره د طالبانو د هڅو هرکلی کوي.
داعش-خراسان په وروستیو کلونو کې په افغانستان، ایران او روسیه کې ګڼ شمېر خونړي بریدونه ترسره کړي دي. نوموړې ډلې په ۲۰۲۴ کال کې مسکو ته څېرمه د کروکس ښار د موسیقۍ پر تالار د برید مسوولیت هم ومانه چې په ترڅ کې یې تر ۱۳۰ډېر کسان وژل شوي وو.
ډېپلوماټیکې اړیکې او رسمي حضور
که څه هم د روسیې په ګډون هېڅ هېواد تر اوسه په رسمي ډول د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی، خو دغه هېواد له یادې ډلې سره خپلې عملي اړیکې ساتلي او په کابل کې یې هم خپل سفارت فعال ساتلی دی.همداراز، چمتو دی چې د طالبانو معرفي شوی کس په مسکو کې د سفیر په توګه ومني. طالبان په بېلابېلو هېوادونو کې لږترلږه ۳۹ افغان سفارتونه کنټرولوي او هڅه کوي له هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
اقتصادي همکارۍ او په سیمه کې موخې
دې سره جوخت، د امنیتي همکاریو تر څنګ، کرملین اعلان کړی چې غواړي له افغانستان سره خپلې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې هم پراخې کړي. روسیه هڅه کوي د افغانستان خاوره، پاکستان او هند ته د تېلو او ګازو د لېږد لپاره د ترانزیټي لارې په توګه وکاروي. همداراز، د اوکراین له جګړې وروسته د لوېدیځ بندیزونو روسیې ته اجازه ورکړې چې د خپلو تېلو او ګازو لپاره نوي بازارونه ومومي.
په منځنۍ اسیا کې د قدرت سیالي
د چین د حضور زیاتوالی په منځنۍ اسیا کې هم د طالبانو او روسیې د نزدې کېدو له نورو عواملو نه شمېرل کېږي. که څه هم روسیه په دودیز ډول په دې سیمه کې پراخ نفوذ لري، خو په اوکراین کې جګړې د دې تمرکز کم کړی او چین له دې فرصت نه ګټه پورته کړې ترڅو د منځنۍ اسیاله هېوادونو سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي.
کارپوهان وايي چې طالبان هڅه کوي د روسیې او چین ترمنځ له دې سیالۍ نه ګټه پورته کړي ترڅو افغانستان له نړۍوالې انزوا وباسي او دغه هېواد ته نوې پانګونې راجلب کړي. د طالبانو لپاره روسیه او چین دواړه مهم دي. ځکه چې دا دوه هېوادونه کولای شي له افغانستان سره مرسته وکړي څو له نړۍوالې انزوا راووځي او مرستې او پانګونې راجلب کړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی په کازان ناسته کې د ګډون په موخه تاتارستان ته سفر کړی دی.
طالبانود ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراخېدو په موخه پنځه مهم تړونونه لاسلیک شوې دي. یاد معاونیت زیاته کړې چې دا تړونونه د ټرانسپورټ، سوداګرۍ، د خصوصي سکټور د ودې او د صنعتي او لوجستکي کمپلیکس د جوړېدو په برخو کې لاسلیک شوي دي.
د یادونې ده، چې روسیې د سیمې او نړۍ د نورو هېوادونو غوندې طالبان په رسمیت نه پېژني، خو پر افغانستان د دغې ډلې له واکمنېدو راهیسې د دواړو خواوو ترمنځ سوداګریزه او ډېپلوماتیکه راشه درشه ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې ده.

افغان خبریالانو او د هغوی ملاتړو د اپریل په ۱۵مه د هورو انسټیټوټ په يوې غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته خپلواکې رسنۍ له منځه وړل شوي. دوی ویلي، چې اوس مهال دغه برخه د امریکا د ولس ملاتړ او هیله مندۍ ته اړتيا لري.
د هورو انسټیټوټ په یوه خبر کې د افغان خبريالانو له قوله لیکلي، چې په افغانسان کې د رسنیو ازادي د ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ کلونو پورې په بې سارې توګه وده وکړه او د خپل حکومت تر چتر لاندې يې د هېواد د ډيموکراټیک پرمختګ د يوې مهمې ستنې په توګه رول ادا کړ.
د خبریالانو په خبره، چې په دې دوره کې خبریالانو او رسنیو د فساد په افشا، د بشري حقونو د تامین، د افغان ولس د غږ پورته کولو په برخه کې په ازاد ډول کار کاوه.
تجربه لرونکي فیلو ایچ ار مک ماسټر یو شمېر افغان خبریالان سره راټول کړي تر څو په افغانستان کې په تېرو ۲۴ کلنو کې تجربې او ستونزې سره بیان کړي.
په خبر کې ویل شوي، چې په غونډه کې د دغه ستونزو څخه د وتلو په اړه هم بحث شوی او د مرستې پر لارو چارو هم خبرې شوي.
په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ دوره
یوه مشهوره افغانه امریکايي ژورنالیسته او د جنسیت مطالعاتو په برخه کې د سټينفورډ د پروګرام مرستياله ډاکټر حلیمه کاظم په دې ناسته کې په افغانستان کې د حکومتدارۍ په جوړېدو او پياوړتیا کې د رسنیو پر رول خبرې وکړې.
هغې وویل: «زه د لنډمهالي حکومت پر مهال د حامدکرزي د لومړۍ ولسمشرۍ په دوره کې د رسنيو د دفتر د جوړولو لپاره وګمارل شوم، دا زما لپاره یوه ښه تجربه وه تر څو د ازادو رسنیو د ژوندي کولو لپاره په مستقیم ډول کار وکم.»
د اغلې کاظم هڅې د بې شمېرو افغان خبریالانو او رسنیو سره یو ځای په داسې حال کې پېل شوې چې افغانستان د مرکزي او سویلي اسیا په څلور لارو کې د یو متحرک خپلواکو رسنیزو هېوادونو په ډله کې ځای درلود.
په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ سفر له ننګونو سره مخ و او د افغانانو د روحيې ژوند ساتل د خبريالانو له مهمو دندو څخه وه.
نادر نادري، چې د افغان مدني ټولنې مشر او په ۲۰۲۰ کال کې په دوحه کې د سولې په خبرو اترو کې د افغانستان د حکومت د مذاکراتي ډلې غړی وو وویل: «هغه رسنۍ چې له بهر څخه فعالیت کوي مهم رول لري، موږ اړتیا لرو چې له افغانستان څخه بهر خلک د بشري حقونو د سرغړونو او د هېواد دننه وضعت څخه خبر وساتو.»
طالبانو په افغانستان کې د بیان پر ازادۍ سخت بندیزونه لګولي دي.
په افغانستان کې خلک نه شي کولای، چې په ازادانه توګه په خواله رسنیو کې سیاسي نظریات څرګند کړي او یا هم په عامه ناستو کې د طالبانو پر کړنو نیوکې وکړي.
د دغه ډلې استخباراتو د خپلې دویم ځل واکمنۍ راهیسې د هېواد په ګوټ، ګوټ کې د خواله رسنیو هغه کاروونکي بندیان کړي او شکنجه کړي، چې د دوی پر ضد یې فعالیتونه کړي دي.
له دې سربېره طالبانو پر رسنیو او خبریالانو هم سخت بندیزونه لګولي دي.
د دغو بندیزونو له کبله په کابل او ولایتونو کې د رسنیو سیاسي خپرونې لومړی د طالبانو له لورې څارل کېږي او بیا په سانسور ډول خپرېږي.
یو شمېر نړۍوالو بنسټونو په افغانستان کې د بیان ازادي او رسنیو روان وضعیت د جدي اندېښنې وړ بللي دي.

په بدخشان کې د شمال لویديځ او شمال ختيځ ۹ ولایتونو د طالبانو والیانو، د استخبارتو مشرانو او امنیه قومندانانو په ګده ناسته کې ټينګار کړی، چې د شر جوړونکو مخه به نيسي. دغه ناسته د هبت الله اخوندزاده په امر د همږغۍ د زیاتوالي په موخه شوې ده.
تېره شپه ناوخته د طالبانو د بدخشان والي په کوربتوب د تخار، بغلان، کندز، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب او سمنګان والیانو، د استخباراتو مسولینو او امینه قومندانانو خپل منځي ناسته کړې او ټينګار یې کړی، چې د خپل مشر اخوندزاده فرمانونه به په ښه ډول عملي کوي.
په دې ناسته کې د طالبانو د قومونو او قبایلو وزير نورالله نوري، د دغه ډلې د کورنیو چارو د وزارت اداري مرستیال نجیب حاجي صیب، د طالبانو د قول اردو مسولینو او یو شمېر نورو نظامیانو برخه اخیستې وه.

د طالبانو د بدخشان والي محمدایوب خالد ویلي، چې دغه ناسته یې د خپل منځي همږغۍ د زياتوالي او د اړیکو د پياوړتیا په موخه رابللې ده.
واليانو ټينګار کړی، چې د نشه یي توکو د له منځه وړلو په برخه کې به د خپل مشر هبت الله ۳۱ ګڼه فرمان په ټولو سیمو کې تطبیقوي.
دغو طالب چارواکو زياته کړې، چې د «شر او فساد جوړونکو د پلانونو او فعالیتونو مخه به نیسي.»
خو طالبانو دا نه دي واضح کړي، چې موخه یې څوک او څه دي.
په شمالي ولایتونو کې د طالبانو پر وړاندې وسله وال بریدونه او مخالفتونه زيات دي او ډېر مهال دغه ډله د عامو خلکو سره په چلند کې هم له زور او قدرت څخه کار اخلي.
طالبان په دې ډول هڅه کوي، چې د افغانستان په شمالي سیمو کې خپل ځواکونه زيات او هلته د هر ډول وسله والو فعالیتونو او غږ پورته کولو مخه ونیسي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني له همغږۍ پرته د دغې ډلې د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د هبتالله د حکم پر بنسټ په یو شمېر امنیتي ادارو کې د بدلون خبر ورکړی دی.
فطرت د جمعې په ورځ (غويي ۲۶) د خپلې اېکسپاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې چې مولوي حبیبالله شاکر د بامیان امنیه قومندان، سېدمحمد حنیف عباده د سمنګان امنیه قومندان او ملا رحمتالله ناظم بیا د طالبانو د دفاع وزارت د لوی درستیز د توپچي ریاست د رییس په توګه ګمارل شوي دي. د طالبانو د ویاند مرستیال په دې تړاو نور جزییات نه دي ورکړي.
د یوه هېواد د کورنیو چارو وزارت د امنیتي، انتظامي او پولیسو اړوند چارو اصلي مسوول ارګان بلل کېږي او دا ډول امنیتي ټاکنې او بدلونونه باید د همدې وزارت له لارې ترسره شي یا لږترلږه یې باید د همغږۍ قانوني چوکاټ روښانه وي؛ خو د طالبانو د مشر په ادلون او بدلون کې تر اوسه د کورنیو چارو وزیر د همغږۍ هېڅ څرک نهلیدل کېږي.
دا بدلونونه داسې مهال اعلانېږي چې طالبان له یوهپلوه د افغانستان د امنیتي جوړښتونو د ثبات ادعاوې کوي، خو بلخوا د داخلي مشروعیت، ظرفیتونو او مسلکي معیارونو د نشتوالي له امله له دا ډله پراخو نیوکو سره هم مخ ده.
